تر ميلاد نهه زره کاله وړاندې

زرۍ

تر ميلاد نهه زره کاله وړاندې دوره د ۹۰۰۰ کاله څخه بیا تر ۸۰۰۱ کاله وړاندې تر میلاد  ( یعنې له ۱۱ څخه تر ۱۲ زره کاله پخوا ) پورې اټکل کېـږي. له تاریخي پلوه، دا د اوسني هولسین عصر لومړنۍ زرکلونه دي،  داسې انګېـرل کېـږي چې دا عصر تر میلاد ۹۷۰۰ کاله وړاندې  (۱۱.۷ زره کاله پخوا ) پیل شوي دي. د دې سربیره دا ناممکنه ده چې د دې دورې د واقعاتو ټاکلي تاریخونه دې واضح شي ځکه چې تر ډېره دا تاریخونه د جیولوژیکي څيړنو او د انسان پېـژندې د علومو له مخې او یا هم د رادیومتریک تاریخ ښودونې له مخې اټکل کېـږي.

ختیځ ته په نژدې سیمو کې، په ځانګړې توګه په حاصلخیزه کریسنټ سیمه کې، د ایپوپالتیک د دور انتقال ورو ورو د نیوپالتیک دورې ته د شام څخه تر زیګراوس غرونو او د نن ورځې تر ایران پورې د کرنې په واسطه ښودل کېـږي. د نیولتیک دورې مهمه ځانګړنه د کرنې میشت کېدل او ډېریدل و، د دې سربیره له لرګو او ډبرو څخه جوړ توکي او وسلې له هم کارول کېـدی. داسې انګېرل کېـږي چې ګوندی کرنه دې د زرېـزې په پای کې د لومړی ځل لپاره په چین کې پیل شوی وي. بل لورته بیا په اروپا کې د پیولتیک دورې دوام درلود.

نړیوال چاپيریال سمول

د ځمکې پيژندنې د وخت د مقیاس له نظره، د هولسین لومړۍ سټراګرافیک مرحله ( ګرین لینډان دوره ) ده چې تر میلاد ۹۷۰۰ کاله وړاندې څخه ۶۲۳۶ کاله تر میلاد وړاندې پورې دوره په بر کې نیسې چې په دې کې تر میلاد وړاندې ۹۷۰۰ کاله ټول شامل دي. د ګرین لینډان دوره د یونګر ډریس د دورې له پای سره اړیکې لري، همداراز د موسم بدلون د ګنګل دورې څخه تر منځني ګنګل دورې پورې د تودوخې په کچه کې توپیر راوست او ګنګلونه مخ په ویلي کېدو شول تر دې چې د سمندر سطحې هم لوړې شوي. [۱][۲]

داسې انګېرل کېـږي چې د بیرنګ ځمکني پل تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې د سمندر د سطحې د پورته کېدو سره غرق شو، او شمالي امریکا او اسیا یو ځل بیا د بیرنګ د تنګي او چواکي سیند د اوبو په واسطه سره بیل شول. عموما داسې باور کېـږي چې د ګنګل د دورې په ورستیو کې د دې سیمې د ځمکني پل په واسطه د سایبریا له ختیځ څخه شمالي امریکا ته کډوالي وشوه. د امریکا د ګنګل د یخچالونو تر ویلي کېدو یو څه وروسته، د دې سیمې اوسیدونکي د سویل په لور وخوځيدل تر څو په اصلي امریکایانو بدل شي. له هغه وروسته چې دا ځمکني پل د سمندر د اوبو د سطحې د پورته کېدو له امله ډوب شو، نو بیا له سایبریا څخه دې سیمې ته کډوالي ناممکنه شوه. [۳][۴][۵]

د زرو کلونو په اوږدو کې، د اورغوځونې درې ځایونه پېژندل شوي چې د اورغورځوني چاودیدونکي شخاص یې په ۵ درجې ثبت شوي دي. دا ځایونه تر میلاد ۸۷۵۰ کاله وړاندې د کوریا ټاپووزمې په خیتځ کې د اولیونګډ ( عرف الریونګ ) په نوم یو ټاپو کې شتون درلود، بل اورغورځونکي غر د ګریمسټون په شمال ختیځ کې تر میلاد ۸۲۳۰ کاله وړاندې شتون درلود او یو بل اورغورځونکي غر بیا د نیوزلینډ په توپیو کالډایرا سیمه کې تر میلاد ۸۱۳۰ کاله وړاندې موجود و. خو په دې کې تر ټولو لوی چاودیدونکي غر په ګریمسټون کې و چې د اورغورځونې شخاص یې ۶ درجې و او کابو ۱۵ کیلومتره مکعب ( ۳.۶ میله معکب) ټایفهیرا یې تولیدوله. [۶][۷]

نفوس او ټولنې سمول

په حاصلخیزه کریسنټ سیمه کې د نیولتيک دورې له پیل سره، ډېـری وګړي د نړۍ په بېلابیلو سیمو کې په داسې ښکاري ټولنو کې پاتې شول چې ژوند یې په ښکار پورې تړلي و، او دا ځانګړتیا په پیولتیک دوره کې په کلکه پاتې شوه. د نړۍ نفوس تر ډېره باثباته او ورو ورو د ډېرېدو په حال کې و. داسې انګېرل کېـږي چې تر میلاد ۱۰۰۰۰ کاله وړاندې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي و ، چې دا شمېره تر میلاد ۵۰۰۰ کاله وړاندې څلویښت میلیونه وګړو ته پورته شوه او تر میلاد ۱۶۰۰ کاله وړاندې دا شمېر ان تر ۱۰۰ میلیونه وګړو پورې ورسیده. د نیولتیک دورې له پیل څخه د منځني برونز تر دورې پورې د دې ودې کلنۍ اوسط ( ۰.۰۲۷ ) ښودل شوي دي. [۸]

ختیځ ته نژدې سمول

د نهمې زریزې له پیل سره، ګوبلیګي ټیفي ( د نیولتیک دورې لرغونې ځای ) په تیره زریزه کې تر نیول کېدو وروسته یو ځل بیا ونیول شو. دا ځای د اناټولیا په سویل ختیځ کې د حکاکي ډبرو د غونډی یو پټنځای دي چې د نړۍ تر ټولو پخواني میګلټانو ( لویو ډبرې چې په معماري کې ترې استفاده کېـږي ) پکې شتون لري. د ګوبلیګي ټیفي په څیر، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ټیل کارمیل په لرغوني سیمه کې میشتدنه تر میلاد ۹۰۰۰ کاله وړاندې پیل شوه ، چې ممکن د لومړۍ ځل لپاره دا سیمه په تیره زریزه کې نیول شوی وي. په همدې سیمه کې د نیولای کوری مېشتدنه تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې اټکل شوي. بل لورته په حاصلخیزه کریسنټ کې د موربیت او ګنچ داریح د میشته کېدلو نېټه د شواهد له مخکې تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې ښودل کېـږي. د دې زریزې په پای کې، تر میلاد ۸۲۰۰ کاله وړاندې په مرکزي اناټولیا کې د اسکلیا هویک سیمه تر ټولو وړاندې نیول شوي وه ( دا میشته کېدل تر میلاد ۷۲۰۰ کاله وړاندې پورې دوام وکړ ) .[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اروپا سمول

داسې اټکل کېـږي چې د اروپا په ځینو ځایونو کې میشتدنه تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې پیل شوه چې دا میشتدنه د پیولتیک او میسولتیک د دورې د بهترینو ټولنو په توګه هم پيژندل کېـږي. د یارکشایر په شمال کې، د ۲۰۱۸ م کال د رادیو کاربن څیـړنو دا په ډاګه کړه، چې په دې سیمه کې د لومړي ځل لپاره میشتدنه تر میلاد ۹۳۳۵ کال وړاندې او تر میلاد ۹۲۷۵ کاله وړاندې پیل شوي وه، او تر ۸۰۰ کلونو یعنې له ۸۵۲۵ څخه تر ۸۴۴۰ کاله وړاندې پورې یې دوام وکړ. حال دا چې دا ډول میشتدنه شاید د طبعیت پورې اړوند وي، خو په مختلفو دورو کې په شدت سره دوام لري. د سکاټلینډ په کرامونډ لرغوني سیمه کې د لرغون پيژندنې کیندنو تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې د استوګنې شواهد موندلي دي. ممکن د ډنمارک په ایرو کې یو بل استوګنځي جوړ شوي وي. [۱۴][۱۵]

جـاپان سمول

په جاپان کې، د جومن کلتور ممکن د هغه وخت د هونشو سیند سره نژدې د کوچنیو ټولنو له خوا رامنځته شوي وي. همداراز د ( نخي نقاشي بیلګې ) لغت تر ډېره د هغه وخت ځانګړو خټینو لوښو ته اشاره کوي. لکه څنګه چې په هغه وخت کې د ختیڼو لوښو د تویدلو څرخ نه و، نو خټه به د رسۍ په شکل جوړېده او همداسې یو بل د پاسه به ایښودل کېده تر څو لوښي ترې جوړ کړي او وروسته به په ازاده توګه په اور کې اېښودل کېده. په لومړیو کې دا لوښي ساده کاسي او مرتبانونو و خو وروسته هنري شول. د جومون د کلتور د پیل په اړه تاریخونه مختلف دي، چې د ګنګل د زمانې څخه نیولې تر میلاد ۴۵۰۰ کاله وړاندې پورې دا ټول دوره پکې شامله ده. عموما دا منل شوي ده چې دا دوره تر میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې پای ته ورسیده هغه وخت چې د یایوی کلتور یې ځایناستې شو. [۱۶]

امریکا سمول

داسې انګېرل کېـږي چې په شمالي امریکا کې لرغونۍ هندي کلتور ( کلیوس کلتور ) تر میلاد ۸۸۰۰ کاله وړاندې له منځه تللي او نور ډېری محلي کلتورونه یې رامنځته کړي. له دې جملې یو یې د فولسم کلتور دي چې په سترو دښتو کې یې شتون درلود او لرغونتیا یې تر میلاد ۹۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کاله وړاندې ته رسېـږي. د دې کلتور وګړو ښکاري ژوند درلود او یو ډول لوی سڼداګان یې ښکار کول. [۱۷]

په پاتاګونیا کې د فیلاا دود تر زرو کلونو پورې د کیوا فیلاا په لرغوني غارونو کې دوام وموند. د لرغونې هندي کلتور بله لرغوني سیمه د لاس کیوس دره ده چې د لاس تولادس ( سانتا کروز ) د لرغونې سیمې سره نژدې پرته ده، همداراز په دې سیمه کې د ډبرو هنر هم وموندل شو. [۱۸][۱۹]

په مرکزي امریکا کې، د درېو انسانانو فوسیلونه چې تر تاریخ وړاندې پورې اړوند دي ، د مکسیکو د کوینټا روو په چان هول کې د غارونو د موندلو د سیستم له لارې په ۲۰۰۶ کال کې وموندل شول. او تر څیـړنو وروسته ټول فوسیلونه د نهمې زریزې پورې اړوند وبلل شول. [۲۰]

ابتدایه جګړه سمول

د کینیا په ناتاروک کې د جګړې د پیل شواهد موندل شوي چې تر ډېره د جګړې ښکاروندی دي. شاوخوا د ۲۷ کسانو جسدونه وموندل شول چې تر میلاد ۸۵۰۰ کاله وړاندې پورې اړوند دي. د دې سکلیټونو حالت دا په ډاګه کوي چې عامه وژنه تر سره شوی هغه داسې چې لاسونه یې تړل شوي او کوپړي یې په بي رحمه ځواک سره ماتې شوي دي. هغه وخت په افریقا کې د ټولنو وګړي بي کوره وحشي ښکارکوونکي و. [۲۱]

د کرنې وده سمول

د ناتوفي کلتور په شام او پورته بین النهرین کې د حاصلخیزي کریسنټ په سیمو کې، په ځانګړې توګه په اریحا ( تیل ایسلطان ) د اردن په دره کې واکمن پاتې شو. [۲۲][۲۳]

سرچينې سمول

  1. Cohen, K. M.; Finney, S. C.; Gibbard, P. L.; Fan, J.-X. (May 2019). "International Chronostratigraphic Chart" (PDF). International Commission on Stratigraphy. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mike Walker & others (14 June 2018). "Formal ratification of the subdivision of the Holocene Series/Epoch (Quaternary System/Period)" (PDF). Episodes. Subcommission on Quaternary Stratigraphy (SQS). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) This proposal on behalf of the SQS has been approved by the International Commission on Stratigraphy (ICS) and formally ratified by the Executive Committee of the International Union of Geological Sciences (IUGS).
  3. Winter, Barbara. "Bering Land Bridge". SFU Museum of Archaeology and Ethnology. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Elias, Scott A.; Short, Susan K.; Nelson, C. Hans; Birks, Hilary H. (1996). "Life and Times of the Bering Land Bridge". Nature. 382 (6, 586): 60. Bibcode:1996Natur.382...60E. doi:10.1038/382060a0. S2CID 4347413. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Goebel, Ted; Waters, Michael R.; O'Rourke, Dennis H. (2008). "The Late Pleistocene Dispersal of Modern Humans in the Americas". Science. 319 (5, 869): 1497–1502. Bibcode:2008Sci...319.1497G. CiteSeerX = 10.1.1.398.9315 10.1.1.398.9315. doi:10.1126/science.1153569. PMID 18339930. S2CID 36149744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Holocene Volcano List". Global Volcanism Program. Smithsonian Institution. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Grímsvötn". Global Volcanism Program. Smithsonian Institution. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Biraben, Jean-Noël (1979). "Essai sur l'évolution du nombre des hommes". Population. 34 (1): 13–25. doi:10.2307/1531855. JSTOR 1531855. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Oliver Dietrich; Çigdem Köksal-Schmidt; Jens Notroff; Klaus Schmidt (2016). "Establishing a Radiocarbon Sequence for Göbekli Tepe. State of Research and New Data". NEO-LITHICS 1/13 the Newsletter of Southwest Asian Neolithic Research. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Curry, Andrew (November 2008). "Gobekli Tepe: The World's First Temple?". Smithsonian Institution. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mazurowski, Ryszard F.; Kanjou, Youssef, المحررون (2012). Tell Qaramel 1999–2007. Protoneolithic and early Pre-Pottery Neolithic settlement in Northern Syria. Warsaw, Poland: Polish Centre of Mediterranean Archaeology, University of Warsaw. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-83-90379-63-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tobolczyk, Marta (2016). "The World's Oldest Temples in Göbekli Tepe and Nevalı Çori, Turkey in the Light of Studies in Ontogenesis of Architecture". Procedia Engineering. 161: 1398–1404. doi:10.1016/j.proeng.2016.08.600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Thissen, L. 2002. Appendix I, "The CANeW 14C databases, Anatolia 10,000-5000 cal. BC". In "The Neolithic of Central Anatolia. Internal developments and external relations during the 9th–6th millennia cal BC", Proc. Int. CANeW Round Table, Istanbul 23–24 November 2001, edited by F. Gérard and L. Thissen. Istanbul: Ege Yayınları.
  14. "Aeroe History". Aeroe Island. 11 November 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Milner، Conneller او Taylor 2018، صص. 225–244.
  16. Perri, Angela R. (2016). "Hunting dogs as environmental adaptations in Jomon Japan" (PDF). Antiquity. 90 (353): 1166–1180. doi:10.15184/aqy.2016.115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Folsom complex". Edinburgh: Encyclopaedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Carden, Natalia M.; Miotti, Laura L.; Blanco, Rocío V. (June 2018). "New data on the rock paintings of Los Toldos". Latin American Antiquity. Cambridge: Cambridge University Press. 29 (2): 293–310. doi:10.1017/laq.2017.83. S2CID 165615499. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Roosevelt, Anna C. (1990). "Travels and Archaeology In South Chile". The Latin American Anthropology Review. Hoboken, New Jersey: John Wiley & Sons, Inc. 2 (2): 72–74. doi:10.1525/jlca.1990.2.2.72. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Stinnesbeck, Wolfgang; et al. (5 February 2020). "New evidence for an early settlement of the Yucatán Peninsula, Mexico: The Chan Hol 3 woman and her meaning for the Peopling of the Americas". PLOS ONE (په انګلیسي ژبه کي). 15 (2): e0227984. Bibcode:2020PLoSO..1527984S. doi:10.1371/journal.pone.0227984. ISSN 1932-6203. PMC 7001910. PMID 32023279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Handwerk, Brian (20 January 2016). "An Ancient, Brutal Massacre May Be the Earliest Evidence of War". Smithsonian Magazine. Washington, DC: Smithsonian Institution. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Freedman, D. N.; Myers, Allen C.; Beck, Astrid B. (2000). Eerdmans Dictionary of the Bible. William B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼي 689–691. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-08-02824-00-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Bronowski 1973، ص. 65.