تور مرګ (چې د طاعون، لویې مړینې یا وبا په نامه هم یادېږي) د لمفاوي غدو د پړسوب ساري طاعون دی چې له ۱۳۴۶ کال نه تر ۱۳۵۳ز کال پورې په افرویوریشیا کې رامنځ ته شو. دا د بشر په تاریخ کې تر ټولو وژونکې وبا ده چې په یوروشیا او شمالي افریقا کې د ۷۵ – ۲۰۰ میلیونه وګړو د مړینې لامل شوه او له ۱۳۴۷ نه تر ۱۳۵۱ ز کال پورې په اروپا کې لوړې کچې ته ورسېده. د لمفاوي غدې د پړسوب دا طاعون، د یرسینیا پیسټس د باکتریا له امله رامنځ ته کېږي چې د ورږې په واسطه خپرېږي، کله چې له یوه شخص نه بل شخص ته خپرېږې، کولای شي ثانوي بڼه غوره کړي چې د ویني د ککړتیا یا د ریو (سږو) د پړسوب(التهاب) د ساري ناروغۍ لامل کېږي.   [۱][۲][۳]

تورمرګ د دویم ساري طاعون پیل و. دې طاعون په دیني، ټولنیز او اقتصادي اړخونو کې لوی بدلونونه را منځ ته کړل، چې د اروپا د تاریخ مسیر یې په ژوره توګه تر اغېز لاندې راوست.  [۴]

د تور مرګ سرچینه تر شخړې لاندې ده. دې وبا یا له مرکزي آسیا یا هم له ختیځې آسیا نه سرچینه اخیستې ده، خو لومړۍ کره څرګندتیا یې په ۱۳۴۷ ز کال کې په کریمیا کې ښودل شوې ده. له کریمیا نه په ډېر احتمال سره په تورو موږکانو کې د ورږې په واسطه د جینوا د بېړیو پر مټ د مدیترانې سمندرګۍ په شاوخوا کې خپور شوې وي او بیا افریقا، لوېدیځې آسیا او نورې اروپا ته د قسطنطنیه، سیسلي او د ایټالیې د ټاپو له لارې رسېدلی وي. داسې شواهد شته دي، چې کله د مدیترانې څنډو ته را ورسېد، تور مرګ په عمده توګه له یوه انسان نه بل انسان ته د تنفسي طاعون په توګه خپور شو، په دې توګه ویل کېدل چې، که چېرې د خپرېدو د لامل لېږدوونکي د موږکانو ورږې وي، نو د ناروغي له تمې نه په ګړندۍ توګه د خپرېدو په حال کې وه چې د لمفاوي غذو د پړسوب لامل کېده.  [۵]

تور مرګ دویم ستر طبیعي ناورین و (چې لومړۍ ستره پېښه د ۱۳۱۵ نه تر ۱۳۱۷ ز پورې لویه لوږه وه) چې د منځنیو پېړیو په وروستیو کې یې اروپا تر برید لاندې راوسته او اټکل کېږي چې له ۳۰ نه تر ۶۰ سلنه پورې د اروپا نفوس یې د مرګ کندې ته اچولی وي. دې طاعون ښایي په ۱۴مه  پېړۍ کې د نړۍ نفوس له ۴۷۵ میلیونه نه ۳۷۵ – ۳۵۰ میلیونه ته کم کړی وي. د منځنیو پېړۍ په وروستیو کې نورې خپرېدنې هم وې چې نورو لاملونو، (لکه :د منځنیو پېړیو ناورین) یې ملتیا کوله، چې د اروپا نفوس و نه شو کولای، تر ۱۵۰۰ز کال پورې د ۱۳۰۰ کلونو کچه بېرته ترلاسه کړي. د تور مرګ خېرېدل، د ۱۹ مې پېړۍ تر پیل پورې څو ځله تکرار شوی دی.  [۶][۷][۸][۹][۱۰]

نومونه

سمول

له دې طاعون سره معاصرو اروپایي لیکوالانو دا ناروغي په لاتیني ژبه کې د pestis یا pestilentia په نوم یاده کړې ده چې د pestilence یا طاعون په معنا ده. د epidemia په نامه چې د epidemic یا د ساري په معنا ده او د mortalitas په نامه چې د  mortality یا مړینې په معنه ده. له اتلسمې پېړۍ نه وړاندې په انګلیسي ژبه کې دې پېښې ته pestilence یا طاعون، great pestilence یا لوی طاعون، the plague یا وبا، great death یا لوی مرګ ویل کېده. له دې ناروغۍ نه وروسته د furste moreyn  یا (لومړی مړینې) یا لومړي طاعون اصطلاحات کارول کېدل، تر څو د ۱۴مې پېړۍ منځنۍ پېښې له نورو ساري ناروغیو او د طاعون له ناروغیو نه توپیر کړي. د ۱۳۴۷ز کال طاعون ناروغي په مشخصه توګه په ۱۴مه یا ۱۵مه پېړیو کې په هېڅ اروپایی ژبه کې د "تور" په توګه نه وه نومول شوې، که څه هم د "تور مرګ" کلیمه، مخکې له دې کله ناکله د نورو وژونکو ناروغۍ لپاره کارول شوې وه.[۱۱][۱۲][۱۳]

د "تور مرګ" اصطلاح، تر ۱۷۵۰ز کلونو پورې په انګلیسي کې د طاعون ناروغۍ لپاره نه وه کارول شوې، دا اصطلاح په لومړي ځل په ۱۷۵۵ ز کال کې تایید شوه، چې د ډنمارکي ژبې له den sorte død چې په تحت الفظي توګه د the black death په معنا وه، ژباړل شوې وه. دا اصطلاح، د طاعون لپاره د خاص نامه په توګه په ۱۵ او ۱۶ پېړیو کې د سویډني او ډنمارکي تاریخ لیکونکو له خوا شهرت ته ورسېده او په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې نورو ژبو ته د پور کلیمې په توګه ولېږدول شوه، چې په آیسلینډي کېsvarti dauði، په جرمني کې  der schwarze Todاو په فرانسوي کې la mort noire په توګه خپره شوه. مخکې ډېری اروپایی ژبو د طاعون ناروغۍ ته د لاتینې ژبې د پور کلیمې: magna mortalitas چې د Great Death یا لوی مرګ په معنا وه، یوه اصلاح شوې اصطلاح کاروله.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د تور مرګ اصطلاح، چې مرګ د تور په توګه تشرېح کوي ، ډېره زړه اصطلاح ده. هومر دا اصطلاح په خپل (اوډیسي) حماسي شعر کې د شیطاني سکیلا د ستایلو لپاره کارولې، چې خوله یې "له تور مرګ نه ډکه" ده (چې په لرغونې یوناني ژبه کې πλεῖοι μέλανος Θανάτοιο، رومي شوې بڼه یې pleîoi mélanos Thanátoio یې ده). ځوان سینیکا ښایي چې لومړی کس وي چې یوه ساري ناروغي یې د تور مرګ په نامه نومولې وي، (چې په لاتیني ژبه کې د mors atra په معنا ده)، خو یوازې د سختې وژونکي او د ناروغۍ د بد تشخیص له امله یې دا اصطلاح کارولې ده. د ۱۲مې او ۱۳مې پېړیو تر منځ فرانسوي رنځورپوه ګیلس دي کوربیل لا دمخه په خپل اثر کې چې د ناروغیو د نښو او نښانو (De signis et symptomatibus aegritudium) په نامه و، "د طاعون تبې" لپاره د atra mors اصطلاح کارولې ده. د mors nigra اصطلاح یا تور مرګ، په ۱۳۵۰ ز کال کې د بلجیمي ستور پیژندونکي سیمون دی کووینو (یا کووین) له خوا په خپل شعر کې، چې "د لمر د قضاوت په ورځ د زحل په جشن کې" (De judicio Solis in convivio Saturni) تر نامه لاندې و، کارول شوې وه چې دا طاعون یې د مشتري او زحل نجومي اړیکې ته اړوند ګڼلی و. د نوموړي له خوا د دې اصطلاح کارول، په ښکاره توګه د ۱۳۴۷ ز کال د طاعون له وبا سره تړاو نه درلود، خو داسې برېښي چې، د ناروغۍ وژونکو پایلو ته اشاره کوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تاریخ لیکونکي کاردینال فرانسیس ایدن ګاسکټ، په ۱۹۹۳ ز کال کې د لویې وبا په اړه ولیکل او وړاندیز یې وکړ چې: دا د ختیځ یا  لمفاوي غدې د پړسوب د عادي طاعون یوه بڼه ده". په ۱۹۰۸ز کال کې ګاسکیټ ادعا وکړه چې، د ۱۴مې پېړۍ د طاعون لپاره د atra mors اصطلاح، لومړی ځل په ۱۶۳۱ ز کال کې د ډنمارک د تاریخ په کتاب کې چې د جې آی پونتانوس له خوا لیکل شوی دی، راڅرګنده شوه: "په عام ډول او د هغې د اغېزو له امله، دا د تور مرګ په نامه یادېږي" (Vulgo & ab effectu atram mortem vocitabant). [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مخکې ساري طاعونونه

سمول

وروستۍ څېړنې وایي چې:  د طاعون ناروغۍ لومړی ځل انسانان په اروپا او آسیا کې د نوولیتیک - د برونزو په لومړیو وختونو کې ونیول. په ۲۰۱۸ ز کال کې څېړنې په یوه لرغوني سویډني قبر کې د Yersinia pestis شواهد وموندل، چې د "نولیتیک زوال" له نږدې وختونو سره، چې نږدې ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه و، تړاو ولري، چې په کې د اروپا نفوس په پراخه کچه کم شو. دا Y. pestis ښایي له نورو عصري ډولونو نه توپیر ولري، چې د لمفاوي غدو طاعون، د هغې ورږې(کیک) په واسطه د لېږد وړ دی، چې د سمارا په نږدې برخو کې د لومړي ځل لپاره د برونز د دورې له پاتی شونو نه وپېژندل شو.  [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د لمفاوي غدو طاعون نښې د روفوس د اوسېدونکي ایفیسوس په ادبي ټوټه کې، چې د  اوریباسیوس له خوا ساتل شوې، د لومړي ځل لپاره تشخیص شوی دی. دا لرغوني طبي چارواکي وړاندیز کوي چې: د لمفاوي غدو طاعون په رومي سترواکۍ کې د تراجان له واکمنۍ نه شپږ پیړۍ مخکې د جوستتینیان په واکمنۍ کې د پلوزیم سیمي ته خپور شو. څېړونکو په  ۲۰۱۳ ز کال کې پخوانی اټکل تایید کړ، چې د جوستینیان طاعون (له میلاد نه مخکې په ۵۴۱ – ۵۴۲ کلونو کې چې تر ۷۵۰ کال پورې ځو ځله تکرار شو) لامل، Y. pestis باکتریا وه. دا د لومړي ساري طاعون په نامه یادېږي.  [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې

سمول
  1. "Economic life after Covid-19: Lessons from the Black Death". The Economic Times. 29 March 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 June 2020. بياځلي په 4 April 2020.
  2. "Plague". World Health Organization. October 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 April 2015. بياځلي په 8 November 2017.
  3. Haensch او نور 2010.
  4. Firth, John (April 2012). "The History of Plague – Part 1. The Three Great Pandemics". jmvh.org. خوندي شوی له the original on 2 October 2019. بياځلي په 14 November 2019.
  5. Snowden 2019، مم. 49–53.
  6. Galens, July; Knight, Judson (2001). "The Late Middle Ages". Middle Ages Reference Library. 1. Gale. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2019. بياځلي په 15 May 2020.
  7. Howard, Jenny (6 July 2020). "Plague was one of history's deadliest diseases[[:کينډۍ:Snd]]then we found a cure". National Geographic. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 December 2020. بياځلي په 3 December 2020. {{cite web}}: URL–wikilink conflict (help)
  8. "Historical Estimates of World Population". Census.gov. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 May 2019. بياځلي په 28 April 2019.
  9. Aberth 2010، مم. 9–13.
  10. Austin Alchon 2003، م. 21.
  11. "Black Death, n.", Oxford English Dictionary Online (in بريتانوی انګلیسي) (3rd ed.), Oxford University Press, 2011, خوندي شوی له اصلي څخه په 22 May 2021, بياځلي په 2020-04-11
  12. John of Fordun's Scotichronicon ("there was a great pestilence and mortality of men") Horrox 1994, p. 84
  13. Bennett او Hollister 2006، م. 326.
  14. Pontoppidan, Erich (1755). The Natural History of Norway: …. London: A. Linde. p. 24. From p. 24: "Norway, indeed, cannot be said to be entirely exempt from pestilential distempers, for the Black-death, known all over Europe by its terrible ravages, from the years 1348 to 50, was felt here as in other parts, and to the great diminution of the number of the inhabitants."
  15. d'Irsay, Stephen (1926). "Notes to the Origin of the Expression: ≪ Atra Mors ≫". Isis. 8 (2): 328–32. doi:10.1086/358397. ISSN 0021-1753. JSTOR 223649. S2CID 147317779.
  16. The German physician Justus Friedrich Karl Hecker (1795–1850) cited the phrase in Icelandic (Script error: The function "Lang" does not exist.), Danish (Script error: The function "Lang" does not exist.), etc. See: J. F. C. Hecker, Der schwarze Tod im vierzehnten Jahrhundert [The Black Death in the Fourteenth Century] (Berlin, (Germany): Friedr. Aug. Herbig, 1832), p. 3. "آرشیف کاپي". بياځلي په 15 January 2022.{{cite web}}: CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: url-status (link)
  17. "Black Death, n.", Oxford English Dictionary Online (in بريتانوی انګلیسي) (3rd ed.), Oxford University Press, 2011, خوندي شوی له اصلي څخه په 22 May 2021, بياځلي په 2020-04-11
  18. d'Irsay, Stephen (1926). "Notes to the Origin of the Expression: ≪ Atra Mors ≫". Isis. 8 (2): 328–32. doi:10.1086/358397. ISSN 0021-1753. JSTOR 223649. S2CID 147317779.
  19. Homer, Odyssey, XII, 92.
  20. Seneca, Oedipus, 164–70.
  21. d'Irsay, Stephen (1926). "Notes to the Origin of the Expression: ≪ Atra Mors ≫". Isis. 8 (2): 328–32. doi:10.1086/358397. ISSN 0021-1753. JSTOR 223649. S2CID 147317779.
  22. "Black Death, n.", Oxford English Dictionary Online (in بريتانوی انګلیسي) (3rd ed.), Oxford University Press, 2011, خوندي شوی له اصلي څخه په 22 May 2021, بياځلي په 2020-04-11
  23. d'Irsay, Stephen (1926). "Notes to the Origin of the Expression: ≪ Atra Mors ≫". Isis. 8 (2): 328–32. doi:10.1086/358397. ISSN 0021-1753. JSTOR 223649. S2CID 147317779.
  24. de Corbeil, Gilles (1907) [1200]. Valentin, Rose (ed.). Egidii Corboliensis Viaticus: De signis et symptomatibus aegritudium (in لاتیني). Harvard University: In aedibus B.G. Teubneri. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  25. "Black Death, n.", Oxford English Dictionary Online (in بريتانوی انګلیسي) (3rd ed.), Oxford University Press, 2011, خوندي شوی له اصلي څخه په 22 May 2021, بياځلي په 2020-04-11
  26. Johan Isaksson Pontanus, Rerum Danicarum Historia ... (Amsterdam (Netherlands): Johann Jansson, 1631), p. 476. Archived 4 May 2016 at the Wayback Machine.
  27. Gasquet 1908، م. 7.
  28. Christakos او نور 2005، مم. 110–14.
  29. Gasquet 1893.
  30. Zhang, Sarah, "An Ancient Case of the Plague Could Rewrite History Archived 13 November 2019 at the Wayback Machine.", The Atlantic, 6 December 2018
  31. Spyrou او نور 2018.
  32. Rascovan او نور 2018.
  33. Andrades Valtueña او نور 2017.
  34. "Modern lab reaches across the ages to resolve plague DNA debate". phys.org. 20 May 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 July 2019. بياځلي په 22 March 2020.
  35. Cheng, Maria (28 January 2014). "Plague DNA found in ancient teeth shows medieval Black Death, 1,500-year pandemic caused by same disease". National Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 January 2014. بياځلي په 22 March 2020.
  36. Green 2014، مم. 31ff.