بې معنا فکرونه
هغه ټولنه چې نيوکه په کې نه وي،ناروغه ده. د حشونت او تاوتريخوالي د فرهنګ پرځاى که د ډيالوک فرهنګ رايج کړو موثر به وي. د يو ډاډمن چاپيريال او سمون له پاره که د افکارو تقابل هر څومره پېچلې او ستونزمن وي؛توپېر نه کوي. خو شرط به د بين الافرادو دا وي،چې زغم او حوصله به يې د سلنې له مخې د قناعت وړ وي. هر ډول احلاقياتو او حسناتو درلودونکي انسانان بايد ټولنيز نورمونونه د شخصي عقدو او بدرنګو احساساتو قرباني نه کړي،ترڅو ټولنه د ټولنيز ثبات کوربنه شي. که چېرته مو فکر د ځان غوښتنې وي،مخکې تګ فرصت به هسې يو خيال وي. هغه اشخاص چې،په نه يو ډول يې ځان په فکري ناروغۍ اخته کړې وي او تل دا فکر کوي ترڅو په هر ممکن او غيري ممکن ګنجايش کې ځان د خلکو د سرلارې په څېر څرګند کړي،خو په دې نه پوهېږي،چې زه خو په غلطه روان يم فکري ناپزيره ناروغي مې ګواښي،د ځان غوښتنې لوى مرض مې د ضمير کور ړنګ کړى، په نورو په زوره د ځان غټولو ستر جنون مې لکه نشه دماغ زيانمنوي خو؛بس د حيوانانو ترمنځ يې توپېر لباس او ساختمان دى. دوى ارثي،فطري هم وي،خو بدلون ته هم بايد خوشبين وي، تنګ نظري يې د شيطان لخوا د توشيح وړ وي،دوى هم بيا خوشاله شي،دوى هم بيا لږ ډډ،ډډ ځي،چې زه خو هم يو څوک يم؛ خو د هغوى له پاره له بده مرغه! ټولنه اوس د فکري ناروغۍ ناروغان ډېر ښه تشخيص کوي، له ځانه يې دومره لرې شړي،چې ان د بيرته يو ځاى کېدو له پاره يې پريکړه زمان کوي. په نورو د ځان پېژندل دومره غيري منظم او نا پلان شوي کارونه نه غواړي. ډېر ساده او اسان ټکي دي،چې بايد سالم فکر يې په نظر کې ونيسي،ترڅو د موخو هم وړاندې موخې تشخيص کړي. نزاکتونه،يو بل منل،حوصله،درناوې،خپل رزيل فکر په نورو نه قياس کول،د وخت او مکان سره عيار اوسيدل،عامه او ټولنيز فکر ته کار،د ځان غوښتنې بدرنګه فرهنګ سره دوښمنې،دا منل چې، هغه ښه وشو،چې........شو بيا نو ستا کار يوازې مشاهده ده،ګوره خلک به ستا وي،ټولنه به ستا وي،مشري به ستا وي،صيب به ته يې،محترم به ته يې! يوازې زماني شرايط د تيزوالي او زر کوه،نه مه زار وه! افلاتون وايي: انسان ټولنيز حيوان دى،په ټولنه کې اوسيدل يې حياتي اړتيا ده؛هغه څوک چې د ټولنيز ژوند نه تېښته کوي،يا ليونې دى او يا هم ارثي ګړبړ لري. افلاتون ښه ويلي!
ليکوال:اسدالله حبارخېل