تسلسل یوه فلسفي او کلامي اصطلاح ده، چې په عامه مانا کې د نه پای ته رسېدونکو چارو ټولگې ته ویل کېږي، که هغه له دواړو اړخو یا یو اړخ څخه یې پیل او پای نامالومه وي. او په ځانگړي مانا کې بیا د تسلسل ويي د داسې نه پای ته رسېدونکو چارو ترتیب ته وایي چې یو ځیر د بل لامل (علت) وي، او بل د بل ځیر لامل، او په همدې توگه تر ناپایه ډول سره یو د بل لامل وي.