د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

____________________________

تاويل سمول

د اسلام له صدره په تېره بيا تر څلورمې پېړۍ وروسته په مهم بحث،چې مطرح و،چې په مفسرانو او څېړونکيو کې د تاويل علم دى،چې په دې باب بېلابېل نظريات مطرح شوي دي .

تاويل؛يعنې څه ؟

د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي،چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى :

د الفاظو د باطن مفهوم ته تاويل وايي،چې د " اول" له ټکي څخه اخستل شوى دى.

تاويل؛يعنې د يو آيت مانا او مفهوم يې لومړني،بشپړ او واقعي مفهوم ته رسول دي .

له تاويله ناوړه ګټنه سمول

د يو آيت حقيقي مفهوم ته د رسېدو لپاره وسايلو ته اړتيا لرو او پردې سربېره بايد له غرض،تعصب،مادي ګټو او دنياغواړۍ ډډه وشي .

د اسلام په لومړيو کې دوو ډلو د اسلام له تاويله ناوړه ګټنه کوله:

لومړۍ ډله :هغوى چې بسيا پوهه يې نه درلوده؛ځو ځانونه يې پوهان ګڼل؛نو ځکه د قرآن د تفسير پر مهال به تېروتل او پر کږه به تلل.

دويمه ډله : هغوى چې بې له ناپوهۍ يې سياسي او دنيوي موخې درلودې او د خپلو غوښتنو له مخې يې قرآن تفسير او توجيه کاوه،چې د خوارجو او نهروا ډلې په دې شمېر کې دي .

خوارج څوک وو ؟ سمول

خوارج هغه مسلمانان وو،چې لمونځ،روژه،او ان د شپې لمونځونه يې نه قضا کول؛خو په خواشينۍ،چې ناپوهه عابدان او ناپوهه زاهدان وو،چې تعصب او ځانمنۍ يې د بصيرت سترګې ړندې کړې وې او د پېغمبر اکرم (ص) د خليفه او ځايناستي د لاروۍ پر ځاى يې ځانونه د راى خاوندان وګڼل،ځانونه يې د قرآن مفسران او تر ټولو غوره ګڼل او ددې بې لارې مسلمانانو خبره تردې راورسېده،چې حضرت علي (ک) يې پر بې لارۍ او له دينه پر وتو تورن کړ او له هغه يې وغوښتل،چې توبه دې وباسي،چې بالاخره ددې کوږپوهه،بې عقله او دنيا غواړې ډلې کار دې ته راورسېد،چې په حضرت علي (ک) پسې راپاڅېدل او حضرت علي يې اړ ايسته،چې له ځان د دفاع ورسره وجنګېږي او څه نا څه څلور تنه يې له هغوى ووژل؛البته ددې خبرې يادول اړين دي،چې رسول الله (ص) دداسې مغرضې ډلې خطره خلک له پخوا خبر کړي وو .

رسول الله (ص) وويل : علي ! زه د قرآن د تنزيل لپاره جنګېږم او ته به د قرآن د تاويل لپاره جنګېږې.))

له تنزيله مطلب يې تحت الفظي او روښانه مانا ده. رسول الله (ص) به الهي احکام خلکو ته تشريح کول؛خو مشرکينو،کفارو او منافقينو به ورسره نه منله؛نوځکه پېغمبر اکرم،علي (ک) ته وويل : ستا په وخت کې ډېرى خلک مسلمانان وي او د الهي احکامو او اخلاقي مسلو سره به ستونزه نه لري؛خو يوه فرصته طلبه،سودجو،دنيا غواړې او مغرضه ډله به آيتونه په خپله خوښه تاويلوي،چې يوه ډله به هم ځان سره بې لارې کړي.

د تفسير او تاويل ترمنځ توپير سمول

و مو ويل،چې تاويل هغه ته وايي،چې پېچلتيا او ابهام پکې وي  او د آيت ظاهر مفهوم له باطن سره توپير ولري او د ظاهر او باطن ترمنځ يې واټن وي او يوازې  خداى،پېغمبر او په علم کې راسخون او اهلبيت د داسې آيتونو تاويل کولاى شي .

خو تفسير داسې نه دى؛بلکې له قرآن علومو په ګټنه؛لکه :

١- شان نزول .٢- له وحې سره اشنايي .٣- له محکم او متشابه سره اشنايي .٤- د قرآن پر ظاهر او باطن احاطه .٥- له عربي ادبياتو سره اشنايي ..... کولاى شو،چې د آيت پر مفهوم پوه شو،چې د لاندې آيت تفسير اوتاويل ته پام وکړئ :

(يخرج الحى من الميت)

د آيت لومړنى او ساده تفسير داسې دى : خداى له مړيو ژوندي راباسي (لکه چورګوړى،چې له هګۍ راوځي)؛خو د آيت تاويل داسې دى : خداى د ځمکې له  زړه (قبرونو)  نه انسانان راپاڅوي او ژوندي به يې کړي،چې د حشر ميدان ته راشي او کېداى شي د آيت نور مفاهيم هم وي،چې پر تاويل يې يوازې خداى،پېغمبر اکرم،امامان او د بصيرت خاوندان پوهېږي .


قرآن مو تفکر او تعقل ته رابولي سمول

په قرآن کې ډېرى داسې آيتونه دي،چې تفکر،تعقل او تدبر ته مو رابولي؛لکه :

((والکتاب والمبين انا جعلناه قرآن عربيا لعلکم تعقلون و انه فى ام الکتاب لدنيا لعلى حکيم =دا کتاب مو پر عربي درولېږه،چې تعقل او تدبر پکې وکړئ او د آيتونو مفهوم په ام الکتاب کې له حکيم خداى سره دى .))

سره له دې،چې د ځينو آيتونو تاويل روښانه نه دى او حقايق يې خداى ته معلوم دي؛خو سره له دې ټولو خبرو قرآن د ژوند کتاب دى او تل مو تفکر ته رابولي .قرآن يو غير قابل فهم او نه حل کېدونکې معما نه ده،چې څوک يې حل نه کړاى شي. قرآن د ويلو،پوهېدو او عمل کولو کتاب دى .

راسخون فى العلم څوک دي ؟ سمول

راسخون فى العلم د نبوي کورنۍ امامان دي،چې د معارفو او الهي حقايقو سرچينې دي،چې د قرآن تاويل او تفسير ورسره دى،چې خداى تعالى په قرآن کې سپېڅلي ګڼلي دي .

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/٣٣) = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

((إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ . فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ . لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ = بېشکه چې هغه (قرآن) عزتمن لوستونى دى،(د الهي علم) په پټ کتاب کې ، چې يوازې پاکان لاس وروړاى او پرې پوهېداى شي .))