تانبه:درملګري/نوميالی درملګر/۲

ابن سينا محمد بلخي
ابن سينا محمد بلخي

ابو علي سينا چې له آره د اوسني افغانستان د بلخ ولايت دى، اصلي نوم يې حسين، پلار يې عبدالله او د نيکه نوم يې سينا ؤ. دې په درې سوه اويا هجري سپوږميز کال، چې د ۹۸۰زېږيز کال سره سمون خوري، د سامانيانو د واکمنۍ په دوره کې د بخارا د افشنې په کلي کې وزېږېد. سينا څه کم و زيات ۱۱۵- ټوکه کتابونه ليکلي چې په بېلابېلو علومو کې دي، زياتره کتابونه يې د فلسفې او رنځپوهنې امورو کې دي. ابن سينا د اسلامي نړۍ نوموتې فلسفي دى چې اسلامي فلسفې ته يې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي. د ابن سينا مشهور کتاب (کتاب القانون) نومېږي چې په رنځپوهنه کې يې ليکلې دى.نور