توماس پنانت

توماس پنانت (زوکړه : د ۱۷۲۶ زکال د جون ۱۴ مه – مړینه: د ۱۷۹۸ زکال د ډسمبر ۱۶ مه) ولزي طبیعت پیژندونکی، سفر کوونکی (جهانګرد)، لیکوال او لرغون پیژندونکی و. نوموړی په ولز کې ویټفورډ فلینټ شایر ته څېرمه د ډاونینګ هېل په نامه د خپلې کورنۍ په جایداد کې وزېږېد او خپل ټول ژوند یې همالته تېر کړ. [۷]

توماس پنانت
توماس پنانت
توماس پنانت

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ جون ۱۷۲۶[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 16 ډيسمبر 1798 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي
ولز   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه بوټپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د یو طبیعت پیژندونکي په توګه هغه د پلټنې پیاوړی حس درلود او خپل وخت یې د خپل چاپېر جفرافیا، جیولوژي، بوټو، حیواناتو، الوتونکو، حشراتو، زوحیاتینو او کبانو ته په پام سره تېراوه او د هغو اړوند هر هغه څه به یې چې لیدل او یا هم اورېدل له ځان سره به یې ثبت کول. د نوموړي په یو شمېر کتابونو چې ستایل شوي د بریتانیا ځناور پېژندنه، د څلور پښو لرونکو تاریخ، د شمالي قطب ځناور پېژندنه او د هند د ځناور پېژندنې په نوم کتابونه په کې شامل کېږي؛ په داسې حال کې چې هغه هېڅکله د اروپا له لویې وچې بهر سفر وه نه کړ. هغه د خپل مهال ډېر علمي شخصیتونه پېژندل او د هغوی سره یې د لیکونو راکړه ورکړه لرله. د هغه کتابونو په ساموئل جانسون اغېز درلود. د یو لرغون پېژندونکي په توګه نوموړي په پام وکړ کچه هنري او نور اثار راغونډ کړل چې تر ډېره پورې د هغه د علمي لیوالتیا له مخې غوره شوي و. ډیری دغه اثار اوس مهال د ولز په ملي کتابتون کې ساتل کېږي.

د یو سفر کوونکي په توګه هغه له سکاټلنډ او د بریتانیا له ډېرو نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د هغو اړوند یې لیکنې وکړې. د هغه ډیری سفرونو دی هغو ځایونو ته یووړ چې د عامه بریتانویانو لپاره تر ډېره پوره نه پېژندل شوي پاتې و، د هغو اړوند یې سفر لیکونه ولیکل چې په رنګي ډول په کې نقاشي شوو او حکاکي شوو پاڼو شتون درلود او د ډېرو د هرکلي لامل وګرځېدې. د هغه هر سفر د هغه له کوره پیلېده او په تفصیل سره به یې په خپلو سفر لیکنو کې د لارې د مسیر، منظرو، د هغو سیمو د خلکو د عاداتو او چارو چې ده به ورسره لیدل، د هغوی د دودونو او خرافاتو او همدارنګه په هغو سیمو کې د هغو حیواناتو اړوند چې ده به لیدل او یا به یې هم په اړه اورېدل لیکنې کولې. هغه به له خپل کارمند موسیز ګریفیث سره په آس باندې سفر کاوه او موسیز به ټول هغه څه رسم کول چې دوی به د سفر په لار کې ورسره مخ کېدل او بیا به یې وروسته د خپلو کتابونو لپاره هغه نقاشي کول. د هغه د ګڼ شمېر ملګرو په لرلو سره مینه ناک سړی و او آن د خپل ژوند تر ۶۰ مې لسیزې پورې د خپلې خوښې وړ چارو په لټه کې وه. هغه د خپل ژوند پر مهال غوره روغتیايي حالت درلود او د ۷۲ کلونو په عمر په ډاونینګ کې ومړ.

کورنۍ مخینه سمول

پنانتیان د ویټفورډ، فلینټ شایر له سیمې څخه ولزي اشرافیان و چې تر اولسمې پېړۍ پورې یې په بیچتون کې یو متوسط جایداد ځانته جوړ کړی و. په ۱۷۲۴ زکال کې د توماس پلار ډیویډ پنانت ته له خپل تره زوی څخه په ګاونډي ډاونینګ کې املاک په میراث پاتې شول چې په پام وړ توګه د دوی د کورنۍ د شتمنۍ د زیاتوالي لامل وګرځېدل. ډاونینګ هال چېرې چې توماس د هغې په ژیړ رنګه خونه کې وزېږېد؛ د پنانتانو په اصلي استوګن ځای واوښت. دغه کور په ۱۶۰۰ زکال کې جوړ شوی و او عمومي دروازې یې د دوه جلا برخو ترمینځ موقعیت درلود. هغه مهال چې پنانتان دغه ځای ته کډه شول دغه ودانۍ په بد حالت کې وه او ډېرو زیاتو بدلونونو ته یې اړتیا لرله. دغه کور ګڼ شمېر ښکلې کوټې له دې ډلې یو مجهز کتابتون او د سګرټ وهلو یوه خونه لرله چې په «انتیک پرنیچر او همدارنګه لرغونو حکاکیو او همدارنګه د ټولو اروپایي حیواناتو په ښکرو ښکلې شوې وه». ځمکه یې هم ډېره شنه وه او له همدې امله د هغو لپاره د لارو، مناظرو او تفریحي باغ د جوړولو په موخه ګڼ شمېر چارې ترسره شوې. [۸]

پنانت خپلې لومړنۍ زده کړې وړاندې له دې چې په ۱۷۴۰ زکال کې په فولهام کې د توماس کرافټ ښوونځي ته ولاړ شي د ورکسام په ګرامر ښوونځي کې یې زده کړې وکړې. پنانت وروسته څرګنده کړه چې د فرانسیس ویلګبي د الوتونکو پېژندونکو د کتاب له لوستلو وروسته یې له طبیعي تاریخ سره لیوالتیا پیدا کړه. نوموړی په ۱۷۴۴ زکال کې د اکسفورډ په کوئینز کالج کې شامل شو او بیا ترې اوریل کالج ته ولاړ. هغه د ګڼ شمېر نورو هغو زده کړیالانو په څېر چې بډایه کورنۍ یې لرلې اکسفورډ یې د سند له ترلاسه کولو پرته پرېښود، په داسې حال کې په ۱۷۷۱ زکال کې د حیواناتو د پېژندونکي په توګه د هغه کار د افتخاري سند لرلو له مخې په رسمیت وپېژندل شو. [۹]

پنانت په ۱۷۵۹ زکال کې له الیزابت فالکونر سره واده وکړ چې د سلطنتي سمندري ځواک د بریدمن جیمز فالکونر لور وه؛ دوی دواړو د ډېوېډ پنانت په نوم یو زوی درلود چې په ۱۷۶۳ زکال کې وزېږېد. راتلونکې کال د هغه مېرمن مړه شوه او څورلس کاله وروسته یې د ماسټین فلینټ شایر د څلورم بارون توماس ماسټین له لور، آن ماسټین سره واده وکړ. [۱۰]

علایق سمول

له ۱۷۴۶ زکال څخه تر ۱۷۴۷ زکال پورې له کورنوال څخه د هغه لیدنه چې لامل وګرځېده له لرغون پېژندونکي او طبیعت پېژندونکي ویلیام بورلاس سره وویني په نوموړي کې یې له کاني موادو او فوسیلونو سره لیوالتیا رامنځته کړه چې بیا یې د ۱۷۵۰ مې لسیزې پر مهال د هغه د اصلي علمې څېړنې بنسټ جوړ کړ. په ۱۷۵۰ زکال کې په ډاونینګ کې د ځمک ښویدنې اړوند د نوموړي راپور د سلطنتي ټولنې د فلسفي معاملاتو په دفتر کې ثبت شو، چېرې چې په ۱۷۵۶ زکال د څو کورالوئیدي اجسامو اړوند چې ده په کوالبروکدیل او شروپشایر کې راغونډ کړي و؛ د هغه مقالې خپرې شوې. په عملي بڼه پنانت په ځمک پوهنه کې له خپلې پوهې څخه د سرپو د یوه کان په افتتاح کې کار واخیست چې په ۱۷۶۳ زکال کې په ډاونینګ کې ورته د املاکو له میراث پاتې کېدو وروسته یې له مالي پلوه ورسره مرسته وکړه. [۱۱][۱۲][۷]

په ۱۷۵۴ زکال کې نوموړي د لرغون پوهانو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړه، خو په ۱۷۶۰ زکال کې یې په مینه باندې په واده کولو سره له دغه ټولنې سره له همکارۍ استعفا ورکړه ځکه د ده په خپله خبره «په دغه وخت کې ما ډېر کم فرصت درلود، زما خوږ پلار هغه مهال ژوندی و او ما بې ځایه دا فکر کاوه چې زما خوشبختۍ به د تل لپاره وي، او زه به هېڅکله د خپل تقاعد پر مهال په ښار کې سرګرمۍ او یا هم په خپله ټولنه کې د کار کولو په موخه وه نه غوښتل شم». هغه په پام وړ کچه هنري آثار راغونډ کړي و، چې د ډېرو سپارښت ورکړل شوی و او د هغو د اګاهانه ارزښت پر ځای د علمي علایقو له مخې انتخاب شوي و. هغه د نیوکلاس پوکاک څو اثرونه له ځان سره لرل چې د ولز د ډېری برخې توپوګرافیک ځمکني جوړوښتونه یې تشریح کول. همدارنګه یې د هنرمند پیټرپیلو اثار لرل چې په ډېر احتمال سره یې د سپارښت له مخې راغونډ کړي و او بېلابېل اقلیمي شرایط یې توضیح کول. د توماس ګینزبورو له خوا د هغه نقاشي شوی انځور هغه د یو هېوادني مخکښ په توګه ښيي. همدارنګه د «پنانت په ټولګه» کې چې د ولز په ملي کتابتون کې ساتل کېږي، د موسیز ګریفیث او جان اینګلیبي ګڼ شمېر د اوبو په رنګ طراحۍ او همدارنګه د پنانت خپلې طراحۍ شتون لري. [۱۳][۱۴]

هنرمند موسیز ګریفیث د للین ټاپو وزمې د برینکروس سیمې څخه و چې د پنانت د ډېری کتابونو لپاره یې انځورونه رسامي کول. هغه د بشپړ مهال لپاره د پنانت له خوا استخدام شوی و او په ډاونینګ کې له هغه سره اوسېده. د هغه ډېری نقاشۍ چې د پنانت په ټولګه کې شتون لري د ولز په ملي موزیم کې ساتل کېږي. بل هنرمند چې پنانت به کله کله ترې کار اخیست له هالیکین څخه جان انګلیبي و. هغه به تر ډېره پوره ورته د ښارونو صحنې او همدارنګه نور اړوند فریمونه برابرول.[۱۵]

پنانت مخ پر ودې بډایه کېدونکی د ځمکو مالک او همدارنګه په کلیسا او دولت کې د نظم فعال ملاتړی و. هغه په ۱۷۶۱ زکال کې د فلینټ شایر د لوړ پوړي مشر په توګه خدمت وکړ او د خلکو په تحریک کولو سره یې په فعالانه ډول له پارلماني اصلاحاتو سره مخالفت وکړ. په ۱۷۸۴ زکال کې نوموړي د فتنه جوړونکو تورونو پورې کولو امله د سنټ آساف کلیسا د مشر ویلیام دیویس شیپلي سره د قانوني چلن له کېدو ملاتړ وکړ. [۱۶]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 117693480  — د نشر نېټه: ۲ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12142224g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Pennant — subject named as: Thomas Pennant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fn1c7g — subject named as: Thomas Pennant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Thomas Pennant — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=52309
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12142224g — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Chisholm 1911.
  8. Jardine, 1833. p.3–4
  9. "Thomas Pennant 1726 – 1798". Arddangosfa Thomas Pennant. National Library of Wales. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pennant, David F. (1996). Pennant Notes. د کتاب پاڼي 66–67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cunningham, 1834.
  12. Jardine, 1833. p.4
  13. Literary Life. p. 2
  14. "Thomas Pennant 1726 – 1798". Arddangosfa Thomas Pennant. National Library of Wales. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Thomas Pennant 1726 – 1798". Arddangosfa Thomas Pennant. National Library of Wales. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Page, Anthony (2009). "The Dean of St Asaph's Trial: Libel and Politics in the 1780s". Journal for Eighteenth-Century Studies. 32 (1): 21–35. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)