تسلط (/hɪˈdʒɛməni/ په انګلستان او متحده ایالاتو دواړو کې ورته /hɪˈɡɛməni/ ویل کېږي) دا دی چې یو ایالت پر نورو هغو له سیاسي، اقتصادي او پوځي پلوه برلاسی وي. تسلط په لرغوني یونان کې (۸مه مخ زېږدیزه پېړۍ ـ۶مې مخ زېږدیزې پېړۍ) دې ته اشاره لرله چې برلاسو ښاري ـ ایالتونو پر نورو هغو سیاسي او پوځي قوت درلود. په ۱۹مه پېړۍ کې تسلط دې ته اشاره کوله، چې یو څوک په ټولنه کې له کلتوري پلوه پیاوړی وي او یا لوړ کلتور لري، همداراز په ټولنه کې د یوې ډلې برلاسیتوب رانغاړي او په ټولنه کې د هغې ډلې یا رژیم نامناسب نفوذ څرګندوي.[۱][۲][۳][۴]

په کلتوري سترواکۍ کې د تسلط څرنګوالی په دې ډول دی، چې رهبري کوونکی دولت داخلي سیاست او د تابع دولتونو ټولنیز شخصیت ته چې د برلاسیتوب د نفوذ ساحه تشکیلوي، امر کوي او له دواړو نه یې یو د داخلي، ملاتړي یا بهرني حکومت او نصب شوي حکومت په وسیله مدیریت کېږي. دا چې په افریقا، لاتینه امریکا او اسیا کې د لویو ځواکونو برلاسیتوب د اروپايي استعمار پر وخت رامنځته شو؛ نو په همدې ډول د هیجمونیزم اصطلاح هغه جیوپولیټیکل او کلتوري برلاسیتوب ته کارېږي چې پر نورو هېوادونو یې لري. [۵]

که مارکسیستي فلسفې ته راشو؛ نو انتونیوګرامسي د کلتوري تسلط پېژندنه په دې ډول کړې ده: تسلط یا حاکمیت د ټولنې په ارزښتي سیسټم او نورو کې د واکمنې طبقې لاسوهنې ته وايي، له دې امله د واکمنې طبقې لیدلوری د ټولې نړۍ د ټولنو لیدلوری بلل کېږي. په دې ډول د یوې ټولنې د ټولنیزو قشرونو ترمنځ چې کومې اړیکې وي، په دې کې د تسلط اصطلاح د یوې واکمنې طبقې کلتوري برلاسیتوب ته اشاره کوي او دا بیا نورې ټولنیزې طبقې پیروۍ ته اړې کوي.[۶][۷][۸]

تاریخي بېلګې سمول

له ۸مې تر لومړۍ مخ زېږدیزې پېړۍ پورې سمول

په ۵مه مخ زېږدیزه پېړۍ کې د یونان په ځینو سیمو کې واکمني حاکمه وه؛ لکه د سپارتا ښارـ ایالت په پیلوپونیسیان لړۍ (له ۶مې تر ۴مې پېړۍ پورې) کې واکمني کوله او د مقدونیې پاچا دویم فلیپ ( هغه پاچا و چې خپل زوی لوی الکساندر ته یې وصیت کړی و) په ۳۳۷ مخ زېږدیز کال کې د کورینتس لړۍ واکمن و. اتن د لنډمهاله (۴۷۸ـ۴۰۴ مخ زېږدیز) ډیلین لړۍ په لرلو سره «برلاسی»  سهم درلود. د سیمې په کچه د فارس لویه سترواکي هغه واکمني وه چې له ۵۵۰ نه تر ۳۳۰ مخ زېږدیز کال پورې له ویجاړېدو مخکې د دې فرعي سیمو پر واکمنیو برلاسې وه.[۹]

هیروډټس (۴۸۴ــ۴۲۵ مخ زېږدیز)، زینوفون (۴۳۱ــ۳۵۴ مخ زېږدیز) او ایفوروس (۴۰۰ــ۳۳۰ مخ زېږدیز) هغه لرغوني لیکوالان وو، چې د هیجیمونیا اصطلاح یې د واکمنۍ په عصري معنا کې له نورو وړاندې وکاروله. [۱۰]

چینايي واکمني د پسرلي او مني په موده (۷۷۰ــ۴۸۰ مخ زېږدیز) کې په ختیځه اسیا کې هغه وخت موجوده وه، چې د ختیځ ژو شاهي لړۍ د دې سبب شوه چې پنځه نسبتاً برلاسې واکمنۍ (په چینايي کې با[霸]) رامنځته شي. دا چې دوی د فیوډال د لارډ د کنفرانسونو په وسیله ټاکل شوي وو؛ نو له دې امله دوی مجبور دي چې نومول کېدو ته په کتو پر لاس لاندې ایالتونو د ژو د شاهي کورنۍ واکمني وساتي. [۱۱]

له لومړۍ تر ۱۵مې زېږدیزې پېړۍ پورې سمول

اروپا په ۱ او ۲مه پېړۍ کې د پاکس رومانا پر برلاسې سوله واکمنه شوې وه. د دې هیجمیمونیک بنسټ سترواک اګسټوس ایښی و او د ظالمانه پوځي کمپاینونو لړۍ په کې شامله وه. [۱۲]

اموي او عباسي خلافتونه له ۷مې تر ۱۲مې پېړۍ پورې په خپل وار په پراخو سیمو کې برلاسي وو او په دې سیمو یې واکمني کوله. دوی ته د بازنطیني سترواکۍ په څېر له نورو دولتونو سره درناوی کېده. [۱۳]

هارشا د هند هغه لوی سترواک و، چې له ۶۰۶ نه تر ۶۴۷ ز کلونو پورې یې پر شمالي هند واکمني کوله او خپله واکمني یې د شمال تر ډېرو سیمو غځولې وه. نوموړي دې ته غوره والی ورکړ، چې د یوه مرکزي حکومت په څېر واکمني ونه کړي، بلکې له ځانه یې پاچایان راتاو کړل او ځان یې په دې قانع کړ چې هغوی یې درناوی او احترام وکړي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

۲۰مه پېړۍ سمول

د ۱۹مې پېړۍ د وروستیو په څېر د ۲۰مې پېړۍ پیل د ډېرو لویو ځواکونو پر مټ په نښه شوی و، خو هېڅ نړیوال واکمن په کې نه و. لومړۍ نړیواله جګړه د دې لامل شوه چې د امریکا متحده ایالات او تر یوه بریده جاپان ځواکمن شي. د دواړو دولتونو حکومتونو هڅه وکړه چې په سیمه کې د خپل نفوذ د زیاتولو لپاره تګلارې جوړې او عملي کړي، متحده ایالاتو دا کار په لاتینه امریکا او جاپان په ختیځه اسیا کې ترسره کړ. په همدې ډول نورو هېوادونو لکه فرانسې، انګلستان، ایټالیا، شوروي اتحاد او بیا وروسته المان (۱۹۳۳ـ۱۹۴۵) دوه کارونه کول، لومړی دا چې د خپل نفوذ سیمې ته په کتو یې تګلارې مخ ته وړلې او دویم یې دا کوښښ کاوه چې سیمې ونیسي، خو دغو کې یوه هېواد هم دا قوت ترلاسه نه کړ چې په نړیواله کچه واکمني وکړي.  [۱۸]

ملګري ملتونه له دویمې نړيوالۍ جګړې وروسته رامنځته شول او دا چې چین، فرانسه، انګلستان، امریکا او شوروي اتحاد پنځه پیاوړي قدرتونه وو؛ نو دوی ته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ ورکړل شوې، امنیت شورا د سازمان هغه ارګان دی چې پرېکړې یې ډېرې ځواکمنې دي. کله چې جګړه ختمه شوه، نو دوه ډېر ځواکمن  نړیوال قدرتونه یې تر شا پرېښودل چې یو متحده ایالات او بل شوروي اتحاد و. دا دوه پیاوړي قدرتونه د دې لامل شول چې په نړیوالو چارو کې د سړې جګړې په نامه دوه قطبي ځواک وهڅوي. د برلاسۍ جګړه د کمونیزم او کپیټلیزم ترمنځ ایډیالوژیکي وه او د وارسا تړون هېوادونو (۱۹۵۵ــ۱۹۹۱) او د NATO/SEATO/CENTO هېوادونو (۱۹۴۹ــ تر اوسه/ ۱۹۵۴/ ۱۹۷۷/۱۹۵۵ /۱۹۷۹) ترمنځ جیوپولیټیکل وه. دواړو لویو قدرتونو د سړې جګړې په لړ کې دوه ډوله سیالي کوله، یوه مستقیم ډول او بله یې په نامستقیم ډول وه. په مستقیم ډول کې یې د وسلو د سیالۍ او په نامستقیم ډول کې یې د نیابتي جګړو له لارې خپل زور ښود. د دغو دوو پياوړو ځواکونو د رقابتونو پایله دا شوه، چې نور هېوادونه په دې شک کې شول چې ښايي حکومتي تګلارې یې توازن له لاسه ورکړي؛ نو له دې امله آن ډېر لرې هېوادونه هم په دې شخړو کې سره ښکېل شول. رینهارډ هیلډیبرانټ دې دورې ته «دوه اړخیزه واکمني» وايي او زیاتوي چې دا دوه واکمن دولتونه هڅه کوي چې په اروپا کې د یو بل پر وړاندې د خپل نفوذ ساحه پایداره کړي. نیابتي شخړو د هغو ځواکونو ترمنځ د جګړې ډګر رامنځته کړ چې په مستقیم یا نامستقیم ډول یې د واکمنو قدرتونو په وسیله ملاتړ کېده او د دې جګړو له ډلې د کوریا جګړې، د لاوتینا کورنۍ جګړې، د عربو او اسرایلو جګړې، د ویتنام جګړې، افغان جګړې، د انګولا کورنۍ جګړې او د مرکزي امریکا کورنۍ جګړې ته اشاره کولای شو. [۱۹][۲۰][۲۱]

۲۱مه پېړۍ سمول

کله چې سړه جګړه پای ته ورسېده؛ نو په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي چې متحده ایالات څرنګه واکمن شو او څه ډول یې دوام وکړ. د امریکا دوه سیاستپوهانو هر یوه جان میر شایمر او جوزف نای د امریکا په اړه دا استدلال وکړ چې یاد هېواد یو رښتینی واکمن نه دی، لامل یې دا وګاڼه چې امریکا د سمې، رسمي او نړیوالې واکمنۍ لپاره مالي او پوځي سرچینې نه لري. میرشایمر وايي چې متحده ایالات سیمه ‌ییزه واکمني لري. له بل پلوه اناکارنلیا بییر هغه لیکواله ده چې له تروریزم سره د مبارزې په اړه یې کتاب لیکلی او په دې کتاب کې استدلال کوي چې نړیواله حکومتولي د امریکا د رهبرۍ محصول دی او امریکا ته د برلاسي حکومت په سترګه ګوري. څرنګه چې د اتحاد د بهرني ارزښت په پروفایل کې کمښت تر سترګو کېږي، له دې ور هاخوا متحده ایالات هغه ځواک دی چې په ناټو کې پراخه واکمني لري.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هوبرت ویډرین هغه فرانسوي سوسیالیست سیاستوال و، چې په ۱۹۹۹ز کال کې یې یادونه وکړه، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د یو اړخیزو پوځي اقداماتو له امله یو لوی ځواک دی.[۲۶]

اډوارډ لوټواک د پنټاګون سټراتیژیست و، چې د روم د سترواکۍ په لویه سټراټېژۍ کې یې درې پړاوونه په نښه کړل، چې لومړۍ هغه یې استعماري دی او د سترواکۍ په وسیله تعقیبېږي. د هغه نظر دا و، چې دا بدلون وژونکی دی او په پای کې د دې لامل شو، چې د روم سترواکي سقوط وکړي. د نوموړي په کتاب کې واشنګټن ته مشوره ورکړل شوې، چې د سترواکۍ له رامنځته کولو ځان وساتي او د واکمنۍ اوسنۍ سټراټېژۍ ته دې دوام ورکړي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې سمول

  1. Schenoni, Luis L. (2019). "Hegemony". Oxford Research Encyclopedia of International Studies. OREIS. Oxford University Press and International Studies Association, LLC. doi:10.1093/acrefore/9780190846626.013.509. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190846626. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Hegemony". Oxford Advanced American Dictionary. Dictionary.com, LLC. 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chernow, Barbara A.; Vallasi, George A., المحررون (1994). The Columbia Encyclopedia (الطبعة Fifth). New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 1215. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-08098-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "hegemony", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.) (Definitions 2a and 2b)
  5. Bullock, Alan; Trombley, Stephen, المحررون (1999). The New Fontana Dictionary of Modern Thought (الطبعة Third). London: HarperCollins. د کتاب پاڼي 387–388. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-00-255871-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Flint, C.; Taylor, P. J. (2018). Political Geography: world-economy, nation-state, and locality (الطبعة 7). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781138058262. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bullock, Alan; Trombley, Stephen, المحررون (1999). The New Fontana Dictionary of Modern Thought (الطبعة Third). London: HarperCollins. د کتاب پاڼي 387–388. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-00-255871-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Oxford English Dictionary.
  9. Encyclopædia Britannica, "Greeks, Romans, and barbarians (from Europe, history of)": "Fusions of power occurred in the shape of leagues of cities, such as the Peloponnesian League, the Delian League, and the Boeotian League. The efficacy of these leagues depended chiefly upon the hegemony of a leading city (Sparta, Athens, or Thebes)"
  10. Wickersham, JM., Hegemony and Greek Historians, Rowman & Littlefield, 1994, p. 1 - "The hēgemonia of greatest interest in Herodotus is the supreme command of the Greek coalition against Xerxes."
  11. Encyclopædia Britannica, "Ch'i": "As a result, Ch'i began to dominate most of China proper; in 651 BC it formed the little states of the area into a league, which was successful in staving off invasions from the semibarbarian regimes to the north and south. Although Ch'i thus gained hegemony over China, its rule was short-lived; after Duke Huan's death, internal disorders caused it to lose the leadership of the new confederation"
  12. Parchami, A., Hegemonic Peace and Empire: The Pax Romana, Britannica and Americana, Routledge, 2009, p. 32.
  13. al-Tabari, The History of al-Tabari
  14. Encyclopædia Britannica, "Harsha"
  15. Story, J. Charlemagne: Empire and Society, Manchester University Press, 2005, p. 193.
  16. "Italian Trade Cities | Western Civilization". courses.lumenlearning.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. F. Dewitt Platt, Roy T. Matthews. Western Humanities: Beginnings Through the Renaissance. Mayfield Pub Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 1559349441. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hitchens, Christopher (2002). Why Orwell Matters. New York: Basic Books. د کتاب پاڼي 86–87. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-465-03049-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hilderbrandt, R., US Hegemony: Global Ambitions and Decline : Emergence of the Interregional Asian Triangle and the Relegation of the US as a Hegemonic Power, the Reorientation of Europe, Peter Lang, 2009, p. 14. (Author's italics).
  20. Mumford, A., Proxy Warfare, John Wiley & Sons, 2013, pp. 46–51.
  21. Hildebrandt, R., US Hegemony: Global Ambitions and Decline : Emergence of the Interregional Asian Triangle and the Relegation of the US as a Hegemonic Power, the Reorientation of Europe, Peter Lang, 2009, pp. 9–11.
  22. Mearsheimer, John (2001). The Tragedy of Great Power Politics. W.W. Norton. د کتاب پاڼي 40, 138. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Nye, Joseph S. Sr. (1993). Understanding International Conflicts: An Introduction to Theory and History. New York: HarperCollins. د کتاب پاڼي 276–77. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-500720-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Beyer, Anna Cornelia (2010). Counterterrorism and International Power Relations. London: I. B. Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-892-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. NATO's Democratic Retrenchment: Hegemony After the Return of History
  26. Reid, JIM., Religion and Global Culture: New Terrain in the Study of Religion and the Work of Charles H. Long, Lexington Books, 2004, p. 82.
  27. The Grand Strategy of the Roman Empire: From the First Century AD to the Third, (Baltimore: Johns Hopkins University Press, 1976).
  28. Danner, Lukas K.; Martín, Félix E. (2019). "China's hegemonic intentions and trajectory: Will it opt for benevolent, coercive, or Dutch-style hegemony?". Asia & the Pacific Policy Studies (په انګلیسي ژبه کي). 6 (2): 186–207. doi:10.1002/app5.273. ISSN 2050-2680. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Forbes Yanz Hong Huang". www.forbes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Zhiqun, Zhu (2006). US-China relations in the 21st century : power transition and peace. London; New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-70208-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)