بیت الحکمة د نړۍ لومړنی پوهنتون

بیت الحکمة د نړۍ لومړنی پوهنتون

مولوي بایزید یون

دا چې د ټولو مفیدو علومو اساسات مسلمانانو ایښې دي او نړۍ یې د جهالت د اسارت نه د علم او پوهې د رڼا په لور وړې ده، نو د همدې خدماتو په دوام کې مسلمانانو د نړۍ په تاریخ یو بل بیساره علمي ګام اخیستی دی، چې هغه د نړۍ د لومړني پوهنتون (بیت الحکمة) جوړول وه.

دا پوهنتون چې په اتمه میلادي پیړۍ کې د عباسي خلیفه منصور د واکمنۍ پر مهال کار پر پیل شو، د هارون الرشید د خلافت پر مهال یې وده وکړل او د مأمون الرشید د خلافت پر مهال په نهمه میلادي پیړۍ کې اوج ته ورسېد.

یاد پوهنتون په ۷۶۲ زیږدیز کال کې په رسمي توګه جوړ شو.

بیت الحکمت کې د طب،ریاضیات،ستور پوهنې،کیمیا،شیمي،جغرافیه،فلسفه،ژباړه، ادبیات، هنر او نور فنون پکښې تدریس او تر بحث لاندې نیول کېدل.

او مهمه اغېزه یې پر ریاضیاتو او د ریاضیاتو د مفاهیمو پر زیږېدنې لکه  صفر او عربي - هندي عددونو د لیکلو دستګاه جوړول وه چې نن ټوله  نړۍ ګټه ترې اخلي.

یاد علمي مرکز ځانګړې ودانۍ درلودل،شاګردان،استادان،ژباړونکې او څیړونکې په کې وو، او د پوهنتون منسوبینو ته به ډوډۍ هم ورکول کېدل.

یاد پوهنتون تعمیر دوه پوړیزه و، لومړۍ منزل کې کتابتون و،د ژباړې ځای هم دلته و او ورسره د زده کړې او مطالعې ځای هم و. دویم منزل کې څېړونکې،استادان او کارکونکي اوسېدل.

ابوجعفر المنصور چې د پوهنتون موسس او مشر و، د علم سره یې بې سارې  مینه وه، د پوهنتون د غني کېدلو لپاره یې د نورو ممالکو لکه روم نه د طب،هندسې،فلکیاتو او ریاضیاتو کتابونه غوښتل، تر څو عربي ژبې ته وژباړل شي.

د عباسي خلافت پر مهال د حکومت مشرانو دغه علمي مرکز ته زښته ډېره پاملرنه کول، کله چې به فتوحات وشول د مختلفو ځایونو کتابونه یې بیت الحکمت ته رانقل کول او د ساتنې لپاره یې ډېره توجه کول.

د حکومتي مشرانو لخوا علماء نازول کېدل او مالي مرستې به ورسره کېدل، مأمون الرشید به ابن اسحاق ته د هر ژباړل شوې او اصلاح شوې کتاب پر برابر د هماغه کتاب د تاله( وزن) سره سم سره زر ورکول.

بیت الحکمت کې د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو نه ستر ستر علامه ګان او نوابغ شتون درلود، دوی لیکوالان،ژباړونکې،څېړونکې،طبیبان او فلیسوفان وه، چې د هغوی له جملې څخه محمد بن موسی خوارزمي،یعقوب،ابن فرخان،امام غزالي،زمخشري،جرجاني،الکندي،ابن سینا،نصیرالدین طوسی، ابو ریحان البیروني،عمر خیام، فارابي، رازي، جلال الدین سیوطي،ابن رشد، ابن میمون،جابر ابن حیان، قرطبي، ابوالحسن بهیقي، ابوالقاسم زهراوي یادولای شو.

په بیت الحکمت کې علماو خپل په فنونو کې مختلفې لیکنې او څېړنې وکړي. چا معتبره تفاسیر،د احادثیو کتابونه،فقهي لیکنې وکړې لکه جلال الدین سیوطي،غزالي،قرطبي او ... او همدا راز ځینو علماو بیا د مروجه په اصطلاح عصري علومو بنسټ کیښود لکه ابن سینا،فارابي او زهراوي چې د طب بنسټ یې کیښود جراحي عملیات یې ترسره کړل. الکندي فلسلفه تشریح کړل، او جابر بن حیان کیمیا خلکو ته ورزده کړل چې د کیمیا پلار یې بللی شو. یعقوب  جغرافیه بیان کړل او همداسې نورو علماو خپل په فنونو کې مختلف ابتکارات وکړل چې ان شأالله را روانه لیکنه کې به نړۍ ته د همدې علماو پر علمي خدماتو بحث وکړو.

بیت الحکمت پوهنتون د پنځه پیړیو(۴۹۶ کلونو) علمي خدماتو وروسته چې شرق او غرب یې وځلوی،نړۍ یې متمدنه کړل  او داسې بیساري علمي خدمتونه یې وکړل چې نه مخکې شوې وه او نه هم تر ننه شوې دي په ۱۲۵۸ زیږدیز کال کې د مغولي وحشیانو( د هلاکو لښکریانو) د هلاکو په مشرۍ پر بغداد برید وکړ، عباسي خلافت یې ړنګ کړ،او بیت الحکمت یې وران کړ. او نړۍ د یو ستر علمي دریاب نه بې برخې شوه.  ویل کیږې چې د هلاکو لښکریانو درې لکه(۳۰۰۰۰۰) کتابونه یې د دجلې سیند ته وغورځول چې د دجلې دا ستر سیند د کتابونو د رنګونو له امله تور شو. دا کتابتون دومره ستر و چې مخکې له دې چې ښار سقوط وکړي د همدې کتابتون نه خواجه نصیر الدین طوسي څلور لکه(۴۰۰۰۰۰) رسالې له ځان سره مراغه ته یوړل.

په کال ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې کله چې صدام حسین پر عراق واکمن و، یو ځل بیا بغداد کې د بیت الحکمت په نوم ستر علمي مرکز پرانیستل شو، او هلته د عراق پر تمدن،عربي ژبې،اقتصادي،حقوقي او سیاسي څېړونو کار پیل کړل شو، خو له بده مرغه پر عراق د آمریکا د برید سره سم آمریکایانو  یاد مرکز وران کړ او د هلاکو د لښکریانو وحشت یې یو ځل بیا تازه کړ.

الله جل شأنه دې مسلمانانو ته توفیق ورکړي چې یو ځل بیا د خپل اکابرو په شأن د علم پر لور یون وکړي، مسلمانان خپل تیر برم او عزت ته وګرځي او نور د کفري نړۍ د محتاجۍ نه خلاص شي.آمین یا رب العالمين.

سر چینې:

۱- بیت الحکمة لیکوال جیم الخلیلي

۲- ظهور ریاضیات مدرن از یک کتابخانه ګمشده اسلامی بی بی سی فارسی

۳- فکري کیسې لیکوال زاهد جلالي

۴- الوافي بالوفیات - الصفدي ۱۳م ټوک

۵- نخبة الافکار