توافق په بیولوژي کې درې اړونده معناوې لري، لومړی دا یوه ډینامیکه/فعاله پروسه ده چې موجودات له خپل چاپېریال سره سازګاروي او د دوی تکاملي تناسب زیاتوي. دویم، دا یو حالت دی چې نفوس د هغې پروسې په بهیر کې ترلاسه کړی. درېیم، دا په هر ژوندي موجود کې یو حیاتي فینوټایپي یا توافقي صفت دی چې د طبعي ټاکنې /انتخاب لارې خوندي شوی او تکامل ته رسېدلی.   

توافق له تاریخي پلوه، د یوناني فلیسوفانو لکه ارسطو او امپيډوکلس Empedocles)) د وخت راهیسې تشرېح شوی. د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په طبیعي الهیاتو کې توافق د خدای د وجود لپاره د یو شاهد په توګه په پام کې نيول شوی و. چارلېس داروېن بیا د دې پر ځای له طبیعي ټاکنې سره تشرېح کړ.  

توافق له چاپېریالیز روغوالي سره تړاو لري چې د تکامل نرخ د جین په فريکونسیو کې د بدلون کچې پر بنسټ اداره کوي. ډېری دوه یا څو ډولونه له یو بل سره توافق کوي او له یو بل سره تکامل ته رسيږي، څنګه چې دوی له نورو اړونده ډولونو لکه ګل‌لرونکو بوټواو د نباتي ګرد/دوړې لېږدوونکو حشراتو(pollinating insects) سره توافق رامنځته کوي. په تقليد/پېښو (mimicry) کې ډولونو/انواع داسې تکامل ته رسېږي چې د نورو ډولونو ظاهري اوصاف خپلوي؛ په مولري تقلید کې دا یو ګډ اغېزمن تکامل دی ځکه هرډول په کلکه توګه له دفاع شوې ډلې سره راځي چې خپله دفاع په هماغه ډول خپره کړي، لکه مچۍ چې د نېش وهولو وړتیا لري. هغه ځانګړنې چې د یوې موخې لپاره تکامل ته رسېدلې ښايي د بلې موخې لپاره وکارول شي څنګه چې د ډایناسورونو عایق لرونکې بڼکې په الوتونکو کې د الوتلو لپاره ټاکل شوې.

توافق د بیولوژي په فلسفه کې یوه اصلي موضوع ده، چې د تیلولوژي/ Teleology (د غیبي حکمتونو د لاملونو پېژندل) له کړنو او موخو سره تړاو لري. ځينې بیولوژي پوهان په دې هڅه کوي چې د توافق له موخو سره تړلي اصطلاحات له پامه وغورځوي، ځکه دوی په دې اند دي چې توافق په اړین ډول موخه دی، نه په دې باور چې لږترلږه خدایي اراده ښيي.

تاریخچه

سمول

توافق له پخوانیو زمانو راهیسې د ژوند د ليدلووړ واقعيت په توګه د فلیسوفانو اوطبیعي تاریخ پوهانو له خوا پېژندل شوی. هغوی د تکامل په اړه خپلواک نظر درلود، خو د هغوی تشرېحات له یو بل سره توپير لري. امپيدوکلس باوري نه و چې توافق یوې وروستی موخې/پای ته اړتیا ولري، خو په دې اند و چې له هغه مهال راهیسې چې دا ډول شیان پاتې شوي دا په طبیعي توګه رامنځته شوی. ارسطو په وروستۍ موخه باور درلود خو هغه داسې فرض کړه چې ډولونه/انواع ثابت دي.   [۱]

په طبیعي تيولوژي/ الهیاتو کې توافق د یو خدايي کارګڼل کېده او د خدای د اثبات لپاره یو شاهد و، وېلیم پيلي (William Paley) باوري و چې موجوداتو په بشپړ ډول له هغه ژوند سره توافق حاصل کړی چې دوی درلود، دا هغه مباحثه وه چې ګاټفایرډ وېلیم لېذنیز (Gottfried Wilhelm Leibniz) يې تر خپل سیوري لاندې راوست، هغه داسې استدلال کاوه چې خدای تر ټولو غوره ممکنې نړۍ رامنځته کړې. د ډاکتر پانګلوس (Dr. Pangloss) د ولټایر(Voltaire) هجولیک د دغه خوشبینې/هیله‌منې نظریې یو تقلید دی او ډېوېډ هوم (David Hume) هم د ډیزان خلاف مباحثه کړې. د برېج واټر(Bridgewater) رساله د طبیعي تیولوژۍ/الهیاتو محصول دی، که څه هم ځينې ليکوالان په دې بريالي شوي دي چې خپل کار له نسبتاً بې پرې چلند سره وړاندې کړي. دغه لړۍ چې تر یوې اندازې يي تکاملي ليدلوری درلود د رابرټ ناکس (Robert Knox) له خوا د بېلج واټر(Bilgewater) د علمي رسالې په توګه له نیوکې سره مخ شو. چارلز داروېن (Charles Darwin) د ژویو او نباتاتو په نړۍ کې پر شته محدودیتونو او عیبونو ټينګار وکړ اوپه دې توګه یې دود مات کړ.   [۲][۳][۴][۵]  

جان باپ ټېسټ (Jean-Baptiste) د ژونديو موجوداتو لا پېچلتیا ته تمایل درلود، د پرمختګ له زينې نه پورته تلل او د حالاتو اغېز چې په معمولاً د کار اخیستنې وړ او نه وړ په توګه تشرېح کېږي. د هغه د نظریې دويم فرعي عنصر هغه څه دي چې اوس‌مهال د لامارکېزم (Lamarckism) په نوم يادیږي، د وراثت او اکتسابي ځانګړنو په اړه یوه لومړنۍ تکاملي فرضیه ده چې موخه یې په طبیعي ډول د توافق تشرېح کول دي.  [۶][۷]

ګڼو نورو طبیعي تاریخ پوهانو پرته له دې چې د میکانیزم په اړه خپل نظر وړاندې کړي توافق منلی لکه بوفن (Buffon) او ځينې نورو تکامل هم منلی. چې دا داروین (Darwin) او الفرډراسل والاس (Alfred Russel Wallace) او ګڼو نورو فرعي شخصیتونو لکه هنري والټربېس (Henry Walter Bates) حقیقي وړتیا د یو داسې میکانیزم د وړاندې کولو لپاره ښيي چې ارزښت یې له مخکې یوازې اجمالي و. یوه پېړۍ وروسته روزنیز ازمويښتونه، میداني او تجربي څېړنې د اي بي فارډ (E. B. Ford) او تیوډوسیوس ډوبژنسکای (Theodosius Dobzhansky ) له خوا وشوې او داسې شواهد یې ترلاسه کړل چې ښيي؛ طبیعي ټاکنه/انتخاب نه یوازې د توافق انجن/ماشین دی بلکې له هغه څه نه چې وړاندې يې تصور کېده یو ډېری پیاوړی ځواک و.   [۸][۹][۱۰]

عمومي اصول

سمول

توافق څه شی دی

سمول

په لومړي سر کې توافق د بدن د برخې یا فزیکي شکل په پرتله يوه پروسه ده، یو داخلي پرازیت لکه د جګر چنجی کولی شي دا توپیر څرګند کړي. یاد پرازیت ښايي ډېر ساده بدني جوړښت ولري خوبیا هم اورګانیزم/ ژوندی موجود له خپل ځانګړي چاپېریال سره کلک توافق ښيي. دلته موږ وینو چې توافق یوازې د لېدلوو وړ اوصافو موضوع نه ده، د دا ډول پرازیتونو د ژوند په دوره کې حیاتي توافقونه پېښېږي، چې تر ډېره پېچلي دي. که څه هم توافق د علمي اصطلاح په توګه یومحصول ته اشاره کوي یعنې د یو ډول /نوعې هغه ځانګړنې چې د یادې پروسې په پايله کې رامنځته کېږي. د یو حيوان یا بوټي ډېری اړخونو ته په صحیح ډول توافق ویلی شوکه څه هم ځینې داسې ځانګړنې شته چې عملکرد یې د تل لپاره په ګمان کې پاتې کېږي. د توافق کلیمې له کارولو سره د بدني برخې يا عملکرد د تکاملي پروسو او توافقي اوصافو یعنې محصول لپاره کولی شو د یوې کلیمي دوه بېلابېلې معنی ګانې تشخیص کړو.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

توافق یو له دوه اصلي پروسو نه دی چې د ډولونو تر منځ د ليدلو توپير تشرېح کوي، لکه د داروين د فېنچونو/ Darwin's finches (یو ډول الوتونکي چې د لومړي ځل لپاره د چارلېز داروین له خوا راغونډ شول) بېلابېل ډلونه. بله پروسه سپېسیېشن / speciation(د نباتاتو یا حیواناتو د یو نوي ډول رامنځته کېدل) ده چې نوي ډولونه د نسل د تولید له لارې رامنځته کېږي. د توافق او سپېسیېشن (speciation) د متقابلو اغېزو د مطالعې لپاره تر ټولو ډېره کارېدونکې بېلګه د افریقا په جهیلونو کې د سکلېډ (cichlid) کب تکامل دی چې نن ورځ په پراخ ډول کارول کېږي، هلته د توليد مثل اېزولېټ/ ګوښه کول ډېر پېچلي دي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

توافق تل ساده موضوع نه ده، چې د یو معین چاپېریال لپاره ايډيالی/خيالي فينوټايپ (ظاهري ځانګړنې/اوصاف) تکامل ته ورسېږي. یو ژوندی موجود باید د خپل تکامل او ودې په ټولو پړاوونو کې ژوندی وي. چې دا چاره د ژونديو موجوداتو د چلند او بشپړتيا/تکامل لپاره محدودیتونه رامنځته کوي. یو له اصلي محدودیتونو نه چې خورا بحث پرې شوی د هر جنټکي او فینوټايپي بدلون لپاره د تکامل په پړاو کې د نسبي کوچني‌والي لازموالی دی، ځکه د ودې سیستمونه ډېر پېچلي او له یو بل سره تړلي دي. له دې سره مشخصه نه ده چې نسبي کوچني‌والی به څه معنی ولري، په بوټو/نباتاتو کې یو نستاً لوی جنټکي بدلون دود دی چې د ایوکاریوت اېندو سېمبوایزس (eukaryotic endosymbiosis) سرچینه یې یو څرګند مثال دی.   [۲۱][۲۲]

ټول توافقونه له موجوداتو سره مرسته کوي چې په خپل ایکولوژیکي (د چاپېریال اړوند مطالعات) ځای کې ژوندي پاتې شي. تطبیقي اوصاف ښايي جوړښتي/ساختماني، رفتاري یا فېزیولوژيکي وي. ساختماني توافقونه د یو موجود فزیکي ځانګړنې دي لکه شکل/بڼه، بدني پوښښ، د بدن داخلي مهمات او تنظیم. د چلند توافقونه د ارثي چلند سیستمونه دي، چې د غرایزو او یا د اروايي عصب د وړتيا په توګه له یو نسل نه بل نسل ته د زده کولو په موخه په میراث رسېدلي.  [۲۳]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Leroi, Armand Marie (2015). The Lagoon: How Aristotle Invented Science. Bloomsbury. pp. 91–92, 273, 288. ISBN 978-1-4088-3622-4.
  2. Desmond 1989, pp. 31–32, fn 18
  3. Desmond 1989, pp. 31–32, fn 18
  4. Sober 1993, chpt. 2
  5. Darwin 1872, p. 397: "Rudimentary, Atrophied, and Aborted Organs"
  6. Bowler, Peter J. (1989) [1983]. Evolution The History of an Idea (Revised ed.). University of California Press. p. 86. ISBN 978-0-520-06386-0.
  7. See, for example, the discussion in Bowler 2003, pp. 86–95: "Whatever the true nature of Lamarck's theory, it was his mechanism of adaptation that caught the attention of later naturalists." (p. 90)
  8. Provine 1986
  9. Ford 1975
  10. Orr, H. Allen (February 2005). "The genetic theory of adaptation: a brief history". Nature Reviews Genetics. 6 (2): 119–127. doi:10.1038/nrg1523. PMID 15716908. S2CID 17772950.
  11. Mayr 1982, p. 483: "Adaptation... could no longer be considered a static condition, a product of a creative past, and became instead a continuing dynamic process."
  12. Price 1980
  13. "adaptation". A Dictionary of Science (6th). (2010). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-956146-9. OCLC 444383696. “Any change in the structure or functioning of successive generations of a population that makes it better suited to its environment.” 
  14. Bowler 2003, p. 10
  15. Patterson 1999, p. 1
  16. Williams 1966, p. 5: "Evolutionary adaptation is a phenomenon of pervasive importance in biology."
  17. Mayr 1963
  18. Mayr 1982, pp. 562–566
  19. Salzburger, Walter; Mack, Tanja; Verheyen, Erik; Meyer, Axel (February 21, 2005). "Out of Tanganyika: Genesis, explosive speciation, key-innovations and phylogeography of the haplochromine cichlid fishes". BMC Evolutionary Biology. 5 (17): 17. doi:10.1186/1471-2148-5-17. PMC 554777. PMID 15723698.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  20. Kornfield, Irv; Smith, Peter F. (November 2000). "African Cichlid Fishes: Model Systems for Evolutionary Biology". Annual Review of Ecology and Systematics. 31: 163–196. doi:10.1146/annurev.ecolsys.31.1.163.
  21. Stebbins 1950, chs. 8 and 9
  22. Margulis & Fester 1991
  23. Hutchinson 1965. The niche is the central concept in evolutionary ecology; see especially part II: "The niche: an abstractly inhabited hypervolume." (pp. 26–78)