تولید (اقتصاد)

تولید د بېلابېلو مادي او غیرمادي توکو (پلان، پوهې) د یوځای کولو پروسه ده، څو د مصرف لپاره یو څه برابر کړي. دا د محصول، یوه توکي یا خدمت د جوړولو عمل دی، چې ارزښت لري او له خلکو سره د هغوی په ګټه کې مرسته کوي. د اقتصاد ساحه چې پر تولید تمرکز کوي او د لګښت (پېرودونکي) له تیورۍ سره تړلې ده، د تولید تیوري ورته ویل کېږي.[۱][۲]

د تولید پروسه او وتونکيپه مستقیمه توګه د تولیدي محصولاتو د اصلي لاس ته راتلونکو (تولیدي فکتورونو) د کارولو پایله ده. ځمکه، کار او پانګه د لومړنیو تولیدوونکو توکو یا خدمتونو په توګه پېژندل شوي دي او د تولید درې بنسټیز عوامل ګڼل کېږي. دا لومړني لاس ته راتلونکي د وتونکو په پروسه کې تر یوه بریده نه بدلېږي او نه هم په محصول کې بشپړه برخه ده. د کلاسیک اقتصاد له مخې مواد او انرژي د دویمي فکتورونو په توګه ډلبندي شوي دي؛ ځکه چې دا د ځمکې، کار او پانګې دوه اړخیر محصولات دي. دې ته په پام سره لومړني فکتورونه ټول د زېرمو په راټولولو کې ښکېل دي، لکه ځمکه چې له خاورې پورته او ښکته طبیعي سرچینې په کې شاملې دي. په هر حال د انسان په پانګه او کار کې توپیر شته. د تولید پر عامو عواملو سربېره د فکر په بېلابېلو اقتصادي مکتبونو کې تشبث او ټکنالوژي ځینې وخت په تولید کې د پراختیا لامل کېږي. دا چاره عامه ده، چې د کنټرول وړ لګښتونو زیاتره ډولونه د محصول د تولید د ترلاسه کولو لپاره کارېږي. د تولید دنده دا ده، چې د لاس ته راتلونکو او وتونکو د کچې منځنۍ اړیکه وارزوي. [۳][۴][۵][۶][۷]

اقتصادي هوساینه د تولید په پروسه کې رامنځته کېږي، په دې معنا چې ټول اقتصادي فعالیتونه په مستقیم یا نامستقیم ډول د انسان غوښتنې او اړتیاوې پوره کوي. هغه درجې چې اړتیاوې یې پوره کېږي، تر ډېره د اقتصادي هوساینې د اندازې په توګه منل شوې دي. تولید دوه ځانګړنې لري، چې د اقتصادي هوساینې زیاتوالی تشرېح کوي. د توکو او خدمتونو د کیفیت-بیې نسبت ته وده ورکوي او د ودې ډېرو اغېزناکو بازارونو تولید یاټولټال تولید عواید ډېروي، چې د GDP په ډېرولو کې مرسته کوي. د تولید مهمې بڼې دا دي:

  • د بازار یا مارکېټ تولید
  • عام تولید
  • کورنی تولید

ددې لپاره چې د اقتصادي هوساینې پراصل پوه شو، باید دا درې تولیدي پروسې زده کړو. دا ټول هغه توکي تولیدوي، چې ارزښت لري او د افرادو له هوساینېسره مرسته کوي.

د اړتیاوو رضایت د تولید شوو توکو له کارولو سرچینه اخلي. د اړتیا رضایت هغه وخت ډېرېږي، چې د توکو د کیفیت او کمیت تناسب ښه شي او په کم لګښت ډېر رضایت یا خوښي ترلاسه شي. د توکو د کیفیت او بیې تناسب ته وده ورکول د تولیدوونکي لپاره د محصولاتو سیالۍ ته د ودېورکولو په موخه یوه مهمه لاره ده، خو دا ډول لاسته راوړنې چې پر پېردونکو وېشل شوې دي، د تولید له معلوماتو سره نه شي اندازه کېدای. د توکو د سیالۍ د ښه والي معنا دا ده، چې تر ډېره د تولیدوونکو لپاره د محصول بیې راټیټوي او په عاید کې زیان رامنځته کېږي، چې دا چاره د پلور د حجم په ودې سره جبرانېږي.

اقتصادي رفاه یا هوساینه هم د عوایدو د ودې له امله ډېرېږي، چې د پرمختللي او ډېر اغېزناک بازاري تولید له امله ترلاسه کېږي. د بازار تولید د تولید یوازینۍ بڼه ده، چې عواید رامنځته کوي او پر شریکانو یې وېشي. عامه تولید او کورنی تولید د بازار په تولید کې د عایداتو له لارې تمویلېږي. په دې توګه د بازار تولید د هوساینې په رامنځته کولو کې دوه ګونی رول لري، د بېلګې په ډول د توکو او خدماتو تولید او د عاید رامنځته کولو ونډه. د دغې دوه ګونې ونډې له امله د بازار تولیداقتصادي هوساینه«Primus Motor» دی او له همدې امله ورته دلته بیاکتنه کېږي.

د تولیدي اقتصاد توکي

سمول

د تولید اصلي انګېرنه هماغه د تولیدوونکي د ګټې د اعظمي کولو اصلي موخه ده. د تولید د ارزښتونو توپیر (د تولید ارزښت) او بیې (د تولید له عواملو سره تړاو لري) محاسبه شوې ګټه ده. موثریت، ټکنالوژي، بیه، چلند، لګښت او د تولید بدلونونه مهم توکي دي، چې په تولیدي اقتصاد کې د پام وړ اغېز لري.

مؤثریت

سمول

موثریت د بې اغېزې کچې د تولید پرځای په تولید کې د بشپړ ظرفیت په ترلاسي او ساتنه کې ډېر رول لري. په موثریت کې بدلونونه په اوسنيو لاسته راغلو کې له مثبت بدلون سره تړاو لري، لکه ټکنالوژیک پرمختګ چې د تولیدوونکي له دریځ سره تړاو لري. [۸]

ټکنالوژیکي بدلونونه

سمول

دا توکي د تولید په ساحه کې د ټکنالوژۍ روان تطبیق ګوري. ټکنالوژيک بدلون د اقتصادي تولید د پایلو په پرمختګ کې دیوه ټاکونکي دنده لري، څرنګه چې د اقتصادي تاریخ په اوږدو کې یادونه شوې لکه صنعتي انقلاب. له همدې امله دا مهمه ده، چې پر تولید یې د اغېز څارنې ته دوام او د نویوټکنالوژیو پراختیا ته وده ورکړل شي.[۹]

چلند، لګښت او ګټه

سمول

د تولیدوونکي د چلند او د تولید د اصلي انګېرنې ترمنځ پیاوړې اړیکه شته. دواړه د ګټې د اعظمي کولو چاره په غاړه اخلي. ښايي تولید د مصرف په پایله کې د بېلابېلو فکتورونو ترمنځ زیات، کم یا ثابت پاتې شي. د تولید او مصرف ترمنځ اړیکه د عرضې او تقاضا د اقتصادي تیورۍ پر وړاندې غبرګون دی. پر دې اساس کله چې تولید د فکتور له مصرف نه ډېر کم شي؛ نو د تولید د کمښت لامل کېږي. برعکس که له مصرف نه تولید ډېر شي؛ نو د تولید ډېرښت ښي.

بیه اېښودنه

سمول

په اقتصادي بازار کې د تولید د لاسته راغلو او له لاسه وتلو بیې له بهرنیو فکتورونو ټاکل کېږي، لکهتولیدوونکی چې د بیې اېښودونکی دی. له همدې امله بیه د تولیدي اقتصاد د رښتینې نړۍ په غوښتنلیک کې یو مهم توک دی. که نرخونه هم ډېر لوړ وي، محصول به په اسانۍ تولید نه شي. د بیې او مصرف ترمنځ هم یوه پیاوړې اړیکه شته، چې په دې سره د ټول تولید کچه اغېزمنېږي. [۱۰][۱۱]

مصرفوونکي

سمول

د شرکت پېرودونکي عموماً مصرفوونکي، د بازار نور تولیدوونکي یا په عامه سکتور کې تولیدوونکي دي. هر یو یې د انفرادي تولید دندې لري. د رقابت یا سیالۍ له امله د توکو د بیې او کیفیت تناسب ښه کېږي او دا چاره پېرودونکو ته د غوره محصول ګټې په لاس ورکوي. پېرودونکي په کمه بیه ډېر توکي ترلاسه کوي. په کورني او عامه سکتور کې دا چاره په دې معنا ده، چې په کمه بیه د اړتیا ډېر رضایت ترلاسه کېږي. له دې امله د مصرفوونکو تولیدات د وخت په تېرېدو سره ډېرېږي، آن که په عاید کې یې بدلون هم رانه شي.

عرضه کوونکي

سمول

د شرکتونو یا کمپنیو عرضه کوونکي په ځانګړې توګه د موادو، انرژۍ، پانګې او خدمتونو تولیدوونکي دي. هر یو یې انفرادي تولیدي دندې لري. د عرضه شوو توکو په بیو یا کیفیت کې بدلون د دواړو لوبغاړو (شرکت او عرضه کوونکو) د تولید پر فعالیتونو اغېز ښندي. موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې د شرکت او عرضه کوونکو تولیدي دندې د دوامدار بدلون په حال کې دي.

سرچينې

سمول
  1. "Kotler", P., Armstrong, G., Brown, L., and Adam, S. (2006) Marketing, 7th Ed. Pearson Education Australia/Prentice Hall.
  2. Sickles, R., & Zelenyuk, V. (2019). Measurement of Productivity and Efficiency: Theory and Practice. Cambridge: Cambridge University Press. doi:10.1017/9781139565981
  3. Samuelson, Paul A. (2010). Economics. William D. Nordhaus (Nineteenth ed.). Boston. ISBN 978-0-07-351129-0. OCLC 244764097.
  4. Parkin, Michael; Gerardo Esquivel (2001). Microeconomía: versión para Latinoamérica (5the ed.). México: Addison Wesley. ISBN 968-444-442-7. OCLC 47734101.
  5. O'Sullivan, Arthur; Steven M. Sheffrin (2003). Economics : principles in action. Needham, Mass.: Prentice Hall. ISBN 0-13-063085-3. OCLC 50237774.
  6. Brems, Hans (1968). Quantitative economic theory: a synthetic approach. Wiley. OCLC 797732311.
  7. Pearce, David W. (1992), "O", Macmillan Dictionary of Modern Economics, London: Macmillan Education UK, pp. 311–320, doi:10.1007/978-1-349-22136-3_15, ISBN 978-0-333-58280-0
  8. Sickles, Robin C.; Zelenyuk, Valentin (2019-03-28). Measurement of Productivity and Efficiency: Theory and Practice (1 ed.). Cambridge University Press. doi:10.1017/9781139565981. ISBN 978-1-107-03616-1. S2CID 155765388.
  9. Wheeler, Susan (2012), "Wild Goose Chase", Meme, University of Iowa Press, p. 7, ISBN 978-1-60938-142-4, JSTOR j.ctt20q1vw8
  10. Smith, Tim J. (2012). Pricing strategy : setting price levels, managing price discounts, & establishing price structures. Mason, Oh. ISBN 978-0-538-48088-8. OCLC 651908448.
  11. Sally Dibb (2012). Marketing: concepts and strategies (6th ed.). Andover: Cengage Learning. ISBN 978-1-4080-3214-5. OCLC 827191762.