تازه اوبه په طبيعي ډول د مايع  (بهانده) يا جامد (کنګل) په بڼه پيدا کېدونکې اوبه دي، په کومو کې چې په کمه اندازه تحليل شوې مالګه يا کم تحليل شوی سخت والی موجود وي. که څه هم په دې اصطلاح سره په ځانګړي ډول د سمندر اوبه يا تروشې اوبه په ځان کې نه رانغاړي، بیا هم هغه له معدنياتو غني اوبه پکې شاملې دي چې تروشې نه وي، لکه د چليبي چينې. شونې ده چې په تازه اوبو کې، کنګل شوې او په يخي تختو، د يخ په ټوپيو، کنګلونو، واورينو سيمو او واورينو غرونو ويلې شوې اوبه،  طبيعي ورښت لکه بارن، واوره، ګلۍ، ګله ګرکی او د يخ ورښت، همدا راز د ځمکې په سطحه بهېدونکې اوبه کومې چې داخلي اوبو هستې جوړوي لکه لمدې ځمکې، ډنډونه، جهيلونه، سيندونه، ويالې، تر څنګ يې د ځمکې لاندې اوبه، د ځمکې لاندې ويالې او جهيلونه، شامل شي.

اوبه د ټولو ژونديو موجوداتو د پايدو لپاره اړينې دي. ډيری ژوندي موجودات کولای شي په تروشو اوبو هم وده وکړي، خو ډيری بوټي او غوڅ اکثريت خزنده ګان، دوه ژوندي، حشرات، تي لرونکي او مرغۍ د ژوند لپاره تازه اوبو ته اړتيا لري.

تازه اوبه د تل لپاره د څښاک اوبه نه وي، يعنې هغه اوبه چې د انسانانو د څښلو لپاره مناسبې وي. د ځمکې ډېرې تازه اوبه (په سطحه او د ځمکې اوبه) تر ډېره بريده د انسان د مصرفولو لپاره له تصفيه کېدلو مخکې مناسبې نه دي. تازه اوبه په اسانۍ سره د انسانانو د فعاليتونو او په طبيعي ډول د منځ ته راتلونکو پروسو  له امله ککړېدای شي، لکه توږل کېدل.

تازه اوبه (خوږې اوبه) يوه طبيعي سرچينه ده چې له محدوديت سره بدلون او نويتوب منلی شي. تازه اوبه يواځې د اوبو د جريان په مټ بيا ډکېدای شي، په کوم کې چې له سمندرونو، جهيلونو، ځنګلونو، ځمکې، دريابونو، او د اوبو د زېرمو څخه بړاس جوړيږي، بيا د وريځو بڼه خپلوي او د ورښت په بڼه بېرته ځمکې ته راګرځي. خو په سيمه ييزه کچه، که چېرته تازه اوبه د انسانانو د فعاليتونو له امله وکارول شي، نو په دې بنسټ په سطحه او د ځمکې لاندې د اوبو له سرچينو څخه تازه اوبو ته لاس رسی کمېدای شي (يا د اوبو کمښت) او کېدای شي چې همدا چاره شا اوخوا او له هغې سره اړوند چاپېريال ته سخت زيان ورسوي. د اوبو ککړتيا او د هغې په پايله کې تغذيه هم د تازه اوبو شتون کموي.[۱]

پېژند سمول

شمېريز تعريف سمول

تازه اوبه دې ډول تعريفيدای شي، چې هغه په يو ميلیون کې له ۱۰۰۰  څخه کمې د حل شوې مالګې برخې لري (ppm).[۲]

نورې سرچينې د تازه اوبو لپاره له دې څخه هم د زیات مالګينوالي حدونه ښيي، د بېلګې په ډول ۱۰۰۰ ppm يا ۳۰۰۰ ppm.[۳][۴]

نظامونه سمول

د تازه اوبو زېرمه ځايونه يا د لينټيک نظامونو په توګه ډلبندي شوي، کومې چې د ډنډونو، جهيلونو، جبو او د خټو (خدنګونو) اوبه دي؛ یا د لوټيک په ډول ډلبندي شوي دي، کومې چې د بهانده اوبو نظامونه دي، یا د ځمکې د اوبو په توګه، کومې چې په ډبرو او ګارو کې بهېدونکې اوبه دي. سربېره پر دې، هغه سيمه چې د ځمکې د اوبو او لوټيک نظامونو تر منځ د پول په توګه پېژندل کېږي، کومې چې هايپروهيک سيمه ده چې د ډېرو سترو سمندرو لاندې موقعيت لري، شونې ده له هغې څخه ډېرې زیاتې اوبه ولري، کومې چې په پرانيستو ويالو کې ليدل کېږي. شونې ده چې همدا اوبه د ځمکې الندې پرتو اوبو سره نېغ په نېغه په اړيکه کې وي.

سرچينې سمول

نږدې د ټولو تازه اوبو اصلي سرچينه له اتموسفير څخه اورښت دی، کوم چې د شبنم (پرښه)، باران يا واورې په بڼه وي. تازه اوبه د پرخې، باران يا واورې په توګه اوريږي، له اتموسفير، له سمندرونو او له هغې وچې څخه د حل شويو موادو لرونکې وي، د کومو پر سر چې باران لرونکې وريځې سفر کړی وي. ورښت په پايله کې د اوبو هستې جوړوي، کومې چې انسانان د تازه اوبو د سرچينو په توګه کارولای شي چې دا دي: ډنډونه، جهيلونه، د باران ورښت، سمندرونه، ويالې او د ځمکې لاندې اوبه کومې چې د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې موجودې وي.

د سمندر په څنډو کې کېدای شي، تازه اوبه د مالګې زیاته اندازه ولري، خو دا په هغه حالت کې که چېرې د هوا حالت د سمندري اوبو څاڅکي په باران لرونکو وريځو کې پورته يوسي. دا سوډيم، کلورايډ، ميګنيشيم او سلفيټ تر څنګ د نورو مرکباتو کم غلظت لوړ غلظت ته پورته کولای شي.

په سارايي سيمو کې، يا په هغو سيمو کې چې کمه خاوره يا دوړې ځمکه لري، په باران سره لګېدونکي بادونه کولای شي، له ځانه سره ريګ او دوړه پورته کړي او شونې ده چې همدا بیا د باران پر مهال په يوه بله سيمه کې راټول شي چې دا بیا په خپل وار سره د تازه اوبو جريان د پام وړ اندازې پورې د ناحل کېدونکو جاميدو موادو او هم د حل کېدونکو موادو په واسطه ککړې کړي. شونې ده چې په همدې طريقه د پام وړ وسپنه هم ولېږدول شي، په کوم کې چې د شمالي افريقا کې په سهالا کې د ريګ له توپانونو څخه تر لاسه شوي برازيل کې د اوسپنې څخه ډکو بارانونو مستند شوي لېږد شامل دی.

د اوبو وېش سمول

په سمندرونو او دريابونو کې مالګينې اوبه او د ځمکې مالګینې اوبه د ځمکې د ټولو اوبو نږدې ۹۷٪ برخه تشکيلوي. يواځې ۲.۵ – ۲.۷۵٪ تازه اوبه دي، به دې کې ۱.۷۵٪ نه يې په کنګلونو، يخ او واوره کې کنګل شوې اوبه دي، ۹،۵ – ۰.۷۵٪ يې د ځمکې لاندې تازه اوبه او د ځمکې نمي ده او له ۰.۰۱٪ څخه کمې يې د ځکې د مخ اوبه دي چې په جهيلونو، جبو او سمندرونو کې دي. د ځمکې د سطحې د دې  تازه اوبو نږدې ۸۷٪  يې په جهيلونو کې دي چې په دې کې ۲۹٪ يې د افءيقا په سترو جهيلونو، ۲۲٪ سلنه يې په روسيه کې د بايکال په جهيل کې، ۲۱٪  يې د شمالي امريکا په سترو جهيلونو کې او ۱۴٪ يې په نورو جهيلونو کې دي. د جبو ډېر توازون په سمندرونو کې يواځې په لږه اندازه کې موجود وي چې د يادولو وړ يې د امازون سمندر دی. اتموسفير ۰.۰۴٪ اوبه لري. په هغو سيمو کې چې د ځمکې په سطحه تازه اوبه نه لري، تازه اوبه يې له ورښت څخه تر لاسه کېږي، د کم کثافت له امله شونې ده چې د ځمکې پر سر پرتې تروشې اوبه يې په په لينزونو يا پوړونو کې پټې وي. د نړۍ ډېرې تازه اوبه په کنګل ډول په يخي تختو کې پرتې دي. د ساراګانو په څېرې ډېرې سيمې ډېرې کمې تازه اوبه لري.[۵][۶]

په ۷.۸ له جملې څخه نږدې څلور ميليارده خلک په کار کې لږ تر لږه تر يوې مياشتې بورې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ کېږي.[۷]

د تازه اوبو چاپېرياليز نظام (ايکو سيستم) سمول

د تازه اوبو چاپېرياليز نظامونه د ځمکې د ځمکې د اوبه ييز نظام يوه فرعي څانګه ده. په دې کې جهيلونه، ډنډونه، سمندرونه، ويالې، چينې، جبې او نمجنې ځمکې شاملې دي. پرتله يې له سمندري چاپيرياليز نظام سره کېدای شي، کوم چې په ستره پیمانه مالګين مواد لري. د تازه اوبو د شتون ځايونه په جلا جلا لاملونو ډلبندي کېدای شي چې په هغې کې تدودوخې درجه، د رڼا رسېدل، غذايي اجزاء او بوټي شامل دي. د تازه اوبو د چاپېرياليزو نظامونو درې بنسټيز ډولونه شته چې دا دي: لينټيک (کرار بهېدونکې اوبه چې په هغې کې حوضونه، ډنډونه او جهيلونه شامل دي)، لوټيک ( چې په هغې کې تېزې بهېدونکې اوبه، د بېلګې په ډول ويالې او سمندرونه شامل دي) او اوبه لرونکې يا نمجنې ځمکې ( چې په هغې کې هغه سيمې شاملې دي چېرته چې ځمکه د لږ تر لږه وخت لپاره يا خړوبېږي يا يې اوبه لاندې کوی).د تازه اوبو چاپيرياليز نظامونو کې د نړۍ ۴۱٪ د نړۍ د پېژندل شويو کبانو انواع شته.

د وخت په تېرېدو سره د تازه اوبو چاپېرياليز نظام د پام وړ بدلونونو څخه تېر شوي دي، کوم چې د چاپېرياليزو نظامونو په بېلا بېلو خاصيتونو اغېزې کړي دي. د تازه اوبو پر چاپېرياليز نظام د پوهېدو او د هغې د څارنې لپاره بنسټيزې هڅې انساني روغتيا په وړاندې د شته ګواښونو له امله تر سره شوي دي (د بېلګې به ډول د اوبو د ککړتيا له امله د وبا «کوليرا» ناروغۍ خپرېدل). لومړۍ څارنې په کيمیاوي څرګندونو، له هغې وروسته په باکتریا او په پايل کې په اوبړيو، فونګي او پروټوزوا باندې مرکوزې وې. د څارنې په يو نوي ډول کې د ژونديو موجوداتو د بېلا بېلو ډلو (ستر بې ملا تيره، ستر نبابتات او کبان) د اندازې سمولو او د هغوی سره اړوند د ويالو حالتونو معلومول شامل دي. د تازه اوبو د ژوند تنوع ته مخامخ ګواښونو کې زیات ناوړه کارول، د اوبو ککړتيا، په بهېدو کې بدلون، د اوبو د ځايونو ويجاړول يا کمول يا په هغوی کې د نورو انواعو ننوتل شامل دي. د اقليم بدلون په دې چاپېرياليزو نظامونو لا زيات فشار راوړي، په داسې حال کې چې د اوبو تودوخه له مخکې څخه تر 1°C پورې لوړه شوې ده، تر څنګ يې په واوره پوښلو سیمو کې د پام وړ کمښت راغلی دی چې دا په خپله په چاپېرياليز نظام د زيات فشار لامل ګرځېدلی.

سرچينې سمول

  1. "The Fundamentals of the Water Cycle". www.usgs.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Groundwater Glossary". 27 مارچ 2006. د اصلي آرشيف څخه پر 28 اپریل 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه 14 مې 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Freshwater". Glossary of Meteorology. American Meteorological Society. جون 2000. د اصلي آرشيف څخه پر 6 جون 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 27 نومبر 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Freshwater". Fishkeeping glossary. Practical Fishkeeping. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مې ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Where is Earth's water? Archived 14 December 2013 at the Wayback Machine., United States Geological Survey.
  6. Physicalgeography.net Archived 26 January 2016 at the Wayback Machine.. Physicalgeography.net. Retrieved on 29 December 2012.
  7. Gleick, Peter; et al. (1996). Stephen H. Schneider (المحرر). Encyclopedia of Climate and Weather. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)