تعلیم القرآن راډیو(تعلیم القران راډیو)

تعلیم القرآن اسلامي راډیو په کندهار، هرات او هلمند(ګریشک) کي یوه اسلامي راډیو ته چي د اسلام د مقدس دین ذریني پلوشي تر مسلمانانو پوري رسوي.

د تعلیم القرآن راډیو پیژندنه سمول

تعلیم القرآن راډیو د قران بنسټ د نشر او اشاعت څانګه ده ،چي  په  ۱۳۹۴  هـ.ش کال کي  د مفتي عبدالهادي حماد په هڅو او زیار د خپلو هیوادوالو لپاره تاسیس سوه.

تعلیم القرآن راډیو د کندهار ښار تر څنګ د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ولس د غوښتنې او دینې تندې د خړوبولو په موخه خپلې څانګې فعاله کړي او ان شاء الله د هیواد ټولو ولایتونو ته به خپل خدمات و رسوي.

د قرآن بنسټ یاده څانګه هم  د سیمي د سلګونو بانفوذو او ولسي علماء کرامو او پوهانو پرمخ بیول کیږي او په مالي برخه کي د ولس په صدقاتو او مشروع تجارتي اعلاناتو تمویلیږي.

د تعلیم القرآن راډیو څانګې او خدمات: سمول

۱: تعلیم القران راډیو قندهار، چي په ښار او ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۹ . ۹۲).

۲: تعلیم القران راډیو هرات، چي د هرات په ښار او شاوخوا ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۶. ۹۲).

۳: تعلیم القران راډیو هلمند، چي دګریشک ولسوالۍ په ښار او شاخوا ولسوالیو کي شپاړس ساعته پر ایف ایم باندي، دیني ، اجتماعي ، صحي، تاریخي او ادبي موضوعاتو اړونده نشرات کوي(۹ . ۹۲).

۴: د تعلیم القران راډیو زابل تاسیس (چي اوس د ځینو ستونزو له امله بنده ده).

۵: د تعلیم القران راډیو بولدک تاسیس (چي اوس د ځینو ستونزو له امله بنده ده).

۴:  تعلیم القران راډیو اپلیکیشن  په زیرک ټلیفون کي ددغه اپلیکشن په ډانلوډېډو سره څلرویشت ساعت په ټولنه نړۍ د تعلیم القران رآډیو اسلامي ، اجتماعي او ادبي موضوعاتو نشرات اورېدل کېدای سي.

۵: تعلیم القران ویب پاټه Archived 2020-05-20 at the Wayback Machine. ، چي پکښي تفسیر، آنلاین دارالافتاء، ږغیزې خپرونې، لمونځ زده کړه، سیرت سوالونو او جوابونو او داسي نور اړین موضوعات پکښې نشریږي.

۶: د تعليم القران فيسبوک پاڼه باندي ديني، اجتماعي، ټولنيزي اواسلامي معلومات په لیکلي او ویډیویي بڼه خپروي .

کوم خدمتونه چي مو ذکر کړل دا خدمتونه د قرآن بنسټ  د کندهار  متدین ، مېړني او په دین مین مسلمان ولس او د ځینو مخلصو تجارانو د هڅو او خدمت نتیجه ده، له دوی څخه هیله کېږي چي لا هم خپلي هڅي په دیني خدماتو کي جاري وساتي او په ژوند کي يې د برکت غوښتونکي یو.