بیولوژيکي جګړه

بیولوژيکي جګړه چې د میکروبي جګړې په نامه هم پېژندل کېږي، د یوه جنګي عمل په توګه د انسانانو د وژلو، زیانمنولو او ناتوانه کولو په موخه د باکټریاوو، ویروسونو، حشراتو او فنجي په څېر بیولوژيکي زهر یا عفوني عوامل کارول دي. بیولوژيکي وسلې ژوندي موجودات یا د تکثیر په حال کې موجودات دي (یعنې ویروسونه، چې په نړیوال ډول «ژوندي» نه ګڼل کېږي). د حشره‌پېژندنې (حشراتو) جګړه د بیولوژيکي جګړې یو فرعي ډول دی.

یرغلیزه بیولوژيکي جګړه د نړیوالو بشرپالو حقوقو، نړیوالو عرفي حقوقو او ګڼو نړیوالو معاهدو پر بنسټ ممنوع ده. په ځانګړي ډول د بیولوژيکي وسلو د ۱۹۷۲ کال کنوانسیون (BWC) د بیولوژيکي وسلو پراختیا، تولید، پېرودل، لېږدول، زېرمه کول او کارول ممنوع کړي دي. له دې امله په وسله‌والو نښتو کې د بیولوژيکي عواملو کارول جنګي جنایت دی. (BWC) د مخنیوي، خوندیتابه یا نورو سوله‌ييزو موخو لپاره دفاعي بیولوژيکي څېړنې نه دي منع کړې.[۱][۲][۳][۴][۵]

بیولوژيکي جګړه له هغو جګړو سره توپير لري چې د جمعي وژنې د وسلو (WMD) نور ډولونه لکه اتومي جګړه، کیمیاوي جګړه او راډیولوژيکي جګړه په کې شاملېږي. دا ډول هېڅ یوه وسله هم غیر اتومي وسله نه ګڼل کېږي چې د چاودېدونکي، حرکي یا اور لګوونکي پتانشیل په دلیل کارول کېږي.[۶]

بیولوژيکي وسلې ښايي پر دښمن د ستراتيژیک یا تکتیکي برلاسیتوب لپاره په بېلابېلو ډولونو وکارول شي. د ځینو کیمیاوي وسلو په څېر ښايي بیولوژيکي وسلې هم سیمې ته د ننوتو د مخنیوونکو وسلو په توګه ګټورې وي. دغه عوامل ښايي وژونکي وي یا نه وي او ښايي موخه یې یو فرد، د خلکو یوه ډله یا حتا ټول جمعیت وي. دغه وسلې ښايي د ملي دولتونو یا غیر ملي ډلو له‌خوا وپېرل شي یا زېرمه شي. که یو ملي دولت په پټ ډول استفاده ترې وکړي، ښايي بیوترورېزم وبلل شي.[۷]

عمومي کتنه سمول

بیولوژيکي برید ښايي ډېره ملکي مرګ‌ژوبله واړوي او په اقتصادي او ټولنیزو زېربناوو کې د سختې ګډوډۍ لامل شي.[۸]

د پوځي استفادې لپاره د یوې تکتیکي وسلې په توګه د بیولوژيکي جګړې یوه لویه ستونزه دا ده چې د اغېز لپاره ډېرې ورځې نیسي او له دې امله ښايي مخالف ځواک په چټکۍ سره مهار نه‌کړای شي. ځینې بیولوژيکي عوامل (چیچک، ذات الریه طاعون) د ارېسول تنفسي قطراتو له لارې له یوه کس څخه بل کس ته د لېږدېدو وړتیا لري. دغه ځانګړنه یې ډېره په زړه پورې هم نه ده، ځکه ښايي عامل یا عوامل د دغه میکانېزم له لارې هغو کسانو ته هم ورشي چې باید ورنه‌شي. تر دې بده یې لا دا ده چې دغسې وسلې کېدای شي له هغو لابراتوارونو څخه لیک یا بهر شي چې په کې جوړې شوې دي، حتا که یې د استفادې لپاره اراده هم موجوده نه وي. د بېلګې په توګه کله چې یو څېړونکی پرې ککړ شي، تر دې وړاندې چې پوه شي پرې ککړ شوی، بېرون ته یې ورسره لېږدوي. په اېبولا د هغو څېړونکو د اخته کېدو او مړینې ګڼې پېښې ثبت شوې دي چې په لابراتوار کې یې کار پرې کاوه، هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې وښيي د دوی کار د بیولوژيکي جګړې لپاره و، نو له دې څخه په ناڅاپي عفونت د اخته کېدو پتانشیل څرګندېږي، حتا د هغو دقیقو څېړونکو لپاره چې پر خطرونو یې هم پوره خبر دي. که څه هم ځینې ترهګر سازمانونه د بیولوژيکي جګړې مهارولو ته چندان پام نه کوي، خو کابو د ټولو هېوادونو د پوځي او ملکي جمعیت لپاره یوه لویه اندېښنه ده.[۹][۱۰][۱۱]

تاریخچه سمول

لرغونې دوره او منځنۍ پېړۍ سمول

د بیولوژيکي جګړې د لومړنیو ډولونو تاریخ لرغونې دورې ته رسېږي. د بیولوژيکي وسلو د کارولو په اړه لومړنۍ مستنده پېښه په (۱۵۰۰ مخزېږد تر ۱۲۰۰ مخزېږد) کلونو کې په هېټایټ (Hittite) متنونو کې ثبت شوې ده، ویل شوي چې په ټیولرمیا (tularemia) اخته کسان د دښمن سیمو ته ولېږل شول او د وبا د رامنځته کېدو لامل شول. اشوریانو د دښمن څاه‌ګان د ارګوټ فنجي په واسطه زهري کړل، که څه هم پایلې یې نامعلومې وې. سیتیاني غشو ویشتونکو به خپل غشي او رومي سرتېرو به خپلې تورې په چټلیو او جسدونو ککړولې، بیا به ټپیان په ټيټانوس ناروغۍ اخته کېدل. په ۱۳۴۶ کال کې د مغولو د زرین پوځ د هغو جنګیالیو جسدونه چې د طاعون له امله مړه شوي وو، د محاصره شوي کریمیا ښار پر دېوالونو واچول شول. متخصصان په دې اړه د نظر اختلاف لري چې ایا دغه عملیات اروپا، نږدې ختیځ او شمالي افریقا ته د تاوون (Black Death) ناروغۍ د ورتلو لامل شول که نه چې کابو ۲۵ میلیونه اروپایان یې ووژل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بیولوژيکي عوامل تر شپاړسمې میلادي پېړۍ را وروسته د افریقا په ډېرو سیمو کې په پراخه کچه وکارول شول، ډېری وخت د زهرجنو غشو په څېر یا د جګړې په ډګر کې د پوډر د شیندلو او یا هم د دښمن د اسونو او خوراکي اوبو د زهري کولو په څېر وو. [۱۹][۲۰]

له ۱۷۶۳ څخه تر اوسه سمول

د برېتانیا پوځ د ۱۷۶۳ کال په جون میاشت کې د فورټ پیټ د محاصرې په جریان کې هڅه وکړه چې د ځايي امریکایانو پر خلاف له چیچک ناروغۍ څخه کار واخلي. دغه ناروغي له ۱۷۶۳ څخه تر ۱۷۶۴ کال پورې په اوهایو کې د سلو ځايي امریکایانو د وژل کېدو لامل شوه. دا څرګنده نه ده چې چیچک ناروغي د فورټ پيټ د پېښې پایله وه او که دا ویروس مخکې له مخکې په خلکو کې خپور و. د امریکا د انقلاب په جګړه کې جنرال جورج واشنګټن داسې خبر واورېد چې برېتانیوی جنرال ویلیم هاو غواړي هغه کسان له بوسټون څخه وباسي چې د چیچک ناروغۍ لپاره تلقیح شوي یعنې واکسین یې کړی تر څو نور امریکایان پرې اخته شي. واشنګټن د دې موضوع په اړه کنګرې ته راپور ورکړ خو ویې ویل چې په سختۍ سره اعتبار ورکولی شي. واشنګټن خپل سرتېري هم واکسین کړل او د روانې وبا اغېز یې کم کړ. ځینې تاریخ‌پوهان په دې باور دي چې د برېتانیا سمندري وسله‌والو په ۱۷۸۹ کال کې د اسټرالیا په نیو سوټ وېلز کې له چیچک څخه کار اخیستی. ډاکتر سټ کاروس وايي: "موږ یو داسې قوي تفصیلي کېس لرو چې ښيي چیچک ناروغي قصداً د کوم کس له‌خوا د ځايي خلکو منځ ته راوړل شوې ده." [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په ۱۹۰۰ کال کې د میکروب تیورۍ او په باکټریاپوهنه کې پرمختګ په جګړه کې د بیولوژيکي عواملو د احتمالي استفادې په تخنیکونو کې د تجربو نوې کچه رامنځته کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان (۱۹۱۴-۱۹۱۸) کې د جرمني د سترواک دولت له‌خوا د توري رنځ (anthrax) په بڼه بیولوژيکي ویجاړي وشوه چې بېلابېلې پایلې یې لرلې. په ۱۹۲۵ کال کې د جنیوا پروتوکول له کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو څخه استفاده ممنوع کړه.[۳۳][۳۴]

سرچینې سمول

  1. Rule 73. The use of biological weapons is prohibited. Archived 12 April 2017 at the Wayback Machine., Customary IHL Database, International Committee of the Red Cross (ICRC)/Cambridge University Press.
  2. Customary Internal Humanitarian Law, Vol. II: Practice, Part 1 (eds. Jean-Marie Henckaerts & Louise Doswald-Beck: Cambridge University Press, 2005), pp. 1607–10.
  3. "Biological Weapons Convention". United Nations Office for Disarmament Affairs (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Article I, Biological Weapons Convention. Wikisource.
  5. Alexander Schwarz, "War Crimes" in The Law of Armed Conflict and the Use of Force: The Max Planck Encyclopedia of Public International Law Archived 12 April 2017 at the Wayback Machine. (eds. Frauke Lachenmann & Rüdiger Wolfrum: Oxford University Press, 2017), p. 1317.
  6. Wheelis, Mark; Rózsa, Lajos; Dando, Malcolm (2006). Deadly Cultures: Biological Weapons Since 1945. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 284–293, 301–303. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01699-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gray, Colin (2007). Another Bloody Century: Future Warfare. Phoenix. د کتاب پاڼي 265–266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-304-36734-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Koblentz, Gregory (2003). "Pathogens as Weapons: The International Security Implications of Biological Warfare". International Security. 28 (3): 84–122. doi:10.1162/016228803773100084. hdl:1721.1/28498. ISSN 0162-2889. JSTOR 4137478. S2CID 57570499. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. [۱] Archived 30 April 2011 at the Wayback Machine.
  10. Borisevich, I. V.; Markin, V. A.; Firsova, I. V.; Evseey, A. A.; Khamitov, R. A.; Maksimov, V. A. (2006). "Hemorrhagic (Marburg, Ebola, Lassa, and Bolivian) fevers: Epidemiology, clinical pictures, and treatment". Voprosy Virusologi. 51 (5): 8–16. PMID 17087059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. [Akinfeyeva L. A., Aksyonova O. I., Vasilyevich I. V., et al. A case of Ebola hemorrhagic fever. Infektsionnye Bolezni (Moscow). 2005;3(1):85–88 [Russian].]
  12. Mayor, Adrienne (2003). Greek Fire, Poison Arrows & Scorpion Bombs: Biological and Chemical Warfare in the Ancient World. Woodstock, N.Y.: Overlook Duckworth. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58567-348-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Trevisanato SI (2007). "The 'Hittite plague', an epidemic of tularemia and the first record of biological warfare". Med Hypotheses. 69 (6): 1371–4. doi:10.1016/j.mehy.2007.03.012. PMID 17499936. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Croddy, Eric; Perez-Armendariz, Clarissa; Hart, John (2002). Chemical and biological warfare : a comprehensive survey for the concerned citizen. Copernicus Books. د کتاب پاڼې 214,219. د کتاب نړيواله کره شمېره 0387950761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Wheelis M (September 2002). "Biological warfare at the 1346 siege of Caffa". Emerging Infectious Diseases. 8 (9): 971–5. doi:10.3201/eid0809.010536. PMC 2732530. PMID 12194776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Barras V, Greub G (June 2014). "History of biological warfare and bioterrorism". Clinical Microbiology and Infection. 20 (6): 497–502. doi:10.1111/1469-0691.12706. PMID 24894605. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Andrew G. Robertson, and Laura J. Robertson. "From asps to allegations: biological warfare in history," Military medicine (1995) 160#8 pp: 369-373.
  18. Rakibul Hasan, "Biological Weapons: covert threats to Global Health Security." Asian Journal of Multidisciplinary Studies (2014) 2#9 p 38. online Archived 17 December 2014 at the Wayback Machine.
  19. John K. Thornton (November 2002). Warfare in Atlantic Africa, 1500-1800. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-36584-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Akinwumi, Olayemi (1995). "BIOLOGICALLY-BASED WARFARE IN THE PRE-COLONIAL BORGU SOCIETY OF NIGERIA AND REPUBLIC OF BENIN". Transafrican Journal of History. 24: 123–130. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Calloway, Collin G. (2007). The Scratch of a Pen: 1763 and the Transformation of North America (Pivotal Moments in American History). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195331271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Jones, David S. (2004). Rationalizing Epidemics. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674013056. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McConnel, Michael N. (1997). A Country Between: The Upper Ohio Valley and Its Peoples, 1724-1774. University of Nebraska Press. د کتاب پاڼې 195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. King, J. C. H. (2016). Blood and Land: The Story of Native North America. Penguin UK. د کتاب پاڼې 73. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781846148088. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ranlet, P (2000). "The British, the Indians, and smallpox: what actually happened at Fort Pitt in 1763?". Pennsylvania History. 67 (3): 427–441. PMID 17216901. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Barras V, Greub G (June 2014). "History of biological warfare and bioterrorism". Clinical Microbiology and Infection. 20 (6): 497–502. doi:10.1111/1469-0691.12706. PMID 24894605. However, in the light of contemporary knowledge, it remains doubtful whether his hopes were fulfilled, given the fact that the transmission of smallpox through this kind of vector is much less efficient than respiratory transmission, and that Native Americans had been in contact with smallpox >200 years before Ecuyer’s trickery, notably during Pizarro’s conquest of South America in the 16th century. As a whole, the analysis of the various 'pre-microbiological" attempts at biological warfare illustrate the difficulty of differentiating attempted biological attack from naturally occurring epidemics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Medical Aspects of Biological Warfare. Government Printing Office. 2007. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-16-087238-9. In retrospect, it is difficult to evaluate the tactical success of Captain Ecuyer's biological attack because smallpox may have been transmitted after other contacts with colonists, as had previously happened in New England and the South. Although scabs from smallpox patients are thought to be of low infectivity as a result of binding of the virus in fibrin metric, and transmission by fomites has been considered inefficient compared with respiratory droplet transmission. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Mary V. Thompson. "Smallpox". Mount Vernon Estate and Gardens. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Gen. George Washington - A Threat of Bioterrorism, 1775". Eyewitness -- American Originals from the National Archives. US National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Christopher, Warren (2013). "Smallpox at Sydney Cove – Who, When, Why". Journal of Australian Studies. 38: 68–86. doi:10.1080/14443058.2013.849750. S2CID 143644513. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also History of biological warfare#New South Wales, First Fleet#First Fleet smallpox, and History wars#Controversy over smallpox in Australia.
  31. Distinguished Research Fellow, Center for the Study of WMD, National Defense University, Ft. McNair, Washington.
  32. Carus WS (August 2015). "The history of biological weapons use: what we know and what we don't". Health Security. 13 (4): 219–55. doi:10.1089/hs.2014.0092. PMID 26221997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Koenig, Robert (2006), The Fourth Horseman: One Man's Secret Campaign to Fight the Great War in America, PublicAffairs.
  34. Baxter, R. R.; Buergenthal, Thomas (28 March 2017). "Legal Aspects of the Geneva Protocol of 1925". The American Journal of International Law. 64 (5): 853–879. doi:10.2307/2198921. JSTOR 2198921. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)