ترخون یا تارخون ( چينايي : 突昏tū-hūn ، مړ 710) د 705-707 څخه تر 710 پوري د سمرقند د سغديان کورنۍ ( سغديان : ikhsid ) یو واکمن وو. په ۷۰۹ کال کي د اموي جنرال قتیبه بن مسلم له خوا د بخارا د نیولو وروسته ترخون مسلمانانو ته خپل سفیران ولېږل او د اموي خلافت واک یې پر سیمه باندي ومانه. نوموړي خپل دوه زامن د امویانو په دربار کي د یرغمل په توګه هغوی ته واستول. [۱]

د ترخون د یادي پالیسي له امله یو کال وروسته د محلي بغاوت له لوري دده واک ړنګ سو، او د ګرک په نوم یو بل سغدیان شهزاده چي ترخون یې زنداني کړ، واک ته ورسېدی. ترخون تر زنداني کېدو وروسته ځان وژنه وکړه، او دوه زامن یې په پنجیکانت کي د دیوشتیچ په نوم د بل سغدیاني واکمن سیمي ته په تېښته بریالي سول، چیري چي د هغوی سره ښه چلند ترسره او ښه راغلاست یې وویل سو.

د ترخون په اړه د چین د تانګ هویاو په تاریخ کي داسي راغلي دي چي "د شین لونګ (۷۰۵-۷۰۷) کلونو په اوږدو کي نینشیشي [مستیچ اناش (۶۹۸-۷۰۰)] مړ سو، او د هغه زوی ترخون په تخت کېناست. د تانګ په نوي کتاب کي هم یادونه سوې ده چي "د هغه له مړیني وروسته مستخ اوناش د هغه ځای ناستی سو، او د مستچ اناش له مړیني وروسته خلکو ترخون د پاچا په توګه غوره کړ".

  1. . 2004. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود)