تصوف اړوند

‏"د تصوف په اړه یوه جالبه مکالمه"

غورچاڼ کونکی: سید عبدالرزاق

د هندوستان مشهوره ملا او د حنفیت لوی مناظر شیخ منظور نعماني په خپل کتاب "تحدیث نعمت" کي لیکي:

زه د هندوستان د طریقت لوی او کثیر الجهت پیر او مرشد حضرت عبدالقادر رائپوري رحمه الله ته ورغلم، د هغه کارونه او د خپلو مریدانو سره د هغه تعلق مي له نژدې وڅاره، زما ژوند خو ټول دداسي استاذانو سره تېر سوی و چا چي یا خو دارالعلوم دیوبند کي سبقونه ویلي وه او یا یې د دیوبند د استاذانو سره ډېر قریب تعلق درلود، او آخري دوه کاله ما د تفسیر او حدیثو درسونه خپله دیوبند کي ویلي وه، ځکه مي د تصوف په اړه نظر داسي جوړ سوی و چي بې له شکه تصوف د دین یوه مهمه او ځانګړې شعبه ده خو د خانقاوو رائج الوقت طریقې زما نه خوښېدلې، په همدې نظر وم چي د رائپور خانقاه ته ورسېدم، د ماښام د لمانځه تر اداء کولو وروسته حضرت رائپوري رحمه الله زه د خپل ځان سره یو ځای کښېنولم، په دغه اثناء د حضرت رائپوري رحمه الله ځیني مریدانو د "نفی او اثبات" او ځینو نورو د "اسم ذات" ذکر کاوه او په یوه ځانګړې طریقه یې پر سینه ضربونه لګول، ددې حالت په لیدو زه په خپل ذات کي تنګېدم او زړه مي د انقباض حالت محسوساوه، ځکه مي جرات وکړ او حضرت رائپوري رحمه الله ته مي وویل:

"حضرت صیب! ما خو چي ټول عمر ددین په اړه څه لوستلي او کتابونه مي کتلي ما خو داسي فهم ترې اخیستی چي اصل دین هماغه دی کوم چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم راوړی او وروسته د هغه د مبارکو اصحابانو په واسطه تر موږ رارسېدلی، خو دغه مخامخ چي ستا کوم مریدان څنګه ذکر په جهری طریقه کوي زما د معلوماتو مطابق نه خو د الله رسول خپلو اصحابانو ته ددې تعلیم ورکړی دی او نه صحابه کرامو امت ته داسي دین رانقل کړی دی، دې طریقې ته زما سودا ده چي دا دکوم ځایه ثابته ده؟ هیله ده تاسي زما د زړه سودا را وکاږئ!

په جواب کي حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل:

"دغه خواران (ذکر کونکي مریدان) د بل کار نه دي، دوی ددین بل کار لکه تصنیف وتالیف، درس وتدریس او سیاست وتبلیغ نسي کولای؛ ځکه موږ دوی ته د الله تعالی د ذکر دغه طریقه ورښیو، او تاسي (منظور نعماني) خو ددین نور کارونه کوئ او ماشاءالله برحاله ددین په اړه تصنیف او تدریس مو مشغله ده، نو تاسي په دې کار کي سودا مه بندوئ!"

شیخ منظور نعماني رحمه الله فرمایي چي دغه خبره زما د پوښتني جواب بیخي نه وه خو حضرت رائپوري رحمه الله بیا هم پر دغه خبره بسنه وکړه او د بحث موضوع یې د هندوستان سیاسي حالاتو ته واړول، دوهمه ورځ بیا د ماښام تر لمانځه وروسته د حضرت رائپوري رحمه الله مریدانو هماغه ذکر په هماغه طریقه شروع کړ نو زما بیا تاب ونه سو او بیا مي هماغه پرونۍ پوښتنه تکرار کړ، په جواب کي یو ځل بیا هماغه جواب راته تکرار سو او د موضوع څخه د وتلو لپاره حضرت رائپوري رحمه الله د هندوستان پر سیاسي کړکیچ بحث شروع کړ، شیخ منظور نعماني لیکي چي کله زما د خوب وخت راغلی نو ما خپله د خپل ځان سره مباحثه او مناقشه شروع کړه، سائل هم خپله وم او جواب مي هم خپله جوړاوه، زما زړه راته ویل چي ستا پوښتنه او فهم بې معنی دی، دا زه چي په زړه کي دغه د ذکر مخصوصه طریقه بدعت ګڼم په حقیقت کي دا بدعت نه دی زه غلط تصور ته تللی یم، او دلیل ددې خبري دا دی چي مجدد الف ثاني، شاه ولی الله دهلوي، سید احمد شهید او شاه اسماعیل شهید ټول ددې مخصوصي لاري لارویان وه او ددې طریقې د تعلیماتو څخه یې کتابونه ډک دي، ددوی د ژوند تر ټولو لویه کارنامه همدا ده چي دوی خاص پر همدغه طریقه د خلکو اصلاح کړېده، نو که دا طریقه بدعت وي بیا خو باید اول پر دوی د بدعت طرف ته د دعوت ورکونکو ټاپه ووهل سي معاذالله! خو ددوی دیني خدمتونه، ددوی تفقه في الدین، ددوی اصلاحي انقلاب او ددوی تجدیدي کارنامو زه دې ته آماده کړم چي فکر مي خپل غلط دی او دوی په سمه وه، په دې خپل منځي مناقشه مي ذهني توازن لږ ځای ته راغلی ،البته دا فکر لا خپل پر ځای پاته و چي د یادي طریقې د اثبات لپاره باید دلیل وجود ومومي، او د حضرت رائپوري د غیر متعلقه جواب په هکله مي ذهن ته راغله چي شاید ده به زما پوښتنه ځکه صرف نظر کړې وي چي زما مقصد طلب د حق نه و، ما ته ددوی دا طریقه له ریشخنده ډکه ښکارېده او دا خبره پر حضرت رائپوري منکشفه وه چي حقیقت هم و.

د حضرت رائپوري رحمه الله یو معمول دا و چي د سهار د لمانځه تر ادایني وروسته یې دوه یا درې میله مزل کاوه نو زه هم ور پسې سوم او دغه د تګ په جریان کي مي ترې وپوښتل چي ما خو پر خپله پوښتنه خپله فکر وکړ او دې نتیجې ته ورسېدم چي زه په خپل فکر کي غلط یم، خو دا راته ښکاره نه سوه چي غلطي چیري واقع سوې ده؟

ده چي زما خبره واورېده نو مسکی سو او وې ویل:

مولوي صیب! تا ته به زړه کي همدغه شبه لاحقه وي چي یاده طریقه بدعت ده؟ ما ورته غبرګه کړه چي هو! شبه همدلته ده، ده راته کړه چي بدعت وایي څه ته؟ ما وویل د بدعت ګڼ شمېر تعریفونه دي خو خلص یې دا دی چي په دین کي داسي څه زیاتول چي په اړه یې شرعي دلیل وجود ونه لري.

په دې سره ده راته وویل چي ښا!

دا راته ووایه چي یو کار په دین مبین کي مقصود دی او په اړه یې د کولو امر سوی دی خو هغه د زمانې د بدلون په وجه په هغه طریقه نه سي ادا کېدلای په کومه طریقه چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابانو په زمانه کي ترسره کېده،نو که اوس د زمانې د مقتضیاتو او خاصو شرایطو له وجي د هغه د ترسره کېدلو لپاره یوه ځانګړې طریقه ایجاد سي آیا دا به بدعت وي؟ د مثال په توګه د دین زده کول او نورو ته ښودل اړین او د دین د هدایت مطابق ضروري دي خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي د دین د زده کړي لپاره یوازي صحبت کافي و، دتعلیم لپاره مستقل نظام وجود نه درلود، نه مدرسه وه، نه کتابونه او نه نور څه، خو وروسته زمانه داسي واوښته چي یوازي صحبت کافي ونه ګڼل سو نو د کتابونو او مدرسو ضرورت پېښ سو، په نتیجه کي یې کتابونه ولیکل سوه، د مدرسو قیام پیل سو او یوه لویه سلسله روانه سوه، آیا دغه سلسلې ته موږ تاسي اوس یوازي په دې وجه بدعت ویلای سو چي دا سلسله د الله د رسول صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو په وخت کي وجود نه درلود؟

ما (منظور نعماني) وویل چي نه! دې سلسلې ته موږ ځکه پر دین زیاتوب نه سو ویلای چي خپله یاده سلسله په دین کي مقصود نه ده، یوازي وسیله ده، که وسیله پخوانۍ سي او د اوس لپاره تاثیر ونه لري نو یو نوی ابتکار د جواز په چوکاټ کي بدعت نه بلل کیږي.

حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل :

"مولوي صیب! دا ستا زړه چي کوم شیان بدعت ګڼلي دا ټول د همدې وسیلې له قبیله دي، د مثال په توګه د خدای رضا او محبت حاصلول، او یو ګړی د هغه څخه توجه نه اړول ددین یو مهم مقصودي او مامور به کار دی ،قرآن وسنت ددې امر کړی او له دې پرته ایمان نامکمل دی خو ددې کار لپاره په خیرالقرون کي یوازي صحبت کافي و، او کله چي استعدادونه پاته راغله نو ددې مقصد د حصول لپاره د "ذکر او فکر دکثرت" ټکی رامنځ ته سو او تجربې ثابته کړه چي دا پر ځای رامنځ ته سوی ټکی دی او ګټور دی".

همداسي ځیني مصلحینو د نفس د ماتولو او په هغه کي د نرمۍ پیدا کولو لپاره ځانګړي مجاهدې رامنځ ته کړې، ځینو بیا د ذکر د تاثیر د زیاتولو او د الهي میني په زړه کي د ځای پر ځای کولو لپاره پر سینه باندي د ضرب حل لاره را وایسته، خو دا هر څه مقصود بالذات نه دي، یوازي علاج او تدبیر دی، که مقصد ددې لارو پرته حاصلیږي نو ددې د ترسره کولو هیڅ اړتیا نسته او که مقصد په دې سره حاصل سي نو هم یې نور ضرورت نسته او هیڅوک دې ته د مقصد په نظر نه ګوري، د تصوف مشایخ د زمانې د بدلون او مقتضیاتو پر اساس، د خلکو د استعدادونو په ملاحظه کولو سره مختلف اشخاصو ته په بېلابیلو زمانو کي رقم رقم طریقې ښیي، ځیني کسان داسي هم یي چي ددې ټولو طریقو پرته ورته الله تعالی هرڅه نصیب کړي یي نو هغوی ته یې اړتیا هم نه پیښیږي.

شیخ منظور نعماني رحمه الله لیکي چي د حضرت رائپوري رحمه الله په دې بیان سره ما ته راپیښي وسوسې لیري سوې او په زړه کي مي دا طلب پیدا سو چي زه هم باید په دې مقدسه سلسله کي شامل سم، نو مي ورغبرګه کړه چي حضرت صیب!

که د ذکر ددې خاصو طریقو مقصد دا یي چي د الله تعالی محبت او خشیت په زړه کي برقرار سي نو زه هم ددې کار محتاجه یم، البته زه دې کار ته مستقل وخت نه سم ورکولای، ځکه چي زما نور ددین کارونه روان دي او هغه په دې سره تر اثر لاندي راځي.

حضرت رائپوري رحمه الله راته وویل:

"مولوي صیب! دا تصوف ته تاسي ولي په دې نظر ګورئ چي تصوف به موږ د دین د نورو خدمتونو څخه ګرزوي؟ تصوف خو د دین په کارونو کي لا نور قوت راولي، بس دا نو د الله تعالی مشیت دی چا ته چي الله تعالی ښه استعداد وربښلی یي هغه تصوف ته توجه نه کوي، که دوی تصوف ته لږ توجه هم وکړي دوی به وګوري چي ددوی دیني مشاغل څومره پیاوړي کیږي، څومره تقویه کیږي او څومره روحیه ورته حاصلیږي؟ مجدد الف ثاني، شاه ولی الله او سید احمد صیب رحمهم الله چي څومره ددین خدمتونه د هندوستان په کچه ترسره کړي هغه پر هیچا پټ نه دي، د هغوی د خدمتونو راز تاسي وپلټئ نو درته ښکاره به سي چي په دې کي د هغوی د اخلاص او د زړه د هغه ځانګړي قوت دخالت و کوم قوت چي دوی ته د تصوف د لاري حاصل سوی و.

بیا یې وویل:

خدای خبر تصوف ته خلک په کوم نظر ګوري، تصوف خو یوازي د عشق او اخلاص رامنځ ته کولو یوه ذریعه ده، د عشق په قوت او د اخلاص په برکت چي څنګه کار مخ ته ځي د اخلاص او عشق د محرومیت په صورت د هغه تصور هم نسي کېدای.

‏نوټ: دا مکالمه د شیخ منظور احمد نعماني د کتاب " تحدیث نعمت" څخه ما رااخیستې ده.

دوهم نوټ:

یاده مکالمه ما د خپل فهم مطابق را اخیستې ده، تحت اللفظ ژباړه مي نه ده کړې.[۱]

  1. نعمانی, شیخ منظور احمد (۱۹۰۰). تحدیث نعمت.