تورات (سپېڅلی عبراني کتاب: תּוֹרָה Tōrā، «لارښود»، «رهنما» یا «قانون») د پیدایښت د سفر (جنیسېز)، د تلو د سفر (اکزودوس)، لاویان سفر (لېویتوکوس)، د اعدادو د سفر او تثنیه سفر (ډیوټېرونومي) په نومونو د سپېڅلي عبراني کتاب د پنځو لومړنیو کتابونو ټولګه ده. عیسویان تورات د موسی پنج کتاب بولي. دا همدارنګه په رباني (خاخامي) یهودي سنتونو کې د لیکل شوي تورات په توګه پېژندل کېږي. [۱]

تورات
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ژانر
ژانر
دین
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
Tanakh (en) ژباړلزوړ تړونمقدس کتابVulgate (en) ژباړلSeptuagint (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
لامل
revelation (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

په خاخامي ادبیاتو کې د تورات کلمه هم پنځو کتابونو او هم شفاهي تورات ته اشاره لري. ورته مهال له هغو څخه ټول سپېڅلي عبراني کتاب ته هم ګټنه کېږي. په شفاهي تورات کې ټول هغه تفاسیر او تصحېحات شامل دي چې د خاخامي سنتونو له مخې له یو نسل څخه بل ته لېږدېدلي او اوس مهال یې په تلمود او میدارش کې تجسم موندلی دی. د خاخامي سنتونو اخذ دا دی چې په تورات کې شته ټولې لارښوونې (څه لیکل شوې او څه یې هم شفاهي) د خدای له اړخه حضرت موسی(ع) ته شوې چې ځینې یې د سینا په غره او ځینې نورې یې په میشیکان یا خیمه کې د موسی له خوا لیکل شوې دي او د نن ورځې په تورات کې شتون لري. د میدراش له مخې تورات د نړۍ له خلقت وړاندې رامنځته شوی او د خلقت د طرحې په توګه ترې ګټنه شوې ده. له دې سره چې د دې اړوند ګرم بحثونه شتون لري، خو په وروستیو کې د څېړنو ټولیز بهیر د دې څرګندويي کوي چې د تورات وروستۍ نسخه تر ډېره د فارسیانو په دوره کې د پخوانیو رسمي منابعو پر بنسټ د ادبي او ایډیالوژیک وحدت په لرلو بشپړه شوې ده او په هېلنستي دوره کې هم یو لړ موارد په کې زیات شوي دي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په سنتي ډول ویل کېږي چې د تورات کلمات په یوه اوږده لیکنه کې د یو کاتب له خوا په عبري ژبه لیکل شوي دي. د هرې دوشنبې او پنجشنبې د سهار پر مهال د تورات یوه برخه په کنیسو کې لوستل کېږي، خو شرط یې دا دی چې دغه مهال باید په کنیسه کې له ۱۳ کالو څخه زیات عمر لرونکي لس کسان شتون ولري. په لوړ غږ د تورات لوستل د یهودي ټولنو یو له دود چارو څخه ګڼل کېږي. له یهودیت پرته هم تورات ته د یو سپېڅلي کتاب په سترګه کتل کېږي؛ په سامري آئین کې سامري پنج کتاب د تورات هغه متن دی چې په سامري خط لیکل شوی او سامریان له هغو څخه د تورات په توګه ګټنه کوي. ورته مهال دا د عیسویت د لرغوني تړون په ټولو نسخو کې په مشترکه بڼه شتون لري. د اسلام مبارک دین تورات یو له آسماني کتابونو څخه بولي او ټول مسلمان په دې ایمان لري چې تورات د لوی الله(ج) له اړخه په حضرت موسی(ع) نازل شوی آسماني کتاب دی؛ یاده دې وي چې په اوسنۍ نسخه کې یې له کچې زیاتې لاسوهنې شتون لري. [۸]

معنی او نومونه

د تورات کلمه د عبراني ژبې له ירה کلمې څخه اخیستل شوې چې د لارښوونې او یا روزلو په معنی ده. له همدې امله د تورات د کلمې معنی «ښوونه»، «لارښوونه» او «روزل» ده چې د هغو لپاره تر ډېره منل شوې د «قانون» معنی یې ناسم انځور وړاندې کوي. د اسکندریې یهودانو چې سپتواژینټ یې ژباړلی دغو ته یې د نوموس یوناني کلمې څخه ګټنه کړې چې د معیار، لارښوونې او «قانون» معنې وړاندې کوي. یوناني او لاتین سپېڅلو کتابونو (بایبلونو) بیا هغو ته د پنج کتاب (د موسی پنځه کتابونه) نوم کارولی او په دغو کې دود، تیوري، لارښوونه یا بشپړ نظام شاملېږي. [۹][۱۰][۷]

د «تورات» اصطلاح په عامې معنی سره د رباني یهودیت ټول مکتوب او شفاهي قوانین په ځان کې رانغاړي چې د تاریخ په اوږدو کې د یهودانو د ټولو مذهبي لارښوونو پراخه طیف په کې شاملېږي؛ له دې ډلې په شفاهي تورات کې میشنا، تلمود، میدارش او نور شامل دي. د «قانون» په توګه د تورات ناسم تعبیر کېدای شي د هغه آرمان د درک په برخه کې خنډ وي چې د تلمود تورات (د تورات مطالعه) په اصطلاح کې په لنډو بیان کېږي. ورته مهال د تورات اصطلاح د بشپړ سپېڅلي عبراني کتاب لپاره هم کارول کېږي. [۷][۱۱][۱۲]

داسې ښکاري چې د دغه سپېڅلي کتاب د لومړۍ برخې لپاره تر ټولو لرغونی نوم دې «د موسی تورات» وي. خو دغه عنوان نه په خپله تورات او نه هم له تبعید وړاندې د نورو ادبي پیغام وړونکو په آثارو کې شتون لري. دغه نوم په جاشوا او کېنګز کې څرګندېږي، خو نشو کولای چې ووایو دا د هغو بشپړې ټولګې (د سپېڅلي کتاب د اکاډمیک انتقاد له مخې) ته اشاره لري. برخلاف دا احتمال شتون لري چې له هغو څخه ګټنه له تبعید څخه په وروسته آثارو کې جامعه وي. دغو ته اړوند نور لومړني عناوین د «موسی کتاب» او د «تورات کتاب» دي چې ښکاري د «خدای له لوري د تورات د کتاب» د بشپړ نوم لنډیز دی. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د تورات ژباړې

آرامي

د عزرا کتاب په ارامي ژبه باندې د عبراني متن ژباړې او تفاسیرو ته اشاره لري چې هغه مهال دا ډېره کارول کېدونې ژبه وه. داسې ښکاري چې دغه ژباړې له میلاد وړاندې شپږمې پېړۍ ته اړوندې دي. د ژباړې لپاره آرامي اصطلاح تارجوم ده. ورته مهال په جودائیکا پوهنغونډ کې راغلي: په یوه لرغونې زمانه کې دا دود چاره وه چې د لوستلو پر مهال عبري متن په عامیانه ژبه وژباړل شي (د بېلګې په توګه په فلسطین او بابل کې ژباړه په آرامي ژبه وه). ژباړه (تارجوم) د مترجمان په نامه د ځانګړې کنیسې د چارواکو له خوا کېدله ... بلاخره په عامیانه ژبه باندې ژباړه ودرول شوه. [۲۰]

ورته مهال هېڅ داسې پخلی شتون نه لري چې دغه ژباړې دې په هماغه لومړیو کې لیکل شوې وي، په داسې حال کې چې یو شمېر داسې انګېرنی شتون لري چې ګویا ژباړې په لومړنیو مهالونو کې لیکل شوې او یوازې د خصوصي ګټنې لپاره وې. [۲۱]

ورته مهال د هغو د یوې لیکل شوې ژباړې په رسمیت پېژندنه او د متن وروستۍ تصحېح له تلمود وروسته دورې ته اړوندېږي، له همدې امله دا له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ څخه وروسته نه دی ژباړل شوی. [۲۲]

یوناني

له عبري څخه یوناني ته د موسی د لومړنیو پنځو کتابونو یو له لومړنیو پېژندل شوو ژباړو څخه سپتواژینټ (پنج کتاب) و. دا د عبري سپېڅلي کتاب کوئینه یوناني نسخه وه چې د یوناني ژب ویونکو له خوا کارول کېده. د سپېڅلو عبري متنونو څخه دغه یوناني نسخه له میلاد وړاندې دریمې پېړۍ ته اړوندېږي چې په اصل کې له هلنېستي یهودیت سره اړوند ده. دا هم د هغو د عبري متن ژباړه او هم توپیر لرونکي اضافي مطالب لري.

عربي

له اتمې میلادي پېړۍ وروسته د هغو یهودانو کلتوري ژبه د آرامي پر ځای عربي ته واوښته چې د اسلامي حکومت په اډانه کې یې ژوند کاوه. «له دغه مهال څخه وروسته پوهانو او همدارنګه غیر روحاني کسانو په عبري الفبا باندې په یهودي – عربي ژبه د سپېڅلي کتاب د ژباړو تولید ته مخه کړه». له دې وروسته د لسمې پېړۍ پر مهال په یهودي – عبراني ژبه باندې د دغه کتاب د یوې معیاري نسخې وړاندې کول اړین شول. د دغو تر ټولو مشهوره ژباړه د سعادیا ګائون له خوا وړاندې شوه چې تر نن ورځې کارول کېږي او «د یمني یهودانو» ترمنځ شهرت لري. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې

  1. "Torah | Definition, Meaning, & Facts". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-11.
  2. Schmid, Konrad; Lackowski, Mark; Bautch, Richard. "How to Identify a Persian Period Text in the Pentateuch". R. J. Bautch / M. Lackowski (eds.), On Dating Biblical Texts to the Persian Period, FAT II/101, Tübingen: Mohr Siebeck, 2019, 101–118. "There are, however, a few exceptions regarding the pre-Hellenistic dating of the Pentateuch. The best candidate for a post-Persian, Hellenistic text in the Pentateuch seems to be the small 'apocalypse' in Num 24:14-24, which in v. 24 mentions the victory of the ships of the כִּתִּים over Ashur and Eber. This text seems to allude to the battles between Alexander and the Persians, as some scholars suggested. Another set of post-Persian text elements might be the specific numbers in the genealogies of Gen 5 and 11. These numbers build the overall chronology of the Pentateuch and differ significantly in the various versions. But these are just minor elements. The substance of the Pentateuch seems pre- Hellenistic."
  3. Römer, Thomas "How "Persian" or "Hellenistic" is the Joseph Narrative?", in T. Römer, K. Schmid et A. Bühler (ed.), The Joseph Story Between Egypt and Israel (Archaeology and Bible 5), Tübinngen: Mohr Siebeck, 2021, pp. 35-53. "The date of the original narrative can be the late Persian period, and while there are several passages that fit better into a Greek, Ptolemaic context, most of these passages belong to later revisions."
  4. Blenkinsopp 1992، م. 1.
  5. McDermott 2002، م. 21.
  6. Schniedewind 2022، م. 23.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Birnbaum 1979، م. 630.
  8. Lang 2015، م. 98.
  9. کينډۍ:Cite EJ
  10. cf. کينډۍ:Bibleref2
  11. "Torah | Definition, Meaning, & Facts | Britannica". 28 December 2023.
  12. Scherman 2001، مم. 164–165، Exodus 12:49.
  13. Joshua 8:31–32; 23:6
  14. I Kings 2:3; II Kings 14:6; 23:25
  15. Malachi 3:22; Daniel 9:11, 13; Ezra 3:2; 7:6; Nehemiah 8:1; II Chronicles 23:18; 30:16
  16. Ezra 6:18; Neh. 13:1; II Chronicles 35:12; 25:4; cf. II Kings 14:6
  17. Nehemiah 8:8, 18; 10:29–30; cf. 9:3
  18. کينډۍ:Cite EJ
  19. Nehemiah 8:3
  20. Chilton 1987، م. xiii.
  21. کينډۍ:Cite EJ
  22. کينډۍ:Cite EJ
  23. کينډۍ:Cite EJ
  24. Robinson 2008، مم. 167–: "Sa'adia's own major contribution to the Torah is his Arabic translation, Targum Tafsir."
  25. Zohar 2005، مم. 106–: "Controversy exists among scholars as to whether Rasag was the first to translate the Hebrew Bible into Arabic."