تعدد یا نوی تیوری ( سیاسی تیوری)

تعدد یا نوی تیوری انګلیسي: Pluralist Theory دا تیوري د اسټن مطلقه واکمني تر برید لاندې نیسي چې د جرمني ټولنپوه اوټو گیرکې او انگلیسي تاریخ پوه میټلانډ له لوري رامنځ ته شوې. ددې تیوري پر بنسټ، واکمني د ویش وړ او محدوده ده او داسې ادعا کیږي چې د دولت ترڅنگ نور سازمانونه هم شته چې انسانان د مختلفو موخو د ترلاسه کولو لپاره په کې تظمیږي لکه مذهبي، ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او مسلکي ډلې او گروپونه نوځکه باید دا سازمانونه د دولت ترڅنگ هم واک ولري. ددې تیورۍ مخکښان نه غواړي چې انارشي رامنځ ته کړي مگر په دې اند دي چې د ځینو روښانه پرنسیپونو پر بنسټ باید واکمني وویشل شي او دولت باید د یو داور په صفت هغه شخړې حل کړي چې د نورو سازمانونو ترمنځ رامنځ ته کیږي او دولت باید له نورو سازمانونو سره سیالي وکړي او ځان باید ثابت کړي چې لوړترینه سازمان دی. دوۍ دولت ته د لوړ حاکمیت لرونکي سازمان په سترگه نه گوري بلگي ادعاکوي چې دولت خدمتگار او باید خپل خدمات وړاندې کړي او د دولت مقام داسې نه گڼي چې باید درنښت یې وشي بلکې د خدمتگار په سترگه ورته گوري. هسیاو دا ځینې ځانگړنې د تعدد تیورۍ ته ورکړي. یعنې فردي ازادۍ ته باید درناوی وشي، ددې تیورۍ تاکید پر ټولنیزو سازمانونو وي، د ټولو گډون بایدی یقیني شي نه یواځې داچې حکومت او قانون به خبرې کوي بلکې ټول افراد او سازمانونه به په پروسو کې ورگډ وي.دا تیوري وايي چې د دولت مطلقه واکمني د منلو وړ نه ده په دې معنا که چیرې ټول ځواک په دولت پورې وتړل شي په دې معنا چې ټولنیز خوځښتونه، احزاب، مدني ټولنې او ملي سازمانونه بې معنا کیږي. ددې تیوري ځینې مخکښان دادي: فیگیس، پاول بودکاور، لیون ډوگویټ، هوگو کراب، لنډسې، ایرنیسټ بارکراو هارولډ لاسي.