تور غار (په انگلیسی: Blackhole) د فضا وخت يوه سيمه ده، چېرته چې د جاذبې قوه دومره پیاوړې ده چې هېڅ شی – هېڅ ذره ان د رڼا په څېر اليکترومقناطيسي وړانګې هم – نه شي کولای له هغې وتښتي. د عمومي نسبتيت تيوري اټکل کوي چې په زیاته اندازه ډبله کتله کولای شي د فضا وخت بڼه بدله کړي، تر څو يو تور غار جوړ کړي. هغه پوله د پېښې افق بلل کېږي چې تېښته ځينې ناشونې وي. سره له دې چې دا له دې څخه د تېرېدونکي شي په برخليک او شرايطو ستر اغېز لري، د عمومي نسبتيت تر مخې هغه په سيمه ييزه کچه د نيول کېدو خصوصيات نه لري. په ډېرو لارو، يو تور غار د يو بېلګه ييز تور جسم په توګه فعاليت کوي، ځکه چې هېڅ رڼا ته انعکاس نه ورکوي. سربېره پر دې، په منحني فضا وخت کې د کم ډګر تيوري اټکل کوي چې ان افقونه هم د «هاوکين» وړانګې له منځه وړي، په هماغه بڼه چې يو تور جسم د تودوخې درجه يې د کتلې په مخالف متناسبه وي. د تودوخې درجه د ستوروزمه تورو غارونو لپاره د يو «کيلوين» مياردونه برخې ته رسېږي او په دې ډول دا ناشونې ګرځي چې نېغ په نېغه وليدل شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

هغه شيان چې د جاذبې قوې ډګرونه يې دومره پياوړي وي چې رڼا ترې نه شي تېرېدای، په لومړي ځل «جان مشيل» او «پير سايمن لاپلاس» په اتلسمه پېړۍ کې تر نظر لاندې ونيول. په ۱۹۱۶ز کال کې، «کارل شوارزچلډ» د عمومي نسبتيت لومړی نوی حل وموند، کوم چې د تور غار د خصوصياتو ټاکنه کوله. په ۱۹۵۸ز کال کې، «ډايويډ فنکلسټين» په لومړي ځل د تور غار تشريح د تشيال د يوې داسې سيمې په توګه خپره کړه، له کومې چې هېڅ شی نه شي تښتېدای. تور غارونه د اوږدې مودې راهيسې د يو رياضياتي تجسس په توګه بلل شوي دي؛ تر ۱۹۶۰ز لسيزې پورې  نظري کار دا نه وه ښودلې چې تور غارونه د عام نسبتيت يو عام اټکل و. په ۱۹۶۷ز کال کې د «جوسلين بيل برنيل» له خوا د نيوټرن ستورو موندنې د يو ممکنه فلکي حقيقت په توګه د جاذبې قوې څخه سقوط شويو کېکاږل شويو شيانو کې لېوالتيا ته لاره هواره کړه. لومړی پېژندل شوی تور غار د « Cygnus X-1» په نوم و، کوم چې په ۱۹۷۱ز کال کې په خپلواک ډول د ګڼو څېړونکو له خوا پېژندل شوی و.[۷][۸][۹]

ستوروزمه کتلې تور غارونه هغه وخت جوړېږي، کله چې په زياته اندازه ستوري د خپل ژوند د څرخ په پای کې غورځي. د تور غار له جوړېدو وروسته، دا له خپل شا اوخوا څخه په پراخه کچه د کتلې په جذب کولو سره لا پسې غټېږي. د ميليونونه لمريزو کتلو (M) تر ټولو ستر تور غارونه نور ستوري په ځان کې جذب کوي او له نورو تورو غارونو سره په يو ځای جوړېږي. په دې اړه اتفاق دی چې د ډېرو کهکشانونو په منځ کې تر ټولو ستر تور غارونه شته.[۱۰]

د تور غار شتون له نورو مادو او برېښنايي مقناطيسي وړانګو په څېر ليدل کېدونکې رڼا سره د هغې له تعامل څخه معلومېدای شي. هره ماده چې په تور غار کې غورځي، کولای شي له سولېدو څخه تودېدونکې يو بهرنی سترېدونکی قرص جوړ کړي، کوم چې «کواسرونه» منځ ته راوړي، کواسرونه په کايناتو کې تر ټولو روښانه اجسام دي. هغه ستوري چې د يو ستر تور غار سره نږدې تېرېږی، د رېښکيو په څېر ټوټه ټوټه کېدای شي چې له «خوړل» کېدو مخکې زیات ځلېدونکي وي. که نور ستوري د يو تور غار په شا او خوا کې راڅرخي، د دوی مدار د تور غار کميت او ځای ټاکلای شي. دا ډول مشاهدې د «نيوټرون» ستورو په څېر د خارجولو لپاره د ممکنه بديل لپاره استعمالېدای شي. په دې ډول، ستورپېژندونکو په غبرګو سيستمونو کې د ګڼو ستوروزمه تور غار نوماندانو پېژندنه کړې ده او دې پايلې ته رسېدلي دي چې د شيدو لار کهکشان په مرکز کې د « Sagittarius A*» په نوم پېژندل کېدونکی د راديو سرچينه، نږدې د ۴.۳ ميليونه لمريزو مادو يو لوی تور غار لرونکی دی.[۱۱]

د ۲۰۱۶ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه، د LIGO ساينسي همکارۍ او د «ويرګو» همکارۍ په لومړي ځل نېغ په نېغه د جاذبې قوې د څپو موندلو اعلان وکړ، کوم چې د تور غار د يو ځای کېدو لومړۍ مشاهدې استازولي کوي. د ۲۰۱۹ز کال د اپريل په لسمه نېټه، د تور غار او د هغې د شا اوخوا لومړی نېغ په نېغه انځور خپور شو، کوم چې په « Messier 87's» کهکشاني مرکز کې موجود ستر تور غار دی، دا انځور په ۲۰۱۷ز کال کې د « ng observations made by the Event Horizon Telescope (EHT)» په مټ اخيستل شوی و. تر ۲۰۲۱ز کال پورې، تر ټولو نږدې جسم چې باور کېږي يو تور غار دی ۱۵۰۰ نوري کاله (۴۶۰ فلکي فرسخه) لېرې دی (د نږدې تورو غارونو لست وګورئ). که څه هم په شيدو لار کهکشان کې يواځې دوه درجنه تورغارونه موندل شوي دي، داسې باور شته چې شمېر يې سلګونه ميليونه دی چې ډيری يې يواځې دي او د وړانګو د خوشې کولو لامل نه ګرځي. په همدې بنسټ، دوی يواځې د جاذبې قوې د عدسې په کارولو (لينزنګ) سره د ليدو وړ دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تاريخ سمول

د يو داسې جسم شتون نظريه چې دومره ستر وي چې ان رڼا هم له هغې څخه نه شې تښتېدای، انګريز ستور پېژندنې مخکښ او پادري «جان مشيل» د ۱۷۸۴ز کال په نومبر مياشت کې په خپاره کړي يو ليک کې په لنډ ډول وړاندې کړې ده. د «مشيل» ساده محاسبې دا اټکل کړی و چې د دا ډول جسم ډبلوالی (کثافت/غلظت) شونې ده چې له لمر سره برابر وي او دې پايلې ته ورسېد چې شونې ده داسې يو جسم هغه مهال جوړ شي، کله چې د يو ستوري قطر د ۵۰۰ په عنصر سره د لمر له قطر څخه زيات شي او د هغې له سطحې څخه د تېښتې چټکتيا د رڼا د چټکتيا له معمول څخه زياته شي. مشيل دې جسمونو ته د تورو جسمونو نوم ورکړ. هغه په سم ډول وليدل چې دا ډول ستر خو وړانګې نه کونکي جسمونه کېدای شي د دوی د جاذبې قوې د اغېزو په مټ د نږدې ليدل کېدونکو جسمونو په مټ وليدل شي. د هغه مهال پوهان په لومړي سر کې د دې وړانديز په اړه ډېر هيجاني وو چې ډېرې ستر، خو نه ليدل کېدونکي تور ستوري شونې ده چې په ساده ليد کې پټ وي، خو کله چې د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د رڼا څپه ييز نوعيت روښانه شو، نو دا لېوالتيا هم کمه شوه، په دې معنا که رڼا يوه ذره نه بلکې يوه څپه وي، نو دا بيا روښانه نه وه، که چېرې وي، نو د رڼا له څپو څخه پر تېښته به د جاذبې قوې اغېز څه وي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

نوی فزيک د مشيل دا اند ناسم بولي چې د رڼا وړانګې د ډېر لوی ستوري له سطحې څخه نېغ په نېغه راوځي او د ستوري د جاذبې قوې له امله کراره شوي دي او له دې وروسته بېرته د ستوري په سطحه غورځي.[۲۲]

عمومي نسبتيت سمول

په ۱۹۱۵ز کال کې، البرټ انشټاين د عمومي نسبتيت خپله نظريه چمتو کړه، په لومړي سر کې يې دا ښودلې وه چې د جاذبې قوه د رڼا په خوځښت اغېز لري. يواځې يو څو مياشتې وروسته، «کارل شوارزچايلډ» د انشټاين د ډګر د معادلو يو حل پیدا کړ، کوم چې د يوې نقطې کميت او د کروي کتلې د جاذبې قوې ميدان تشريح کوي. له «شوارزچايلډ» څخه يو څو مياشتې وروسته، د «هينډريک لورينټز» يو محصل «جونيس ډروسټ» په خپلواک ډول د نقطې د کتلې لپاره همدا حل وړاندې کړ او د دې د ځانګړتياوو په اړه يې په زيات تفصيل سره ليکنه وکړه. په دې حل لاره کې يو عجيبه چلند موجود و، کوم ته چې اوس د « شوارزچايلډ » د حل نوم ورکول کېږي، چېرته چې دا واحد وګرځېد، دا معنا چې د انشټاين په معادلاتو کې يو شمېر اصطلاحات لايتناهي وګرځېدل. د دې سطحې نوعيت هغه مهال بيخي نه و پېژندل شوی. په ۱۹۲۴ز کال کې، «ارتر ايډنګټن» روښانه کړه چې د معادلو له بدلون وروسته انفراديت له منځه ولاړ (د آيډنګټن-فنکلسټين مساواتونو ته مراجعه وکړئ)، په داسې حال کې چې دې چارې د «جارج ليماټري» له خوا د پوهېدو لپاره تر ۱۹۳۳ز کال پورې وخت ونيو چې د دې مطلب دا دی چې په «شوارزچايلډ» شعاع کې په انفراديت کې يو غېر فزیکي مساوات انفراديت موجود و. په هر حال، «ارتر ايډنګټن» په ۱۹۳۶ز کال کې په يو کتاب کې د «شوارزچايلډ» په شعاع کې په زیاته پيمانه د کېکاږل شوې کتلې د ستوري په شتونتيا تبصره وکړه، د دې يادونه يې وکړه چې د انشټاين اند موږ ته د «Betelgeuse » په څېر ليدلو وړ ستورو لپاره له حد څخه زيات ستر کثافت شتون د رد کولو اجازه راکوي، ځکه چې ۲۵۰ ميليونه کيلو متره شعاع لرونکی ناممکنه ده چې د لمر په اندازه کثافت ولري. اول خو به د جاذبې قوې قوت دومره زيات وي چې رڼا به نه شي کولای له هغې څخه ووځي او وړانګې به په ستوري بېرته داسې غورځي، لکه ډبره چې په ځمکه غورځي. دويم دا چې د پټو ليکو سور بدلون به دومره زيات وي چې پټ به له شتون څخه بدلون پيدا کړي. درېیم دا چې کتله به د فضا وخت د مقياس دومره منحني والی منځ ته راوړي چې تشيال به د ستوري په شا اوخوا کې بند شي او موږ به دباندې پاتې شو (يعنې چېرته).[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې سمول

  1. Wald 1984, pp. 299–300
  2. Wald, R. M. (1997). "Gravitational Collapse and Cosmic Censorship". In Iyer, B. R.; Bhawal, B. (المحررون). Black Holes, Gravitational Radiation and the Universe. Dordrecht: Springer. د کتاب پاڼي 69–86. arXiv:gr-qc/9710068. doi:10.1007/978-94-017-0934-7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9401709347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 8 June 2015 باندې). Black Hole Hunters. NASA.
  4. Hamilton, A. "Journey into a Schwarzschild black hole". jila.colorado.edu. مؤرشف من الأصل في ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Schutz, Bernard F. (2003). Gravity from the ground up. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 110. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-45506-0. مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Davies, P. C. W. (1978). "Thermodynamics of Black Holes" (PDF). Reports on Progress in Physics. 41 (8): 1313–1355. Bibcode:1978RPPh...41.1313D. doi:10.1088/0034-4885/41/8/004. S2CID 250916407 Check |s2cid= value (مساعدة). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  7. Montgomery, Colin; Orchiston, Wayne; Whittingham, Ian (2009). "Michell, Laplace and the origin of the black hole concept". Journal of Astronomical History and Heritage. 12 (2): 90–96. Bibcode:2009JAHH...12...90M. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Webster, B. Louise; Murdin, Paul (1972), "Cygnus X-1—a Spectroscopic Binary with a Heavy Companion?", Nature, 235 (5332): 37–38, Bibcode:1972Natur.235...37W, doi:10.1038/235037a0, S2CID 4195462 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bolton, C. T. (1972), "Identification of Cygnus X-1 with HDE 226868", Nature, 235 (5336): 271–273, Bibcode:1972Natur.235..271B, doi:10.1038/235271b0, S2CID 4222070 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Clery D (2020). "Black holes caught in the act of swallowing stars". Science. 367 (6477): 495. Bibcode:2020Sci...367..495C. doi:10.1126/science.367.6477.495. PMID 32001633. S2CID 210984462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Clery D (2020). "Black holes caught in the act of swallowing stars". Science. 367 (6477): 495. Bibcode:2020Sci...367..495C. doi:10.1126/science.367.6477.495. PMID 32001633. S2CID 210984462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Abbott, B.P.; et al. (2016). "Observation of Gravitational Waves from a Binary Black Hole Merger". Phys. Rev. Lett. 116 (6): 061102. arXiv:1602.03837. Bibcode:2016PhRvL.116f1102A. doi:10.1103/PhysRevLett.116.061102. PMID 26918975. S2CID 124959784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Event Horizon Telescope, The (2019). "First M87 Event Horizon Telescope Results. I. The Shadow of the Supermassive Black Hole". The Astrophysical Journal. 875 (1): L1. arXiv:1906.11238. Bibcode:2019ApJ...875L...1E. doi:10.3847/2041-8213/ab0ec7. S2CID 145906806. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bouman, Katherine L.; Johnson, Michael D.; Zoran, Daniel; Fish, Vincent L.; Doeleman, Sheperd S.; Freeman, William T. (2016). "Computational Imaging for VLBI Image Reconstruction". 2016 IEEE Conference on Computer Vision and Pattern Recognition (CVPR). د کتاب پاڼي 913–922. arXiv:1512.01413. doi:10.1109/CVPR.2016.105. hdl:1721.1/103077. S2CID 9085016. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4673-8851-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 12 April 2018 باندې). When a Black Hole Finally Reveals Itself, It Helps to Have Our Very Own Cosmic Reporter – Astronomers announced Wednesday that they had captured the first image of a black hole. The Times's Dennis Overbye answers readers' questions.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  16. "ESO Instrument Finds Closest Black Hole to Earth". European Southern Observatory. May 6, 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Schaffer, Simon (1979). "John Michell and black holes". Journal for the History of Astronomy. 10: 42–43. Bibcode:1979JHA....10...42S. doi:10.1177/002182867901000104. S2CID 123958527. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Montgomery, Colin; Orchiston, Wayne; Whittingham, Ian (2009). "Michell, Laplace and the origin of the black hole concept". Journal of Astronomical History and Heritage. 12 (2): 90–96. Bibcode:2009JAHH...12...90M. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Michell, J. (1784). "On the Means of Discovering the Distance, Magnitude, &c. of the Fixed Stars, in Consequence of the Diminution of the Velocity of Their Light, in Case Such a Diminution Should be Found to Take Place in any of Them, and Such Other Data Should be Procured from Observations, as Would be Farther Necessary for That Purpose". Philosophical Transactions of the Royal Society. 74: 35–57. Bibcode:1784RSPT...74...35M. doi:10.1098/rstl.1784.0008. JSTOR 106576. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Thorne 1994, pp. 123–124
  21. Slayter, Elizabeth M.; Slayter, Henry S. (1992). Light and Electron Microscopy. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-33948-3. مؤرشف من الأصل في ۳۰ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Light escaping from black holes. www.ast.cam.ac.uk.
  23. Levy, Adam (January 11, 2021). "How black holes morphed from theory to reality". Knowable Magazine. doi:10.1146/knowable-010921-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Schwarzschild, K. (1916). "Über das Gravitationsfeld eines Massenpunktes nach der Einsteinschen Theorie". Sitzungsberichte der Königlich Preussischen Akademie der Wissenschaften. 7: 189–196. Bibcode:1916SPAW.......189S. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Droste, J. (1917). "On the field of a single centre in Einstein's theory of gravitation, and the motion of a particle in that field" (PDF). Proceedings Royal Academy Amsterdam. 19 (1): 197–215. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۸ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Kox, A. J. (1992). "General Relativity in the Netherlands: 1915–1920". In Eisenstaedt, Jean; Kox, A. J. (المحررون). Studies in the history of general relativity. Birkhäuser. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8176-3479-7. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. 't Hooft, G. (2009). "Introduction to the Theory of Black Holes" (PDF). Institute for Theoretical Physics / Spinoza Institute. د کتاب پاڼي 47–48. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Eddington, Arthur (1926). The Internal Constitution of the Stars. Science. 52. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 233–40. doi:10.1126/science.52.1341.233. PMID 17747682. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-33708-3. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Thorne, Kip S.; Hawking, Stephen (1994). Black Holes and Time Warps: Einstein's Outrageous Legacy. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 134–135. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-31276-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۹. The first conclusion was the Newtonian version of light not escaping; the second was a semi-accurate, relativistic description; and the third was typical Eddingtonian hyperbole ... when a star is as small as the critical circumference, the curvature is strong but not infinite, and space is definitely not wrapped around the star. Eddington may have known this, but his description made a good story, and it captured in a whimsical way the spirit of Schwarzschild's spacetime curvature." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)