آرنۍ غورنۍ پرانيستل

وزګارتیا   Unemployment  

د اقتصاد پوهانو له انده د تولید عوامل څلور دی چې عبارت دي له: ځمکه، کارګر، پانګه، تنظیم او یا اداره. خو ځیني اقتصاد پوهان بیا ګټه د تولید پنځم عامل په توګه په ګوته کوي او استدلال کوي چې که چیرې د توکو او خدمتونو د تولید په پایله کې ګټه شتون ونلري نو کېدای شي چې کاروباري سکتور د توکو او خدمتونو له تولید څخه لاس په سر شي او پدې توګه ګټه د تولید پنځم عامل پېژندل کېږي.

نو دا چې په اقتصاد کې کله هم د وزګارتیا څخه خبرې کېږي نو موخه یې معمولاً کارګره قوه وي وزګارتیا او یا هم د کارګرې قوې وزګار پاتې کېدل د اقتصاد پوهانو له نظره خورا مهمه موضوع ګڼل کېږي وزګارتیا په مختلفو وختونو کې د مختلفو اقتصاد پوهانو له انده په مختلفو بڼو تعریف شوېده خو په عمومي ډول سره وزګارتیا په لاندې ډول تعریف شوې ده:

په اقتصادی کې هغه عمومي حالت چې پکې د تولید هغه عوامل (معمولاً کارګره قوه) چې د توکو او خدمتونو په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري عملاً د دندې ترلاسه کولو په هڅه کې وي خو په تولیدي کړنو کې برخه ونه لري وزګارتیا (Unemployment) بلل کېږي.

ددې تعریف له مخې یوازې هغه وګړي وزګار ګڼل کېږي چې د کار کولو اراده او وړتیا ولري او عمل د کار د ترلاسه کولو په لټه کې وي خو د کار په ترلاسه کولو نه وي بریالي شوي.

د کلاسیک اقتصاد  له مخی بیکاری په یوهیواد کی د کارګری قوی او استخدام د کچو تر منځ د رامنځته کیدونکی توپیر په توګه پیژندل کیږی . په تیوریکی لحاظ بیکاری د کارعرضی اورکار تفاضا ترمنځ نابرابری پیدا کول او د کاردعرضی په مقابل کی د کاردتقاضا کموالی دی د یادولو وړ ده چی د کاردعرضی او تقاضا ترمنځ دعددی توازون په حالت کی هم د بیکاری ستونزه  رامنځته کیږی .د دی حالت عمده لامل د کیفیت له اړخه دکاردعرضی او تفاضا مطابقت نه کول دی .د کاربازار ته عرضه شوی کار باید یوازی دکار دتقاضا مقدارسره نه بلکی دکیفیت له نظره هم مطابقت وکړی .         ځینی اقتصاد پوهان بیکاری دشته مزد په حدود کی د کاری قوی د عرضی دزیاتوالی په توګه پیژنی . هغه څوک چی دمزد سره موافقه لری د کارکولو توانایی او غوښتنه لری ولی مناسب کار نه شی پیداکولای وزګار ګنل کیږی . یوچا د بیکاره شمیرلو په وخت د لاندی شرطونو شتون لازم دی :

الف : فزیکی توګه دکارکولو توانایی درلودل

ب : د کارکولو غوښتنه درلودل

ج : د کارکولو لپاره تیاریدل

د : د استعداد مطابق او عاید راوړونکی یو کار نه پیداکیدل

هغه څوک چی دناروغتیا او فزیکی ناتوانی له امله کارکولو ته اماده نه وی او یا هم په خپله غوښتنه سره د کار کولو اراده ونه لری بیکارو کښی نه شمیرل کیږی. د کارنړیوال سازمان ILO   د یو کس د وزګارشمیرلو لپاره دری خصوصیتونه جلا کړیدی .

د کار نه درلودل

فزیکی توګه د کارکولو توانایی درلودل

د کارپيل کولو ته تیاریدل

د بیکاری لاملونه او ډولونه

۱ د بیکاری لاملونه

بیکاری د بیلو لاملونو زیږنده ده . دیو شان علت څخه پیدا شوی بیکاری هر وخت یو شان نتایج نه څرګندوی د هیوادونو د پرمختګ کچه ، دکاربازار جوړښت ، جوړښتی او دوره ای شرایط په څیر د زیاتو فکتورونو توپير ، د بیکاریبیلو ډولونو ته لارپرانیزی. په عمومی توګه بیکاری د کارقوی د عرضی د زیاتوالی او د کارقوی ته د تقاضا د کموالی څخه رامنځته کیږی . د کارقوی په عرضه کی زیاتوالی هغه وخت دبیکاری د رامنځته کیدو سبب ګرځی چی  کاری قوی ته ثابته تقاضا وجود ولری

اوکله چی د کار عرضه ثابته اوسی نو د کارقوی ته د تقاضا کمیدل هم د بیکاری لامل ګرځی . د کار توان لرونکو او دکارغوښتونکو لپاره د کارد نه پیداکیدو لاملونه زیات دی . داعلتونه هم د شخصی او هم د اقتصاد سره اړیکه پیداکوی

دبیکاری ستونزی څیړونکوله نظره د اقتصادی او ټولنیزجوړښت څخه منشه اخستونکی لاملونه د ډیر ارزښت لرونګی دی

الف ، اقتصاد لاملونه

۱. دپانګی کمبود :

پانګه د تولید د عواملو څخه یو مهم لامل دی او د کار محل د پانګی شتوالی سره اړیکه پیداکوی. د پانګی محدودوالی په استخدام کی نیمګرتیا رامنځته کوی او د بیکاری لامل ګرځی . په پرمختیایی هیوادونو کی بیکاری اکثره د پانګی د کموالی نتیجه ګنل کیږی.دی هیوادونو کی د سړی سر عاید اندازه ټیټه ده او د سپما کولو امکانات کم دی چی د پانګی اچونی سبب وګرځی. پرمختیایی هیوادونو کی ځینی ضروری او تخصصی رشتو کی د کارعرضه کمه ده او په مقابل کی غیر تخصصی برخو کی د کارعرضه زیاته ده ولی تقاضا ورته کمه ده.

۲. د لګښت حدودوالی :

د بیکاری یو بل لامل د لګښت محدودوالی دی دا محدودیت که عوایدو د کموالی او یا سپما د کموالی نتیجه اوسی په دواړو حالتونو کی تولیداتو ته تقاضا کمیږی او پانګی اچونی  میلان کی هم کموالی راځی دا جریان د نیمګړی استخدام او یا بیکاری لامل ګرځی.

ب ، سیاسی لاملونه:

دقوانینو نه حاکمیت او د عملی کیدو څخه یی دڅارنی نشتوالی ، دغیرقانونی اقتصادی او مافیایی فعالیتونو مخه نه نیول ، د ټولنی غړو ته د کار د حقوقو تامین کوونکو قوانینو او ادارو نشتوالی او په دولتی او نورو ادارو کی د اداری فساد شتوالی د بیکاری د رامنځته کیدو سیاسی لاملونو څخه شمیرل کیږی.

ج ، ټولنیز لاملونه :

د تعلیم ، تربیی او د تخصص کچی ټیټوالی ، د نفوسو تراکم ، دوسن ، جنس ، نژاد او قوم توپیر او نور عمده ټولنیزو لاملونو څخه دی چی په ټولنه کی د بیکاری لامل ګرځی .   

په افغانـستـان کی بیکاری او د هغه څخه د خلاصـون لاری چـاری

اففانستان یو د هفه مملکتونو له جملی څخه ده چی د پرمختیایی هیوادونو په ډله کی راځی چی په د ی هیواد کی  بیکاری په زیاته انداره سره شتون لری نظر نورو پرمختیایی هیوادونو په پرتله باندی.  د نړیوال بانک د سروی او نظرسنجی پر اساس باندی  چی په ۲۰۱۵ کال کی ترسره کړی تقزیبا ۴۰٪ خلک بی روزګاره دی او د افغانستان د اوسنی حالاتو په کتو سره نور هم زیاتیږی چی  ۲۰۱۶ کال  یی ۴۵٪ ښودلی دی.                                                                                  

بیکاری یوه داسی پدیده ده چی د یو مملکت په اقتصاد باندی ناوړه اغیزه البته منفی اثرات لری  چی ددی په واسطه باندی  پر نورو افثصادی متحولاتو باندی اغیزه کوی یعنی که چیری په یو مملکت کی بیکاری شتون ولری نو یقیناٌ هلته د خلکو تقاضا نظر اجناسو ته نه وی څکه چی عاید شتون نه لری چی عاید شتون ونه لری نو خلکو د اجناسو د اخیستلو توان نه لری نو کله چی تقاضا شتون ونه لری نو عرضه هم نه وی یعنی تولیدی صورت نه نیسی چی ددی باعث ګرڅیږی چی د مملکت کورنی ناخالص تولیدات او ملی عاید زمونږ کمیږی چی د یو مملکت اقتصاد د رکود حالت سره مخامخ کوی نو کله چی اقتصادی رکود حالت سره مخامخ شی اهمه خبره ده چی  دغه مملکت د بودیجوی کسر سره مخامخ کیږی نو په دغه حالت کی  ددی مملکت حکومت کچګول په لاس د نورو مملکنونو څخه کومک وغواړی او یا هم قرضه د نړیوالو موسساتو څخه وغواړی دا هم په هفه صورت کی د امکان وړ ده چی نړیوالو سره رجسټر وی چی دا هم ځانګړی شرایط لری،( یعنی حکومت په دی باندی مجبور او مکلف دی چی د حکومت ورڅنی مصارفات، عامه خدمات عوامو ته ، سرمایه ګذاریانی لری   په مختلفو سکتورونو کی باید ترسره کړی نو ددی دپاره یو خاص عاید یا پیسی لپاره ضرورت ده)   که دا دواړه کار ونشی کولی  نو ددغی مملکت د حکومت د ړنګیدو باعث ګرځیږی لکه چی په ۱۹۲۹ م کال کی د اقتصادی بحرانونو له کبله د ویمار حکومت سقود و کړل.

بیکاری او د وزګار نه شتو ن په اففانستان د فقر کچه لوړ کړی  چی د  نړیوال بانک د ۲۰۱۵ کال  د سروی پر اساس باندی  د فقر کچه تقریباً  ۳۹.۱٪ ښودل شوی، البته د د فقر د کچی لوړیدل د یو مملکت پر افتصادی بهیر باندی منفی اثرات لری ځکه چی خللکو د خپلو لومړنیو موادو د اخیستلو توان نه لری چی داد یومملکت پر بدبختی باندی دلالت کوی  نو ددی نه جوته کیږی کله  چی په یو مملکت کی فقر شتون ولری هلته افتصادی پرمختګ او افتصادی وده شتون نه لری که اقتصاد ی وده ولری ښو ډیر به په کمه اندازه باندی یا اقتصادی وده به و لری اقتصادی پرمختګ به نه لکه به هند په نظر کی ونیسو اقتصادی وده لری مګرد فقر د وجی نه اقتصادی پرمختګ نه لری  چی  د افتصادی پرمختګ، افتصادی وده نه شتون د فقر با وجود باندی چی ټول په بیکاری باندی د لالت کوی چی د اففانستان اکسریت خلکو دی ته اړ شوی چی افغانستان پریږدی او نورو بهرنیو ممالکو ته مسافر شی ترڅو یو مړی حلال روزی پیدا کړی د ښه روزګار خاوندان شی.                                                                                                                      

په افغانستان کی د بیکاری لاملونه

۱.په اففانستان کی ددوامداری  صلحی نه شتون :- په اففانستان کی یواځنی اساسی لامل دبیکاری جنک جګړه ده چی د ډیرو وختونو راهیڅی پر افغانستان خلکو باندی  د بهرنیو هیوادونو له خوا تامیل شوی چی د بهرنیو هیوادنو له خوا د خپلو شمو اهدافو په خاطر باندی ورځ تر ورځه غځوی چی مختلف نومونه ورته ورکوی ( دایش ، طالب) او د ننه په افغانستان کی خپله افغانان سره په مختلفو موضوعاتو په جګړه اچوی او مصروفوی تر څو خپل کوم شوم اهداف چی لری هفی ترلاسه کړی  چی دا جګړه د اففانستان د اقتصادی  پرمختک ،د خللکو د  رفاه ، او روزګار پر مخ خنډ ګرځیدلی  او ورځ تر ورځه دوی زلیل کوی او فقر او بدبختی سره مخامخ کوی.

۲.په افغانستان کی د قوی سرمایه ګذاری نه شتون :-  د افغانستان د حکومت بی توجویی او اقتصادی او سیاسی کمزوری ددی باعث ګرځیدلی چی خارجی او داخلی کوم پانګه وال چی دی دی لپاره زړه نه ښه کوی چی به افغانستان ترسو سرمایه ګذاری وکوی د موجوده حالاتو په کتو سره کوم پانګه وال چی په افغانستان کی پانګه اچونه کړی وه د ۲۰۱۴ کال پررسیدو سره او خارجی قواوو په وتلو سره او د اففانستان د انتخابات دی دلپاره اړ کړل چی خپل سرمایی ټول د اففانستان څخه وویستلی چی نورهم اقتصادی حالات البته کړکیچن شول او دبیروزګاری کچه ۶۰٪  ورسوله چی نسبتاٌ نورو کلونو ته لوړ شول.

۳. په افغانستان کی د قوی تولیدی  فابریکو نه شتون: - په اففانستان هیواد کی د صنعت شاته والی او د  قوی تولیداتی سیسټم نه شتون او ډیر په کمه تعداد باندی فامریکو چی البته غیر ستنډرډ او ددی ظرفیت نه لری چی د افغانستان خلکو ته تولیدات وړاندی کړی چی ددی ځای نه جوته کیږی چی خللکو ته په دغو سکتورونو کی کار نشته ځکه چی دلته ظرفیت جلب او جذب شتون نه لری چی ددی باعث ګرځیدلی چی د بهرنیو مملکتونو څخه واردات وکړی او خلک بیکاره او تش لاس ناست وی ترسو ددی توان ونه ولری چی د خپلو ضرورت وړ توکی خریداری کړی.

۴.په اففانستان کی د اداری فساد اوج ته رسیدل : - د افغانستان په دولتی دوایروکی دحکومتی مامورینو په واسطه چی د حګومت  په هر سکتور کی چی وظایف اجرا کوی رشوت خوری، اختلاص او نورو غیر قانونی اعمالو باندی لاس پوری کوی چی خپل ځان موړ کوی او د ملت کور خرابوی چی البته ددولتی  بستونو داعلان په صورت کی هر هفه کسان وظایفو ته ګمارل کیږی چی  دهفوی کسان د حکومت په لوړو بستونو کی وظایف لری او یا هم ر شوت په ورکولو سره مقرریږی او ازاد رقابت هځی په نوم سره وجود لری چی البته ووایم چی دغسی حالات د پروزو د بډنګ په پروسه کی هم شامل دی او یا د  لوړ پورو چارواکو له خوا پروژو د تطییق څخه مخنیوی کوی او نوموړی پیسی به خپل شخصی جیب کی اچوی  دغه ټول باعٍث ددی  ګرځیدلی چی خلک د بیکاری او فقر سره مخامخ دي.

۵. د زراعت سکتور شاته تګ او د حکومت تو جو نه شتون: - د اففانستان د اوسنیو حالاتو په کتو سره خلکو نشی کولی ترسو په غرنیو سیمو کی ژوند وکړی نو دی ته اړ شوی چی خپل کورونه پریږدی او ښارونو ته راشی چی ددی باعث ګرځیدلی چی زراعتی تولیدات ظعیف شوی او خلک هم بی روزګار شوی او حکومت ددی توانایی نه لری چی خلکو په ښارونو کی په وضایفو و ګماری تر څو خپل وړ ضروریات رفع کړی نو دولت ددی لپاره مکلف ده او باید تو جو وکړی تر څو دغه اشخاص په هفو مناطقو کی چی نسبتاٌ امنیتی حالات ښه دی په زراغتی کارونو کی مشغول کړی یعنی  دوی ته ځمکه ،کود ، تخم او زراعتی ورکشاپونه نوموړو خلکو ته دایرکړی تر څو ظرفیت سازی لوړ شی د یو خوانه خلک په واظیفو ګمارل کیږی او مشغولیږی له بلی خوا نه زراعتی تولیدات زیاتیږی ددی لپاره اړنه وی چی د بهر مملکتونو څخه د زراعتی اموالو واردات وشی.

په افغانستان کی د بیکاری د لامنځه وړلو لاری چاری

۱.په اففانستان کی د  پایدار صلح شتون:- په اففانستان کی  پایدار صلح ته ضرورت شته ترسو یو قوی او خود کفا حکومت ولرو او وکولی شی چی په هر سکتور کی پرمختګ مینځ ته راوړی او زیاتر اقتصادی سکتورونو کی د حد نه زیات پانګه اچونه وشی لکه تولیدی فامریکی، سهامی شرکتونو او داسی نور... او بهرنی سرمایه ګذاریو ته هم لاره هواره شی چی دی سره بهرنی سیاسی او اقتصادی اړیکی نور هم  دی سره پراخیږی او صادرات او وردات د اجناسو به په ډیره اسانی سره صورت مومی  چی  په نتیجه کی دا ټول ددی باعث ګرځیږی چی باکیفیته تولید او ددنیا په ستنډرډ باندی د اجناسو تولیدات به صورت ونیسی چی ددی په څنګ کی به زیات کاری ځواک ته ضرورت شته چی د اففانستان خپل خلک او نور بهرنی خلک ته به د کار زمینه مساید شی چی ددی سره به د دولت عاید هم لوړشی د بودجوی کسر نه به هم خلاص شی.                    

۲.په افغانستان کی د شته طبیعی منابعو څخه استعمال :- که افغانستان هیواد  ته متوجی شو نو مختلف کانونه په کی  شتون لری لکه سره زر،سپین زر، زمرد، اوسپینه ،مس،نقره او داسی نور چی که دا په درست او صحیح شکل باندی استخراج شی او ددی عاید په یو اندازه باندی په مختلفو سکتورونو کی پانګه اچونه وشی لکه صنعتی فامریکو د خوراکی توکو، اصلحو،وسایطو او د برق د ډیمونو په جوړلو کی چی خوشبختانه مونږ ډیر ښایسته او پرمنافعی سیندونه په افغانستان کی لرو چی په زرهاوو میګا واټ برق تولیدوی چی زمونږ تولیدی فامریکو او عوامو ته برق ورکوی چی دی ته  ضرورت نه شته  د بهر ممالکو څخه برق وارد کړو بلکه به مونږ نورو مملکتونو ته به په زیاته پیمانه برق ورګړو چی ددی په مقابل کی خلکو په واظیفو و ګمارل شی او  د افغانستان دولت ته به عاید راشی چی په نتیجه کی افغانستان د مصرفی هیواد څخه به په تولیدی هیواد بدل شی.                                              

۳.د خصوصی سکتور پراخول او پیاوړی کول :- د اففانستان حکومت باید توجو د خصوصی سکتورونو په پراخولو او د هفوی د پیاوړی کول د نړی په ستنډرد باتدی او ددی لپاره لاره باید داخلی او خارجی پانګه والو ته مساعد کړی چی هفوی وکولی شی په ارامه او په کم مصرف باندی په مختلفو اُفتصادی ارثو کی پانګه اچونه وکړی چی ددی باعث ګرځیږی چی داففانستان تولیدات به ددنیا په هر ګوت کی ډیر په کمه قیمت سره ځان لپاره مارکیټ پیدا کړی،خلکو ته د کار زمینه برابریږی خلک خوشحاله ارامه د فقر او بدبختی څخه خلاصون  مومی او ددی سره ددولت عاید زیاتیږی چی دولت د عامه خدماتو په ورکولو کی چټک ګیږی.                              

۴.د زراعت په سکتور کی پانګه چونه او ددولت توجه:- د اففانستان دولت خپل مکلفیت درک کړی او خپل توجو زیات نوموړی سکتور ته وکړی او تر ډیر حده پانګه اچونه وکړی د نوی او پرمختللی تکنالو‌ژی راوړل افغانستان ته او د اصلاح شوی تخمونه،کود ورکول دهقانانو ته نور سرد خانی او داسی نور شیان چی زراعت په بخش کی اړین دی باید ددوی په واک کی ورکړل شی او ددی تر څنګ د باغونو جوړول چی په دی کی هفه نیالګی باید کینول شی چی په لږ وخت کی زیات میوی ورنه حاصل شی او دنوی هفه موادو کشت کار باید رواج شی چی د ننی مارکیټ او بین المللی مارکیټونو ضرورت ورته شته او باید د ّځنګلونو په جوړولو او ساتلو کی خاص پاملرنه وشی ځکه چی زراعت تولیدات فامریکو ته خام مواد برابروی که زمونږ دغه سکتور ضعیف وی نو اهمه خبره ده چی زمونږ په صنعت او فامریکو باندی اثر ګذار دی نو ددی ټولو خبرو په نتیجه کی ویلی شو چی کله یو پیاوړی زراعتی سیټم ولرو په اففانستان کی نو اهمه خبره ده چی کاری ځواک  کمارلو ته ضرورت شته ددغی سکتور په پرمخ بیولو کی چی مخکی ذکر شو چی دا هفه بی روزګار قشر د اففانستان وی او د ضرورت په وخت کی د نورو بهرنی مملکتونو باتجربه اشخاص به هم صهم ونیسی.                                                                                                                                    

۵.په دولتی سکتورنو کی د ادرای فساد نه شتون:- اداری فساد یو داسی وایروس دی چی د دولت ډول سکتورونه ضعیف کوی او د ښو خدمتونو په ورکولو کی پاتی راولی چی د ټولنی د بدبختی او فقر باعث ګرځییږی چی د مملکت د اقتصادی جریاناتو او اقتصادی او سیاسی پرمختک په مقابل ځنډونه اجاد کوی او ددی باعث کیدلی شی چی د زیاتو مصارفاتو په شتون کی زیاتره کاربارونه د تاوان سره مخامخ شی چی بالااخره د کاربارونو په بندولو دپاره اړ کیږی چی ددی په واسطه ډیر زیات میشت خلک بیکاره اوبی روزګاره ګیږی چی به اففانستان کی د ډیرو کلونو راهیسی مونږ ددی غم نه زمونږ تجاران سر ټکوی او ددی کاربارونه پریښی او یا نور ممللتونوته خپل سرمایه انتقال کړی  او ددی ورته نورو ارسو کی البته د واضایفو په ګمارلو کی هم یو شمیر زیات اداری فساد وجود لری چی حکومت ددی لپاره ځمینه مساید کوی ترڅو ددولتی مامورین پر شته غیر قانونی اعمالو لاس پوری کوی او خلک بی روزکاره، بدبختی او فقر سره مخامخ کوی نو که چیرته ددغو اعمالو نه ترسره کولو لپاره یوی پیاوړی حکومت، پیاوړی منجمنټ او پیاوړی تفتیش وجود ولری نو سراحت باندی ویلی شوم چی به د افغانستان هیواد  په هیڅ سکتور کی به اداری فساد  ونه وی انشاالله صلح هم پایدار شی او خلکو د خپلو خوښی چی د هفی لپاره لیاقت او شایستګی لری انشاالله همغی وظیفی به تر لاسه کوی غواړم چی  یوه بل سیز هم ور اضافه کړم  د  یوه اقتصاد محصل په صفت باندی غواړم چی ووایم چی د اداری فساد د ختمولو لپاره دا لاره غوره نه ده چی خلک د وظایفو څخه وشړل شی بی د ګناه او یا قریب ماورینو او عساکرو باندی ماشونه بند او یا و ضنډول شی   چی ودریږی چی اداری فساد ورکوم  دا به زما په نظر د اداری فساد ورکولو لاره نه بلکه  خلک فقر ته وړل چی په  فقر باندی البته یوه څه اشاره ورته په پورتنی مطلب کی شوی چی څه عواقب لری.         

د وزګارتیا ډولونه

وزګارتیا معمولاً په لاندې ډولونو وېشل کېږي:

۱: اصطکاکي وزګارتیا (frictional unemployment)

هغه وزګارتیا چې له یوې دندې څخه بلې دندې ته د تولید عواملو (معمولاً کارګرې قوې) د تبدیلیدو له امله رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه یو اتل په کابل کې په یوه شرکت کې دنده لري او د شرکت رییس غواړي نوموړی له کابل څخه کندهار ته تبدیل کړي څو په کندهار کې خپلې دندې ته دوام ورکړي نو کندهار ته د اتل رسیدل او دندې پیل څو ورځې په برکې نیسي چې پدې موده کې اتل وزګار پاتې کېږي چې د وزګاره پاتې کېدلو دا موده د اصطکاکي وزګارتیا څخه عبارت دی.

۲: پټه وزګارتیا (hidden unemployment)

د تولید په پروسه کې د تولید د عواملو (معمولاً د کارګرې قوې) ترمنځ هغه حالت چې که چېرې یو یا څو کارګر د تولید د پروسې څخه ووېستل شي د تولید په مقدار کې کوم تغیر (کموالی) رامنځته نشي نو د تولید په پروسه کې د کارګرې قوې په منځ کې دغه حالت ته پټه بېکاري ویل کېږي یعنې دا چې یو عمل چې دوه کارګر یې په عینې منابعو څخه په ګټه اخېستنې سره ترسره کولای شي له دوه کارګرو څخه ډېر ورته استخدام شي. پټې وزګارتیا ته (Latent Unemployment) اصطلاح هم کارول کېږي چې د پټې وزګارتیا مانا ورکوي.

۳: دوراني وزګارتیا (cyclical unemployment)

د وزګارتیا هغه بڼه یا ډول چې د کاروباري دایرې یا دوران (Business Cycle) کې د کساد(recession) د مرحلې په رامنځته کېدو سره په کلي اقتصاد کې په اقتصادي کړنو کې کموالي په پایله کې رامنځته کېږي (په ځانګړي ډول سره په ناخالص داخلی تولید یا GDP باندې د لګښتونو اندازه راکمه شي). دا په دې مانا چې: کله چې په اقتصاد کې د کساد یا زوال مرحله پیل شي نو ټولیزه تقاضا کمېږي چې د ټولیزې تقاضا په کمیدو سره د ټوليز تولید اندازه هم کميږي او د ټوليز تولید په کمیدو سره د کارګرانو یوه برخه له کاره ګوښه او وزګار پاتې کېږي، او په دې توګه دوراني وزګارتیا رامنځته کېږي.

يا په ساده ژبه: د وزګارتیا هغه ډول، چې په کاروباري دوران یا دایره کې د کساد یا زوان مرحلې د پیل له امله رامنځته کېږي.

۴: موسمي وزګارتیا(seasonal unemployment)

د وزګارتیا هغه بڼه یا ډول چې په پایله کې یې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پایله کې د تولید ځینې عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري وزګار پاتې کېږي.

يا په ساده ژبه: د وزګارتیا هغه ډول چې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پایله کې رامنځته کېږي.

د بېلګې په توګه: د ژمي په موسم کې په کابل کې تقریباً ټول ودانیز کارونه په ټپه درېږي، چې په پایله کې یې هغه وګړي، چې په ودانیزو چارو کې په فعالیت بوخت وي وزګار پاتې کېږي.

۵:تکنالوژېکي وزګارتیا(technological unemployment)

د وزګارتیا هغه بڼه چې د تولید په پروسه کې د کارګر پر ځای له ماشین آلاتو څخه د ګټې اخېستنې په پایله کې رامنځته کېږي.

۶: ارادي وزګارتیا(voluntary unemployment)

د وزګارتیا هغه ډول، چې پکې د تولید عوامل (په ځانګړي ډول کارګره قوه)، چې د کار کولو اراده او وړتیا ولري خو په خپله خوښه نه غواړي، چې د توکو او خدمتونو په تولید کې برخه واخلي.

په ساده ژبه په کار کې لټي کوي او د نن کار سبا ته پرېږدي او پدې توګه وزګار پاتې کېږي.

۷: غیر ارادي وزګارتیا (involuntary unemployment)

د وزګارتیا هغه ډول چې د تولید عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې د توکو او خدمتونو په تولید کې د برخه اخېستو اراده او وړتیا ولري؛ خو تولید ته د تقاضا د نه شتون له امله وزګار پاتې کېږي، چې د کاروباري دوران یا دایرې د کساد یا زوال په مرحله کې یوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي.

۸: ساختاري یا بنیادي وزګارتیا (structural unemployment)

کله چې د کارګرانو مهارت د کار لپاره اړین مهارت سره تطابق ونه لري او یا هم دا چې کارګر نوی په دنده ګمارل شوی وي نو په دې اساس کارګران د اړین ټرېننګ د ترلاسه کولو په موخه د لنډ وخت لپاره په تولیدي پروسه کې د برخه اخیستو څخه لیرې او وزګار پاتې کېږي، چې په اقتصاد کې د کارګرې قوې دا ډول وزګار پاتې کېدل د ساختاري وزګارتیا څخه عبارت دی، چې معمولاً په تکنالوژي کې د پرمختګ په پایله کې رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه: په تولید کې د نوې او عصري تکنالوژي څخه د ګټه اخېستنې له امله کارګرانو ته د ټرېننګ ورکولو له امله هغوی د لنډ وخت لپاره وزګار پاتې کېږي.

د افغانستان په اقتصاد باندې د وزګارتیا ناوړه اغیزې او د وزګارتیا راکمولو لارې چارې: کله چې هم په اقتصاد کې کارګره قوه وزګاره پاتې کېږي نو په ټولیز ډول په اقتصاد باندې ناوړه اغیزي کوي.

دا پدې مانا چې د کارګرې قوې وزګار پاتې کېدل، د کورنیو په عوایدو کې کموالی لامل ګرزي چې په عوایدو کې کموالی د هغوی د پیر په ځواک کې د کموالي لامل ګرزي، د پير خواک په کمېدو سره د کورنیو او اشخاصو په تقاضا کې کموالی راځي چې دا حالت بیا په خپل وار په عرضه کې د کموالي لامل ګرزي او په عرضه کې کموالی تولیدونکي مجبوروي څو یو تعداد کارکونکي له دندو ګوښه کړي او پدې توګه د هېواد اقتصاد له ناوړه حالت سره مخ کېږي.

په هغه هېوادونه کې چې د وزګارتیا کچه په کې لوړه وي له ډېرو ستونزو سره مخ دي دا ځکه چې کله هم وګړي وزګار پاتې کېږي نو د خپل ژوند تیرولو او خپلو اولادونو د اړینو اړتیاو د رفع کولو لپاره بالاخره په هر ډول ناروا عمل لکه غلا، په لویو لارو کې د مسافرو لوټل، فحشا، د ماشومانو او سوداګرو تښتول، له وسله والو او داړه مارانو سره مرسته او داسې نورو لاس پورې کوی چې دا ډول ناوړه اعمال بیا هم په خپل وار د هېواد اقتصاد تر ناوړه اغیز لاندې راولي. له بلې خوا د کارګره قوې معمولاً د ځوانانو وزګار پاتې کېدل بیا په خپل وار سره د مغزونو د فرار لامل ګرزي چې دا بیا په خپل وار د هېواد د راتلونکي لپاره یو بد خبر ګڼل کېږي.

د ډیری پوهانو په آند په افغانستان کې د جنګ او نا امنیو یو عمده لامل د کارګرې قوې یوه برخه وزګار پاتې کېدل دي او پدې توګه دا وزګارتیا نه یوازې دا چې د هېواد په ناامنیو کې رغنده رول لوبوي بلکه د وګرو راتلونکی هم په ناڅرګند لوري بیایي او پدې توګه د مغرونو او پانګې فرار ته لا لار هواروي.

نو ددې لپاره چې په هېواد کې د جنګ یو اړخ چې د وزګارتیا له امله رامنځته شوی دی تر کنترول لاندې راشي او اقتصادي ودې ته لاره هواره شي نو دولت باید دغه وګړو ته د کار زمینه برابره کړي، بهرنۍ مرستې را جلب او ور څخه په ښه ډول ګټه پورته شي، دولتي عواید په منظم او روڼ ډول راټول او د دولت خزاني ته وسپارل شي او په کارونو کې د ښه والي په موخه دولت باید هر اړخیزه ګامونه پورته کړي بهرنۍ پانګه اچونې جلب کړي، کورني تولید څخه په ښه توګه ملاتړ وکړي څو له یوي خوا ناخالص داخلِي تولید وده وکړي او له بلې خوا د هېواد په بهرنۍ سوداګرۍ کې لوی کسر د امکان تر حده را کم شي ، قانون پلی کړي څو ټول وګړي په دولت کې ځان شریک وبولي او له دولت سره په هر اړخیزه مرسته وکړي، اداري اصلاحات او روڼوالی ته ژمن پاتې شي، د بی ځایه لګښتونو څخه مخنیوی وکړي، حرفوي زده کړو ته لار هواره کړي ... ترڅو له یوې خوا د وزګارتیا او نا امنۍ کچه را کمه او له بلې خوا اقتصاد محرک وساتل شي