تمنا بېګم

پاکستانی اداکاره

تمنا د پاکستان يوه مشهوره اداکاره او سندرغاړې ده، نوموړې خپل کيرير په ۱۹۶۰ کال کې د راډیو پاکستان سره د غږیزې اداکارې په توګه پیل کړ، چې وروسته یې په تیاتر کې هم د اداکارۍ مهارتونه وښودل. په اویایمه لسیزه کې هغه د پاکستان فلمي صنعت ته داخله شوه او تر اتیایمې لسیزې پورې یې په ډېرو مشهورو او یادګاري فلمونو کې کار وکړ، رولونه یې تر ډېره منفي وو، خو د ده ډیالوګونه او طرزونه د خلکو په یاد ول. د هغه مشهور فلمونه زم، نادان او بهروسا شامل دي. په پاکستان کې د فلمي صنعت له زوال وروسته هغې ټلویزیوني ډرامو ته مخه کړه او تر اخره پورې ورسره تړلې پاتې شوه. نوموړې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې په لاهور کې د پښتورګو د ناروغۍ له امله مړه شوه.

تمنا بېګم
د شخص مالومات
زیږونځای پاکستان
مړینه 20 فبرورۍ 2012 (عمر 64)
کراچۍ، پاکستان
تابعیت پاکستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک اداکارہ
د فعالیت وخت 1960–2012
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

سرچينې

سمول