په پرله پسې ټولنيز تعامل کې د ښکېلو کسانو ټولګه، ټولنه بلل کېږي يا یوه ستره ټولنيزه ټولګه ده چې په یوې ګډې سيمه ييزې يا ټولنيزې سيمې کې سره شريک وي او عادتاً د يوه سياسي واک او واکمنو کلتوري هیلو تابع وي. د ټولنو پېژندنه د هغو افرادو تر منځ د اړیکو (ټولنيزو اړيکو) د بېلګو پر بنسټ کېږي، د کومو تر منځ چې ځانګړی کلتور او منل شوي دودونه شريک وي. شونې ده چې يوه ټولنه د همدې ټولنې د دا ډول اړيکو د ټولګې له مخې وپېژندل شي. د ټولنيزو علومو له مخې، يوه ستره ټولنه په فرعي ډلو کې د ډلبنديو يا نفوذ د صفاتو ښودنه کوي.
د ځانګړو کارونو يا مفاهيمو د منلو وړ یا نه منلو وړ په ګرځولو سره، ټولنې خپله تګلاره جوړوي. په یوه ځانګړې ټولنه کې د چلند دا ډولونه د ټولنيزو معيارونو (اخلاقو) په نامه پېژندل کېږي. ټولنې او د دوی معيارونه له تدریجي او دايمي بدلون سره مخامخ وي.
له دې امله چې ټولنه د ګډې همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي، یوه ټولنه کولای شي، خپل غړي په داسې لارې د ګټې تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې له دې پرته په بله لاره يا په انفرادي ډول به ستونزمن و. په همدې بنسټ د فردي او ټولنيزو (شريکو) ګټو تر منځ توپير کېدای شي، يا په ډېرو حالتونو کې دا ګټې يو په بل کې سره نغښتې دي. شونې ده چې، ټولنه د يو ډول ذهنيت لرونکو خلکو نه جوړه وي چې په یوه ستره واکمنه ټولنه کې د دوی د خپلو معيارونو او ارزښتونو له خوا اداره کېږي. کله ناکله دې ته فرعي کلتور ويل کېږي، دا هغه اصطلاح ده چې په پراخه کچه د جرم پېژندنې او د يوې پراخې ټولنې په ټاکلو فرعي برخو عملی کېږي.
نور...
[{{fullurl:{{{2}}}|action=edit}} سمول]