تصدیق شوي قوریه

تصديق شوي قوريه دهغه ټوټه ځای څخه عبارت ده چې په چټکه توګه د يوي واحدي اوځانګړې ساحې څخه د ډيرکاراولګښت په نتيجه کې ګڼ شمير نيالګې توليديږي اوزيات کارپه صورت کې پدي معني چه هروخت ترمراقبت اوساتني لاندي وي.قوريه هغه ساحه ده چيري چې بوزغلي نيالګي وني درخچې اونورنباتي توکې اصلي ځايونوته دانتقال ترمودي په کې کرل اوروزل کېږي .

Plants in a nursery

دتصديق شوي قوريي اقتصادي ارزښت سمول

دتصديق شوي قوريي بوزغلي لاندي ګټې لري : ۱. تصديق شوي قوريي په لوړه کچه مونږته توليدراکوي هم دکيفېت اوهم دکميت له نګاه نه مونږبايددهقانان ديته وهڅووترڅوتصديق شوي قوريه اوتصديق شوي نيالګي وپيژنو.۲ . تصديق شوي قوريوجوړولوسره زمونږدميوي حاصل( Quality) اوکواليټي زياتيږې ځکه دمشتري يا اخسيتونکې د خوښي وړميوه توليديږې .۳ . دتصديق شوي قوريي په جوړولوسره زمونږدميوي صادرات زياتيږي .۴ . په نتيجه کې قوريه دار ته ښي پيسي په لاس راځي بله مهمه خبره داچې قوريه داربايد دخلکوتقا ضا مطالعه کړي ترڅوخپل کارپه ښه صورت سره سرته ورسوي .۵ . قوريه دار اوس کولای شي چه زيات سرمايه ګزاري وکړي اوخپله پروسه پرمخ يوسي اوکولاي شي چه په مختلفوسکتورونو کې سرمايه ګزاري وکړي .۶ . قوريه دارکولای شي چه دسرمايه ګزاري څخه وروسته زيات عايدات لاسته راوړي .

دتصديق شوي قوريوجوړولو اهداف سمول

۱ . ددي ډول قوري په جوړولو اواحداثولو سره کولی شوتصديق شوي او روغ نيالګي لاس ته راوړوچې دغه تصديق شوي نيالګي به دلوړ حاصل دورکړي توانايي ولري .۲ . ددي ډول قوري نيالګي به له هره حيثه غوښتونکوته ځواب ورکوونکې وي .۳ . ددي ډول قوريو په جوړولو سره باغداري چې دزراعت يوه لويه برخه ده د کاميابي او موآفقيت په لور وړلی شو. تصديق شوي قوريي هدف داده چې په منظمه توګه سره د قوريي د منجمنټ ( اداري او تنطيم ) له مخي د نيالګيو د جنسيت کرلو ته ادامه ورکړل شي ترڅو ستونزي او مشکلات حل کړل شي .د قوريي خاوندان بايد پدي پوه وشي چې يوه برخه دنيالګيو به پکارنه راځي او لري کيږي خود بده مرغه چې زياتره پدي نه پوهيږې او هم ځيني يي نه غواړي چې دهغوۍ دسخت کار له امله ځيني نيالګي بي ځايه ولاړشي. او په دي عقيده لري چې نيالګي تراوسه هم يو چانس لري چې بيرته روغ شي. خو دانظريه ډيره غلطه ده . په تصديق شوي قوريه کې دي کمزوري جنسيت لرونکي نيالګي دي سم دلاسه د پيژندلوسره له منځه يوړل شي. سره له دي چې ځاي او منابع يې مصرف کړي او هم کيداي شي چې د ناروغيو منبع وګرځي . دکمزورو جنسيت لرونکو ونو لري کولو پروسي ته ( Culling) ګلچين کول وايېدتصديق شوي قوريي بل هدف داده چې دنيالګيو د ابتدايي ودي پر محال په ډير احتياط سره دلمر وړانګي ، او سوری کنتروړل. شي سوري درطوبت په ساتلو کې مرسته کوي ګډو شوو موادو سره د سره نه اچول کيږي. ځکه چې د ناروغيو دزياتيدو سره مرسته کوي لکه Dumping off ناروغۍ کوم نباتات چې په تصديق شوي قوريه کې روزل کيږي په تدريجي ډول د لمر د وړانګو سره عادت کيږي د ۱۰ لسو ورځو په موده کې لومړی ۲ ساعته بيا ۳ ساعته او بيا ۴ ساعتونولپاره پيښودل شي بله ورځ دي سورای په مکمل ډول لري کړل شي نوموړي عمليه دي په باراني او وريځ لرونکي ورځ سره شروع کړل شي ، اويا د پلاستک لري کول د سهار په محال يا د مازيګر په محال شروع کړل شي ، او که په سخته ګرمي کې سوری په يو ځل سره لري کړل شي او د نيالګيو د سوزيدو باعث ګرځي ،

دقوريي له پاره دخاوري کيندنه او کنده کول دخاوري دتخريب او خرابيدو لامل ګرځي. کله چې خاوره په دي منظور کارول کيږي نو دهغه پورتنۍ طبقه په ډيره چټکۍ سره دښيرازه پاتي کيدو څخه وزي او کمزوري کيفيت لرونکي طبقه يې پاتي کيږي.دهغه ځاي څخه چې خاوره اخستل کيږي غذايې مواد يې دمنځه ځي چې په لسيزو کې هم دهغي ګټورتوب نه ترلاسه کيږي. وني او فصلونه په هغه ځاي کې وده نه شي کولاي دکوم څخه چې خاوره ويستل شوي وي. دکوم ځاي خاوره چې دکاره لويدلي وي نو په دي وخت کې دقوريې مصارف دخاوري او دموادو دخريد او هم يې د انتقال په اړه مصارف زياتيږي.

دتصديق شوي قوريي او غيري تصديق شوي قوريي ترمنځ فرق سمول

 
An Orchid nursery
 
A tree nursery using gutters to decrease growing costs

۱ . په تصديق شوي قوريه کې د پيوند بوټي مرجع (Mother stock Nursery ) وي .او په غيري تصديق شوي قوريه کې د پيوند بوټي مرجع معلومه نه وي .۲ . تصديق شوي قوريه يوښه پلان ، کاري ګروپ او مکمله نقشه لري .خو په غيري تصديق شوي قوريه کي ذکرشوي مواد غيري منظم او نيمګړي وي .

۳ . تصديق شوي قوريه لوحي لري او په لوحه کې مکمل ريکارډ (Record ) د ورايټۍ اخيستل شوي وي . . او په غيري تصديق شوي قوريه کې ريکارډ نه په سترګو کيږي . ۴ . تصديق شوي قوريه کې کنډولونه (Condoles) او ورايټۍ يو د بل سره جداوي .اوپه غيري تصديق شوي قوريه کې دواړه سره مکس ( Mix) وي . .۵ . په تصديق شوي قوريه کې ريکارډنيګ بورډ ( Recording Board ) معلوم وي .خو په غيري تصديق شوي قوريه کې ريکارډينګ بورډ وجود نه لري .۶ . د تصديق شوو قوريو څخه معياري او با کيفيته نيالګي په لاس راځي چې مقاوم ، د امراضوڅخه پاک .خو په غيري تصديق شوي قوريه کې پدي ډول نيالګي په لاس نه راځي .۷ . په تصديق شوي قوريه کې ځانګړې پلانونه د علمې کسانو ترنظر لاندي په مخ وړل کيږي .خو په غيري تصديق شوي قوريه کې دا کار د فني کسانو په واسطه اجراع کيږي .۸ . په تصديق شوي قوريه کې زيات فکر په باکيفيت پاندي کيږي .خو په غيري تصديق شوي قوريه کې زيات فکر او کوشش اقتصادي اړخ ته کيږي .۹ . تصديق شوي قوريه د اعتبار ښه مرجع او مناسب مار کيټ لري .او غيري تصديق شوي قوريه تر تصديق شو قوري کم ارزښت لري . ==دتصديق شوي قوريي اهميت== :۱ . بوزغلي اونيالګي( بوټې) راجستر اوتصديق (Registration and certified ) وي .۲ . منبع بايد معلومه وي . .۳ . نيالګي بايد معياري (Standard ) حالت کې وي . .۴ . تفتيش ئې اسان وي . . ۵ . دامراضو اوآفاتو څخه بايد پاک وي . .۶ . داقليم مطابق تکثير کيږي . .دتصديق شوي قوريي ارزښت : :دا به تاسوته بهتره مالومه وي چې باغداران دکرنې مسلکي کسانوسره فني مشوري ترسره کړي ترڅوپه آينده کې هيڅ ډول اشتباه رامنځته نشي چې دښه اوصحتمند نيالګي څخه يوښه باغ لاسته راځي نو بايد دباغونو دکرلودپاره روغ اوصحتمند نيالګي انتخاب شې. ښه معياري نيالګي هغه دي چې دخپل مورني خصوصياتو لرونکی وي دباغونود کرلو دپاره بايد نيالګي دباوري قوريي څخه ترلسه شي دميوه لرونکي نباتاتودنيالګيو روزل ځاي په داسي ځمکه کې ټاکل کيږي چې په چټکه توګه له دي ځانګړي ساحي څخه ډير کار په نتيجه کې ګڼ شمير نيالګي تر لاسه کيږي .دا نيالګي دتخم ،قلمي،لايرنګ، او پيوند له لاري په بوزغلي کې تکثير کولاي شو. دبوزغلي دنيالګيو په روزنه کې نورعوامل لکه اقليم ، خاوره ،اوبه ،سري ،اودځاي انتخاب زيات اهميت لري .د باغباني کليمه ددوه لاتيني کليمو څخه اخستل شوي ده چې يوه يي (Hurts) دباغ په معنا اوبل ئي (Culture) دکرنې په معنی سره ده .لکه څرنګه چې وويل شو دکرنيزو موادولپاره د يو تصديق پاڼي سيستم ته دودي ورکولو اړتياده. دتصديق کولودپړاوپلې کول دتوليد دپروسي څخه پيل کيږي اودخرڅلا و ترنقطي دوام کوي چيرته چې وني يو ځانګړي پيژند ګلوي تصديق پاڼي سره پلورل کيږي په افغانستان کې داسيستم تراوسه په خپله خوښه ترسره کيږي يو سم سيستم بايد داسي وړاندي شي چې دنښه کولو په اسنادو کې دتصديق شووکرنيزو موادوځای او ليږدونه چې بيرته دملي ګټو سرچينې پوري رسيږي بايد ټول ياداشت شي . .خوپه آخيره کې دقوريې ارزښت په لاندي څوټکو سره توضيح شوي دي .۱ . څرنګه چې دنرسري ساحه کوچنۍ ده نو فلهذا په اسانۍ سره اداره کيږي لکه سره ورکونه ،اوبه ورکونه ، خيشاوه ، ديخوهني څخه محافظت او داسي نوري چاري .۲ . څرنګه چې نرسري په يوه کوچنۍ ساحه کې احداث کيږي نو دحشراتو اوناروغيو ساتنه هم په ښه شکل ترسره کيږي . .۳ . دباوري قوريې څخه لاسته راغلي بوټي وختي حاصلات ورکوي .۴ . دتخمونو کښت اوضرورت په اقتصادې توګه ترسره کيږي .۵ . دهر ډول نامناسبو شرايطو مراقيبت په ښه ډول ترسره کيږي .

دتصديق شوي قوريې لپاره درخواست سمول

۱ . قوريه داربايد دکال په اخيره کې دقوريه دارنو داتحادي سره يودرخواست پاڼه وليکي چې زماقوريه تصديق کړې.۲ . دنرسري کارپوه بايد دنرسري څخه ليدنه وکړي اولاندي نقاط بايدپه نظرکې ونسي.ـ دقوريې نقشه .-

دقوريې لوحي (Signboard).- بډينګ (Budding) دپيوند تاريخ.- دپيوند طريقي.- Record- colon-

د دوه قطارونوترمنځ فاصله .-   

دقوريه دار مهارت .- آفات او امراض.- off type.-

دسري استعمال دضرورت مطابق.قوريه  دار مخکې له دينه چې دتصديق فورمه  ترلاسه کړي نوپکار ده ورته چې پورته کارونه ځان باندي عملي کړي. . 



دتصديق شوي قوريه کې بايد(Recording book)موجودوي چې پدي ريکارډنک بوک کې باید دقوري لاندي ضروري توکې او نقاط خوندي وي: o دقوريي مصارف . o دقوريي نقشه . o دپيوند شوې بوټوتعداد . o غيرپيوند شوي بوټو تعداد . o دسري داستعمالولو مراحل . o دابيارې مراحل . o دحشراتو او امراضو کنترول .

دتصديق شوې قوريې اقسام سمول

تصديق شوې قوريې په دري ډوله دي ۱ . تصديق شوې قوريې ۲ .راجسترشوي قوريې ۳ .غيريي راجسترشوي قوريې .: ۱ . تصديق شوي قوريې له هغه قوريو څخه عبارت دي چې زخه ئي دمورني (Mother stock) څخه اخستل شوي وي او لاندي خصوصيات ولري . .- تصديق شوي قوريې دپيوند مرجع بايد) Mother stock nursery M.S.N) وي - تصديق شوي قوريه بايد نقشه ولري . .- لوحې ولري او بايد په لوحه کې مکمل ريکارډ (Record) دورايټي ولري .- دکنډولونو (Condoles) ورايټي (Variety) بايد يو دبل سره ګډ نشي .- دوه ورايټي دجداوالې په خاطريو دبل سره (Mix) اوګډ نشي او 70cm فاصله بايد په نظرکې ونيول شي . .- دتصديق شوي قوريې ريکارډنګ بورډ (Recording Board) بايد معلوم وي . دويم : راجستر شوي قوريې (Registered Nursery)  : .عبارت دهغه قوريې څخه دي چې نيالګي توليد وي خوغير معياري نيالګي دي چې دپيوند بوټي اونيله بوټي منبع ئي معلومه نه وي خود قوريه دارانو داتحادې سره راجستروي . دريم : غيري راجستر شوي قوريې (Un registered Nursery)  : . .عبارت دهغه قوريې څخه دي چې نيالګي توليد وي خوهم غيرمعياري چې پيوند بوټي اونيله بوټی منبع ئي معلومه نه وي خو د قوريه دارانو داتحادې سره راجستر نه وي .

دتصديق شوي قوريې لپاره دځای انتخاب سمول

o ۱ . دامکان تر حده بايد قوريه په مهمو توليدي ساحو کې جوړه شي .۲ . ساحه يې بايد د کافې خوږو اوبو لرونکي وي .۳ . په مرکزي ځاي کې دقوريي تاسيسول .۴ . دعمومي سرکونو سره نږدې اوترانسپورت اسانتياوي درلودل .۵ . دمحيطي او اقليمي شرايطو په نظرکې نيول .۶ . دهواپه زړه پوري جريان په نظر کې نيول .۷ . بزغلي بايد دتعمير سره په نږدې ساحه کې احداث نشي څومره چې امکان ولري دنرسري ځای په يو آزاه ساحه کې مو قيعت ولري تعميرونو اويا نورو داسي ځايونو کې چې دنرسري په کرونده باندې سيوری وي بايد انتخاب نشي ځکه چې دسيوري په موجوديت کي نوموړي کرل شوي تخمونه يا بزغلی ښه وده او انکشاف نشي کولي .۸ . دبزغلي په ساحه کي بايد هيڅکله اوبه ولاړي نشي .۹ . داسي ځای غوره کول چيرته چې وژونکي يخني او هوانه اوسي .۱۰ . هغه خاوري چې دسطحي لاندي برخې کلکې اوسره نغښتي وي بايد انتخاب نه شي.۱۱ . خاوري چې طبقي يې دکلسيم کاربونيت په وسيله پوښل شوي وي بايد غوره نه شي ځکه هغه دهوا جريان او داوبو جريان زيانمنوي چې په پايله کي دريښودکمزوري ودي او پرمختګ سبب ګرځي .۱۲ . قوريه بايد دتکثيرولو له پاره پخپله سرچينې ( مورني بوټي )ولري .۱۳ . مارکيټ ته بايد نژدي وي . ۱۴ . باغداري ساحې ته بايد نژدي وي . ۱۵ . بايد دصنعتي فابريکو سره نژدي جوړه نشي .

دتصديق شوي قوريې ډيزاين سمول

۱ . ودانۍ (Building Structures) يوه تصديق شوي قوريه بايد دفتر، دخرڅلاوکوټه ، بسته بندۍ دالان ، زيرمتون ، کار دالان ، بلاکونه او هم د اوسيدو ځاي يا خوني لرونکي وي .۲ . تر ټولو د دفتر شتوالی مهم برېښي ،ځکه د تجارت يا کاروبارټولي چارې له دفتر څخه تنظيمږې . .۳ . زېرمتون اودفتر بايد په يوه ودانۍ کې وي ، زېرمتون بايد دبسته بندۍ له پاره دتوکيو لکه ټوکريو ، لېبلونو ، موږيو ،رسېو ،سامانونو، سرو ، نباتي توکې اوداسي نوروله پاره په کاريوړل شي . .۴ . دبزغليو دکرلو څخه ۱- ۲ مياشتو مخکې دنقشي جوړول . . ۵ . ۱۰- ۱۵ فيصده پوري زيات تخمونه په پلان کې نيول . .۶ . يومترعرض لروني بسترونو جوړول . .۷ . شرقأ اوغربأ دبسترونو ډيزاين کول . .۸ . لوي اوکوچني سرکونو جوړول . .۹ . دلختيو او ويالو جوړول په منظم ډول سره. ۱۰ . پياده روونه جوړول چې ۴۰- ۶۰ سانتي متره پراخوالي ولري . . . .۱۱ . تکثيري ساختمانونه (Propagation Structures) يا دنباتاتودتکثيرعصري ساختمانونه لکه شنې خونې ،تودې خونې ،سړې خونې،جالۍ لرونکې خونې،مصنوعي باران چيمبر او داسي نوروڅخه ګټه واخيستل شي .۱۲ . دتخمونو دوچولو اوهموا رولو له پاره يو مخصوص ځاي پريښودل .۱۳ . د ۵۰ فيصده وړانګو ايسارونکی سيوری جوړول

دقوريې لپاره دځای غوره والی سمول

:                                                         :                                                                                                  :  ۱. دحاصل خيزه اوښه ذهکشي شوي خاوري غوره کول .                                                     .۲ . کافي رطوبت درلودونکي خاوري انتخاب شي.

۳ . پتري نه درلودونکي خاوري ياځای انتخاب . .۴ . د Sand، Clay او Silt خاوري نه انتخابول . .۵ . هرزه ګياه څخه پاکه خاوره انتخابول . .۶ . حشرات اومکروبونو څخه پاکه خاوره انتخابول . .۷ . پوره غذايي موادودرلودونکي خاوري انتخابول . .۸ . هوا او داوبو دنفوذ پوره توانه درلودونکي خاوري انتخاب . .۹ . دښه ساختمان لرونکي خاوري انتخابول . .۱۰ . (Sandy) شګلني او(Loamy Soil) لومي خاوري غوره کول . ==دقوريې لپاره اقليم آب او هوا=I

:                                                                         :۱ . په هوار ځاي کې دقوريې جوړول .۲ . ازاده سيمه غوره کول چې د کومو موانعو لکه  ونو ، تعمير، غونډيو،په منځ کې واقع نه وي ۳ . نشيب لرونکو ځمکو نه غوره کول چې ميلان يي د ۲- ۳ فيصده څخه زيات وي .۴ . جبه زاره ځای نه انتخابول.۵ . دباد ماتونکو ونو(Windbreak) قطارونو کرل.

دقوريې جوړولولپاره سامان الات سمول

۱ . (Knife) چاقو. ۹ . (Stakes) موګی.۲ . (Hand pruner) لاسي قيچي. ۱۰ . (Thermometer) ترماميتر۳ . (Stone sharpening) دچاقودتيره کولوتيږه. ۱۱ .لاسي کراچۍ.۴ . (Trowel) رمبی. ۱۲ .لوټمال يا کلوخټکان.۵ . (Spade) بيل. ۱۳ .(Rope) رجه.۶ . (Dibble) بيلچه اوچارۍ. ۷ . ( Hand sprayer) لاسي پمپ. ۱۴ .(Measuring Tape) فيته.۸ . (Soil Sifting Screen) دخاوري دچاڼ جالۍ. ۱۵. (Saw) آرهدتصديق شوي قوريې لپاره نور مواد چې ډيرضروردي:۱ . لوحي .۲ . دياداشت کتابچه .۳ .مارکر اوقلمونه .۴ . پلاستکي ريتاړي .۵ . روښانه پلاستکي کڅوړي .۶ . تخمونه .۷ . قلمي .۸ . کيمياوي درمل .۹ . کيمياوي او حيواني سري .

دنرسري لپاره دخاوري اماده کول سمول

Soil preparing for Nursery

دنرسري دپاره ځمکه بايد ښه قلبه يا بيل وهل شي ترڅو خاوري يو ښه شکل غوره کړای شي چې پدي طريقي سره دخاوري لاندي برخې پورته او پورته خاوري لاندي اړول کيږي چې ددې ډول اړولو په اساس دځمکي لاندي برخه د لمر په ښه تماس کې راتلاي شي. او دخاوري سختي طبقي له منځه ځي . که چيري د نرسري دپاره يوه کوچنۍ ساحه په نظر کې وي نوداکار دلاس پواسطه بيلچې ، کودالي، تسکورې اودنورو وسايلو څخه استفاده کيږي. د نرسري ځمکه بايد ښه ليول(هواره) کړای شي تر څودراتلوونکي زراعتي عملي کولو سره کومه ستونزه رامنځ ته نشي په عمومي توګه دنرسري ځمکه بايد سپکه ښه ذهکشي شوي اوپسته وي. ددې څخه علاوه که چيري ضرورت وي يو څو شګلنه خاوره (Sandy Soil) دښه فزيکي حالاتودلاسته راوړلو دپاره استعمال شي نوښه نتيجې ورکوي.

دنرسري دبستر ډولونه سمول

of Nursery beds Types ۱ . دنرسري پشته ډوله بستر’’ (Raised bed Nursery): دنرسري دپاره کرونکي ساحه بايد د 1-1.5cmپراخوالی دعرض او دضرورت په اندازه اوږدوالی لري. او بايد په نظر کې ونيول شي چې هيڅکله اوږدوالی m 5-6څخه زيات نه شي. دبسترونو شمير دبوزغلو ډول اوساحې پوري اړه لري .دانتخاب شوي ساحي څخه دپشتو په توګه خاوره بايد راټوله شي چې تقريبآ دپشتو دبسترونو لوړوالی 15-20cm ته رسيږي .ټول هرزه واښه لوټي تيږي ، دنباتاتو پاتي شوني او نور څه بايد ددي ساحي څخه راټول شي حيواني ورستي سري ياکمپوست 2,5-3 kgr په يوه متر مربع ساحه کې بايد واچول شي . دنرسري دساحي پورتنۍ خاوره بايد پسته وي کوشش بايد وشي چې باران داوبو دريدو دپاره دوتلو لاره پريښودل شي .دهر دوه بسترونو ترمينځ بايد د50-60 cm ساحه خالي پريښودل شي ترڅودګن شمير زراعتي عمليو په سرته رسولو کې لکه اوبه کول، هرزه ګياوو کنترول ،افاتو او امراضو کنترول ،بوزغليو ويستل اوبل اخيره دشديد باران په موجوديت کي داضافي اوبو ويستنه تر سره شي . په هره پشته کي د2-3cm ژوروالي د5-7cm په فاصله کي تخمونه بايد وکرل شي. دتخمونو ژور والی دتخمونو په سايز پوري هم اړه لري نوموړي کرل شوي تخمونه دپستي خاوري اوکمپوست (Composted) دميده خاوري سره مخلوط کړای شي .اوپه تخمونو باندي واچول شي چې داعمل دپترې دنيولو څخه مخنيوی کوي او همدارنګه کمپوست او حيواني سره يوسست بستر تهيه کوي چې په نتيجه کې تحمونه ښه شنه کيږي .

. دنرسري هموار بستر(Flat Nursery Beds): .په هغو سيمو کې چې باران زيات وي نو بايد دنرسري هوار بستر ډيزاين کړای شي دنرسري بسترونه بايد دپشته ډوله ډيزاين په شکل طول عرض يو شانته ډيزاين شي .واښه کوچنۍ تيږي بايد دکروندې څخه راټولي شي. داوبو لوری بايد وويستل شي او غټي لوټي بايد ماتي کړای شي .

==دتصديق شوي قوريې لپاره دبسترونو تيارول==  : دپټي څخه دهرزه واښو او ګياګانو پاکول .لومړی ځل ځمکه په ژوره ډول 60cm سانتي متره قلبه کول . .دوهم ځل ځمکه 20-30cm سانتي متره ژوره قلبه کول . .دځمکي څخه دغټو تيږو ټولول او هم دلوټو ميده کول . .دپټي په خټه حالت کې دکار کول څخه ډډه کول ځکه چې ډيرتخته کيږي تخمونه په کښې ښه نه شنه کيږي اوهم ريښه په کې ښه وده نه شي کوالی .دخاوري داماده کولو وروسته دبسترونو او لختيو جوړول.بادلرونکو سيمو کې دوه کاله مخکي دبادماتوونکو (Wind breaking) 2-3 پوري قطارونه وکرل شي . .دپلاستکي کڅوړو لپاره برابر مساحت کې دبسترونو جوړول.په پلاټ کې دپلاستکي کڅوړو نيغ او مستقيم درول نه داچې کږي وي ځکه چې کاږه نيالګي توليدوي . .داضافي اوبو وتلو اوهم دهوا ددا خليدو لپاره دپلاستيکي کڅوړي سوري کول.په پلاستکي کڅوړو کې دامرودو ، نارنجو ، يوکالپتسو او نور تل شنو پاڼو لرونکو نيالګيو کرل . .دپلاستيکي کڅوړو لپاره د1:2:3 ګډه خاوره کارول يعني يوه برخه حيواني سره ،دوه برخي ميده پاکه شګه اودري برخي دپټي دسر خاوره .پورته اماده شوي خاوره ،شګه ،اوحيواني سره بايد سره ګډه شي او دجالۍ پواسطه چاڼ شي .

په تصديق شوي قوريه کې دحيواني او کيمياوي سري استعمال سمول

دحيواني سرو استعمال په خاوره کې . .دخاوري جوړښت اصلاح کوي . .دخاوري دابو نفوذ توانه ايئ زياتوي . .خاوره نرمه اوپسته ساتي. .خاوره په ژمي کې توده او په اوړي کې يخه ساتي . .دګټورو مايکروسکوپې ژوو لپاره غذايي موادزياتوي . .دبزغليو لپاره غذائي موادزياتوي . .يو جريب ځمکه کي 6-4 ټنه خوسا شوي سري استعمال. .دحيواني سري داستعمال څخه وروسته دځمکي قلبه کوي يا په خاوره کې دحيواني سري ګډول دکرلو په وخت کي 50 کيلوګرامه فاسفورس سره په يو جريب ځمکه کې استعمال شي .څرنګه چې په عمومي توګه ټول بوزغلي ژر وده کوونکي دي نو پدي خاطر يا مناسبغذايي موادو ته ضرورت لري . دزيات مصرفه عناصروڅخه بايد داسي سري کوم چې دبوزغلي پواسطه سره په ښه توګه جذب کيږي انتخاب کړای شي چې پدي ډله کي ناتيروجن (N) لرونکي سري څخه چې ديوي خوا دبوټو په وده او انکشاف کې ښه رول لوبوي او بلي خوا څخه بوټي (بوزغلی ) دفزيالوژيکي ستونزوڅخه هم ژغوري نايتروجن ديوريا په شکل ديو فيصد په اندازه سره سپري (Spray ) کيږي . .دبوزغليو په وده انکشاف باندي مثبت رول لوبوي فاسفورس ،پوتاشم او ټولي حيواني سري دځمکي اماده کولو وخت کي بايد استمعال کړل شي دفاسفورس اوپوتاشم اندازه بايد دخاوري دمعاينه کولو څخه وروسته اندازه تعين شي 10-15 ټنه حيواني ورستي سري په يوه هکتارکې بايد استعمال شي . ==تصديق شووتکثيري موادو توليد==

دتکثيري موادو په راټولولواو تيارولو کې ترټولو مهم دپاملرني وړټکي .تکثيري مواد بايد خامخاژوندي. او په ښه حالت کې وساتل شي له وچې،تودي هوا اويخې هوا څخه بايد خوندي وساتل شي . .تکثيري مواد بايد په ښه ډول پيژندل شوي وي پيوند اوقلمي مواد بايد راټول کړل شي او په صحيح ليبل شووګيډيو کي وساتل شي . .دزخي پيوند دراټولولولپاره ديو دقيق پلان جوړولوته اړتياده دهغوموادوتيارول چې ترټولو مخکي ورته اړ تيا پيداکيږي. دزخه پيوند په راټولو ويشلو اوپيوند ايښودلو کي خاصه مرسته کوي . پيوندي څانګوراټولول:  : دپيوندي څانګو راټولول بايد دورځي په پيل کې ترسره شي. کله چې هوادرجه سړه اونبات پوره غوړيدلی وي. له دي امله دا مهمه ده چې ټول اړين مواد بايد له روزنې يوه ورځ مخکي برابرشي دا په بې ساري ډول ډيره مهمه ده چې تاسوپرګډونوالوټينګار وکړۍکه چيرته هغوۍ په پاڼو باندي دوايرس کومي شکمني نښي وويني هغو‎ۍ بايد دبڼوال دپرمختيايې پروژي دهغه مرکز سره اړيکه ټينګه کړي کوم چې هغوۍ ته نږدي واقع وي .پيوند کوونکي : پدي پړاوکې ديو تجربه کار زخه لګوونکي شتون مهم دی. چې د زخي کيفيت وڅيړي پدې زور واچوي چې ترټولو مهمه داده چې بزغلي لرونکي دي دپيوندي څانګو دراټولو سره دزخه پيوند زخوپه ويشلو اوپيوند ولو کې مرسته وکړي دزخي راټولولو په ورځ ديو تجربه کار زخه لګوونکي لپاره بايد لاندي شيان موجود وي .


اړين مواد :  : ساړه بکسونه چې لږترلږه 50cm سانتي متره ژوروالی ولري کنګل . . پلاستکي کوزې چې يخ وساتي دننه ترفه داوبو دتوديد و مخنيوي وکړي.بياطياني (قينچې ) . . الکول يا نورتعقيموونکي مواد. .شيندونکي ماشين . . دټوکر پاکې ټوټې . .دپلاستيک نرۍ خلطي 20-50cm سانتي متره رسي چې پلاستکي بکسي پري وتړو برقي بيليدونکي يا ځانګړي پيوندې فيته دراټولوشوو پيوندې زخو ليست دپيژندنې اسناد. .دتصديق پيژندګلوي پاڼه . .دثبتولوکتاب (دمورنۍ وني دبزغلي کتاب). .اود مــــــورنيو ونـو دبزغـــــــــــلي نقــــــــــشه . کړنلاره : . تاسوبايد دغه روزنه دودي په موسم کي برابره کړۍ تاسوبايد پوره ډاډ ترلاسه کړۍ چې ګډونوال پدي وپوهيږي چې راټوليدونکي مواد يوازي په هغه صورت تصديق کيدلی شي چې ټول پړاوونه يې دتصديق پاڼو دلارښوونو اونښه کولو دکړنلاروسره سم ترسره شوي وي .

دتکثيري موادودبرابرولو دکره کتني ليست سمول

۱ . ديخ برابرول : دلوښو ډکولو لپاره يخ بايد پيوندې ښاخونو دراټولولو په هماغه سهارموجودوي، يخ بايد دتل لپاره په بند لوښي کي وساتل شي ترڅو ديخ په صندق کې دازادو اوبو دموجوديت مخه ونيول شي. که داسي ونشي نوله دي سره به دپيژندګلوي پاڼي رنګ ومينځل شي . .۲ . دښاخ پيوند راټوليدونکو موادو ليست ، دثبت کتاب او تصديق پيژندګلوي پاڼه يوه پلاستکي دوسيه داسنادو دپاک اووچ ساتلو په منظور وکاراوۍ .۳ . دمورنيو ونو دبوټو نقشه : داهم بايد په پلاستکي دوسيه کې وساتۍ.۴ . په مورنيو ونو باندي دپيژند ګلوي پاڼي لګول وګورۍ چې ټولي مورنۍ وني خپلي پيژندګلوي پاڼي لري اوله نقشي اونښانونوسره يوشان لګيدلي دي.۵ . دپيوندڅانګوکڅوړه . :دزخه لرونکو لرګيو دراټولوني دکره کتنې لپاره ليست ۱ . دزخه لرونکو پيوندې څانګو دکره کتنې ليست دمورنۍ وني نقشه ، نښي اوقطارونو شمير چې دامعلومه شي چې له کومي وني څخه ښاخ پيوند اخيستل شوی ټول بايد وکتل شي .۲ . دښاخ پيوند راټولولو لپاره بايد ټوټه لمده کړۍ اويو ورايټۍ دبلاک لاندي په يوسوري ځای کې کيږدۍ . .۳ . ديخ صندوق دمورنۍ وني سره نژدي ترټولو يخ ځای کې کيږدۍ.کله چه دهغه مورنۍ وني سره نږدي ودريږۍ له کومي چې پيوندي زخي راټوليږي بايد دتصديق شووزخه لرونکو څانګوليبل (يا پيژند ګلوي پاڼه )ډکه کړۍ دليبل دډکولو دبيلګي لپاره اوهغه دورايټۍ يا کلون (clone) دپيوندي زخو دلرګيو کڅوړو سره وګورۍ پريکوونکي سامان له الکولو سره تعقيم کړۍ . .۴ . دسږني وده ايزموسم په جريان کې څانګي راټولي کړۍ دوروستۍ موخې په ډول تاسو بايد لږترلږه 10 لس دښه کيفيت زخي دڅانګي په منځنۍ برخه کې پيداکړۍ پورتنۍ او لاندينۍبرخي لري کړۍ . . ۵ . کله چې ښاخ يا څانګه پريکړای شې نوهغه په لمده ټوټه کې وساتۍ . دراټولولو وروسته دپيوندې څانګو دتيارولو کتنه : ۱ . دکارلپار يويخ سيوری اويخ ځاي پيداکړۍ . .۲ . دلمده ټوکر څخه يوه څانګه رواخلۍ . .۳ . دڅانګي هغه منځنۍ برخه انتخاب کړئ چې کافي زخي ولري.۴ . پاڼي تري لري کړۍ مګرټول ډنډرونه يې پريږدۍ هغوۍ به په نيله بوټي کې دزخودتنوويستلو لپاره دلاستي په ډول کارول کيږي . .۵ . ټولي څانګي په يوشان اوږدوالي غوڅي کړۍ دهغوۍ بيخونه سره يوځای کړۍ اوهغوۍ دپيژندل شووي مقدار لمخي دبنډلونو په شکل وتړۍ دبيلګي په ډول 10 لس څانګي په يو بنډل کې زخي لرونکي څانګي په ليبل شوې پلاستکي بوجۍ کې واچوي بوجۍ مشکوۍ خوله يي بنده کړۍ وګورۍ چې کڅوړه په سمه توګه لېبل شوي او بيادا کڅوړه په بله کڅوړه کې دننه کړۍ ترڅو چې لېبل يې خراب نشي . .۶ .که چيرته يوځل دزخه لرونکوڅانګو شميره په يو کڅوړه بشپړشي نوکڅوړه دهغي پټۍ يا مزي پواسطه وتړۍ اوپه يخ صندوق کې يې دننه ځای په ځای کړۍ دايقين ترلاسه کړۍ چې ديخ صندوق سرپوښ ژربند شي ترڅوټيټه تودوخه وساتل شي .۷ . ثبت کتاب ډک کړۍ (دمورنۍ ونو دبزغلي کتاب )دنوروزخه لرونکو څانګو ډيرۍ رامنځته کړۍ اودهغوۍ لپاره هم پورتنۍ کړنلاره تکرار کړۍ يوصحيح تصديق پاڼه دمورنۍ وني دورايټي شميره ، دورايټي نوم ، دبزغلي کوډ او راټولولو دنيټي درلودونکي وي دا روښانه کړۍ چې تصديق شوو مورنيو بوټو ونې يوازي د مورنيو په بزغليو کې کرل کيدلی شي اويوازي دپيوندي لرګيو لپاره پکاروړل کيږي نه دميوي دپاره .

دنرسري طبقه بندي سمول

Classification of Nursery

سايزله مخي نرسري سمول

په دوه ډوله ده : Based on Sized  :                            .۱ . Home Nursery (کورنۍ نرسري). ۲ Commercial Nursery  (تجارتي نرسري)A. Home Nursery (کورنۍ نرسري): هغه نرسري ده چې دباغ خاوند دخپل ځان لپاره دباغ په يو ساحه کې نرسري جوړه کړي اواستفاده تري وکړي.B. Commercial Nursery (تجارتي نرسري) : هغه نرسري ده چې په تجارتي ډول نيالګي روزل کيږي ددي نرسري مصارف زيات وي .                                                                         .تجارتي نرسري په دوه ډوله ده

۱ . Rural Nursery (کليوالي نرسري) ۲ Urban Nursery (ښاري نرسري).A. Rural Nursery (کليوالي نرسري) هغه نرسري څخه عبارت دي چې په کليوالي سيموکې موقيعت لري پدې شرط چې ترانسپورټيشن اسانتياوي ولري په دي نرسري کې دماهروکسانومجوديت کم ليدل کيږي په دي نرسري کې مزدور ، ايجاره ځمکه ارزانه تماميږي.B. Urban Nursery (ښاري نرسري) : هغه نرسري ته ويل کيږي چې دښاري سيمو په چارچاپيره کې موقيعت لري يعني مزدر،ځمکه اوايجاره لوړه تماميږي .

تجارت له مخي نرسري سمول

په پينځه ډوله ده :۱ . Whole sale Nursery عمده فروشــــــي نرسري.۲ . Retail Nursery پرچون فروشـــــي نرســــري.۳ . Land Cap Nursery زينتي بوټــــــــــــونرســــــري.۴ . Mail Order Nursery د پوسته رسانه نرســــري.۵. Agency Nursery

د نمايندګې په اساس نرسري. سمول

۱ . Whole sale Nurseryعمده فروشي نرسري هغه نرسري ته ويل کيږي چې په عمده شکل سره نيالګي توليدوي اکثره په کليوالي سيموکې موقيعت لري ځکه چې موزدور اوځمکه ارزانه تماميږي . .۲ . Retail Nursery پرچون فروشي نرسري هغه نرسري ته ويل کيږي چې په لږه اندازه نيالګي خرڅلاو لپاره امده کوي . .۳ . Lands Cap Nursery زينتي بوټونرسري هغه نرسري ته ويل کيږي چې دښار په مشهورو ځايونوکې موقيعت لري ځکه چې دښار اوسيدونکي اکثره دکورونو دښکلا لپاره دزينتي بوټوڅخه ايستفاده کوي . .۴ . Mail Order Nursery دپوسته رسانه نرسري هغه نرسري ته ويل کيږي چې دخپلو نيالګيو ټولو خصو صياتو په اساس اخيستونکي ته استول کيږي دا بايد کليوالې ساحي کې وجود ولري ۵ . Agency Nursery دنمايندګي په اساس نرسري هغه نرسري ته ويل کيږي چې خاوند دخپلو ميوه لرونکي نيالکيو ديو نماينده په ګومارلوسره په نورو خلکو باندي پلوري نرسري نه يواځي په افغانستان کې بلکي پونورو هيوادونو کي هم ليدل کيږي نو وړي نرسري په اطرافو کې هم موجودي وي.

سرچينې سمول

راټولوونکی صفی الله الهام کرنې پوهنځی دسید جماالدين افغاني پوهنتون ځنګلونوڅانګه 1. حمزه خيل . نورګل ، ۱۳۶۵ لمريز ، د تکثيري لاري چاري کابل پوهنتون ، صفحه ۵۶ 2 ح. س په نيمه استوايي سيمو کي د باغونو روزنه کابل ، ۶۷ ، ۶۸ 3. سعادت .اسماعيل ۱۳۹۰ . لمريز د تکثير لاري لکچر نوټ ، ننګرهار پوهنتو ن صفحه ۱۲ 4.ار،ار(شرما) ترجمه .پوهندوۍ.سيداجان عتيق عبدياني ،(دنباتاتو تکثير) کال ۱۳۹۱ ل.ل صفه ۱۱۰