تمدن (معاصر وخت)

تمدن یا عصريتوب په بشري او ټولنیزو علومو کې یوه موضوع ده چې دغه دواړه یوه تاریخي ( عصري دوره) دوره ګڼل کېږي، چې د هغه ځانګړو ټولنیزو او کلتوري نورمونو، چلندونو او کړنو مجموعه ده، چې د رینسانس او د «دلیل عمر» د 17 مې پیړۍ فکر او د 18 مې پیړۍ د «روښانتیا» په پایله کې رامنځته شوې ده. ځینې تبصیره کونکي په دې اند دي، چې د تمدن یا عصریتوب دوره په 1930 کال یا په 1945 کال کې د دویم نړیوال جنګ سره ، یا په 1980 یمه لسیزه او یا هم په 1990 یمه لسیزه کې پای ته رسېدلې ده او له هغه وروسته وخت ته وروستی تمدن یا postmodernity ویل کېږي. دمعاصر تاریخ اصطلاح د 1945 کال څخه وروسته زماني دورې ته هم د اشارې لپاره کارول کیږي، پرته له دې چې هغه د عصري تمدن یا وروستی تمدن دور ته ځانګړی کړي. په دې ډول «مډرن» د اوسني دورې د مانا برعکس کېدلی شي په تیر وخت کې د یوې ځانګړې دورې د نوم په توګه وکارول شي.

ځانګړو څانګو ته په کتلو سره تمدن کېدلی شي د مختلفو وختونو دورو یا ځانګړتیاوو ته راجع شي. په تاریخ لیکنه کې 17 مه او 18 مه پیړۍ معمولا د تمدن لومړۍ ورځي یا ابتدايي تمدن بلل کېږي، په داسې حال کې چې 19 مه پیړۍ ټوله د «عصري تاریخ» سره مطابقت لري. که څه هم چې په دې کې د اړوندو تاریخي پروسو او کلتوري پیښو پراخه لړۍ چې له فېشن څخه نیولې بیا تر عصري جګړې پورې شامله ده. همدارنګه کېدلی شي چې د هغه شرایطو موضوعي یا موجودي تجربې ته هم اشاره وکړي چې دوی یې رامنځته کوي او پر بشري کلتور، بنسټونو او سیاست باندې دوامداره روانې اغیزې لري.[۱]

د یوې تحلیلي او معیاري مفکورې په توګه، تمدن یاعصريیت د فلسفې او د جمالیاتو د ماډرنېزم له اخلاقو سره نږدې تړاو لري. سیاسي او فکري جریانونه روښانتیا او وروستي پرمختګونه لکه، موجودیت (اگزیسنټینسیالېزم)، عصري هنر، د ټولنیزو علومو رسمي تاسیس او د معاصریت ضد تحولاتو لکه مارکسیزم سره بېلوي. همدارنګه دا هغه ټولنیزې اړیکې چې د پانګوالۍ د ودې سره تړاو لري او د سېکولر کولو، ازادولو(لېبرلایزېشن) او عصري کولو او وروسته له صنعتي ژوند سره د تړلو سره تړاو لري په خپله لمنه کې رانغواړي.[۱]

د نولسمې او شلمې پیړۍ په وروستیو کې عصري هنر، سیاست، ساینس او ​​کلتور نه یوازې په لویدیځه اروپا او شمالي امریکا کې، بلکې د نړۍ په ټولو متمدنو سیمو کې، حتی د هغه حرکتونو په شمول چې فکر یې د لویدیځ او نړیوال کولو سره په ټکر کې و حاکمیت درلود. تمدن یا عصري دوره د انفراديت، سرمایه دارۍ، ښاري کېدلو او د تخنیکي او سیاسي پرمختګ د امکاناتو له باور سره نږدې تړاو درلود. د دې دورې جنګونه او نورې محسوسې ستونزې، چې د ډیریو لامل یې د چټک بدلون اغیزې او د دودیزې مذهبي او اخلاقي نورمونو د پیاوړتیا له منځته تلل و، ددې سبب شوې چې د عصري پرمختګ په وړاندې د ډیرو خلکو غبرګونونه را پاروي. د دوامداره پرمختګ په اړه خوشبیني او پر هغه باندې باور په دې وروستیو کې د وروستي تمدن (پوسټ ماډرنیزم) لخوا تر نیوکې لاندې راغلی دی، په داسې حال کې چې پر نورو براعظمونو باندې د لویدیځې اروپا او انګلیس-امریکا پر حاکمیت باندې د postcolonial theory یا وروسته استعماري نظریې نیوکه کړې ده.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د هنر د تاریخ په سیاق یا شرایطو کې تمدن «مډرنیت» یو ډیر محدود مفهوم لري او«عصري هنر» د C دوره 1860–1970 پوښي. په دې مفهوم سره ددې اصطلاح کارول چارلس بوډیلیر ته منسوب شوي دي. ده په 1864 کې د «د عصري ژوند انځورګر» تر عنوان لاندې په خپله یوه مقاله کې په «یو لوی ښار کې د ژوند لنډمهاله او ژر تېرېدونکې تجربه» ډیزاین کړه او یو مسؤلیت درک کونکی هنر باید دا تجربه ترلاسه کړي.[۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Berman 2010، 15–36.
  2. Marx, Durkheim, Weber: Formations of Modern Social Thought by Kenneth L. Morrison. p. 294.
  3. William Schweiker, The Blackwell Companion to Religious Ethics. 2005. p. 454. (cf., "In modernity, however, much of economic activity and theory seemed to be entirely cut off from religious and ethical norms, at least in traditional terms. Many see modern economic developments as entirely secular.")
  4. Almond، Chodorow او Pearce 1982.
  5. Ihde 2009، ص. 51.
  6. Goody 2013.
  7. Hroch او Hollan 1998.
  8. Kompridis 2006، 32–59.