بسم الله الرحمن الرحيم اول فصل د تبشير پيژندنه لمړي مبحث : د تبشير لغوي تحقيق: تبشير د بشريبشر (نصرينصر ) د باب څخه دي په لغت کې هغه خبر ته وايې چې خوشحالى راولى. لکه چې الله رب العزت فرمايې (فبشرناه بغلام حليم ) الايه ژباړه :- زيرى ورکړ مونږ هغه ته په هلک صبرناک سره ( ) مطلب دا چې الله (ج) فرمايې مونږ ابراهيم (ع) ته په خوشحالوونکې خبر سره زيرى ورکړ چې هغه د بوډاتوب په سن کې دبچي پيدا کيدل وو . کله کله د تبشير کلمه شر او بد خبر په معنې هم راځې لکه الله (ج) فرمايې (فُبشر هم بعذاب اليم ) ژباړه( پس زيرى ورکړه دوى لره په عذاب دردناک سره ) ( ٢) د تبشير کلمه چې کله مطلقه ذکر شي نو بيا د خير په معني سره استعماليږي او که چيرته ور څخه بله معنى مراد وي نو بيا يې مقيد کولو ته ضرورت پيښيږي.(٣ ) اما فخر الدين الرازي وايې : تبشير د عرف په اعتبار سره خوشحالونکي خبر ته ويل کيږي اصل پدې کلمه کې د ادې چې هغه خبر چې د مخ ( شکل) په تغيرولو کې تاثير

ولري او د مخ (شکل) تغير کيدل د غم او خفګان په خبر سره هم حاصليږي لکه څنګه چې د خوشحالۍ په خبر سره په مخ کې تغير راځې .(١) د مبشرات هغه بادونه دي چې د اورښت زيري ورکوي دغه رازد هغه خوبونو ليدلو ته هم مبشرات ويلى شو چې د يو چاپرنيکمرغه کيدلو دلالت کوي .( ) اودتبشير معنى علامه زبيدي په تاج العروس کې داسې کړيده . التبشير الخبرالذى يفيد السرور الاانه بحسب اصل اللغة (عبارة عن الخير الذي يؤثر فى البشرة تغيرا ) (٣) تبشير هغه خبر ته ويلى شي چې خوشحالتيا راولي مګر دلته د بنسټ او اصل په اعتبار ، له هغي ښيګړي او خير څخه عبارت دي چې په بڼه کې بدلون او تغير راولي . او دغه د څيري او بڼي بدلون په غم او خفګان سره هم رادرومي چې پدې توګه د تبشير لفظ په دواړه ډولونو کې حقيقت دي . دوکتور علي جريشه وايې چې دايو خبر دى چې تاثير کوي په مخ باندې او داد خوشحالى لپاره راځې لکه څرنګه چې د خفګان لپاره راځې مګر استعمال يې په خوشحالى کې ډېر دي .(٤)


دوهم مبحث : د تبشير اصطلاحى تعريف: ١) استاد عبدالرحمن د حنبکه الميدانيى د تبشير اصطلاحى معنى داسې کړيده . د تبشير د کلمى يا لفظ اطلاق د کليسا په هغو کارونو او فعاليتونو باندې کيږي چې د غير نصراني وګړو او په خاصه توګه د مسلمانانو په نصرانيت کې د اخيليدلو لپاره ترسره کيږي.(١) ٢) دوکتور على جريشه د تبشير داسې تعريف کړيدي : تبشير د مسيحيانو د تعليم او ددين د دعوت لپاره هغه اسم دي چې صليبانو دغه نوم د مسيحيت د نشرولو په خاطر ايښودي دي (٢) ٣) معجم الوسيط کې د تبشير داسې تعريف شويدي :التبشير: الدعوة الى الدين (محدثة ) يعنې په نوي اصطلاح کې تبشير دين ته دبلني او دعوت په معني دي . ٤) تبشير يو دينې ، سياسي ، استعماري حرکت دي چې د صليبي جنګونو د ناکامۍ څخه وروسته منځته راغلى ددې هدف لپاره چې په دريمه نړۍ کې په عامه توګه او په اسلامي نړۍ کې په خاصه توګه د نصرانيت نظريه خپره کړي او په دغه ولسونو خپله ولکه ټينګه کړي يو بل تعريف چې جامع تعريف دي د تبشير لپاره هغه داسې دي چې دا يودينې ، سياسي ، اقتصادي ،استعماري حرکت دې چې د نصراني اوغير نصراني ډلو د نصراني کولو پخاطر راولاړ شويدي . يا دهغو ډلو چې حق باندې ......

ولاړي وي د حق څخه دليري کولو پخاطر يا ددغو ډلو د ملحد کولو لپاره منځته راغلي او په دغو ډلو باندې په مختلفو لارو خپل حکم او غلبه قايمه کړي . د تعريف تحليل :- ١) دينې حرکت دي پدې معني سره چې څوک چې نصرانيان ندي دوي غواړي هغه په نصرانيت کې داخل شي هغه نصرانيت چې په هغه کې د عيسى (ع) اسمان ته د تلو څخه وروسته ډېر تبديل او تحريف رامنځته شوي .٢ محمد فريد وجدي وايې چې نصرانيت ته دعوت د نصرانيانو خپل ابتکار دي په مخکې دين کې دي لپاره کوم اثرات نه وو ......

	خو تميم عبدالوهاب عبدالکريم وايې دا خبره سمه ده  چې نصرانيت ته دعوت  مخکې موجود نه وو او داددې نصرانيانو بدعت دي ځکه چې د نصرانيت دعوت د عيسى (ع) کار وو( ٣) .

منير البعلبکى وايې چې نصرانيت ته دعوت ددوي هدف دي ځکه ددوې په عقيده انجيل کې نصرانيانو ته ددين د دعوت امر شويدى(٤) ٢) سياسي حرکت دي ځکه د تبشير هدف په يو شکل د اشکالو د ځوان نسل ددماغو مينځل او غربي نړۍ د ټولي دنيا واکداران ګرځول استاد محمود محمد شاکر وايې چې تبشير په حقيقت کې د اسلامي هيوادونو د ښکيل کولو لپاره بهترينه وسيله ده د هيوادونو د استعمار لپاره .٥


٣) اقتصادي حرکت دي ځکه د تبشير هدف دادي چې غربي نړۍ ته اقتصادي ښکلا نصيب شي او د نورو ملکونوزيرمي او مواد غلا کړي په دې خبري تاريخ ګواه دي چې غربي ملکونو به د خپل اقتصادي بازارونو د پيدا کولو لپاره په نورو ملکونو حملي کولي او اوس يې هم کوي . ٤) استعماري حرکت دي پدې معنې چې نصرانيان يو ملک ته پدې خاطرنه ورننوځي چې هغه ملک جوړ کړي بلکي ددې لپاره په يو ملک حمله کوي چې هغه ملک کې نصرانيت خپور شي . او داد دوي د مهمو هدفونو څخه دي لکه د دوى په يو کتاب (الغارة على العالم الاسلامي ) الغارة کې داسې وايې انى احاول ان انقل المسلم من محمد الى المسيح ) يعنې مونږ غواړو چې خلک د حضرت محمد (ص) ددين څخه مسيحيت ته واړو .١ . کوم ځوانان چې دوي د خپل جال لاندې ګير کړي نو هغوى دخپل نفس په مصلحت باندې نه پوهيږي د ماشوم په شان چې د روزني محتاج وي نو په نتيجه کې د سمي لاري څخه بي لاري شي . ٥) د نصراني او غير نصراني ډلو د نصراني کولو تنظيم دي. ځکه د دوي وظيفه دانده چې غير نصراني دي نصرانيت کې داخل شي بلکي د يوکليسا تابعدار غواړي د بلي کليسا تابعدار ته دعوت ورکړي او ددوي د کليسا غړي شي .


د مسلمانانو په هکله د دوي دنده داده چې په نصرانيت کې داخل شي که امکان موجود وي او که چيرته د مسلمان د نصراني کيدو امکان نه وي بياد دوي کوشش داوي چې مسلمان د اسلام څخه فاصله پيدا کړي که څه هم نصراني نشي . (١) تردې ځايه مونږ د تبشير لغوي او اصطلاحي تحقيق او څيړنه وکړه ( خو هغه کوم نوم دي چې دوي په هغه نوم ياد شي ) دا مناسبه نده چې دوي ته مونږ پدې وجه چې خلک نصرانيت ته دعوت کوي د تبسيريانو بل ښه نوم استعمال کړو تبشيريان ورته په هغه وخت کې ويلى شو چې مونږ خلک د دوي د شر څخه خبروو(٢)، پدې کې هيڅ شک نشته چې عيسى (ع) د الله رب العزت له طرف مبشر ؤ. لکه الله (ج) فرمايې (رسلا مبشرين ومنذرين ) الاية ( ٣ ) ژباړه : رسولان چې زيري ورکوونکي او يره ورکوونکي دي او عيسى (ع) ددغي رسولانو د جملي څخه يو رسول دي . قرانکريم چې د ځمکې پر مخ باندې ددې څخه ريښتينې کتاب نشته دوي د نصرا اهل الانجيل ، اهل الکتاب په نومونو سره ياد کړي قرانکريم دوي ته مبشرين ندي ويلى او نه نبى ص دوي ته دغه نوم استعمال کړيدي . او نه اصحابه کرامو دوي ته نوم استعمال کړيدي . فلهذا مونږ ته توقف په کار دي او په هغه نوم سره بايد دوي مسمى کړو په کومو چې قرانکريم نومولي دي( ٤).


دريم مبحث : د تبشير  تاريخى پس  منظر 

١. د تبشير پيدايښت : د اسلام سره د اهل کتابو (يهودو او نصاراو ) دښمنې د هغه ورځې نه پيل شوي د کومې ورځې نه چې اسلامي دعوت پيل شوى . خو د نصرانيانو دښمني او کرکه بيا هغه وخت لاپسي زياته شوه کله چې هغوي په صليبي جنګونو کي د مسلمانانو په وړاندي د ماتي سره مخ شول ، ددغه نه هيريدونکي ماتي په پايله کې هغوي تصميم ونيو چې د اسلامي نړۍ پر خلاف دوسله وال جنګ پر ځاى فکري جنګ ته لاس واچوي همغه ؤ چې د تبشير لپاره يې پلان جوړ کړ او بيا يې په اسلامي ټولنو کې ددې هدف لپاره کار شروع کړ چې مسلمانان د اسلام څخه نصرانيت ته او يا هم لږ تر لږه هغوي د خپل دين څخه بل دين يا کفر او الحاد ته واړوي. د تبشير د تاريخى شاليد په برخه کې به غوره داوي چې پدې اړه خپله د نصرانيانو ليکنو ته مراجعه وکړو تر څو معلومه شي چې د تبشير تحريک کله ، څرنګه شروع شو اولمړي مبشر څوک ؤ . د پروتسانت ډلي منونکي (ادوين بلس ) په خپل کتاب ( ملخص تاريخ التبشير) کې ليکي چې : ريمون لول هسپانوي لومړنى شخص ؤ چې د صليبي جنګونو د ماتي نه وروسته يې د تبشير کار پر خپله غاړه واخېست هغه لومړي په ډېر زيار سره عربي ژبه زده کړه او بيا يې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو پوهانو سره بحثونه او مناقشي شروع کړي ( ١)


نوموړى ليکوال بيا په منځينو پيړيو کې هند او سند ټاپوګان ته د تبشيرى ډلو ليږدولو او له همدغه وخت نه د مسلمانانو او مبشرينو د اختلاط په اړه هم څرګندونه کړي او پدې برخه کې يې د هالنډ زياتو هلو ځلو ته هم اشاره کړي نوموړي وايې: په ١٦٦٤ م کال دويتز هڅه وکړه چې د تبشيريانو د روزنې لپاره يو مرکز جوړ کړي خو نوموړي پخپل تصميم کې ناکام شو . همدا ډول بلس ليکي چې مسټر کارلي يواځينې شخص ؤ چې د تبشير په خپرولو کې يې د لومړيتوب مقام تر لاسه کړ . نوموړي د ډېرو علومو تر څنګ د لاتينيانو ، يونانيانو ،هالنډيانو ، فرانسويانو او عبرانيانو ژبي زده کړي بيايې د خپلو ليکنو له لياري تبشيرى هلو ځلو ته خلک وهڅول د هغه ليکنې په اروپا کې ښه استقبال شوي چې په نتيجه کې ډېرو خلکو سره مالي مرستي وکړي بيايې هند ته سفر وکړ هلته يې خپلي تبشيرى سرګرمۍ تنظيم کړي ، په اروپا کې به ورته خپريدلى او د مشخصو مؤسسو لخوا به ورته ليږل کيدلى . بيايې د مبشرينو د ليږلو غوښتنه هم وکړه لنډه دا چې په ١٧٩٥ م کال د لندن تبشيرى ټولنه جوړه شوه ، لدى وروسته په سکاتلنډ او نيويار ک کې ديته ورته نوري ټولني هم جوړي شوي پدې ترتيب د مسيحيت د خپرولو (تبشير ) فکر په المان ، ډنمارک ، هالنډ، سويډن او سويس کې په عام ډول خپور شو . دا چې تبشيريانو لومړى هدف په اسلامي نړۍ کې د مسحيت خپرول ؤ د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره يې اسلامي نړۍ کې بېلابېلي تبشيرى څانګې پرانستي او د تعليم ، صحى او مالي مرستو له ليارى يې په اسلامي نړۍ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ .(١) د تبشير د پيدايښت په هکله استاد علي جريشه وايې چې تبشير د استشراق څخه وروسته منځته راغلي ځکه استشراق د صليبي جنګونو څخه دمخه رامنځته شويدي خو کله چې صليبى جنګونه د ناکامۍ سره مخ شو د اسلامي امت په خلاف د لومړي ځل لپاره د ١٢٦٦ هـ کال کې چې د ١٨٥٤ م کال سره سمون خوري تبشير خپل کار پيل کړ . (١ ) ب. د تبشير مؤسس او د تاسيس لومړي مرکز :- د تبشير د بنسټ کيښودو لومړي مرکز البانيه ده . يعنې په ١٨٥٤ ع کال دغه طاغوتي تحريک په البانيه کې په منظم ډول پيل او خپلو کړونو ته يې دوام ورکړ . مخکي مونږ پدي هکله د نورو ټولنو يادونه هم وکړه خودا مرکز لوي او عمومي مرکزؤ او د همدي څخه په منظم ډول کار شروع شو . او د تبشير لومړي بنـسټ کيښودونکي د البانيه مشهور فيلسوف راجربيکن ؤ ، که څه هم د تبشير لومړي مفکر د مسيحي کاتوليکانو مشهور پاپ قديس بطرس دى . دى په ١٢١٣ م کال کې د جنګ په بدل کې د اسلامي امت د مصنوعي تباه کولو لپاره د تبشير د تحريک نظريه څرګنده کړي وه خو په هغه وخت کې د نوموړي دغه نظريې ته چا ارزښت ورنه کړ . مګر شپږ سوه کاله وروسته دغه نظريه مسيحي فيلسوف راجريبکن تر څېړنې لاندې ونيوله او ددې نظريې ته يې عملي بڼه ورکړه اوپه ١٨٥٤ ع کال يې د تبشير بنسټ په منظم ډول کيښود او په رسمي توګه يې د مسلمانانو په خلاف دغه تحريک پيل کړ نو له همدي کبله راجريبکن د تبشير مؤسس ګڼل شويدي.(٢)


ج- د تبشير نړيوال رئيس :- د تبشير اوسني نړيوال لارښود او رئيس مشهور يهودي مستشرق صموئيل زويمر دى. زويمر د تبشير او استشراق د مخکښو کسانو څخه شميرل کيږي او د اسلام پر ضد يې زيات کتابونه او مقالي ليکلي دي . د زويمر د اسلام دښمنو زياتو فعاليتونو د تقديرولو ، ستايلو او دده د تبشيري هلو ځلو د تقديرولو لپاره په امريکا کې امريکايانو د زويمر په نوم د لاهوتي مطالعي په نوم يو مرکز جوړ کړي چې اوس په دغه مرکز کې د مسيحيت مبلغين او دعوتکوونکي روزل کيږي او بيا اسلامي هيوادونو ته د مسلمانانو د مسيحي کولو لپاره ليږدول کيږي . او په اسلامي هيوادونو کې د تبشيرى فعاليتونو مسؤليت همده ته سپارل شويدي همدلته ورته پلانونه جوړيږي او بيا يې خپلو مسيحي دعوت کوونکو ته ورکوي تر څو هغو يې په اسلامي هيوادونو کې پلي کړي. د استشراق او تبشير د دواړو مشري او رياست يهوديان کوي .د استشراق مشر او رئيس ګولډ زيهر يهودي او د تبشير رئيس زويمر يهودي دي .(١)


څلورم مبحث د تبشير او استعمار تر منځ تړاو استعمار او تبشير يو له بل سره ډېر کلک او مضبوط تړاو لري . دوي يو د بل په مرسته خپل فعاليتونه او کار مخ په وړاندې وړي. په اسلامي هيوادونو کې استعمار وکولاى شو تر څو د تبشير (مسيحيت تبليغ) لپاره زمينه برابره کړي او خپل قانون مسيحي قواعد په خلکو باندې د برچي په زور تحميل کړي او تر ډېره په خپل دغه ناولۍ هدف کې کامياب شوي هم دي . لکه په زياتو هيوادونو کې د برچي په زور عقايد په خلکو منل او په خلکو يې زور واچوه تر څو عربي ژبه او اسلامي تهذيب او ثقافت پريږدي او غربي تهذيب ومني. دا خبري مسيحيت ته د بلونکو د هغه وثيقو او سندونو څخه چې خپاره شويدي ډېر ښه څرګنديږي ، چې دوى پکې خپلې نظريې ورکړيدي پدې هکله يو امريکايې مشر جلک مندلسون وايې ( د مبشيرينو کوښښوونه او هڅي د مسيحيت د ګټو لپاره ندي پياوړي شوي بلکي د استعمار او د خلکو د غلام کولو او د خلکو څخه د خدمت اخيستلو لپاره پياوړي شويدي). د فرانسي يو پاچا پدې هکله داسې ويلى دي ( دين د ټولو خلکو لپاره ضروري دي مګر ضرورت او اړتيايې په هغه مستعمر هيوادونو کې زياته ده په کومو کې چې غلامان اوسيږي چې ددغسې خلکو لپاره د مسيحيت څخه بل ښه ژوند نشته .) د فرانسي د جنګ دفاع وزير په خپله يوه ليکنه کې چې يو حاکم ته يې ليکلي وه داسې څرګندونه کړيده په مبشرينو باندې فرض او لازم دي چې دا نجيل د قواعدو د شرحه کولو په مهال هغه څه ونه وايې چې د استعمار د مضبوطو بنسټونو سره په ټکر کې راځې .(١) همدارنګه مسيحيت ته د بلني تحريک تبشير ، د خلکو په مسيحي کولو کې د استعمار د قوت نه کار اخستي او هغوى خپلو هدفونو ته د رسيدلو پخاطر باندې يې استعمار ګټور بللي دى او د مستعمرينو لپاره يې تبشير يوه اسماني ورکړه او کومک بللى دي (٢) .

پنځم مبحث : دتبشير او استتشراق ترمنځ فرق : که څه هم دهدف له نظره استشراق اوتبشير يو دي اوهم دا دواړه داسلام پر ضد حرکتونه يوه سرچينه لري ، مګر دکړووړو اوفکري اسلوبو له مخي دواړه بيلا بيل دي اود فعاليت برخي يې يوه له بلي څخه ځانګړي اوجلا دي ، اوددواړو ترمنځ زيات توپير موجود دي. چې په لاندي ډول يې خلاصه کولي شو: داستشراق اوتبشير فرق داسلوبو اوفعاليت په اعتبار دادي چې استشراق د اسلامي امت فکري استعمار په علمي اواکاډميکه طريقه کوي. دروڼ انديو اوخواصو دګمراه کولو په لاره کې هلي ځلي کوي، په کتابونو ، کنفرانسونو ، مناظرو اوبحثونو کې هغوي ته تيرايستونکي اوله حقيقت څخه ليري دليلونه اوبي اساسه فلسفې وړاندي کوي او کوښښ کوي چې په علمي اوتعليمي ډګر کې زيات نفوذ وکړي. خو تبشير بيا خپل دمسيحيت بلنه داسلامي امت په عامو خلکو اوکوچنيانو کې پرمخ وړي اوکوښښ کوي چې عام خلک اوکوچنيان مسيحيت ته واړوي ټوله اتکاء يې پرعقل باندي وي اودفعاليت محور يې عاميانه دليلونه اومثالونه وي چې دعوامو خدمت کول اوله مختلفو لارو څخه دهغوي سره مالي مرستي کول اوداسي نور يې پدي لار کې وسايل دي.(١)


دويم فصل د تبشير نړيوالي غونډى او مرحلي تبشير له پيل څخه تر نن پورې له دريو مرحلو څخه تير شوې دې ، چې هرې يوى يې خپل ځانګړي موخې او هدفونه درلودل چې هغه پدې توګه دي: لومړى مرحله : د مسلمانانو مسيحي کول دويمه مرحلـه : له اسلام څخه د مسلمانانو ويستل دريمه مرحله  : له اسلام څخه د مسلمانانو لرې کول اول مبحث د تبشير مرحله مسلمانانو مسيحي کول دا مرحله د صليبي جنګونو له پاى څخه شروع کيږي ، او په غالب ګومان تر کال ١٩٠٦ زيږيديز په قاهره کې د تبشير لومړې غونډي سره پاى ته رسيږي. پدې مرحله کې مسحيت د بلونکو هڅه او کوښښ داوؤ چې مسلمانان له خپل دين څخه واړوي او په مسيحيت کې يې داخل کړي. لکه څرنګه چې يو ميسحي دعوتګر وايې ( زه هڅه کوم چې مسلمان د محمد (ص) له دين څخه مسيح ته واړوم) ،( د عربو ټاپوزمه چې د اسلام ځانګو ده د ميسحيت لپاره هميش خطر او ګواښ دې .) کله چې قران ؤ مدينه ، اومکه دعربو له هيوادونو څخه پټ شي نو بيا مونږ ته ممکنه ده چې عربي وګړي د مذهبي ټولنې په لور په تدريج سره روان کړو .) سره لدې چې د مسلمانانو د مسيحي کولو په خاطر تبشريانو ډېر انسانان او مالونه په کار واچول خو نتيجه يې يې ډېره کمه وه ، چې ددې ټولې مرحلي(٥ پيړيو په اوږدو کې ) د شلو شاوخوا مسلمان په مسيحيت کې داخل شو . او وروسته له پلټنى څرګنده شو چې دهغوي اکثريت له هغو خلکو څخه ؤ چې په مسلمانو ټولنو کې يې دورک شوو او ضايع شوو حيثيت درلود . يواځې يو حالت داسې ښودل شوې دې چې يوې مسلمانى پيغلي پخپلى راى او اختيار سره مسيحيت ومنلو، او دا هغه پيغله وه چې يو نصراني ځوان دوکه کړې وه نو کله چې له خپل اسلامي ټاټوبي څخه ووتله خپل دين يې پريښود او په نصرانيت کې داخله شوه .(١) دويمه مرحله له اسلام څخه د مسلمانانو ويستل کله چې تبشيريان د مسلمانانو له نصراني کولو څخه مايوسه او ناهيلي شو ، نو پخپلو کې يې يو بل ته ددې توصيه وکړه چې نور نو بايد د مسلمانانو تړاو او رابطه له خپل دين سره وشلوو . هغوى به داويل چې مونږ ته دا مهمه نده چې يو مسلمان دي حتما په مسيحيت کې داخل شي ، بلکې له خپل دين څخه په وتلو ، او د خپل کتاب د تعليماتو په پريښودلو زمونږ هدف ترلاسه کيږي . ددې هدف او موخې لپاره د تبشيريانو په وينا کې ډېرى بيلګې شته دي . د قاهرې په غونډه (١٩٠٦م) کال کې کروفورد وويل: مسلمانان له هغه څه اقتباس او اخستنه کوي چې پوهه او شعور ورباندې نلري. هغوي خپله نيمايې تګ لاره له نصراني تهذيب څخه اخلي او په خپلي ټولنيزې ودې او پرمختګ کې يې ورننباسي ،تر څو چې مسلمان ولسونه له انجيل سره د تړاو لرونکو افکارو او هدفونو په لور په تدريج سره حرکت کوي نو په لاشعوري توګه به له خپل دين څخه وځې.) زويمر وايې: ( کله چې ميسحي مبشر وګوري چې کوښښونه او هلى ځلى يې د ډېرو مسلمانانو په راجلبولو کې کومه نتيجه نه ورکوي نو بايد چې پخپلو هلو ځلو کې ځان ناکام وبولي او يا نا هيلي اختيار کړي . بلکې د اطافي ده چې ځينې مسلمانان خپل دين له لاسه ورکړي. کله چې يو مسلمان پخپل دين کې بذب (دوه مخې) وي او يا ور څخه د وتلو په لار روان وي ، او يا ورته اسلام د خسارى او تاوان دين معرفي کړي نو دا ستا لپاره کافي ده . اى مسيحي بلونکيه زه دا کافي بولم ، او دادې کاميابي ده چې يو مسلمان له خپل دين څخه وباسي که څه هم مسحيت ونه مني)٢ . دقدس په غونډه (کال ١٩٣٥م) کې چې کله نوموړي ( زويمر) ته د تبشيريانو مشري وروسپارل شوه نو وه يې ويل)( اى اتلو ورونو، او هغه ملګرو چې خداى په تاسي باندې د مسيحيت په لار کې جهاد مقرر کړې او فرض کړې دې ، تر څو د مسلمانانو هيوادونه پر هغي سره ښکيل او اباد کړي. بيا له تاسي سره د پالونکي پاملرنه او سپيڅلې موفقيت مل شو چې تاسى د هغه له پلوه درسپارل شوې پيغام په ډېره ښه توګه اداء کړ ، او اوچته کاميابي موتر لاسه کړه . که څه هم ماته دابريښى چې ددې مسئوليت په ښه توګه اداء کولو سره سره ځينې له تاسې ددې کار اساسي هدف ته ندى متوجه زه تاسى ته په باوري توګه وايم: هغه کسان چې له مسلمانانو څخه د مسيحيت په پناه ګاه کې داخل شوي دي هغوى حقيقي او اصلي مسلمانان نه و . لکه تاسى چې وويل هغوى لدې دريو حالاتو څخه د يو حالت لرونکي و : ١- دا چې وړوکې به و ، په کورنۍ کې به يې داسې څوک نه و چې اسلام ورښايې ، او پدې يې پوه کړي چې اسلام څه شى دى . ٢- دينونو لره سپک ګڼونکې به و ، د روزۍ د اړتيا پوره کولو په هڅه کې به و ، نيستمني به يې سخته شوې وه او د يو کپ مرۍ له نشتوالي سره به مخ و. ٣- او يا دا چې د خپلي کومې شخصى غوښتنې په لټه کې به و . خو دتبشير هغه وظيفه چې د مسيحي هيوادونو لخوا تاسې په محمدي هيوادونو کې ورباندي مقرر کړي شوي ياست دانده چې مسلمان په مسيحيت کې داخل شي ، ځکه چې دغسى حالت ته رسيدل د هغوي لپاره سمى لاري روانيدل ، او عزت او شرافت بښل دي ، بلکى ستاسي وظيفه داده چې مسلمانان له اسلام څخه راوباسئ تر څو داسې مخلوق وګرځي چې د الله (ج) سره کوم تړاو او رابطه ونه لري ، همدا راز د هغه اخلاقو سره تړاو نه لري په کومو باندې چې ولسونه پخپل ژوند کې تکيه کوي . چې پدې کار سره به تاسې د مسلمانانو په هيوادونو کې د ښکيلاک د برياليتوب لومړنۍ خښتى ياست . او دا هغه څه دي چې تاسى پدې تيروسلو کلونو کې ډېر ښه سرته ورسول. او دا هغه څه دي چې زه پرى تاسى او ټولو مسيحيانو ته مبارکي وايم . اى ورونو مونږ د زمانى ددې پيړۍ( نولسمه ميلادي) له د ريمى څخه تردې ورځې پورې د اسلامي هيوادونو په ټولو تعليمي پروګرامونو باندې قبضه او سلطه کړي ده .. او په هغه سيمو او هيوادونو کې چې اروپائي هيوادونو او امريکا ورباندې تسلط کړې هلته مو د تبشير په خاطر کليسا ګانى، مسيحي ښوونځي، او ډېر تبشيرى فعاليتونه په کار واچول او پدې ټولو فعاليتونو کې وياړ او برتري تاسي ته درګرځي اي ملګرو ! بيشکه چې تاسې پخپلو وسايلو سره په اسلامي دولتونو کې ټول عقلونه تيار کړې دي تر څو په هغى لارى باندې تګ وکړي چې تاسې هواره کړې ده ، او ټول تيارې مو ورته نيولې دې. بيشکه چې تاسې د مسلمانانو په وطنونو کې داسې ځوانان تيار کړې دې چې له الله سره کوم تړاو او رابطه نه پيژني ، او نه غواړي چې دغه رابطه وپيژني . تاسي مسلمان له اسلام څخه راوويستلو خو په مسيحيت کې مو داخل نکړ، چې پدې طريقه داسې يو نوې اسلامي نسل منځ ته راغلو کوم چې استعمار غوښتلو . داسې نسل چې دارزښتونو او اوچته کارونو پروانه ساتي راحت او تنبلي خوښوي، په ژوند کې پرته له شهوتونو بل مقصد نه لري، که مال جمعه کوي نو د شهوت لپاره يې جمعه کوي ، او که يو منصب او يا اوچت حيثيت ته رسي نو د شهوتونو په لار کې دهر څه قرباني کولو ته تيار دې . يقيناً چې ستاسي دنده او مسئوليت په پورته توګه سرته ورسيدله ، تاسې ډېرو ښو نتيجو ته ولاړي ، مسيحيت تاسې سپيڅلى او ګټور وګرځولى ،او له تاسى څه يې ښکيلاک خوښ کړ . نو تاسى پخپلو دندو کې هميش اوسئ ، تاسى ددغه مبارک جهاد په فضل سره د پالونکي د برکتونو مستحق وګرځيدلى.(١)

دريمه مرحله له اسلام څخه لرې والې دا مرحله له مخکې مرحلى سره ننوتى او متداخله ده ، چې د مسيحيت د بلنى پلان جوړونکو ته دا معلومه شوه چې په پوره توګه له اسلام څخه د مسلمان ويستل څه اسان کار ندې ، ځکه چې پدې سره په مسلمانانو کې دا احساس پيدا کيږي چې که له اسلام څخه ووتلم نو راته ويل کيږي به ته خو نصراني شوې يې، او يا خو به راته ويل کيږي چې ته مرتدوګرځيدلى. چې پدې اساس له اسلام څخه د مسلمان د ويستلو پرځاى له هغى څخه په لرې کيدو باندې غوروشو ، تر څو يو مسلمان په اسلام باندې د پوره عمل کولو پرځاى نيمايې عمل ته ، يا په څلورمى برخى او يا لدې څخه هم راښکته شي. پر ځاى ددې چې يو مسلمان ټول لمونځونه او دروي پروا نه کوي چې د جمعى ورځ په لمانځه اکتفاء وکړي . او که مسلمان نفلي روژي نيسي تر څو يې نفس تريننګ شي او د شهوتونو مخنيوې يې وشي نو ددې پرځاى دا پروانه کوي چې د رمضان مياشت په روژي ، او يا د هغى په يوى برخې باندې بسوالې وکړي. او دا چې يو مسلمان د خپل دين له صافى چپنې ( قران او سنت ) څخه فکر او کلتور واخلي نو ددې پرځاى به دا ښه وي چې ماډرن وګرځې ، او خپله فلسفه او ځينى افکار لدې او هغه فلسفو څخه واخلي او دا به هم ښه وي چې مسلمانه پيغله که له ځان څخه ټوله چادري او يا ټکرې نشي لري کولې چې له نيم بدن څخه يې لرې کړي ، او يا خپل نيم سرپټ کړى او که خپله ټوله پنډۍ نشي ښکاره کولې نو دا به ښه وي چې يوه برخه يې راښکاره کړي (١)

دويم مبحث د تبشير نړيوالى غونډي ١- د قاهرى غونډه صمويل زويمر د تبشيريانو نړيوال رئيس د او ل ځل لپاره د تبشيرى د عوت ګرو لپاره د يو نړوالى غونډي جوړولو طرحه وړاندې کړه . چې کال ١٩٠٦ م / ١٣٢٤هـ کې دمصر په قاهره کې داحمد اعرابى په کور کې يو نړيواله نړيواله غونډه جوړه شوهز دغى غونډي ته د مختلفو ملکونو څخه تبشيرى دا عيان راغلل د امريکا . انګلستان . سکاټلنډ . المان . هالند .ډانماک څخه (١)× ددې غونډې مهم موضوعات په لاندې توګه وو. ١- د مسلمانانو دقيقه احصائيه چې نړۍ کې څومره مسلمانان ژوند کوي ٢- په افريقا کې د اسلام حالات ٣- په عثماني سلطنت کې د اسلام وضعه ٤- په هند کې اسلام ٥- فارس کې اسلام ٦- په چين کې اسلام حالات ٧- هغه نشرات اوخپروني چې مسلمانانو ته يې وړاندي کول مناسب وي ٨- ارتداد ٩- د اسلامي ميرمنو چاري ١٠- هغه موضوعات چې د مبشرينو ژبې او روزنې پوري تعلق لري . او د دوي په منځ کې روابط څيړي . او اسلام کې د تعليم کيفيت او طريقه (٢)


د غونډې په جريان کې په هغه مشکلاتو غورو شو چې د مسلمانانو نصرانى کيدو په وخت رامنځ ته کيږي. کوم وسائل دې چې دغه مشکلات ختم کړي.

د غونډي  ګډونکو تبشير د خدمت لپاره لاندې  وسائيل ضرور ګڼل .

١- د موسيقي هغه وسايل چې شرقيان هغه ته قايله ده مسلمانانو کې عام کول . ٢- په مسمانانو باندې سحري قانوس (توله) مسط کولز ٣- طبى خدمتونه او طبي ډلى ليږل مسلمانانو ته همدارنګه د قران علوم ياد کړي . ٥- مبشرين بايد عوامو مسلمانانو ته دهغوى په لهجه او دهغوى د عقل مطابق مخاطب شي په ز مو اوازونو سره په فيصحو الفاظو سره . هر کله چې مبشريانو سره مخاطب کيږي بايد چې ناست وي ځکه د ناستي خبره تاثير ډېر لري . د خبرو په منځ کې بايد بى ځايه شيان ونه وايې په قراني اياتونو او په انجيل باندې بصيرت ولري.د مناقشي محل بايد وپيژني . ٦- مبشر بايد په شرقي نفس باندې خبردار وي (١) پدې غونډه کې زويم خپلو ملګرو ته په نصيحت کې وايې ١- د مسلمانانو قانع کول پدې خبره واجب دي چې نصارى د ددې دښمنان ندى . ٢- بل خطرناک نصيحت يې داوو چې د مسلمانانو نصرانى کول واجب دي هغه رسول او استازي په واسطه چې د مسلمانانو څخه وي او د مسلمانانو وصفونو څخه وي ځکه اونه (شجرة) د خپلو څانګو په واسطه بايد قطعه شي . ٣- تنفيريانو او مسيحيانو ته وايې چې تاسې ددې څخه مه نا اميده کيږۍ چې مسلمانان نه مسيحيان کيږي ځکه د مسلمانانو په زونو کې د اروپايې علومو شوق پيدا شوي (١) اساليب الغزوالفکرى العالم الاسلامي دعلى جريشه ٣٣-٣٤ د غونډې په جريان کې دکتور(اراهارس) ودريده دا په شام کې د تبشيريانو طبيب وو داوايې . په ما باندې ٣٢ کاله تير شوي دي . او زه د طب له لارې د تبشير لپاره خدمت کوم. ددې څخه روسته – طبيب دکتور، ثمبانى .. خبري وکړي او په هغه مشکلاتو وغږيده چې تبشيرى ډاکټرانو ته پيدا کيږي.

د غونډي  په جريان کې د ښځينه  طبي تبشيري  د عوت ګرو په چارو  تفصلى خبري وشوي.
او په هغو لارو چارو  چې  څرنګه   دوى کولاى شي   ددې لارى مسلماني ښځې مسيحيت ته دعوت کړي او مسلمانى ښځې اسلام   څخه خارجى کړي(٢) 

د غونډې ختميدو څخه وروسته مسيحى مبشرين درې کاله وروسته دي نتيجې ته ورسيده . ١- مسيحيانو د ښارونو حالات وپيژندل ، د مسلمانانو افکار او شعور خبر شو . ٢- د مسلمانانو دقيقه احصائيه دوى حاصله کړه ، دوى ته معلومات وشو چې نړۍ کې څومره مسلمانان ژوند کوي . ٣- مبشرين د ا ثابته کړه ظاهر کې چې دوى د مسلمانانو دوستان دې . اونبرج غونډه دا غونډه په کال ١٩١٠/ ١٣٢٨ هـ کې جوړه شوي وه په انجلترا کې (٢) ددې غونډې فعاليتونه او کړنې په نهه جلدونو کې خپاره شوي د تبشيريانو درې مجلو درې بعضى شيان نشر کړي دي . ١- د مجله الشرق المسيحى ، داد ختيځ المان د تبشيريانو مجله ده . ٢- مجلة العالم الاسلامى ) د انګريزي مبشرينو مجله ده ٣- مجله ارساليات التبشير البرو تستانيسه د سويس په بال کې د نبشيريانو مجله ده پدې غوڼده کې ١٢٠٠ دولس سوه تبشيرى مندو بينو شرکت کړي وو . د غونډې نتايج. دوى د خپلو کارونو د ښه تنظيم لپاره ټولنې او ډلې جوړي کړي . بعضى داد سر سيمرنو لپاره ٢- بعضى د نشر او مطبوعاتو لپاره خاص شو ي بعضى ډلى د تعليم او تربيې بحر ده . ٣- لکنؤ غونډه - دا غونډه په ١٣٢٩ هـ / ١٩١١ م کې د هند په مقام کې وړه شوه (١) پدې غونډه کې مسيحى مبشرينو خپلى ويناوى وکړي . مبشرسيمون: د اسلامي جامعاتو په هکله وينا وکړه چې مسلمانانو ځوانانو لپاره په مختلفو اسلامي ښارونو کې جوړيږي دې وويل . سلمان بى ځايه دا جامعات جوړوي زمونږ په جامعاتو کې((تبشيرى جامعاتو کې ددوى لپاره د ښه تربيى چانس شته . بل مبشر(( مينهف)) په خپلى وينا کې وويل. پکار ده چې مپشرين داعيان د مسلمانانو پر خلاف سلح شي چې د هغوى په خلاف وجنګيږي دا مناسبه ده چې د دوى اعمال عبث ونه ګرځول شي. دوى لپاره پکار ده چې د طب او صنعت لارى چارې ونموي. هغه قصرران اولو نظامى چې عام مجلس کې وسي داسې وي . ١- دغه غونډه به دويم ځل په قاهره کې ١٩١٦ م کې جوړيږي که چيرته سياسي يا نور اجتماعى مشکلات پدې ښکار کې پيدا شو نو بيا به لند کې دا غونډه جوړيږي . ٢- دلکنو غونډه د هغه غونډى سره موافق ده کوم چې ١٩١٠ م کې جوړه شوى وه . ٣- د غونډى ګډون والو د ا ضرور وګڼله چې په عاجله توګه سره دي مختلفو ښارونو کې مدرسى جوړي شي د تبشير تبليغ لپاره په خاصه توګه مصر کې (٢) ٤- د تبشير د خپرولو لپاره ښځې بايد دې کې ونډه واخلي تر څو مسلمانى ميرمنى مسيحيت ته دعوت کړي (٣) ٤- قدس غونډه . دا غونډه په ١٣٤٣ هـ / ١٩٢٤ کې جوړه شوه اول ځل لپاره هم دا غونډه دويم ځل لپاره ١٣٥٤ هـ / ١٩٣٥ کې جوړه شوه دنيسان مقام کې صموئيل زويم چې بحرين کې د تبشيريانو مشوو د مسلمى پيړۍ په اوايلو کې مګر ددې هلو ځلو او زياتو شلو ششونو چې تبشير لپاره کول ديته زياته ترقي ورکړه تر دې چې ختيځ ((شرق ) کې د مبشرينو رئيس شو . او د الرسول المختار الى العالم الاسلامى په لقب مشهور راو نمول شو معنى دا چې د هغه رسالت پورته کوونکى چې مسلمانان د خپل دين څخه اړوي . ددې غوندې د مهمو کارونو څخه د زويمر تقرير او ويناده چې خپلو خلقونه ته يې کړي ده هغه په خپله وينا کې وايې.

يا ورونو او هغه ملګرو چې الله رب الغزت ورباندې د مسيحيت په لار کې جهاد فرض کړيدى او د اسلامي ملکونو د استعمار لپاره په وي جهاد تور شويدي . په تحقيق سره کومه وظيفه چې تاسو ته سپارل شويدي .

يعنې مسيحيت طرف ته دعوت) هغه تاسي په ښه او ښايسته طريقي سره ادا کړيده .

زه تاسي ته پدې خبره اقرار کوم کوم مسلمانان چې مسيحيت ک ې داخليږي هغه په تحقيق سره حقيقي مسلمانان ندي .


هغوى لکه څرنګه چې تاسې وايې په درې قسمه دې

١- يابه هغه ورکوتى ( صغير) وي سرپرست به نه لي چې هغه ته اسلامي ور وپيژني.

٢- يا به داسې سړى وي چې اديانو پورې به ټوقي کوي فقيرى او غريبى به ورباندې زور کړي وي .

٣-يا به شخصى اهدافو ته ځان رسوي په يو شکل سره زوريمر وايې خپلو ملګرو ته . د تبشير مهمه وظيفه چې تاسې ته سپارل شويده په محمدي ښارونو کې د مسلمانانو داخلول ندى په ميسحيت کې ځکه دا د هغوى عزت دى بلکى ستاسي وظيفه داده چې مسلمان له اسلام څخه خارج شي اسلام پريږدي داسې مخلوق وګرځې چې الله (ج) سره يې تعلق شي . د هغه اخلاقو سره يې تعلق ختم شي چې امتونه په خپل ژوند کې هغه ته محتاجه وي(٢)

د قرس په کنفرانس کې د زويمر  بله مهمه خبره داوه چې ويل ( د لقد قبضنا ايها الاضوان مخاهذه  الحقبة  من الدهر من ثلث  القران التاسع عشر الى يو مناهذا على جميع براجح التعليم فى المالک الاسلاميه ) 

ژباړه : اى ورونو په تحقيق سره مونږ د ١٩ پيړۍ په دريمه کې ددې زمانى پورې د اسلامي محالکو په تعليمى پروګرامونو باندې قبضه کړيده . مونږ پدې ملکونو کې د تبشير خپرولو لپاره کليسا ګانى ، ټولنې او مدارس جوړ کړيدي کوم چې اروپا او امريکا هغه سبمالوي (١).

د کولورادو کنفرانس د کولو رادو کنفرانس په ١٩٧٨ ميلادي کال داکتوبر د مياشتي په ١٥ پنځلسمه نيټه دايرش و دى کنفرانس د دوواونيو څخه زيات دوام وکړ دى کنفرانس له نورو کنفراسونو څخه توپير درلوده ځکه چې دا کنفرانس د بندو دروازو تر شا تر سره کيده په کنفرانس کې د ګډون کوونکو نه پرته بل چاته د برخې اخيستلو اجازه نه ورکول کيده او ددې کنفرانس رسمي نوم ( د مسلمانانو د نصراني کولو لپاره د شمالي امريکا کنفرانس ) ؤ. دا کنفرانس په ډېره ستراتيژيکي او هر اړخيزه توګه سره پاى ته ورسيد معين اهداف يې درلودل چې د اسلامي نړۍ په هر ځاى کې د وخت په معلومه نيټه کې يې عملي کيدل تکميدل ... هدف يې د مسلمانانو څخه نصرانيان جوړول ، دهغوى عقيدي تحريفول او د دوي په هيوادونو کې سياسي په اړه داسې وادي :- (( هغه ستراتيژي چې دې کنفرانس وضع کړى ضروري ده چې هغه له دې کپله پټه او سري پاتي شي چې ډېرې خطري ستراتيژي ده ))(١) په نوموړى کنفرانس کې څلويښت داسې مقالې وړاندې شوي چې د عقيدي او نظريې ټولو اړخونو ته يې شموليت درلود او يو لړ ډګريې او ميداني داسې درسونه بى بى داستثناء څخه د اسلامي نړۍ د ټولو اجزاوو په شاوخوا درلودل چې حتى اسلامي اقليتونو ته هم شامل وؤ . ان تردې چې په امريکا کې موجودو مسلمانانو ته هم ددې مقالو يېغل شموليت درلود او هغه هم ددې څخه په امن کې نه دى ، دى مقالو په مسلمانانو باندې نوي يرغل هم بررسي کړي ؤ . داعيناً د صهيوتيزا نقشه وه او يو هدف يې درلود . څرنګه چې د دوى مقالى د دوى ناپاکو نقشو دعملي کولو لپاره عملي وسايلو ته شاملې وي چې د ځينو مقالو عنوانونه يې دادي . ١- د مسلمانانو ژبو ته د انجيل د ترجمو فعلى وضع . ٢- د مسلمانانو خلکو لپاره د لاريويې خپرونو فعلى وضع ٣- د نويو الاتو تکاملي سير، د مسلمانانو نصراني ګرځول او دهغوي نه استفاده کول. ٤- په اسلامي هيوادونو کې د تبشيري کمپونو شبکه . ٥- مسلمانانو ته د ليږونکو نويو ورځپاڼو د صادرولو ضرورت ، او داشان نور وسايل. د دوى زياتره وسايل مونږ په بل فصل کې په مفصله توګه ذکر کړيدي. په نوموړى کنفرانس کې په ځينو مسايلو بحث او څيړنه وشوه چې مونږ يې دلته د ځينو يادونه کوو.

د غذا او روغتيا مساله :-

د مسلمانانو په نصراني کولو کې د غذايې او روغتيا کې د نوو د وو اساسي عواملو په حيث استخدامول او نسيتمنو کورنيو ته د خوراکي او غذايې مرستو په وړاندې کولو سره دهغو تر تاصير لاندې راوستل . .... د علاج په توګه د تبشيرى مفتو کلينکونو او روغتونونو دلارى د دوا او درملو وړاندې کول. مسلمانه کورنۍ . دوهمه مساله چې دهغې ن هم د کنفرانس مقالې غافله نه وي هغه مسلمانه ښځه مسلمانى کورنۍ ته رنګارنګ د سيسې جوړول او دوى په خپل دام کې راګيرول ؤ. دا پليتان پدې پوهيږي چې مسلمانه ښځه د مسلمانى کورنۍ اساس ثابتوي او بنيادي بلل کيږي او يوه مسلمانه کورنۍ په خپله په يوازې توګه يوه اسلامي ټولنه ده. دوي ددې ټولنې دفاسدولو لپاره کار کوي د ټولنې د فساد لپاره د مختلفو غوړو اصطلاح ګانو څخه کار اخلي لکه د بشر حقوق ، د ښځې حقوق، ديموکراسي، د بيان ازادې ، د ښځو ازادي يعنې انظردي ازادي او داسې نور (١) څو مسلمانه کورنۍ د اسلامي چوکاټ څخه صليبي او غربي چوکاټ ته وباسي . دوى ددې کنفرانس د پريکړو د اعلانولو څخه ډډه وکړه او د نفاذ او عملي کولو اړخ ته يې متوجه شول ددې نقشي د پلي کولو لپاره يوه بوديجه وضع کړه چې زر ميلونه ډالره اندازه يې درولده نوموړى بوديجه سمدستي راغونډه شوه او د امريکا دلويو بانکونو څخه په يوه بانک کې کيښودل شوه .(٢)

نوموړى کنفرانس د خپلو پريکړو د نافزوولو په لړکې د((صموئيل زويمر)) انستيوت پداسې توګه تاسيس  کړ چې دا به  د اسلامي  نړۍ د نصراني کولو لپاره  دپروګرامونو  او مقالو يولوي  او  خاص  انستيتوت وي او ددې انستيوت مديريت  يې ( د (دون ، هک کړي)  په غاړه واچاوه .

دا انستيتوت د مسلمانانو دنصراني ګرځولو په کار او د نوو پوري مختص ؤ . دا انستيوت د کاليفورنيا په ايالت کې دي . دى انستيوت سمدستي د يولړ کتابونو او نشراتو په صادرولو او خپرولو باندې پيل وکړ . د مبشرينو د تيارولو په تمريني دورو او د خپل کار او مسؤليت سره د بلدولو لپاره يې کار شروع کړ تر څو د هر يو لپاره دا معلومه کړي چې هر څوک په هغى سمي کې د کار کولو لپاره مناسب او وړ دي او ورسره ښايې چې هلته په کار کوي.(١)



دريم فصل

د تبشير (مسيحيت ته د دعوت ، مهم وسايل او لياري د اسلام دښمنان (يهود اونصارى) د اسلام د منځه وړلو لپاره د هيڅ قسمه فريب او تيرګولونو څخه دريغ نه کوي او له مختلفو وسايلو او ليارو څخه خپلو اهدافو ته د رسيدلو پخاطر کا اخلي او له داسې وسايلو څخه استفاده کوي چې په پټه او مخفي توګه د مسلمانانو په منځ کې فعاليت وکړي . چې ځينې ددې وسايلو او ليارو څخه په لاندې توګه بحث کوو. ١:- ښوونيزى (تعليمي) لياري:- دغه اړخ ته تبشيريانو ډيره توجه کړيده او هدف يې ورڅخه د خلکو بى لاري توب او د مسيحيت په باطل دين روانول دي . دوي پدې ډګر کې را په نظر نيولى چې دخلکو تربيه او زده کړه بايد د دوى دعقيدى مطابق د شي لکه چې هغوي په يو کتاب (Conferences of Christian workers among Moslems ) که د بيت المقدس په عمومي غونډه (General conference at Jerusalem ) که دا پريکړه وکړه چې بايد :- د عيسى معرفى کول شاګردانو ته داسې صورت ومومي چې ګويا هغه د ژغورونکي په توګه ومني او دهغه دربوبيت (خدايې) وصف ته تسليم شي (١) د بغداد په منطقوي Baghdad Regional Conference ( کې هغوى داسې وويل:- مسيحي زده کړه اسلامي نړۍ ته د رسيدلو له قوي ميتودونو او طريقو ده( (٢)


د برومانه په منطقوي غونډه Brumana Regional Conference کې چې په فلسطين او سوريه کې د مسيحيت د خپرولو لپاره جوړه شوي وه تبشيريانو تاکيد وکړو چې مونږ بايد ددغه کار لپاره تربيه شوي مؤلفين (ليکونکى) وروزو. همدارنګه مسيحي ښوونکى تر څو هغوى د فلسطين او سوريې په ثانوي مکتبونو کې تدريس وکړي سربيره پدې بايد داسې معلمان وروزو چې نه يوازې د تعليم يافته خلکو د جلب او جذب لپاره کار وکړي بلکې په بى سواده خلکو کې هم کار وکړي. (١) دا يو منل شوي حقيقت دى چې د تعليم په ميدان کې مسيحيانو ډېرفعاليتونه کړيدي او کوي يې د مکتبونو څخه نيولى تر پوهنتونونو پورې تحصيلي مؤسسي يې په کار اچولي تر څو د مسلمانانو ځوانان او نوي نسل بى لاري کړي او د خپل باطل دين زهر ورته پيچکاري کړي مونږ دلته د نمونى په توګه د يو څو تعليمي مؤسسو يادونه کوو. په عربي ختيځ کې د مشهورو تعليمى مؤسسو څخه په لبنان کې د ((القديس يوسف)) پوهنتون دى داد کاتوليک مسيحيا نو پاپانو پوهنتون دى چې اوس ديسوعي پوهنتون په نوم باندې پيژندل کيږي. په بيروت کې امريکايې پوهنتون هغه پوهنتون دى چې مخکې ( سورى انجيلى پوهنځى) ؤ وروسته د بيروت د پوهنځي په نوم سره نومول کيده په (١٨٦٥)م ميلادي کال کې تاسيس شويدي او داد مسيحي آين يو پروتستاني پوهنتون دي. په قاهره کې هغه امريکايې پوهنځى چې وروسته بيا هغه ته انکشاف ورکړ شو او امريکايې پوهنتون ترينه جوړشو ددې پوهنتون د تاسيس څخه يې موخه داوه چې دابه د رقيب په توګه دا لازهر د پوهنتون تر څنګ واقع وي . بل په لاهور کې فرانسوي پوهنځې دى او په لاهور کې يې له دې کبله تاسيس کړ چې دا ښار د هند په نيمه وچه کې يو اسلامي ښار دى . (١) د هغه منشور څخه چې په (١٩٠٩) م ميلادي کال په بيروت کې امريکايې پوهنتون صادر کړي ؤ په هغه کې د هغو مسلمانو محصلينو اعتراض د شوي دي چې غوښتل يې دوى دى هره ورځ کليسا ته په ورننوتلو باندې نشي مجبور ولاى . د منشور د څلورمې مادې څخه څرګنديږي چې دا او ددې په شان نوري مؤسسى د هغوي تابع او په هغوى پورى تړلى دي پدې ماده کې په لاندې توګه يادونه شوي چې : . (( يقيناً چې دا پوهنځې يو مسيحى پوهنځې دې د مسيحي خلکوپه مالونو او شستمنيو باندې تاسيس شوي دي هغوى يې ځمکه اخيستى او هغوى يې تعمير جوړ کړيدى هغوى يې روغتون تاسيس کړى او هغه يې مجهز کړيدى که دا خلک مرسته ورسره ونه کړي او ددې خلکو په مرسته باندې نوموړى مؤسسه تکيه ونه کړي نو مؤسسه نشي کولاى خپل کار ته دوام ورکړي دا ټول کارونه دى خلکو ددې لپاره کړي دي څو داسې تعليم رامنځ ته کړي چې انجيل يې له درسي موادو څخه وي او هر محصل چې زمونږ تعليمي مؤسسي ته داخليږي لومړى بايد پدې باندې پوهه شي چې څه ورڅخه غوښتل کيږي.(١) د شيوه پاى بخش نصرانيت مؤلف په خپل کتاب کې هغه مسيحي مدارس ذکر کړيدي چې په پاکستان کې خپل فعاليت کوي چې مونږ يوازې د هغوى نومونه رااخلو: ١- په کراچۍ کې د قديس با تريک مدرسه ٢- په کراچۍ کې د قديس يوسف مدرسه ٣- په کراچى کې د قديس لورانس مدرسه ٤- په کراچى کې د قدس جوز مدرسه ٥- په کراچى کې د قدس جون مدرسه ٦- په کراچۍ کې د ميسح الملک مدرسه ٧- په حيدر اباد کې د قدرس بونابو نتشر مدرسه ٨- په حيدر اباد کې د قديس مارى مدرسه مؤلف ليکى چې پدې مدرسو کې ډېر زيات مسلمانان ماشومان درس وايې چې پدې مدرسو کې ورته د شپى د پاتى کيدولو ځايونه د تفريح کلپونه، د انجونو او هلکانو لپاره د ګډ او سيدو زمينه مساعده ول او د نصراني . کتابونو د متعلمينو په منځ کې ويشل کيدل او د نصراني کولو لپاره پکې مختلفى لارى په کار اچول کيږي.(١) خپله مبشرين د ښوونې او ښوونځيو په باره کې داسې وايې :- يو مبشر وايې : ( يقيناً چې د هغو ښوونځيو او پوهنتونو اهداف چې تر موږ پورې ارتباط لري ټول يو شي دي او د يو هدف لپاره دي چې هغه تبشيريان او نصرانيان ګرځول دي....) په همدې هکله يو مبشر د هنري جب وايې :- ( په هغو ښوونځيو کې زده کړه کول چې د مسيحيت د لوري څخه يې اساس او بنياد ايښودل شوى يوازې هدف او غايه ته د رسيدلو لپاره وسيله ده او بس دا هدف او غايه داده چې مسيح ته د خلکو قيادت او تعليم وروسپارل شي څو مسيحي افراد او مسيحى خلک ورنه جوړ شي ) (٢) ښوونځې يو داسې قوت دى چې نوي روزونکي د بلى هري قوي څخه زيات ددې مسيحى تعليم څخه متاثره کيداى شي وروسته بيا دا تاثير او اغيزه تر هغه پورې دوام پيدا کوي چې کيداى شي هغوى ورځ په ورځ مخ په وړاندې ولاړ شي او د خپلو هيوادونو رهبران او قيادتونه وګرځې جون موت مبشر وا يې : ( مونږ ته لازمه ده چې د تبشير په ټولو ډګرونو کې د ماشومانو او کوچنيو هلکانو په اړخ کې په کار کولو کې پوره زيار وباسو او هغه په اسلامي هيوادونو کې د خپل کار او فعاليت ستنې وګرځوو ځکه چې د اسلام فساد خپرونکي اغيزه د همغه ماشوموالي څخه پيل کيږي لدې کبله لازمه ده چې واړه ماشومان د لويدلو نه مخکې او مخکې ددې نه چې طبيعت يې اسلامي څيره خپله کړي د مسيح لورته په راګوځوولو وادار کړو . .... دا د مسيحي ښوونځيو رسالت او مسؤليت دى او ورته لازمه ده چې هغه سرته ورسوي او د دوي د رسالت او مسؤليت وروستنى مرحله او هدف دادى چې دا تول خلک په راتلونکى کې د کلسا تابع وګرځوي .(١) دوهم :- روغتيايې لياري چاري :- نصراني تبشيري يې طاغوتيان د اسلام پر ضد ګردو فعاليتونو او اعمالو کې طبي خدمتونه خورا مهمه ذريعه ګڼي آن تردې چې د خپلو تبشيرى چارو پيلامه د طبى خدمتونو څخه کوي او دا دليل وړاندې کوي چې عيسى مسيح ډاکټر او معلم ؤ چې له يوه پلوه به يې د ناروغانو اوله پښو څخه غورځيدلو علاج کاوه او له بل پلوه به يې وګړو ته تعليم او دعوت ورکاوه نو مونږ( تبشيريان ) هم د هغه په متابعت سره بايد له هر څه نه لومړى د مريضانو علاج وکړو او بيا له هغه وروسته مسيحيت ته دعوت ورکړو . مسيحيانو ته طب او طبابت دينې رنګ او بڼه لري نو ځکه يې زيات پام دى لور ته هم وي . د افغانانو تر منځ د مسيحيت په نامه فتنه او د هغى مخنيوى ) ددې کتاب مؤلف ديو انګليسى کتاب په حواله ليکلى چې : تبشيريانو د قسطنطينه ( استنبول) په منطقوي غونډه کې طبى مجال داسې معرفي کړو.

مسيحي مشن   طبى کار ته د دريو  دلايلو او علتونو  په اساس توجه کوي:-

١- دا به ‌ډېره مناسبه وي چې د مسيحې معنوياتو او همدردۍ پواسطه د انسان له جسم څخه کړاوونه لري کړاى شي او هغه روغ رمټ شي . ٢- زمونږ مطلب په دنيا کې د خداى پاچاهي راوستل دي او خداى دوي په ګومان مسيح په حقيقت کې د رنځونو او ناروغيو په مقابل کې د جنګ او مبارزي کولو په سبب پر مختګ کړي ؤ . ٣- بايد مسيحي تعليماتو پواسطه د بشريت زړونه نرم شي تر څو پدې توګه مسيح خپل رب وبولي ځکه چې هغه لوي طيب ؤ. تبشيريانو د طبي کار دعملي کولو لپاره د بغداد په منطقو غونډه کې تصميم ونيو چې بايد په ځينو سيمو کې لومړنى روغتيايې کارونه پيل شي او کله چې امکانات پيدا شي نو بايد هلته روغتونونه جوړ کړاى شي (١) د مسيحيانو د طبي چارو ډېر مثالونه په اسلامي نړۍکې ليدل کيږي چې لدې لياري د خپل هدف د لاس ته راوړلو لپاره کار کوي نو بايد مسلمانان ديته متوجه شي چې که تبشيريان د روغتيايې مرستو په ذريعه يو لور ته د دوى تداوى کوي نو له بلى لوري هغوى د افرصت ګوري تر څو د دوى روح ته د مسيحيت د باطلي عقيدى پيچکار ي ووهي تر څو د دوى پواسطه خپله پاکه عقيده پريږدي.

د روغتيا يې چاروپه هکله خپله مبشرين  داسې وايې:

يو مبشر مورسيون وايې: ( مونږ پدې متفق يو او پدې کې هيڅ شک نشته چې د مبشرينو او په روغتونونو کې د خارجى مريضانو تر منځ چې کومې کړنې دي ددې يواځينى هدف دادى چې دامريضان په مسيحي کليسا کې په ټولو اندامونو جوړ او ژوندي داخل شي ). يو بل مبشر طبيب بول هاريسون داسې وايې:- ( لقدوجد نانحن فى بلاد العرب لنجعل رجالها ونساء ها نصارى ) ( مونږ په عربي هيوادونو کې ددې لپاره طبابت کووچې نارينه او ښځى يې نصرانيان وګرځې ) (٢) نو په دې هکله ټولو مسلمانانو ورونو او خويندو ته په کار دي چې د طاغوت ددې ناوړه او پټى وسيلې څخه ځان خبر کړي او خپل ځانونه ورڅخه وژغوري . دريم :- کتابتونونه :- د تبشير بله او مهمه ذريعه کتابتونونه دي چې په ګردو اسلامي هيوادونو کې تبشيريانو جوړ کړيدي او د کتاب مقدس کتابتون او بايبل لايبريري په نومونو يادولى شي د مسيحيا نو دغه کتابتونونه په دوه ډوله دي :- يو ډول هغه کتابتونونه دي چې په وړيا توګه انجيل او نور د نصرانيت کتابونه توزيع کوي اويايې په ډېره ارزانه بيه پلوري چې تر (١٩٨٩) ميلادي کال پورې يې زرميلونه يعنې يو مليارد د محرف انجيل نسخى توزيع کړيدي چې د نړۍ په (١١٣٠) يو زر يو سل او ديرش ژبو ترجمه کړاى شويدي او د انجيل پر دغه يو مليارد نسخو اوه زره ( ٧٠٠٠) ميلونه يعنې اوه مليارده ډالر لګښت شويد ي. په انجيل سربيره نور هغه لوى او واړه کتابونه هم توزيع کوي چې تبشيرى ليکوالانو د اسلام او مسلمانانو په خلاف او د مسيحيت په حقانيت کې ليکلى دى او بيايې په مختلفو ژبو کې ترجمه کړيدي چې د هغوى له جملى څخه په پښتو او درې ژبو هم د افغانستان د مهاجرينو لپاره يې ترجمه کړيدي او له (١٩٨٠ ) ميلادي کال څخه تر (٢٠٠٠) ميلادي کال پورې يې زمونږ په کمپونو کې يو لک او يا زره دوه سوه ديرش نسخى اناجيل په پيښور ، کوبټه ، چترال او د صوبه سرحد په نورو سيمو کې وړيا توزيع کړيدي .(١) . اوس پدې وروستنيو کې چې صليبي اشغالګر زمونږ ګران هيواد افغانستان ته راغلي دي پداسې ناوړه کارونو يې لاس پورې کړى دى او د نصرانيت لپاره په ښکاره توګه کار روان دي او د نصرانيت کتابونه اوس دلته هم توزيع کيږي چې ښه ثبوت يې تير کال د قرانکريم پښتو او فارسى محرفه ترجمه چاپ او توزيع شوه . څه موده مخکې د هلمند په موسى قلعه ولسوالى کې د نصرانيت کتابونه توزيع او خپاره شويدي چې دا خبره د هيواد تلويزونو څخه دهغه ځاى ولسوال په خوله د هيوادوالو غوږونو ته ورسيده . دويم ډول هغه کتابتونونه دي چې صرف په کتابتون کې دننه د مطالعى لپاره دي او د کتابتونونو دغه ډول له تنصيري او تبشيري کتابونو ، مجلو او جرايدو څخه ډک وي د نصرانيت دعوت کوونکو د کتابتونونو په انګړ کې د کنفرانسونو خونى او د ذهنى مسابقو لپاره بيلى خونى جوړي کړيدي په کتابتون کې د پنګ پانګ لوبي کولو ميزونه او داسې نور يې تيار کړي دي او دا هر څه د نصرانيت د دعوت کوونکو لپاره دازمينه برابروي جې له مراجعينو سره د دعوت او مفاهمى دروازه پرانيزي ! د مثال په ډول دغه ډول کتابتون په (١٨٩٢) ميلادي کال کې د عراق په بصره کې او په (١٨٩٣) ميلادي کال په بحرين کې جوړ کړاى شويدي. په دغه ډول کتابتونو کې مسيحيانو ښايسته او له ناز او نخرو څخه ډکى پيغلى نجوني د راغلو ځوانانو په خدمت کولو ګومارلي وي او دوى ته دنده سپارل شوي وي چې کتابتون ته راغلي مسلمان ځوانان د خپل ناز او انداز په لومو کې داسې قيد کړي چې د تل لپاره د کتابتون غړې نصرانيان شي(١) څلورم :- ميډيا (رسنۍ) دا يوه بله وسيله ده چې مسيحى دعوت کوونکى ور څخه په زياته اندازه استفاده کوي او د مسلمانانو ځوانانو په بى لارى کولو کې ورڅخه کار اخلي چې له دې جملى څخه راډيو ، تلويزون ، اخبار او مجلي دي چې پدې کې مسلمانانو ته هغه څه وړاندې کوي چې ددوې د کلتور ، فرهنګ او اسلامي شريعت خلاف وي تر څو مسلمانان ځوانان د اسلام څخه غافله کړي مسلمانانو ځوانانو د اسلام څخه غافله کړي او په عبث کارونو يې مصروف وساتي ددې خبري ښه دليل زمونږ په ګران هيواد کې مجلي او راډيو ګانى دي . زمونږ په هيواد کې مجلي يوازې د انګليسى او هندي فلمونو لوبغاړي را پيژنى او توصيف يې کوي پيغلو او ځوانانو ته خارجي فيشنونه ور زده کوي تر څو خپل افغاني او اسلامي کلتور هير کړي .راډيو ګاڼى او تلويزونونه (٢٤) څلورويشت ساعته موسيقي او خارجي فلمونه او ډرامې نشرکوې تر څو مسلمانان پدې سره دخپلو دينې احکامو څخه فاصله پيدا کړي . او د نصراني کولو لپاره کومه اړتيا پيدا نشي چې داد تبشيريانو مهم هدف دى . مبشرينو په ټولو اسلامي هيوادونو کې دا ډول راډيوګانى او تلويزونونه چې ددنيا په مختلفو ژبو د نصرانيت خپروني چلوي فعال کړيدي چې په مجموعي توګه يو زر شپږسوه شل ١٦٢٠ راډيوي او تلويزوني سټيشنونه او مراکز يې جوړ کړيدي چې څو مشهور يې په لاندې ډول دي . ١- الصوت البشارة:- يعنې د زيرى ورکولو غږ دغه راديوي مرکز د سوډان په پلازمينه اديسه بابا کې جوړ کړاى شويدي چې په عربي ژبه دتنصير د عوت چلوي. ٢- د کوريا راډيو : - د نصرانيت د خپرولو لپاره د کوريا راډيو په اونۍ کې يو ځل راډيوي خپروني په عربي ژبه کوي او دا دليل وړاندې کوي چې د کوريا درې لکه (٣٠٠٠٠٠) کار کوونکى په سعودي عربستان کې کار او مزدوري کوي . دغه خپروني د هغوى لپاره په ځانګړي توګه کوي سربيره په عربو د کوريا د نصرانيت راډيوي مرکز د افريقا او منځني ختيځ لپاره هم په دولسو بيلابيلو ژبو او لهجو د مسيحيت تنصيرى خپروني کوي . ٣- د سيسلى راډيو: د هند په سمندرى ټاپو سيسلي کې د تبشير د تنظيم دغه راډيوي مرکز په افريقايې سيمه يزو (محلى) ژبو خپروني کوي او د لري ختيځ د ارتباطي خپرونو په نوم ياديږي. ٤- د کاډونا راډيو : د نايجريا په شمال کې د مسيحيانو دغه د تنصيرى دعوت راډيوي مرکز په افريقا فولاتي ژبه تدريس او خپروني کوي. ٥- د لاهور راډيو: د پاکستان په لاهور کې د نصرانيانو دعوتى او تبشيرى راډيو په اردو ، پنجابي ، سندي، کشميرى او نورو سيمه ايزو ژبو خپرونې کوي په مازيګر او سهار کې په پښتو ژبه د پښتنو د نصراني کولو لپاره يو ساعته خپروني کوي نيم ساعت مازيګر او نيم ساعت سهار دعوتى او ترغيبي تبليغ کوي. ٦- د اسلام اباد راډيو : د نصرانيت د دعوت کوونکو دغه راډيو چې د پاکستان په پلازمينه کې ده په (١٩٨٠ ) ميلادي کال پر افغانستان باندې د روسانو له يرغل څخه وروسته دعوتي خپرونې په دري ژبه د افغانانو د نصراني کولو په تکل پيل کړيدي او د پروګرام چلوونکي يې د افغانستان د بدخشان ولايت يو کمونست دى (١) پنځم :- ټولنيز خدمتونه :- د بيت المقدس په عمومي غونډه کې تبشيريانو د ټولنيزو خدماتو په هکله ډيري پريکړې وکړي چې د هغو له جملې څخه يې دا لاندې پريکړې د يادولو وړ دي :- له ياده دې نه وي وتلي چې دا پريکړې په هغه پلانونو کې هم شاملى دي چې د انګلستان د مستعمرآتو د وزرات لخوا خپاره شويدي. ١- د نارينه او ښځو لپاره ګډ هستوګنځې (هاسټلونه) جوړول او په ځانګړي ډول د زده کوونکو لپاره . ٢- د ورزشي کلپونو جوړول تر څو د ځوانانو لپاره د خوشحالۍ او ساعت تيرۍ ځايونه وي . ٣- د نارينه او ښځو لپاره مخلوطه او ګډه ز ده کړه . ٤- نويو او کوچنيو ماشومانو ته توجه کول . ٥- د ځوانانو د واده په مسايلو غور کول يعنې هيڅوک بايد له يو واده څخه زيات ودونه ونکړي . ٦- د ځوانانو دکار او مزدورۍ قضيه تر څيړنې لاندې نيول (٢) د بغداد په منطقوي غونډه کې هغوى دا لاندې مهم تصميمونه ونيول : ١- د ښځو مسايل بايد حل شي . ٢- ضائقه طبقي ته بايد خاصه پاملرنه وشي لکه يتيمان او بى کوره ښځي . تر څو دهغوى ضروريات وپيژندل شي اوپدې طريقي سره د مسيحيت د تاثير لاندې راوستل شي او دانجيل له تعليماتو سره اشنايې .(٢) دلته بايد مونږ ديته ښه ځير شو چې کوم خدمات مسيحيان اسلامي ټونلو ته وړاندې کوي او ظاهراً د يو څه زړه سوي ، رحم ا و تعاون بڼه لري اصلاً د مسلمانانو د بى لارى کولو پخاطر دي پدغه خ دماتو باندې د مسلمانانو په ټولنه کې بدنتايج مرتب کيږي او دهغوي پاک تهذيب ړنګيږي او پرځاى يي غربي فاسد تمدن ځاى نيسي . ددې مدعى لپاره زمونږ دليل دادى چې تبشيريانو لکه مخکې چې ذکر شول پخپلو پريکړو کې د ښځو په مسئلو اود مختلط نظام په هکله دغور کولو مطالبه وکړه . او دوي چې ددغي ستونزې کوم حل غواړي هغه د اسلام او انساني فطرت خلاف دي . په بشري ټولنه کې ورباندې فساد ، فحشا او بدکاري خپريږي چې فعلاً اکثره ټولنې د همدې غلط تصور د تطبيق په نتيجه کې حيوانى رويش او کردار ته رسيدلي دي . اسلام چې دعام انسانيت لپاره راغلي دي ددې مسائلو پوره حل او علاج يي بيان کړيدي . او دټولنيزو خدماتو په هکله يې منورې او روښانه ښوونې او توصيې کړي د ضعيفو او فقيرانو خلکو سره کومک کول د يتيمانو کفالت کول هغوى ته زکات ورکول او په خپله د زکات نظام د ماشومانو او ځوانانو مسايلو ته توجه کول او د هغوي په روغي روزنې او سالمى تربې باندې تاکيد کول ددې حل يو مثال دي ، اسلام هغه دين دى چې ښځې ته يې پوره عزت او شرف ورکړى او پر سړو باندې يې د هغى حقوق لازم کړي او په ښځې يې هغه څه لازم کړي چې دهغى جسمي قوت او طبيعت يې برداشت کولى شي. نو د ښځو په هکله د تبشيريانو نوموړې پريکړي او تصميمونه بې ځايه دي مسيحيان بايد د انصاف او عدل په نظر هغه حقوقو ته وګوري چې اسلام ښځې ته ورکړي او هغه څه چې بشري وضعي او غربي نظامونو ورته ورکړي او هغوى دې د ښځې حيثيت په اسلامي ملتزمې ټولنې کې او په غربي ټولنه کې وګوري او قضاوت دى وکړي چې ښځه په کوم نظام او ټولنه کې محترمه باعزته او محفوظه ده ؟!

شپږم  :- کليسا ګانې (مسيحې عبادت ځايونه ) کليسا ګانې د مسيحيانو لپاره ډېر اهميت لري او تبشيريان د نورو خلکو په ميسحي کولو کې ورڅخه پوره استفاده کوي. تبشيريان پردې باندې ډېر زور اچوي چې اسلاميي هيوادونو کې سربيره پر جوړو شوو کليساو نورې سيمه ايزې او محلي کليساوي هم د خلکو لپاره ولري تر څو هلته د مسلمانانو په انحراف او مسيحي کولو کې پوره رول ولوبوي . د بيت المقدس په عمومي غونډه کې تبشيريانو د نوموړي کار په اجراء کولو باندې زيات تاکيد وکړ چې دهغوي دا لاندې ليکنه ددې خبري يو روښانه دليل دي . د محلي کليسا وجوړول تر څو د اسلام څخه د ګرځيدونکو لپاه حقيقي کورونه وګرځې مونږ منو چې دغه کار ( د محلي کليسا وجوړول) به مستقيماً د اسلام څخه مسيحيت ته د راتلونکو لپاره د اصلاح ځايونه او کورونه وګرځې او بايد د محمدي دين په پيروانو درحم کولو پرښاد ددغه محلونه دهغوى سره د دوستۍ د ټينګولو وسيله وګرځې او بايد کليسا ؤ غړي وهڅول شي تر څو هلته مسلمانان ملاقاتونه او خدماتوته دعوت کړي او ښه استقبال يې وکړي . (١) مونږ دلته لازم بولو چې ووايو :- د کوم غرض لپاره چې ميسحيانو په اسلامي هيوادونو کې کليسا ګانى جوړي کړي څه نا څه تر لاسه شويدي . پدې خبري باندې د دليل راوړلو لپاره مونږ ډېر لرې نه ځو اول دغه اسلامي هيواد څخه چې مونږ د هجرت شپى پکې سبا کوو يو دوه مثالونه ذکر کوو. لومړى :- د کرچۍ د ښار هولي ترينتي(Holytrinity) کليسا:- د مسلمانانو د مسيحى کولو پخاطر سختى هلى ځلى کوي او مسلمانان په مختلفو پروګرامونو او مناسباتو کې راغواړي او هلته ورته د نصرانيت دعوت او تعليم ورکول کيږي.

دويم : د پيښور د صدر کليسا او عيوي مرکز دې چې په مختلفو پروګرامونو کې لکه کريسميس (x-mass) يعنې د عيسى ع د زيږدينې اختراو نورو کې افغانان او پاکستانيان را دعوت کوي اوورته هغه څه وړاندې کوي چې هغه کاملاً د اسلام ضد دي لکه د عيسى( ع) د صلب په (دارځړولو) ډرامه او د شرکي سندرو اورول او داسې نور . سربيره پردې هلته په هغوي باندې ترجمه شوي انجيل او نور مسيحي کتابونه توزيع کيږي او دا غوښتنه ورڅخه کيږي چې دوي بايد ددې ځاى په مجلسونو او درسونو کې ګډون وکړي.(١)

زمونږ په هيواد کې پدې وروستيو  کې نورين تلويزون   هغه تصويرونه  او ځايونه وښودل چې هلته پيغلو  نجونو او ځوانانو هلکانو  ته دعيسويت دعوت او تعليم  ورکول کيږي . او هغه کليسا ګالني يې هم وښودلى  چې د کابل  ښار په مخفي او پټو  ځايونو  کې جوړي شويدي او د نصرانيت  لپاره کار کوي .(٢)

اووم :- مسيحي مرستندويه خيريه مؤسسي:- د مسيحيت د خپرولو لپاره مسيحيانو په مختلفو هيوادونو کې د مرستي او کومک په نامه مؤسسي پرانستي چې اکثره يې د کليساؤ د نړيوال کونسل (World council of charches ) لخوا اداره کيږي (١) همدارنګه ځنې يې د يوي پټي تبشيري شبکې لخوا چې مهم شعار يې (Islam Shall hear مسلمانان به اخر مسيحيان کيږي کارکوي. ددغي پټي شبکې مهم فعاليتونه اروپايې هيوادونو ته د ورتلو نکو مسلمانو مهاجرينو تر منځ تر سره کيږي او د افريقا او اسيا په ځينو هيوادونو کې هم فعاليتونه کوي. دغه شبکى په پاکستان کې له (١٣٨٨) ميلادي کال څخه را پديخوا ډېر فعاليت وکړ چې تر اوسه پورې يې په زياته کچه پاکستاني دعوتګر پيدا کړي نوموړى شبکې په (١٩٨٧ ) ميلادي کال کې دمنځنۍ اسيا هيوادونو ته هم يوه تبليغي مسيحي ډله ليږلى وه چې هلته هغوي د مختلفو کومکونو او مرستو له لياري کار کولو . په اوسني وخت کې په اذربايجان کې مسيحيان ډېر په چټکۍ سره د خيريه موسسو له ليارې د خلکو د مسيحي کولو لپاره کوششونه کوي په هغه ځاى کې دوى ددې هدف لپاره له مختلفو وسيلو څخه کار اخلي: لکه سينماګانې، سيمينارونه، د ډراموترتيبول ، د ځوانانو او کوچنيانو راغونډول او هغوى ته عيسايت زده کول د دوې اکثره پروګرامونه داذربايجان په پايتخت د باکو ) کې تر سره کيږي (٢) په افغانستان کې د مسيحي خيريه مؤسسو د کار او فعاليت په اړوند بايد ووايو چې دلته دوه سمه مو سسي کار کوي يو قسم يې خاص تبشيري مؤسسي دى او بل قسم يې عمومي مؤسسي دي چې ترشايې نړيواله کليسا ولاړه ده . د يادونې وړه دې چې د طالبانو د حکومت په دوران کې داسې تبشيرى مؤسسي افشار لازم نه ګڼم. ځکه چې هر مسلمان افغان داسې حرکتونه ډېر ښه پيژنې






پايله د بحث په آخر کى دى نتيجى ته ورسيدو چه مبشرين نه غواړى اسلام دى پرمختګ وکړى او مسلمانان دى سوکاله او ارام ژوند وکړى نو په دى خاطر دوى کوشش کوى چى مسلمانان د اسلام څخه واړوى يا يي مسيحيان کړى او يا د اسلام سره فاصله پيدا کړى تر څو د يو دين سره يي هم رابطه او تعلق نه وى. داسلام څخه د مسلمانانو په وتلو کى دوى د څو مرحلو څخه کار اخلى. لمړى مرحله دا ده چى دوى مسلمانان مسيحيان کړي د دى لپاره دوى ډير زيات مالونه مصرفوى که چيرته مسلمان مسيحى نه شىبيا ددوى کوشش دا وى چى اسلام سره د مسلمان فاصله پيدا شى د اسلام څخه يي خارج کړى د دغى هدفونو د لاسته راوړلو لپاره دوى غټى او نړيوالى غونډى او کنفرانسونه جوړوي چى د نړى زيات شمير مبشرين (د مسيحيت داعيان) په دغه غونډو کى برخه اخلى او د اسلام په خلاف منظمى نقشى او پلانون جوړوى. د خپل فعاليت د کاميابولو لپاره عيسويان له مختلفو وسيلو څخه کار اخلى د تعليمى لارو څخه د طبى لارو څخه د مسلمانانو لپاره کتابونه تيارول او دوى لپاره غټى کتابخانى جوړول.بله غټه وسيله چى دوى د هغى څخه ډير کار اخلى او کاميابه وسيله هم ده هغه ميډيا ده د ميډيا د لارى دوى ډير کار کوى د دي سر بيره نور ټولنيز کارونه هم کوى تر څو په خپل کار يعنى د مسيحت په دعوت کى کامياب شى. نو اسلامى امت ته پکار دى چى د دي مخنيوى وکړى او د مخنيوى لارى چارى يي ولټوى د مخنيوى ځينى لارى يي په دى ډول دى: ١-اسلامى امت بايد متفق او متحد شى. ٢-اسلامى امت او اسلامى ممالک بايد د دوى په شان نړيوالى غونډى او کنفرانسونه جوړ کړى تر څو عام مسلمانان د دوى د شر څخه خبر شى او د دوى د شر د دفع کولو لپاره لازمى لارى چارى ولټول شى. ٣-اسلامى امت بايد يو امير او يوه منظمه اردو ولرى. ٤-مسلمانان بايد د قرآن او سنت سره تعلق او رابطه زياته کړى ځکه چى قرآن او سنت کى د دوى د شرونو او اضرارو څخه پرده پورته شوى ده او مسلمانان په دى سره د دوى د شر او فريبونو څخه په آسانه خبريدلى شى. په اخر کى د ټول اسلامى امت څخه غوښتنه کوم چى د عيسويانو په خلاف متحد شى او له اسلام خاورى څخه د دوى جرړي او ريښى وباسى.

والسلام قاري صفى الله ((کوټوال))