تبلیغات په چین کې

تبلیغات په چین کې د چین د کمونیست ګوند (CCP) یا له (تاریخي اړخه) کومینټانګ (KMT) ته راجع کېږي، تر څو کورني او نړیوال افکارد خپلو تګلارو په ګټه تر اغېزلاندې راولي. په چین کې دننه، د ممنوعه لیدلورو سانسوراو د هغو لیدلورو لپاره فعالانه تبلیغ شاملېږي چې د دولت په ګټه دي. تبلیغات د چین د کمونیست ګوند د حکومت د فعالیتونو لپاره مرکزي حیثیت لري. د ژوانچوان (xuanchuan) اصطلاح، د دولت په رسمي چوکاټ کې د بې پلوه او په غیررسمي چوکاټ کې تحقیرونکې معنا لري. د ژوانچوان ځینې نورترتیبونه بیا تبلیغاتو (د بېلګې په توګه: xuānchuánzhàn تبلیغاتي جګړې) او ځینې یې (xuānchuán méijiè  ډله ییزو رسنیو یا تبلیغاتي وسایلو) ته اشاره کوي، خو یو شمېر نور یې بیا مبهم دي ( xuānchuányuán  تبلیغچي، مبلغ).[۱][۲][۳][۴][۵]

تبلیغات په چین کې
نور اړين مالومات
برخې

تبلیغاتي لارې چارې، د چین د تاریخ په لومړیو دورو کې هم پلټلای شو، خو په شلمه او یووېشتمه پېړۍ کې د ډله يیزو رسنیو او مستبد حکومت له امله، ډېراغېزناک و. د کومینټانګ (د چین نشنلیست ګوند) په کنټرول کې د چین د تبلیغاتو پخوانۍ وسیله، د چین جمهوري حکومت ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې هم یوه مهمه وسیله وه، چې په ۱۹۴۹ز کال کې یې د چین له اصلي خاورې ټایوان ته په شاتګ وکړ. کله چې د چین کمونیست ګوند په چین کې واک تر لاسه کړ، نو د ماوو په وخت کې تبلیغات، حکومت او د رهبرانو تګلارو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د خلکو د کمپاینونو له لارې کارېده. دا لومړی ځل و چې د چین کمونیست ګوند په بریالۍ توګه او په عصري بڼه، د خلکو د تبلیغاتو له تکنیکونو څخه کار واخیست او هغه یې د هېواد له اړتیاوو سره چې زیاتره وګړي یې کلیوالي او نالوستي وو، پلی کړ.

نن ورځ تبلیغات په چین کې، په معمول ډول د اقتصادي پراختیا او د چینايي ملتپالنې له لارې ښودل کېږي.[۶]

تاریخ

سمول

د جمهوريت غوښتنې دوره

سمول

دا چې په دغه وخت کې ملي حکومت کمزوری و، نو په اغېزمنه توګه سره سانسور یا د تبلیغاتي کارونو تر سره کول ستونزمن کار و، خو بیا هم، په چین کې د فلم د تولید او خپرولو د کنټرول لپاره یو دفترجوړشوې و. همداشان، هغه ورځپاڼې چې د مرکزي حکومت لپاره مطلوبې نه وي، د هغو مسؤلین به په قصدي توګه سره ځورول کېدل. د شمال پر لورې له لشکرکشي وروسته، د مرکزي حکومت ځواک یو دم زیات شو او تبلیغاتي کمپاینونه لا ډېراغېزمن شول. د چین د کورنۍ جګړې په مهال تبلیغات، ټول د چین د کمونیست ګوند او جاپانیانو په خلاف تر سره کېدل.[۷]

د ماوو دوره

سمول

د چین د کمونیست ګوند د تبلیغاتو سیستم کولای شو، د یانان د سمون په غورځنګ او هلته په تر سره شوو اصلاحي حرکتونو کې وپلټو، چې له هغه وروسته دا د ګوند په کمپاینونو کې پر کلیدي میکانیزم باندې واوښت. ماوو په صراحت سره په ۱۹۴۲ز کال کې د « یانان هنراو ادبیاتو په ټولنه کې د خپلو خبرو په مهال» د کلتور سیاسي رول بیان کړ. تبلیغاتي سیستم چې د چین د کمونیست ګوند د« کنټرول سیستم» مرکزي برخه ګڼل کېږي، زیاتره د شوروي، نازیانو او نورو مستبدو حکومتونو له تبلیغاتي لارو چارو کار اخلي. دا د خلکو د منظم کولو او تلقین لپاره د لینینیستي افکارو« د لېږد کمربند» و. ډېوېډ شامباغ وايي چې: تبلیغات او تلقین د ماوویسټ چین یوه له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي؛ د چین کمونیست ګوند د «فکر کنټرول» له بېلابېلو تکنیکونو څخه کار اخیستی، له هغې ډلې« دافکارو اصلاح»، د داسې الګوګانو جوړول، تر څو هغه خلک خپل سرمشق وګرځوي، د خلکو د منظم کولو کمپاینونه، د روزنیز سیستم او رسنیو کنټرول، د لاوډسپیکرونو له لارې تبلیغات او داسې نور. په داسې حال کې چې په ښکاره یې د یوه « خیالي کمونیست» ارمانونه لرل، خو زیاتره تمرکز یې پر دې و، تر څو د خلکو په منځ کې خپل دښمنان وپلټي. د هڅوونې یا قناعت ورکولو وسیلې، زیاتره ډېرې له تاوتریخوالې ډکې وي.«داسې دقیق اعمال چې له طبقاتي مبارزې څخه لري وي».[۸][۹][۱۰][۱۱]

د کانټربیري پوهنتون د سیاسي علومو او اړیکو د پوهنځي د ښوونکي، پوهنوالې اني- ماري براډي په وینا: د چین د کمونیست ګوند تبلیغات او فکري کار (sīxiǎng gōngzuò 思想工作) له دودیزه اړخه تر هغه څه چې د رسنیو د کارپوهانو له خوا تعریف کېږي، یو ډېر پراخ تصور لري. چینايي مبلغینو له ۱۹۴۹ز کال راهیسې په چین کې له هر ډول د لاسرسي وړ ارتباطي سرچینو څخه کار اخیستی، چې له هغې ډلې کولای شو، فلم او تلویزیون، ښوونیز نصاب او څېړنې، چاپي رسنۍ، لکه: ورځپاڼو او پوسټرونو، کلتوري هنرونو، لکه نندارې او موسیقي، شفاهي رسنۍ ،لکه د ماوو د خبرو یادول او همداشان د افکارو ا صلاح او د سیاسي مطالعې ټولګي یاد کړو. [۱۱]

د چین مرکزي تلویزیون په دودیزه توګه، د تلویزیوني تبلیغاتو لپاره د یوه ملي اصلي کانال په توګه عمل کاوه، په داسې حال کې چې د

( Daily People ) ورځپاڼې بیا په چاپی تبلیغاتو کې فعالیت درلود. د مېرمن براډي په وینا: د ماوو په دوره کې د تبلیغاتو او فکري کار یوه ځانګړې ځانګړنه،« د لیکونکي پلاوي واکمني» وه. په( Daily People ) ورځپاڼه کې سیاسي کمپاینونه، د مقالو او سرلیکنو له لارې ترسره کېدل چې نورې ورځپاڼې به هم په دې ډول سره چاپېدلې. کاري واحدونو او نورو سازماني سیاسي څېړندویو ډلو به دغه مقالې د سیاسي مطالعو د سرچینو په توګه لوستې او په چین کې هغه مهال د ورځپاڼې لوستل« سیاسي مکلفیت» ګرځېدلی و. ماوو د رسنیو لپاره د لینین ماډل کاراوه، چې له هغو څخه به یې د خلکو د تبلیغاتو، اندېښنو او سازماندهي لپاره کار اخیست. [۱۱]

د کلتوري انقلاب په درشل کې، د چین د خلکو د جمهوريت تبلیغات د ماوو تسه تونګ د شخصیت د لوړاوي او په ملي کمپاینونو کې د خلکو د پراخ ګډون د منظم کولولپاره ډېر زیات مهم و. پخوانیو تبلیغاتو هم د چین خلک هڅول، تر څو د حکومت له خوا د منل شوو ماډل کارګرانو او سرتیرو تقلید وکړي، لکه لي فینګ، د چین د کورنۍ جګړې اتل ډونګ کونروی، د کوریا د جګړې اتل یانګ جنسي او کاناډايي ډاکتر نورمان بیتون چا چې د چین د کمونیست ګوند له اتمې لارې پوځ (Eighth Route Army) سره د چین او جاپان په دویمه جګړه کې مرسته وکړه. همداشان د درېیمې نړۍ انقلابیان او نږدې بهرني متحدین لکه البانیا او شمالي کوریا به یې ستایله، په داسې حال کې چې امریکايي «امپریالیستان» او شوروي «تجدیدنظر غوښتونکي» (چې د چین او شوروي په بېلیدو سره د هغو کسانو په سترګه ورته کتل کېدل، چا چې مارکسیزم-لینینیزم ته خیانت کړی و) به یې تحقیرول. [۱۲]

د باربارا میتلر په وینا: د ماوو تبلیغاتو د زیاترو چینایانو لپاره له تاوتریخوالې او تور نه ډکې خاطرې پرېیښې دي او د هغوی رواني فشارونو، زیاتره د جنون او مرګ تر کندې ورسول، خو نن ورځ د ماوو تبلیغات د چین د کمونیست ګوند له خوا نه کارول کېږي، بلکې په پراخه کچه د سوداګریزو نوستالژي مقاصدو لپاره کارول کېږي.[۱۳][۱۴]

عصري دوره

سمول

په ۱۹۷۶ز کال کې د ماوو په مړینې سره، تبلیغاتو د څلورم بانډ د شخصیت پر بد معرفي کولو پیل وکړ، چې د کلتوري انقلاب په برخه کې په افراط کولو باندې ګرم پېژندل شوي وو. د ډنګ شیاوپینګ له خوا د اقتصادي سمونونو او عصري کېدو د دورې په پیلیدو سره، تبلیغاتو « د چینايي ځانګړنو لرونکي سوسیالیزم» پر دودولو کار پیل کړ. له ماوو څخه وروسته، لومړنی کمپاین په ۱۹۸۳ز کال کې د معنويانو ضد ککړتیا کمپاین و.

په ۱۹۸۹ز کال کې د تیانمین ډګرلاریونونه، د چین د کمونیست ګوند د زیاترو مشرانو لپاره اشاره وه چې د تبلیغاتو په سکټور کې لیبرالیزاسیون ډېر وړاندې تللی دی او ګوند باید چې پر خپله ایډیالوژي او د تبلیغاتو پر سیستم باندې له سره کتنه وکړي. [۱۵]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Brady, Anne-Marie (2006). "Guiding Hand: The Role of the CCP Central Propaganda Department in the Current Era". Westminster Papers in Communication and Culture. 1 (3): 58–77. doi:10.16997/wpcc.15.
  2. Shambaugh, David (Jan 2007). "China's Propaganda System: Institutions, Processes and Efficacy". China Journal. 57 (57): 25–58. doi:10.1086/tcj.57.20066240. JSTOR 20066240. S2CID 140932475.
  3. Mitter, Rana (2003). Nicholas J. Cull; David Colbert; David Welch (eds.). Entry on "China" in Propaganda and Mass Persuasion: A Historical Encyclopedia, 1500 to the Present. ABC-ClIO. pp. 73–77. ISBN 9781576078204. OCLC 51779499.
  4. Kingsley Edney (2014), The Globalization of Chinese Propaganda: International Power and Domestic Political Cohesion, Palgrave Macmillan, pp. 22, 195.
  5. Translations from John DeFrancis, ed. (2003), ABC Chinese-English Comprehensive Dictionary, University of Hawaii Press, p. 1087.
  6. Link, Perry; Kurlantzick, Joshua (2009-05-25). "China's Modern Authoritarianism". The Wall Street Journal (په انګليسي). ISSN 0099-9660. نه اخيستل شوی 2020-06-14.
  7. Shuge Wei (5 September 2017). News under fire: China's propaganda against Japan in the English-Language Press, 1928-1941. ISBN 9789888390618. OCLC 1039082220.
  8. Teiwes, Frederick C. (1993). "1,2". Politics and Purges in China: Rectification and the Decline of Party Norms, 1950-65 (2nd ed.). Armonk: M. E. Sharpe. ISBN 978-1563242274. OCLC 925200696.
  9. Solomon, Richard H. (1971). Mao's Revolution and the Chinese Political Culture (په انګليسي). University of California Press. ISBN 978-0-520-02250-8. OCLC 916968066.
  10. Schurmann, Franz (1968). Ideology and Organization in Communist China (2d ed., enlarged ed.). Berkeley: University of California Press. ISBN 0-520-01151-1. OCLC 174950.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Brady, Anne-Marie (2008). Marketing Dictatorship: Propaganda and Thought Work in Contemporary China. Rowman & Littlefield. p. 1. ISBN 978-0742540576. OCLC 968245349.
  12. Landsberger, Stefan R. (2010), Stefan Landsberger's Chinese Propaganda Poster Pages.
  13. Mittler, Barbara (2008). "Popular Propaganda? Art and Culture in Revolutionary China". Proceedings of the American Philosophical Society. 152 (4): 466–489. ISSN 0003-049X. JSTOR 40541604.
  14. Gunde, Richard. [2002] (2002) Culture and Customs of China. Greenwood Press. ISBN 0-313-30876-4
  15. Fenby, Jonathan (2009). The Penguin History of Modern China: The Fall and Rise of a Great Power, 1850 to the Present. pp. 677–678. ISBN 978-0141975153. OCLC 985718800.