تميم الداري

حضرت تمیم بن اوس الداري چې ابي رقية يې هم ورته ويل، له مسلمانیدو څخه وړاندې يو مسیحي راهب او مشهور عابد و چې د جنوبي فلسطين په بیت جبرین سیمه کې يې  ژوند کاوو. دا سیمه د حبرون يوه برخه ده او الخلیل يې هم بولي. تميم الداري د بني الدار له قبيلې څخه وو چې د بنو لخم د قبيلې يوه څانګه ده. نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۶۲۸ میلادي کال کې هغه وخت له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ولیدل چې د بنی الدارد قبیلي د يو لس کسیزه پلاوي مشري يې کوله. له دې وړاندې، د خيبر/تبوک له غزوې وروسته حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلي وو او ځينې تحفې يې د الله رسول صلی الله عليه وسلم ته راوړې وې چې په ځواب کې يې د سل وسقه مال د ورکړې وصيت وکړ او هغوی ته يې د فلسطين له فتحې وروسته د دې ځای د ځينو برخو ژمنه له بني الدار قبیلي سره کړې وه چې حَبْرَى،بيت عَيْنونُ،حبرون،المرطوماو بيت إبراهيم په کې شامل وو.حضرت تمیم الداری د همدې سيمو د ترلاسه کولو لپاره د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلی وو. دوه کاله وروسته د يو لس کسيز وفد په مشرۍ په ۹هـ/ ۶۳۰م کال کې يو ځل بيا د نبي کریم صلی الله علیه وسلم حضور ته راغی، اسلام يې ومانه او په مدینه منوره کې میشت شو.

الحافظ ابن عساكر پخپل کتاب د "دمشق تاریخ" کې د زیاد بن فائد، هغه يې له پلار زیاد بن ابي هند او هغه بیا د ابي هند الداري په روایت لیکي چې موږ شپږ کسان تمیم بن اوس، ورور يې نعيم بن اوس، یزید بن قیس، ابوهند بن عبدالله (چې دا روایت يې کړی دی) او د هغه ورور الطیب بن عبدالله [چې نوم يې برا و او بیا يې رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم عبدالرحمن ته بدل کړ] په مکه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغلو چې په شام کې موږ ته يو ملکیت راکړي او بيا په مدينه کې د همدې ژمنې د تازه کولو لپاره تللي وو.

له حضرت تمیم الداري رضی الله عنه څخه ګڼو اصحابو لکه ابن عمر، ابن عباس، ابوهریرة، انس بن مالک، زرارة بن اوفي، روح بن زنباع، عبدالله بن موهب او عطا بن یزید رضی الله عنهم احادیث روایت کړي دي.له هغه ۱۸ احادیث روايت شوي دي چې په مسلم کې یې یوازې د الجساسة حدیث رانقل شوی دی. خو امام الطبرانی په المعجم الکبير دويم ټوک کې ټول هغه احاديث روایت کړي دي چې سند يې تميم الداري ته رسيږي او ټولټال ۲۹ روایته کيږي.

په سنن ابن ماجه کې د ابوسعید خدري رضی الله عنه له قوله راغلي دي چې لومړني کس چې په مساجدو کې يې څراغونهولګول حضرت تمیم الداري و. او همداراز له ابي هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی لومړنی کس چې په مسجدونو کې يې څراغونه رواج کړل تميم الداري وواو دا چراغونه يې له شام څخه راوړل.سراج ابو مجاهد چې د تميم الداري له نوکرانو څخه وو، وايي د لومړي ځل لپاره یې په مسجد کې د تيلو څراغ روښانه کړ چې له هغې وړاندې به د کجورو لښتې د څراغ پر ځای سوزول کيدلې. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسجد کې چا څراغ روښانه کړی دی؟ تميم الداري رضی الله عنه وويل: زما دغه نوکر دا کار کړی دی. وې فرمايل: نوم يې څه دی؟ وې ويل: فتح.

نبي صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د ده نوم سراج [څراغ] دی، نو دی وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زما نوم سراج کيښود.

همداراز صحیح روایتونه شته چې بيانوي د شپې له خوا به يې تر سهاره قیام کاوه او يو ځل يې د الجاثية سورة ۲۱م آیت چې فرمايي:{اًمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أّن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ}، بيا بيا تکراروه او له ځانه سره يې ژړل.

تمیم الداري د سلمان او ابن سلام تر څنګ د اهل الکتابو له هغو ګوتو په شمير علماؤ څخه وو چې قتادةيې د {ومن عنده علم الكتاب} [الرعد: 45] مصداق بولي او ابن کثیر د هغه په قول د تعليق په توګه ويلي دي چې په دې آیت کې د اهل الکتابو هغه علما شامل دي چې په خپلو کتابونو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نښې ويني