تان سين د اکبر اعظم د دربار یوه رتبه د سنګیت یا موسیقۍ په نړۍ کې یو لوی نوم د هند لوی موسیقار و.

ميا تان سين
ميا تان سين يا رام تانو پانډې
تان سين
تان سين

د شخص معلومات
پيدايښت 1493 زېږديز
ګواليار
مړینه 26 اپرېل 1589
ډيلی
هديره اګره
عملي ژوند
کار/مسلک سندرغاړی او سندرساز

نوم سمول

د تان سین اصلی نوم راماتانو پانډې و. هغه په ګوالیار کې د یوه مندر د پادري په کور کې زېږېدلی و. په ځوانۍ کې یې اسلام قبول کړ.

تاریخ سمول

تان سین په ګوالیار کې زېږېدلی و. هغه د زېږون له مخې هندو و، خو په ځوانۍ کې یې اسلام قبول کړ.

د اکبر دربار کې شاملېدل سمول

د اکبر په دربار کې د شاملېدو وروسته خلکو هغه ته په مینې ميا تان سین ویل او اکبر به په ځانګړو مناسبتونو کې د راګ او الاپ غږولو غوښتنه ترې کوله. د تان سین ټول ماشومان هم سندرسازه شول

ارزښت سمول

د برصغیر کلاسیکه موسیقي یوازې د تان سین په غږونو کې ژوند کوي. ورپسې ماسټرانو د راګ ویدیا سره د بدلون یا تجربې کولو اړتیا احساس نه کړه او دا راګونه په عملي توګه په ورته حالت کې دي چې تان سین یې بشپړ کړي. د تان سین د مړینې تلین هر کال په ګوالیار کې لمانځل کیږي. چیرې چې د هنر د میوزیک مینه والو لویه غونډه شتون لري.

راګ سمول

له شپږ کلنۍ څخه یې په موسیقۍ کې خپل مهارت ښودل پیل کړل. هغه د سوامی هریداس یو عقیدتمند و. د تان سین هی لخوا ډیری راګونو ته د دوی اوسنی هنري بڼه ورکړل شوې. د درباري کانپاډا، میان کی تودي او میان کا سارنګ په څېر راګونه هم د هغه د هڅو پایله ده.

مرګ سمول

تان سین په 1589 کې په ډیلي کې مړ شو. اکبر پخپله په جنازه کې ګډون وکړ. تان سین په ګوالیر کې د صوفي بزرگ شیخ محمد غوث په څنګ کې ښخ شوی و، هر کال د دسمبر په میاشت کې د تان سین په یاد کې په ګولیار کې مراسم جوړیږي. [۱]

سرچينې سمول

متفرقه سمول

د پاکستان د الیکترونیکي موسیقۍ ګرو نیو تان سین د میا تان سین په نوم نومول شوی.

تړنې سمول