تلپاتې يا پرله پسې حرکت


تلپاتې حرکت د جسمونو هغه حرکت دی، چې په يو نااريان يا بې پروا سيستم کې د تل لپاره دوام لري. د تلپاتې حرکت ماشين يو فرضي ماشين دی، چې د باندينۍ انرژي سرچينې څخه پرته په بې اندازې ډول کار کولی شي. دا ډول ماشين ځکه ناشونی دی، چې د ترموډيناميک له لومړي يا دويم او يا هم دواړو قوانينو څخه به سرغړونه وکړي. [۱][۲][۳][۴]

د ترموډيناميک دا قوانين د سيستم د اندازې په پام کې نيولو نه پرته پلي کېږي. د بېلګې په ډول: د اسماني جسمونو، لکه: سيارو حرکتونه او څرخېدنه کېدای شي، تلپاتې ښکاره شي، مګر په حقيقت کې د زياتو پړاوونو تابع دي چې په بطي ډول خپله حرکي انرژي له منځه وړي يا تيت او پرک کوي. لکه: لمريز باد، د ستورو تر منځ منځنی مقاومت، د راښکون يا جاذبې وړانګه او حرارتي وړانګه، نو له همدې امله به دوی د تل لپاره حرکت ته دوام ور نه کړي. [۵][۶]

په دې ډول هغه ماشينونه چې له محدودو سرچينو څخه انرژي تر لاسه کوي، په نامحدود ډول به ځکه عمل ونه کړي چې دوی په سرچينه کې د زېرمه شوې انرژۍ پر مټ کار کوي؛ يادې سرچينې به بالاخره تشې او خالي شي. يوه عامه بېلګه يې هغه الې دي، چې د سمندري جريانونو څخه انرژي پوره کوي، چې انرژي يې په پای کې له لمر څخه تر لاسه کېږي، چې دا به په خپله په پای کې سوځېدلې او خلاصه شوې وي. هغه ماشينونه چې د ډېرو ناڅرګندو سرچينو څخه انرژي خپله انرژي پوره کو،ي هم وړانديز شوي دي، مګر د ورته نه منونکو قوانينو تابع دي او په پای کې به له منځه ولاړې شي.

په ۲۰۱۶ ز کې د وخت بلور په نوم د مادي نوي حالتونه وموندل (کشف) شول، چې ترکيبي اتومونه يې پر يوه مايکروسکوپيک پيمانه کې په تلپاتې تکرارېدونکي حرکت کې وو چې په دې ډول د تلپاتې حرکت لفظي يا دقيقه پېژندنه وړاندې کوي. که څه هم دوی په دودیزه معنا کې د تلپاتې حرکت ماشينونه نه ترکيبوي يا له ترموديناميک قوانينو څخه ځکه سرغړونه نه کوي، چې دوی د خپلې اندازې ځمکني حالت کې دي، نو ورڅخه هيڅ انرژي نه شي ترلاسه کېدلی او له انرژي پرته حرکت کوي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

تاريخچه

سمول

د تلپاتې حرکت ماشينونو تاريخچه، منځنيو دورو ته ورګرځي. د زر کلونو لپاره روښانه نه وه، چې ايا د تلپاتې حرکت الې شونې وې او که نه، مګر د ترموډيناميک د معاصرو نظريو پرمختګ ښودلي دي، چې دا ناشوني دي. د دې تر څنګ د دې ډول ماشينونو د جوړولو په موخه زياتې هڅې شوې دي، چې په معاصرو وختونو کې دوام لري. معاصر طرحه جوړوونکي او ملاتړ کوونکي ډېری وختونه د خپلو نوښتونو د روښانه کولو په موخه نورې اصطلاحګانې، لکه: «له يووالي نه زيات» کاروي.

په دې اړه يوه

سمول

ای د تلپاتې حرکت غوښتونکو! څومره بې ځايه فکرونه مو څارلي (تعقيب) کړي دي؟ لاړ شئ او له کيمياپوهانو سره خپل ځای ونيسئ. - ليوناردو دا فنشي 1494[۱۲][۱۳]

په دې اړه يوه علمي اجماع شته، چې تلپاتې حرکت په يو ګوښه (بېل) شوي سيستم کې د ترموډيناميک له لومړي يا دويم قانون او يا هم له دواړو څخه سرغړونه کوي. دويم قانون يې په څو بېلابېلو لارو سره بيانېدلی شي، چې تر ټولو شعوري هغه يې دا ده چې تودوخه له تودو ځايونو څخه سړو ځايونو ته په بې اختياره يا ناڅاپي ډول بهېږي اوجريان پیداکوي. د قانون دې ټکي ته پام کول، په دې ځای کې اړين دي، چې په هر مايکروسکوپيک پړاو کې اصطکاک يا ورته نږدې کوم څه شته. بل نظر دا دی چې د تودوخې هيڅ ماشين (انجن) د کارنو (Carnot) د تودوخې ماشين په پرتله زيات ګټور نه شي اوسېدلی. د کارنو د تودوخې ماشين ،د ورته دوه تودوخې درجو تر منځ فعاليت کوي.

په بل ډول:

  1. په هر ګوښه (بېل) شوي سيستم کې يو څوک نوې انرژي (د انرژي د ساتنې قانون) نه شي جوړولی. په پايله کې: د حرارت ګټورتوب يعنې د توليد شوي کار ځواک، چې د دنننۍ تودوخې برېښنا په واسطه وېشل شوی دی، له يو څخه ډېر نه شي کېدلی.
  2. د تودوخې ماشينونو د وتني کار برېښنا ځواک، تل د داخلي تودېدونکې برېښنا په پرتله کوچنۍ ده. د تودوخې پاتې انرژي عرضه ځکه ضايع کېږي، چې د محيط تودوخه راچاپېره کېږي.؟ د تودوخې ګټورتوب د همدې له امله يو لوړ ټکی (اعظمي اندازه) لري، چې د کارنو ګټورتوب له خوا ورکړل شوی دی او تل له يو څخه لږ دی.
  3. د ريښتيني تودوخې ماشينونو ګټورتوب، لکه: د اصطکاک په ګډون د پړاوونو له چټکتيا څخه د راپورته کېدونکې بېرته نه راګرځېدلو له امله ان د کارنو له ګټورتوب څخه ښکته دی.

دويمه او درېيمه وينا د تودوخې په ماشينونو باندې پلې کيږي. د ماشينونو (انجنونو) نور ډولونه (چې ميخانيکي انرژي په الکترومقناطيسي انرژي بدلوي)، په ۱۰۰ سلنه ګټور سره ځکه فعاليت نه شي کولی، چې د داسې هر سيستم جوړول ناشوني دي چې د انرژي له بې ځايه کېدلو [ضايع کېدلو] څخه پاک وي.

هغه ماشينونه چې له نادوديزو سرچينو څخه انرژي ته د لاسرسي له مخې د ترموډيناميک دواړو قوانينو سره سمون کوي، ځيني وختونه ورته د تلپاتې حرکت ماشينونه ويل کېږي، که څه هم، دوی د ياد نوم لپاره معياري ارونه نه پوره کوي. د بېلګې په ډول: ساعتونه او د ټيټې برېښنا نورماشينونه، لکه: (Cox's timepiece) [د کاکس ساعت] د ورځې او شپې تر منځ د اتموسفير د فشار معلومولو د الې يا حرارت درجه کې د توپيرونو پر مټ د فعاليت کولو (چلولو) په موخه جوړ شوي دي. ذکر شوي ماشينونه، د انرژي يوه سرچينه لري، که څه هم په اسانۍ سره روښانه نه دی؛ نو دوی داسې ښکاري چې د ترموډيناميک له قوانينو څخه سرغړونه کوي.

ان هغه ماشينونه چې له اوږد مهاله سرچينو (لکه سمندي بهيرونو) څخه انرژي تر لاسه کوي، هغه وخت به له کاره ولوېږي چې د دوی انرژي سرچينې تشې شي. دوی ځکه د تلپاتې حرکت ماشینونه نه دي، چې له يوې باندينۍ سرچينې څخه انرژي مصرفوي او ګوښه شوي سيستمونه نه دي.

ډلبندي

سمول

د تلپاتې حرکت ماشينونو يوه ډلبندي د ترموډيناميک ځانګړي قانون ته ورګرځي، چې ماشينونه يې سرغړونه کوي.[۱۴]

  • د لومړي ډول تلپاتې حرکت يو ماشين، د انرژي له وتنۍ پرته کار او فعاليت کوي. دا پر همدې بنسټ، د ترموډيناميک له لومړي قانون (د انرژي ساتنې قانون) څخه سرغړونه کوي.
  • د دويم ډول تلپاتې حرکت ماشين هغه دی، چې په بې اختياره (ناڅاپي) ډول حرارتي انرژي په ميخانیکي انرژي باندې بدلوي. کله چې حرارتي انرژي د تر سره کړي کار سره برابره وي، په دې حالت کې د انرژي ساتنې له قانون څخه سرغړونه نه کوي. که څه هم د ترموډيناميک له خورا دقيق يا ځيرک دويم قانون څخه حتمي سرغړونه کوي. د دويم ډول تلپاتې حرکت د يوه ماشين نښه [کړنلاره] دا ده، چې د تودوخې يوازې يوه زېرمه په کې شامله ده چې سړوونې زېرمې ته د تودوخې له لېږد څخه پرته په خپل سري (ناڅاپي) ډول سړېږي. له بدو (جانبي) اغېزو پرته پر ګټور کار باندې د تودوخې دا بدلېدنه ،د ترموډيناميک د دويم قانون له مخې ناشونې ده.
  • د درېيم ډول تلپاتې حرکت ماشين په عادي (نه په همېشني) ډول، د هغه ماشين په توګه راپېژندل شوی دی، چې د خپلې کتلې د جبري قوې له امله (په دې حالت کې درېيم حالت يوازې د پورتنۍ ډلبندۍ په نمونه کې حالت او مقام ته ورګرځي، نه د ترموډيناميک درېيم قانون ته) د تلپاتې حرکت ساتلو په موخه په بشپړ ډول اصطکاک او نورې اسرافي؟ قوې له منځه وړي. د دې ډول ماشين جوړول ځکه ناشوني دي، چې په يو ميخانيکي سيستم کې اسراف او تیت او پرک والی(پراګندګي) هېڅکله په بشپړ ډول له منځه نه شي تللی، پروا نه کوي چې سيستم دې موخې ته څومره نږدې کېږي. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې

سمول
  1. Derry, Gregory N. (2002-03-04). What Science Is and How It Works. Princeton University Press. p. 167. ISBN 978-1400823116.
  2. Roy, Bimalendu Narayan (2002). Fundamentals of Classical and Statistical Thermodynamics. John Wiley & Sons. p. 58. Bibcode:2002fcst.book.....N. ISBN 978-0470843130.
  3. "Definition of perpetual motion". Oxforddictionaries.com. 2012-11-22. بياځلي په 2012-11-27.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  4. Sébastien Point, Free energy: when the web is freewheeling, Skeptikal Inquirer, January February 2018
  5. Taylor, J. H.; Weisberg, J. M. (1989). "Further experimental tests of relativistic gravity using the binary pulsar PSR 1913 + 16". Astrophysical Journal. 345: 434–450. Bibcode:1989ApJ...345..434T. doi:10.1086/167917.
  6. Weisberg, J. M.; Nice, D. J.; Taylor, J. H. (2010). "Timing Measurements of the Relativistic Binary Pulsar PSR B1913+16". Astrophysical Journal. 722 (2): 1030–1034. arXiv:1011.0718. Bibcode:2010ApJ...722.1030W. doi:10.1088/0004-637X/722/2/1030. S2CID 118573183.
  7. "Physicists Create World's First Time Crystal".
  8. Grossman, Lisa (18 January 2012). "Death-defying time crystal could outlast the universe". New Scientist. خوندي شوی له the original on 2017-02-02.
  9. Cowen, Ron (27 February 2012). ""Time Crystals" Could Be a Legitimate Form of Perpetual Motion". Scientific American. خوندي شوی له the original on 2017-02-02.
  10. Powell, Devin (2013). "Can matter cycle through shapes eternally?". Nature. doi:10.1038/nature.2013.13657. ISSN 1476-4687. S2CID 181223762. خوندي شوی له the original on 2017-02-03.
  11. Gibney, Elizabeth (2017). "The quest to crystallize time". Nature. 543 (7644): 164–166. Bibcode:2017Natur.543..164G. doi:10.1038/543164a. ISSN 0028-0836. PMID 28277535. S2CID 4460265.
  12. Simanek, Donald E. (2012). "Perpetual Futility: A short history of the search for perpetual motion". The Museum of Unworkable Devices. Donald Simanek's website, Lock Haven University. بياځلي په 3 October 2013.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  13. quote originally from Leonardo's notebooks, South Kensington Museum MS ii p. 92 McCurdy, Edward (1906). Leonardo da Vinci's note-books. US: Charles Scribner's Sons. p. 64.
  14. Rao, Y. V. C. (2004). An Introduction to Thermodynamics. Hyderabad, India: Universities Press (India) Private Ltd. ISBN 978-81-7371-461-0. بياځلي په 1 August 2010.
  15. Wong, Kau-Fui Vincent (2000). Thermodynamics for Engineers. CRC Press. p. 154. ISBN 978-0-84-930232-9.
  16. Akshoy, Ranjan Paul; Sanchayan, Mukherjee; Pijush, Roy (2005). Mechanical Sciences: Engineering Thermodynamics and Fluid Mechanics. Prentice-Hall India. p. 51. ISBN 978-8-12-032727-6.
  17. An alternative definition is given, for example, by Schadewald, who defines a "perpetual motion machine of the third kind" as a machine that violates the third law of thermodynamics. See Schadewald, Robert J. (2008), Worlds of Their Own - A Brief History of Misguided Ideas: Creationism, Flat-Earthism, Energy Scams, and the Velikovsky Affair, Xlibris, ISBN 978-1-4363-0435-1. pp55–56کينډۍ:Self-published source