توره نسل وژنه
دا مقاله د دغې نظریې په اړه ده چې په متحده ایالاتو کې د تور پوستو پر وړاندې نژادپاله پالیسۍ یوه نسل وژنه ده. د جرمني سترواکۍ پهواسطه د نامیبیا د لرغونو تورپوستو د نسل وژنې په اړه د هیررو او نامیبیا نسل وژنې ته مراجعه وکړئ. د ارجنتاین د تور پوستو د نفوس د کمولو لپاره د افریقايي ارجنتاینیانو § د افریقايي ارجنتاینیانو د نفوس کمولو مقالې ته مراجعه وکړئ.[۱][۲]
توره نسل وژنه په متحده ایالاتو کې هغه نظریه ده چې د متحده ایالاتو د دولت او سپین پوستو امریکایانو لهخوا له افریقايي الاصله امریکایانو سره ناسم چلند که پخوا و او که اوس دی د نسل وژنې په معنا دی. د لېنچ کولو (په ناقانونه توګه د اکثریت واکمنې ډلې په واسطه د لږکیو وژل او اعدامول، ژباړن) او اوږدمهاله توکمیز تبعیض لسیزې د لومړي ځل لپاره د مدني حقونو د کانګرېس د یو لهمنځه تللي سازمان په واسطه په یوه عریضه کې په رسمي ډول د نسل وژنې په توګه یادې شوې او دا عریضه یې په ۱۹۵۱ کال کې ملګرو ملتونو ته ولېږله. په ۱۹۶۰مه لسیزه مالکوم اېکس د متحده ایالاتو دولت د تور پوستو په نسل وژنه تورن کړ او د تورپوستو پر وړاندې یې د سپین پوستو بېعدالتۍ، زیاتي او تاوتریخوالي ته اشاره وکړه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د نسل وژنې ځینې تورونه په تیوري ډول توطئه بلل شوي. د بېوزلۍ پر وړاندې جګړې په ځواب کې قانون چې د ۱۹۶۰مې لسیزې په منځنۍ برخه کې ولسمشر لینډون بي. جانسون وړاندیز کړ، په دغه قانون کې د بېوزلو لپاره د امیندوارۍ ضد درملو عمومي بسپنه شامله وه، د تور واک په لومړي کنفرانس کې چې د ۱۹۶۷ کال په جولای کې ترسره شو، د کورنۍ تنظیم (د زېږون کنترول) د «تور پوستو د نسل وژنې» په توګه یاد شو. په ۱۹۷۰ کال د ماشوم لرې کولو/سقط تر قانوني کېدلو وروسته ځینې جګړه غوښتونکو تور پوستو د ماشوم لرې کول په ځانګړي ډول د تیوري توطئې یوه برخه ونوموله. ډېری افریقايي الاصله امریکايي ښځې د توطئې په اړه نه وې قانع شوې او د نسل وژنې په اړه معاني او بیان لږ و. که څه هم په ۱۹۷۳ کال کې د دولت په ملاتړ د لسیزو جبري شنډونې په اړه رسنیزې افشا کېدنې د دې لامل شوې چې ځينې دا د تور پوستو د نسل وژنې د طرحې یوه برخه وبولي. په دغه مهالنۍ دوره کې نورې پېښې هم د تور پوستو د نسل وژنې د طریقو په توګه اعلان شوې لکه له نشهيي توکو سره جګړه، له جرمونو سره جګړه او له بېوزلۍ سره جګړه چې د تور پوستو پر ټولنه یې زیان رسوونکې اغېزې درلودې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د ویتنام د جګړې په بهیر کې له تور پوستو سرتېرو څخه په زیاتېدونکې توګه په جګړه کې کار اخیستلو دغه تور ته چې دولت «د تور پوستو په نسل وژنه» کې لاس لري بل بنسټ رامنځته کړ. په وروستیو لسیزو کې په نامتناسب ډول د تور پوستو بندیانو لوړ نفوس هم له دغې ادعا څخه په ملاتړ یاد شوی چې «د تور پوستو نسل وژنه» تر سره شوې ده.
غلامي د نسل وژنې په توګه
سمولپه ټولیزه توګه غلامي او په شمالي اتلانتیک کې د غلامانو سوداګري په ۱۹مه پېړۍ کې په ځانګړې توګه د بشریت پر وړاندې جرم لرغونې بېلګه وه، دا د جرمونو یوه لویه کټګوري چې په هغه کې شامله نسل وژنه شلمې پېړۍ ته هم دننه شوه. جورج واشنګټن وېلیمز د بشریت پر وړاندې جرمونو مفهوم په متحده ایالاتو کې د غلامۍ تاریخ ته په پام دود کړ او په ۱۸۹۰ لسیزه کې د کانګو د ازاد ایالت د تبلیغاتي جګړې په بهیر کې «د بشریت قوانین» د هېګ کنوانسیون د مارتینز په ماده کې ځای پر ځای شول او په پایله کې په قانوني توګه په نړیوالو حقونو کې ځای پر ځای شول.
کاناډايي څېړونکی ادام جونز په شمالي اتلانتیک کې د غلامانو د سوداګرۍ پر مهال د میلیونونه افریقایانو ټولیزه مړینه یوه نسل وژنه يادوي، ځکه «د بشر په تاریخ کې تر ټولو بد هلوکاسټ/ټولوژنه» وه، چې د یو اټکل له مخې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونه تنه په کې ووژل شول او هغه همدارنګه د دې برعکس دلیلونه هم وویل لکه دا چې «دا چاره د غلامانو په ګټه وه تر څو هغوی ژوندي پاتې شي، د هغوی لهمنځه وړل نه وو»، دا «تر ډېره مغالطه ده» دغې واقعیت ته په پام سره چې «وژنه او ورانی قصدي عمل و د کاری استثمار لپاره د شمالي اتلانتیک له بندر څخه تېرو شویو ژوندیو پاتې شویو ته پام نه کېده. د نیت او ارادې پر موضوع د بیا کتنې لپاره چې مخکې مو ورته اشاره وکړه: که یوه موسسه په قصدي توګه د تشخیص وړ لاملونو پهواسطه ساتل کېږي او پراختیا مومي او له دې سره چې په یوه د تعریف وړ انساني ډله کې له ټولو واردو شویو تلفاتو څخه هم خبره وي، نو دا چاره ولې باید د نسل وژنې په توګه ونه پېژندل شي؟» [۱۹]
د هاوارډ پوهنتون استاد والټر جانسون د امریکا د مات زړه په نوم خپل کتاب کې ولیکل چې د تاریخ د بهیر په ډېری مواردو کې په متحده ایالاتو کې د افریقایانو په غلامۍ نیولو کې د نسل وژنې ډېری نمونې پېښې شوې دي، چې له مېرمنو څخه د خاوندانو د جلا کولو موارد په کې شاملیږي او دا په عملي ډول د افریقايي – امریکایانو د نفوس کچې کمول دي. یو تور پوستي امریکايي چې په متحده ایالاتو کې يې د غلامۍ پر مهال ژوند کاوه هېڅ ډول حقونه نه لرل هغه که به خپله غلام و او که به نه و. [۲۰]
جیم کرو د نسل وژنې په توګه
سمولملګرو ملتونو ته عریضه
سمولد ملګرو ملتونو سازمان (UN) په ۱۹۴۵ کال کې رامنځته شو. ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ کال په وروستیو کې د نسل وژنې پر یو کنوانسیون بحث وکړ او دا یې تصویب کړه چې نسل وژنه «په جزئي یا ټولیز ډول» د یوې توکمي/نژادي ډلې د لهمنځه وړلو اراده ده. د تعریف پر اساس «تر یوه حده» د مدني حقونو کانګرېس (CRC) چې له کمونیستي تړاوونو سره د افریقايي امریکایانو یوه ډله وه په ۱۹۵۱ کال کې د «موږ نسل وژنه تورنوو» په نوم ملګرو ملتونو ته یوه عریضه وړاندې کړه. دغې عریضې د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته په ۹ لسیزو کې د ۱۰۰۰۰۰ افریقايي امریکایانو د ناعادلانه مړینې لېست وړاندې کړی. دغې کتاب د سپین پوستو پهواسطه د تور پوستو پر وړاندې لېنچ، بد چلند او ځپنه تشرېح کړه او دې پایلې ته ورسېد چې د متحده ایالاتو دولت «د نسل وژنې د پراخ او دوامداره جرم» د په نښه کولو له یو بنسټيز کمیسیون څخه ډډه کوي. دا عریضه د CRC د مشر وېلیم اېل پيټرسون او په نیویارک ښار کې د سندرغاړي او اداکار پاول روبنسن لهخوا چې د مدني حقونو فعال او د CRC غړی و په پاریس کې د ملګرو ملتونو کنوانسیون ته وړاندې شوه. [۲۱][۲۲][۲۳]
سړې جګړې د کمونیستي پراختیا په اړه د امریکا اندېښنې زیاتې کړې. د CRC عریضه د متحده ایالاتو د دولت لهخوا له کمونیزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د غوره ګټو خلاف وبلل شوه. ملګرو ملتونو دا عریضه له پامه وغورځوله؛ د منشورغړو ډېری هېوادونو د متحده ایالاتو لارښوونې ته وکتل او دې ته یې تمایل نه درلود چې د متحده ایالاتو دوښمنان په کورنيو توکمي سیاستونو کې د دغه هېواد د ماتې په اړه له ډېرو تبلیغاتو سره مسلح کړي. دغې عریضې ته د امریکایانو ځوابونه بېلابېل وو: راډیویي ورځپاڼه لیکونکي ډرو پیرسون یې ملګرو ملتونو ته تر وړاندې کولو مخکې د فرضي «کمونیستي تبلیغاتو» پر وړاندې خبرې وکړې. [۲۴]
سرچينې
سمول- ↑ Nier III, Charles Lewis (1997). "Guilty as Charged: Malcolm X and His Vision of Racial Justice for African Americans Through Utilization of the United Nations International Human Rights Provisions and Institutions". Penn State International Law Review. 16 (1): 149–189. بياځلي په February 24, 2018.
- ↑ Clarke, John Henrik, ed. (1990) [1969]. "Outline for Petition to the United Nations Charging Genocide Against 22 Million Black Americans". Malcolm X: The Man and His Times. Trenton, N.J.: Africa World Press. pp. 343–351. ISBN 978-0-86543-201-7.
- ↑ Kumeh, Titania (October 12, 2010). "Conspiracy Watch: Is Abortion Black Genocide?". Mother Jones.
- ↑ Scott, Laell (May 25, 1970). "Legal Abortions, Ready or Not". New York Magazine. 3 (21): 68. ISSN 0028-7369.
- ↑ Nelson, Jennifer (2003). Women of Color And the Reproductive Rights Movement. NYU Press. p. 89. ISBN 0814758274.
- ↑ Caron, Simone M. (Spring 1998). "Birth Control and the Black Community in the 1960s: Genocide or Power Politics?". Journal of Social History. 31 (3). Oxford University Press: 545–569. doi:10.1353/jsh/31.3.545. JSTOR 3789714.
- ↑ Taylor, Keeanga-Yamahtta (20 September 2019). From #BlackLivesMatter to Black liberation. Chicago, Illinois. ISBN 978-1-64259-101-9. OCLC 907653029.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ "People & Events: Black Genocide". American Experience. PBS. بياځلي په February 18, 2013.
- ↑ Smith, Mary (March 1968). "Birth Control and the Negro Woman". Ebony. 23 (5): 29.
- ↑ Wright, Nathan (December 1969). "Black Power vs. Black Genocide". The Black Scholar. 1 (2). Paradigm Publishers: 47–52. doi:10.1080/00064246.1969.11430663. JSTOR 41202828.
- ↑ "People & Events: Black Genocide". American Experience. PBS. بياځلي په February 18, 2013.
- ↑ Smith, Mary (March 1968). "Birth Control and the Negro Woman". Ebony. 23 (5): 29.
- ↑ Wright, Nathan (December 1969). "Black Power vs. Black Genocide". The Black Scholar. 1 (2). Paradigm Publishers: 47–52. doi:10.1080/00064246.1969.11430663. JSTOR 41202828.
- ↑ Kumeh, Titania (October 12, 2010). "Conspiracy Watch: Is Abortion Black Genocide?". Mother Jones.
- ↑ Scott, Laell (May 25, 1970). "Legal Abortions, Ready or Not". New York Magazine. 3 (21): 68. ISSN 0028-7369.
- ↑ Nelson, Jennifer (2003). Women of Color And the Reproductive Rights Movement. NYU Press. p. 89. ISBN 0814758274.
- ↑ Caron, Simone M. (Spring 1998). "Birth Control and the Black Community in the 1960s: Genocide or Power Politics?". Journal of Social History. 31 (3). Oxford University Press: 545–569. doi:10.1353/jsh/31.3.545. JSTOR 3789714.
- ↑ Taylor, Keeanga-Yamahtta (20 September 2019). From #BlackLivesMatter to Black liberation. Chicago, Illinois. ISBN 978-1-64259-101-9. OCLC 907653029.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Jones, Adam (2006). Genocide: A Comprehensive Introduction. Routledge/Taylor & Francis Publishers. pp. 23-24 ISBN 978-0-415-35385-4.
- ↑ Johnson, Walter, 1967- (14 April 2020). The broken heart of America : St. Louis and the violent history of the United States (First ed.). New York. ISBN 978-0-465-06426-7. OCLC 1111963122.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ Martin, Charles H. (Summer 1997). "Internationalizing 'The American Dilemma': The Civil Rights Congress and the 1951 Genocide Petition to the United Nations". Journal of American Ethnic History. 16 (4). University of Illinois Press: 35–61. JSTOR 27502217.
- ↑ Brian Greenberg; Linda S. Watts; Richard A. Greenwald; Gordon Reavley; Alice L. George; Scott Beekman; Cecelia Bucki; Mark Ciabattari; John C. Stoner; Troy D. Paino; Laurie Mercier; Andrew Hunt; Peter C. Holloran; Nancy Cohen, eds. (2008). Social History of the United States. ABC-CLIO. p. 356. ISBN 978-1598841282.
- ↑ Martin, Charles H. (Summer 1997). "Internationalizing 'The American Dilemma': The Civil Rights Congress and the 1951 Genocide Petition to the United Nations". Journal of American Ethnic History. 16 (4). University of Illinois Press: 35–61. JSTOR 27502217.
- ↑ Martin, Charles H. (Summer 1997). "Internationalizing 'The American Dilemma': The Civil Rights Congress and the 1951 Genocide Petition to the United Nations". Journal of American Ethnic History. 16 (4). University of Illinois Press: 35–61. JSTOR 27502217.