بیمه د مالي زیان څخه ساتنې لپاره یوه وسیله ده. دا د ګواښ د مدیریت یوه بڼه ده چې په لومړۍ درجه کې د یوه ناڅاپي یا ناڅرګند زیان په وړاندې کارول کېږي.

هغه نهاد چې بیمه وړاندې کوي د بیمه‌کوونکي، د بیمې شرکت، د بیمې لېږدوونکي یا پذیره لیکونکي په توګه پېژندل کېږي. هغه کس یا بنسټ چې بیمه پېري د بیمې ورکوونکي په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې هغه کس یا بنسټ چې تر بیمې پالیسي لاندې قرار ولري بیمه شوي نومول کېږي. بیمه ورکوونکي او بیمه شوي ډېری د مترادفو په توګه کارول کېږي، خو په اصل کې هیڅ مترادف ندي، ځکه چې کله کله پوښښ کولی شي نورو بیمه شویو ته چې بیمه یې نده پېرلې هم پراختیا ومومي. د بیمې معامله بیمه کوونکي ته د تضمین شوي، پېژندل شوي او د بیمه کوونکي د زیانونو ناڅېزه (بیمې حق) ورکړه ده چې د بیمه کوونکي د بیمه شویو زیانونو د جبران لپاره ترسره کېږي. زیان کېدای شي مالي وي یا نه وي، خو باید مالي شرایطو ته راټیټ شي. سربېره پر دې، په معمول ډول هغه څه په کې شاملېږي چې په هغه کې بیمه ورکوونکی د بیمې وړ ګټې د مالکیت، تملک یا له مخکې څخه شته اړیکې له لارې رامنځته شوی وي.

بیمه شوی اړخ د بیمې پالیسي په نوم یو تړون ترلاسه کوي چې ټول هغه شرایط او حالات چې بیمه ورکوونکی اړخ به بیمه شوي اړخ ته یا هم د هغه ګټه اخیستونکي یا استازي ته د هغه تاوان ورکوي، په تفصیل سره واضح کوي. هغه پیسې چې بیمه کوونکی یې د بیمې په پالیسي کې د لیکل شویو مندرجو په اساس له بیمه شوي اړخ څخه اخلي ورته د بیمې حق ویل کېږي. که بیمه شوی اړخ کوم زیان وویني چې په ښکاره توګه د بیمې پالیسې لاندې تر پوښښ لاندې وي، بیمه شوی اړخ باید دې موضوع ته د رسېدنې لپاره ادعا وکړي ترڅو بیمه ورکوونکی اړخ یې تصفیه کړي. د بیمې پالیسۍ هغه له جېبه د باندې لازمي لګښت چې له زیان اوښتو څخه مخکې د بیمه کوونکي لخوا اخیستل کېږي، فرانچایز نومېږي (یا هم د اړتیا په وخت کې ورته د صحي بیمې پالیسي یا ګډه تادیه ویل کېږي). بیمه کوونکی کېدای شي خپل خطر د بیابیمې په واسطه وژغوري، په ځانګړې توګه که لومړنی بیمه کوونکی خطر له حد څخه ډېر لوی وګڼي چې د زغملو توان یې نلري.

تاریخ سمول

لومړني میټوډونه سمول

د خطر د لېږدولو یا وېشلو میټوډونه د بابلي، چینایي او هندي سوداګرو لخوا په ترتیب سره له میلاد څخه مخکې په دریمه او دویمه زریزه کې ترسره کېدل. چینایي سوداګر چې د غدار سیندونو په تنګو لارو کې سفر کاوه، خپل توکي به یې په ګڼ شمېر بېړیو کې وېشل ترڅو د هرې بېړۍ د ډوبېدو سره دوی ته اوښتی زیان رامحدود کړي.[۱][۲]

د کوډکس هامورابي ۲۳۸ قانون (له میلاد څخه مخکې کابو ۱۷۵۰ – ۱۷۵۵) واضح کوي چې سمندري کاپیټان، د بېړۍ مدیر یا د بېړۍ اجاره ورکوونکی چې بېړۍ له ټولیز زیان څخه ژغوري، یوازې باید د بېړۍ نیمایي ارزښت د بېړۍ مالک ته ورکړي. د ختیځ روم امپراتورۍ څخه د لومړي ژوستینیان (۵۲۷ – ۵۶۵) په امر د راټولو شویو قوانینو دوهم جلد، Digesta seu Pandectae (۵۳۳) کې، یوه قانوني نظریه چې د رومي حقوق‌پوه پاولوس لخوا له میلاد څخه وروسته ۲۳۵م کال کې د دریمې پېړۍ د ناورین په لومړیو کې ولیکل شوه د Lex Rhodia (د رودیا قانون) په هکله وه چې په هغه کې د سمندري بیمې عمومي اوسط قانون بیانوي چې د روډس په ټاپو کې له میلاد څخه مخکې کابو ۱۰۰ تر ۸۰۰ کلونو کې د دوریک هګزاپولیس یو غړي په توګه رامنځته شوی دی، چې په احتمالي توګه د فونیشیایانو لخوا د سپارښت شوي ډوریانو حملې او د یونان تیاره دورې (کابو ۱۱۰۰ څخه تر کابو ۷۵۰) کې د ادعا شویو سمندري خلکو راڅرګندېدلو سره جوړ شوی چې د ډوریک یوناني ژبې خپرېدو لامل شو.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د منځني اوسط قانون اساسي اصل تشکیلوي چې د ټولو بیمو زیربنا ده. په ۱۸۱۶م کال کې، د مصر په منیا کې (د عثماني امپراتورۍ د یوه ایالت په توګه) د لرغون پېژندنې یوې کیندنې د مصر په آنتینوپولیس کې د آنتینوس په معبد کې نروا-آنتونین لړۍ دورې ته اړوند یوه لوحه وموندله چې د تدفین یوې ټولنې کالج د غړیتوب قوانین او حقونه یې، چې له میلاد څخه وروسته په ۱۳۳م کال کې د ایټالیا په لانوویوم کې د روم امپراتورۍ د هادریانو سلطنت (۱۱۷ – ۱۳۸) کې تاسیس شو، تجویز کړل. په ۱۸۵۱م میلادي کال کې، جوزف پي برډلي، د متحده ایالتونو د سترې محکمې راتلونکی قاضي، چې یو وخت یې د متقابل عمر بیمې شرکت لپاره د سوداګریز کارپوه په توګه کار کاوه، د سوداګریزو کارپوهانو (اکچوئرانو) موسسې ژورنال ته یوه مقاله وړاندې کړه چې په هغه کې یې د سوئرانو لړۍ دورې د ژوند جدول تاریخي تشریح توضیح کوله چې د رومي حقوق‌پوه اوليپان لخوا کابو په ۲۲۰م میلادي کال کې د الاګوبالوس سلطنت (۲۱۸ – ۲۲۲) په وخت کې راټول شوی وو هم په Digesta کې شامل شوی وو.[۷][۸][۹]

د بیمې مفهومونه له میلاد څخه مخکې دریمه پېړۍ کې د دارماساسترا، آرتاشاسترا او مانوسمریتي په شان هندو لیکنو کې هم موندل شوې دي. لرغونو یونانیانو سمندري پورونه درلودل. پیسې په یوه بېړۍ یا کارګو کې مخکې له مخکې ورکول کېدې ترڅو د سفر د پرمختګ په صورت کې له ډېرې ګټې سره بېرته ورته ورکړل شي. په هرحال، د بېړۍ د لاسه تللو په صورت کې، پیسې په هیڅ صورت کې بېرته نه ورکول کېږي، له همدې کبله د ګټې کچه هومره پورته کېږي چې نه یوازې د پانګې څخه د کارونې لپاره، بلکې د لاسه تللو ګواښ لپاره هم بسنه وکړي (په بشپړ ډول د ډموسټین لخوا توضیح شوې ده). د دې بڼې پورونه له هغه وخت راهیسې تراوسه په سمندري ځمکو کې د باټامري او رسپانډنتیا پاڼو په توګه دود دي.[۱۰][۱۱]

د بیمې هغه حق لپاره چې په خپلواک ډول له پور څخه تادیه کېږي د سمندري ګواښونو مستقیمه بیمه کابو ۱۳۰۰م میلادي کال کې په بلجیم کې پیل شوه.[۱۲]

د جلا بیمو تړونونه (یعنې د بیمې پالیسۍ چې له پور یا د تړونونو له نورو ډولونو سره تړاو ونلري) په څوارلسمه پېړۍ کې په جنوا کې اختراع شول، چېرته چې د بیمې زېرمو ملاتړ د ځمکو مالکیت په ژمنو ولاړ وو. له جنوا څخه لومړنی پېژندل شوی تړون ۱۳۴۷م کال ته ورګرځي. سربېره پر دې په بله پېړۍ کې، سمندري بیمې په پراخه توګه وده وکړه او د بیمې حق په شعوري ډول له خطرونو سره توپیر درلود. د بیمې دا نوي تړونونه اجازه ورکوي ترڅو بیمه له پانګې اچونې څخه جلا شي، د نقشونو دا جلاتوب د لومړي ځل لپاره په سمندري بیمه کې ګټور ثابت شو.[۱۳]

د ژوند د بیمې لومړنۍ پېژندل شوې د بیمې پالیسي د ۱۵۸۳م کال د جون په ۱۸مه د لندن په رویال اکسچنج کې د £383, 6s. 8d. پونډو په بدل کې د دولس میاشتو لپاره د ویلیام ګیبون په ژوند جوړه شوه.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. Novi Dewan. Indian Life and Health Insurance Industry: A Marketing Approach. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. See, e.g., Vaughan, E. J., 1997, Risk Management, New York: Wiley.
  3. Hammurabi (1903). تُرجم بواسطة Sommer, Otto. "Code of Hammurabi, King of Babylon". Records of the Past. Washington, DC: Records of the Past Exploration Society. 2 (3): 86. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2021. 238. If a skipper wrecks ... money to its owner. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hammurabi (1904). "Code of Hammurabi, King of Babylon" (PDF). Liberty Fund. تُرجم بواسطة Harper, Robert Francis (الطبعة 2nd). Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 85. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2021. §238. If a boatman sink ... one-half its value. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hammurabi (1910). "Code of Hammurabi, King of Babylon". Avalon Project. تُرجم بواسطة King, Leonard William. New Haven, CT: Yale Law School. د لاسرسي‌نېټه June 20, 2021. 238. If a sailor wreck ... its value in money. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Civil Law, Volume I, The Opinions of Julius Paulus, Book II". Constitution.org. تُرجم بواسطة Scott, S.P. Central Trust Company. 1932. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2021. TITLE VII. ON THE LEX RHODIA. It is provided by the Lex Rhodia that if merchandise is thrown overboard for the purpose of lightening a ship, the loss is made good by the assessment of all which is made for the benefit of all. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ The Documentary History of Insurance, 1000 B.C.–1875 A.D. Newark, NJ: Prudential Press. 1915. د کتاب پاڼي 5–6. د لاسرسي‌نېټه June 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ "Duhaime's Timetable of World Legal History". Duhaime's Law Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر June 24, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Documentary History of Insurance, 1000 BC–1875 AD. Newark, NJ: Prudential Press. 1915. د کتاب پاڼي 6–7. د لاسرسي‌نېټه June 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Cite EB1911
  11. Tapas Kumar Parida, Debashis Acharya (2016). The Life Insurance Industry in India: Current State and Efficiency. Springer. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789811022333. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite EB1911
  13. J. Franklin, The Science of Conjecture: Evidence and Probability Before Pascal (Baltimore: Johns Hopkins University Press, 2001), 274-277.
  14. کينډۍ:Cite EB1911