توقيف (بندي کول/نظربندي)
د خلکو بندي کول توقيف بلل کېږي، چې عموماً په سترو ډلو کې وي، او کوم تورونه پرې نه وي پورې شوي، او نه يې د تورن ګرځولو نيت وي. دا اصطلاح عموماً د "جګړې پر مهال د دوښمنو اتباعو يا پر تروريزم د شکمنو کسانو" د بندي کولو لپاره کارول شوې ده. په همدې بنسټ، په داسې حال کې چې دا ټکی په ساده ډول د بندي کولو معنا هم لري، خو د دې اصطلاح مطلب د کوم جرم له کولو وروسته د بندي کولو پر ځای، له مخکې څخه د بندي کولو لور ته هم اشاره کوي. د دې اصطلاحاتو استعمال د بحث او سياسي حساسيت موضوع ده. د 1907ز کال د هاګ کنوانسيون تر مخې، د توقيف ټکی کله کله د کوم بې پری هېواد له خوا د جګړې پر مهال په خپله خاوره په جګړه کې د ښکېلو وسله والو ځواکونو او وسايلو د نيولو د عمل د تشريح کولو لپاره هم استعاملېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]
شونې ده چې توقيف شوي خلک په زندان کې وساتل شي يا په بل داسې ځای کې چې د توقيفي پنډغالو (چې توقيفي پنډغالي هم بلل کېږي) په نوم پېژندل کېږي. د توقيفي پنډغالي اصطلاح په اصل کې د هسپانوي-کيوبايي د لس کلنې جګړې څخه منځ ته راغلې ده، کله چې هسپانوي ځواکونو کيوبايي ملکيان په پنډغالو کې بنديان کړل، تر څو له چريکي ځواکونو سره په اسانۍ جګړه وکړای شي. په راتلونکو لسيزو کې، د دويمې Boer جګړې پر مهال برتانويانو او د فلپين-امريکايانو د جګړې پر مهال امريکايانو هم د توقيفي پنډغالو څخه کار اخيستی دی.
د "توقيفي پنډغالی" او "د بند پنډغالي" اصطلاحات د بېلا بېلو سيستمونو لپاره کارول کېږي، کوم چې په خپل سختوالي، د اخلاقياتو په کچه او جوړښت کې يو له بل څخه زيات توپير لري؛ د دوی تعريف کونکی خاصيت دا دی چې بنديان يې د قانون له واکمنۍ دباندې بندي ساتل شوی وي. د ټولوژنې پنډغالو يا د مرګ پنډغالو ته، چې لومړۍ موخه يې وژل وي، هم په ناسم ډول "توقيفي پنډغالي" ويل کېږي.[۶][۷]
د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه د توقيف کارول محدودوي، د دې اعلاميې نهمه ماده وايي، "هېڅوک بايد په خپلسري ډول نه ونيول شي،نه بندي شي او نه تبعيد شي".[۸]
د بندي کولو او توقيفي پنډغالي تعريف
سمولامريکايي هيريټيج قاموس د توقيفي پنډغالي اصطلاح په دې ډول تعريفوي: "هغه پنډغالی چې خلک پکې بند شوي وي، عموماً هغوی محاکمه شوي نه وي، او په عام ډول تر سختو شرايطو لاندې وي، ډېر ځله له دې امله چې هغوی د يوې داسې ډلې غړيتوب لري، کومه چې حکومت د خطرناکې يا ناوړه ډلې په توګه بللې وي".[۹]
که څه هم د ملکيانو د توقيف لومړۍ بېلګه د 1830ز لسيزې پورې رسېدای شي، په انګريزي ژبه کې د پنډغالي ټکی په لومړي ځل د دې لپاره کارول شوی و، تر څو د بيا بندي کولو پنډغالو (په هسپانوي کې: Spanish:reconcentrados) ته اشاره وکړي، کوم چې د لس کلنې جګړې (1868- 1878) پر مهال په کيوبا کې د هسپانوي پوځ له خوا جوړ شوي وو. د فلپين-امریکايي جګړې (1899–1902) پر مهال د متحده ايالاتو له خوا جوړو شويو پنډغالو ته هم دا نوم ورکول شوی و. او د توقيفي پنډغالي د نوم د پراختيا استعمال دوام پیدا کړ، کله چې برتانويانو د دويمې Boer جګړې (1899–1902) پر مهال په سويلي افريقا کې Boers (یوه توکميزه فرقه) د بنديانولو لپاره په همدې موده کې پنډغالي جوړ کړل.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، د دولت له خوا د ملکيانو بې توپيره نيول د شوروي ګلاګ سيستم توقيفي پنډغالو (1918–1991) او د نازي توقيفي پنډغالو (1933–1945) کې خپلې وروستۍ بڼې ته ورسېدل. د شوروي سيستم تر ټولو دمخه د حکومت له خوا په خپلو وګړو پلی شوی و. ګلاګ د خپل شتون په ډېره موده (1918–1991) کې له 30000 څخه زيات پنډغالي درلودل، او له 1929څخه تر 1953ز کال پورې يې شا وخوا اتلس ميلیونه کسان بنديان کړل، کوم چې د هغې د دري اويا کاله اوږد فعاليت يوازې درېیمه برخه ده. د نازيانو د توقيفي پنډغالو سيستم ډېر پراخه و، چې شا اوخوا 15000 پنډغالي يې درلودل او په يو وخت پکې لږ تر لږه 715000 کسان بنديان وو. په دې پنډغالو کې د ټولې مرګ ژوبلې شمېره معلومول ستونزمن دي، په ډېريو دا ډول پنډغالو کې د جبري کار له لارې په قصدي ډول تګلارې جوړې شوې وې، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې بنديان د لوږې، بې درملنې ناروغيو څخه مړه کېږي، او په ټاکلي وخت کې له محاکمې پرته په سملاسي ډول هغوی اعدامېږي. سربېره پر دې، نازي المان د اعدام لپاره شپږ پنډغالي جوړ کړي وو، په ځانګړي ډول دا ډول جوړ شوي وو تر څو ميليونونه خلک ووژني، او دا وژنې په ابتدايي ډول د ګاز په مټ تر سره کېدې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د پايلې په توګه، د "توقيفي پنډغالي" اصطلاح کله کله د "اعدام پنډغالي" له تصور سره تړل کېږي، او تاريخ پوهان په دې اړوند بحث کوي چې ايا د "توقيفي پنډغالي" يا د "بندي کولو پنډغالي" اصطلاح بايد د ملکيانو د نيولو د بېلګو د تشریح کولو لپاره وکارول شي که نه.[۲۳]
پخوانی نوم د دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته پېښو لپاره په پراخه کچه استعمالېږي، د بېلګې په ډول، د Mau Mau بغاوت (1952–1960) پر مهال په کينيا کې د برتانويانو د پنډغالو او د «Augusto Pinochet» (1973–1990) د پوځي ديکتاتورۍ پر مهال په چيلي د جوړو شويو پنډغالو په تړاو. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت په وينا شا اوخوا درې ميليونه اويغور او د مسلمانانو د نورو لږکيو ډلو غړي د چين د بيا زده کړې په پنډغالو کې ساتل کېږي، کوم چې د سينکيانک په سیمه کې موقعيت لري او کومو ته چې د امريکايي خبري خبريالانو له خوا عموماً د توقيفي پنډغالو نوم ورکول کېږي. دا پنډغالي د 2010ز لسيزې په وروستيو کې د عمومي منشي «Xi Jinping » د ادارې لاندې جوړ شوي وو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
اغېز
سمولپوهانو د بغاوت سره د مبارزې د تکتيک په توګه د بندي کولو (نظر بندۍ) د اغېزناکتيا په اړه بحث کړی دی. د 2023ز کال يوې څېړنې موندلې، چې د ايرلينډ د خپلواکۍ د جګړې پر مهال توقيفونو د ايرلينډي باغيانو په منځ کې ډېرې ناخوښۍ منځ ته راوړې او دوی يې د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولو ته اړ کړل.[۳۱]
بېلګې
سمولفعال
سمول- د شمالي کوريا د زندان پنډغالي (له 1948 تر اوسه)[۳۲][۳۳]
- د ګوانتنامو بی توقيفي پنډغالی (له 2002 تر اوسه)[۳۴][۳۵]
- په ليبيا کې د کډوالو د توقيف مرکزونه (له 2011 تر اوسه)[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
- په چين کې د اويغوريانو د بيا تعليم پنډغالي (له 2017 تر اوسه)[۴۱][۴۲]
- په چيچنيا کې د همجنسبازانو ضد توقيفي پنډغالي (له 2017 تر اوسه)[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]
- په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د نيولو د برخې په توګه د ټرمپ د ادارې د کډوالو توقيف کول (له 2018 تر اوسه)[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]
بند شوي
سمول- د امريکا د کورنۍ جګړې د زندان پنډغالي (1861–1865)
- په سويلي افريقا کې د Boer دويمه جګړه (1900–1902)
- د هيرورو او نماکا ټولوژنه (1904–1907)
- د ارمينيا توکميزې وژنې پر مهال د ارمينيايانو توقيف کول (1915–1916)
- Frongoch توقيفي پنډغالی برتانوي پنډغالی چې د دويمې نړيوالې جګړې او د ايرلينډ 1916 ايسټر پاڅون د بنديانو لپاره استعمال شوي دي
- د فنلينډ کورنۍ جګړه (1918)
- په شمالي ايرلينډ کې د Abercorn پوځي بارکونه، چې د «Ballykinlar Barracks» په نوم هم پېژندل کېږي (1919–1921)
- د ايرلينډ په ازاد دولت کې د Gormanston پنډغالی (1922–1923)
- په افريقا او اروپا کې د ايټاليې توقيفي پنډغالي (1930–1944)
- د دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې او پر مهال الماني توقيفي پنډغالي (1933–1945)
- د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د جاپانيانو له خوا د جنګي بنديانو او ملکيانو بندي کول (په 1945 کې پای ته ورسېدل)
- په ايرلينډ کې د Curragh پنډغالی (1939-46 او 1957-59)
- په دويمه نړیواله جګړه کې د جاپانيانو-امريکايانو توقيفي پنډغالي (1942–1946)
- د جاپانيانو کاناډايي توقيف (1942–1949)
- د قبرص توقيفي پنډغالي (1946–1949)
- د مالايي د بېړني حالت پر مهال د بريګز پلان د يوې برخې په توګه د ملايا نوي کلي (1950–1960)
- په هندوستان کې Deoli توقيفي پنډغالی (1962–1967)
- په شمالي ايرلينډ کې د HMزندان جال (1971–75)
- په بوسنيا کې د عمرسکا پنډغالی 1992
- د Dretelj پنډغالی (1992–1995)
- په عراق کې بوکا پنډغالی (2003–2009)[۵۱][۵۲][۵۳]
- په عراق کې ابو غريب بندان (1980–2014)[۵۴][۵۵][۵۶]
سرچينې
سمول- ↑ Lowry, David (1976). "Human Rights Vol. 5, No. 3 "INTERNMENT: کينډۍ:Sic WITHOUT TRIAL IN NORTHERN IRELAND"". Human Rights. 5 (3). American Bar Association: ABA Publishing: 261–331. JSTOR 27879033.
The essence of internment lies in incarceration without charge or trial.
- ↑ Kenney, Padraic (2017). Dance in Chains: Political Imprisonment in the Modern World. Oxford University Press. p. 47. ISBN 978-0-19-937574-5.
A formal arrest usually comes with a charge, but many regimes employed internment (that is, detention without intent to file charges
- ↑ "the definition of internment". www.dictionary.com.
- ↑ Schumacher-Matos, Edward; Grisham, Lori (10 February 2012). "Euphemisms, Concentration Camps And The Japanese Internment". npr.org.
- ↑ "The Second Hague Convention, 1907". Yale.edu. خوندي شوی له the original on 19 October 2012. بياځلي په 1 February 2013.
- ↑ Stone, Dan (2015). Concentration Camps: A Very Short Introduction. Oxford University Press. pp. 122–123. ISBN 978-0-19-879070-9.
Concentration camps throughout the twentieth and twenty-first centuries are by no means all the same, with respect either to the degree of violence that characterizes them or the extent to which their inmates are abandoned by the authorities... The crucial characteristic of a concentration camp is not whether it has barbed wire, fences, or watchtowers; it is, rather, the gathering of civilians, defined by a regime as de facto 'enemies', in order to hold them against their will without charge in a place where the rule of law has been suspended.
- ↑ "Nazi Camps". United States Holocaust Memorial Museum. بياځلي په 3 October 2020.
- ↑ Universal Declaration of Human Rights, Article 9, United Nations
- ↑ "Concentration camp". American Heritage Dictionary. بياځلي په 22 July 2014.
- ↑ James L. Dickerson (2010). Inside America's Concentration Camps: Two Centuries of Internment and Torture. Chicago Review Press. p. 29. ISBN 978-1-55652-806-4.
- ↑ The Columbia Encyclopedia: Concentration Camp (Sixth ed.). Columbia University Press. 2008.
- ↑ "Concentration Camps Existed Long Before Auschwitz". Smithsonian. 2 November 2017.
- ↑ Storey, Moorfield; Codman, Julian (1902). Secretary Root's record. "Marked severities" in Philippine warfare. An analysis of the law and facts bearing on the action and utterances of President Roosevelt and Secretary Root. Boston: George H. Ellis Company. pp. 89–95.
- ↑ The Columbia Encyclopedia: Concentration Camp (Sixth ed.). Columbia University Press. 2008.
- ↑ "Documents re camps in Boer War". sul.stanford.edu. خوندي شوی له the original on 9 June 2007.
- ↑ "Gulag: A History, by Anne Applebaum (Doubleday)". The Pulitzer Prizes. 2004. بياځلي په 2019-11-13.
- ↑ "Concentration Camps Existed Long Before Auschwitz". Smithsonian. 2 November 2017.
- ↑ "Concentration Camp Listing". Belgium: Editions Kritak.
Sourced from Van Eck, Ludo Le livre des Camps
and Gilbert, Martin (1993). Atlas of the Holocaust. New York: William Morrow. ISBN 0-688-12364-3.. In this online site are the names of 149 camps and 814 subcamps, organized by country. - ↑ Evans, Richard J. (2005). The Third Reich in Power. New York: Penguin Group. ISBN 978-0-14-303790-3.
- ↑ Robert Gellately; Nathan Stoltzfus (2001). Social Outsiders in Nazi Germany. Princeton University Press. p. 216. ISBN 978-0-691-08684-2.
- ↑ Anne Applebaum (18 October 2001). "A History of Horror| Review of Le Siècle des camps by Joël Kotek and Pierre Rigoulot". The New York Review of Books.
- ↑ Marek Przybyszewski. IBH Opracowania – Działdowo jako centrum administracyjne ziemi sasińskiej [Działdowo as the centre of local administration] (in پولنډي). خوندي شوی له the original on 2010-10-22 – via Internet Archive.
- ↑ Schumacher-Matos, Edward; Grisham, Lori (10 February 2012). "Euphemisms, Concentration Camps And The Japanese Internment". npr.org.
- ↑ "Museum of British Colonialism releases online 3D models of British concentration camps in Kenya". Morning Star. 27 August 2019.
- ↑ "The Mau Mau Rebellion". The Washington Post. 31 December 1989.
- ↑ "Chilean coup: 40 years ago I watched Pinochet crush a democratic dream". The Guardian. 7 September 2013.
- ↑ "As the U.S. Targets China's 'Concentration Camps', Xinjiang's Human Rights Crisis is Only Getting Worse". Newsweek. 22 May 2019.
- ↑ "Uighurs and their supporters decry Chinese 'concentration camps', 'genocide' after Xinjiang documents leaked". The Washington Post. 17 November 2019.
- ↑ Ramzy, Austin; Buckley, Chris (2019-11-16). "'Absolutely No Mercy': Leaked Files Expose How China Organized Mass Detentions of Muslims". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2019-11-16.
- ↑ Kate O'Keeffe and Katy Stech Ferek (14 November 2019). "Stop Calling China's Xi Jinping 'President', U.S. Panel Says". The Wall Street Journal.
- ↑ Huff, Connor (2023). "Counterinsurgency Tactics, Rebel Grievances, and Who Keeps Fighting". American Political Science Review (in انګليسي): 1–6. doi:10.1017/S0003055423000059. ISSN 0003-0554.
- ↑ "Life inside a North Korea labour camp: 'We were forced to throw rocks at a man being hanged'". The Independent. 28 September 2017.
- ↑ "Political Prison Camps in North Korea Today" (PDF). 2013-10-19. خوندي شوی له the original (PDF) on 19 October 2013. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ Leigh, David (2011-04-25). "Guantánamo Bay files: Torture gets results, US military insists". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ "Professor David Isaacs Speech" (PDF).
- ↑ EXCLUSIVE: Italian doctor laments Libya's 'concentration camps' for migrants, خوندي شوی له the original on 2021-10-30, بياځلي په 2019-12-18
- ↑ "Europe's apathy toward humanitarian rescue outrages NGOs". InfoMigrants. 2018-12-11. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ Wehrey, Frederic (2019-11-25). "What the 'Danish Lawrence' Learned in Libya (5th paragraph from the last one)". The New York Review of Books. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ "Detained migrants killed in Libya airstrike used as 'human shields'".
- ↑ Mediapart, La Rédaction De (2 December 2019). "France cancels speedboats delivery to Libyan coastguard". Mediapart. بياځلي په 2019-12-18.
- ↑ "China is creating concentration camps in Xinjiang. Here's how we hold it accountable". The Washington Post. 24 November 2018.
- ↑ "Saudi crown prince defends China's right to put Uighur Muslims in concentration camps". The Daily Telegraph. 22 February 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 January 2022.
- ↑ "The persecution of gay men in Chechnya has chilling similarities to the Third Reich". NewsComAu. 2017-04-19. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ Stefanello, Viola (2019-01-15). "Is there a 'gay purge' in Chechnya? Rights group fears the worst". euronews. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ "Report: Chechnya Opens 'Concentration Camp for Homosexuals'". Snopes.com (in American English). 11 April 2017. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ "Question to the EU Commission by Matt Carthy" (PDF).
- ↑ Hignett, Katherine (24 June 2019). "Academics rally behind Alexandria Ocasio-Cortez over concentration camp comments: 'She is completely historically accurate'". Newsweek. بياځلي په 23 August 2019.
- ↑ Holmes, Jack (2019-06-13). "An Expert on Concentration Camps Says That's Exactly What the U.S. Is Running at the Border". Esquire (in American English). بياځلي په 2019-07-03.
- ↑ Beorn, Waitman Wade (20 June 2018). "Yes, you can call the border centers 'concentration camps,' but apply the history with care". The Washington Post. بياځلي په 30 August 2019.
- ↑ Adams, Michael Henry. "Learning from the Germans: How We Might Atone for America's Evils". The Guardian. بياځلي په 10 November 2019.
Cages detaining refugees at the southern border are indeed 'concentration camps'.
- ↑ "Open Letter to Members of the Security Counsel Concerning Detentions in Iraq" (PDF).
- ↑ "Largest American Internment Camp in Iraq Shuts Down | The Takeaway". WNYC Studios. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ "How U.S. Torture Led to the Rise of ISIS". The Big Picture (in American English). 2014-12-23. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ "Excerpts From Red Cross Report". The Wall Street Journal (in American English). 2004-05-07. ISSN 0099-9660. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ Anderson, Jon Lee (2013-07-26). "Breaking Out of Abu Ghraib". The New Yorker. ISSN 0028-792X. بياځلي په 2019-12-17.
- ↑ "Defense.gov News Article: Abuse Resulted From Leadership Failure, Taguba Tells Senators". archive.defense.gov. خوندي شوی له the original on 21 May 2020. بياځلي په 2019-12-17.