بیاځنګل کول

بیاځنګل کول) Reforestation) کله ناکله، په شاړه ځمکه د ځنګل بیاځلي جوړول ( reafforestation) د شته ځنګلونو او ځنګلي سیمو طبیعي یا لاسي بیاډکول (ځنګل کول  یا forestation) دي چې معمولاً د ونو پریکولو او د ځنګلي ونو له منځه وړلو ( deforestation ) نه وروسته تش شوي دي.[۱]

له بیاځنګل کولو نه کولای شو چې د دغو مواردو لپاره ګټه واخلو: د ځنګلي ونو له منځه وړلو د اغېزو له منځه وړل او راسمول او له هوا نه د ککړتیا او دوړو د جذب له لارې د انساني ژوند د کیفیت لاښه کول، د طبیعي اوسېدوځایونو او اکوسیسټم بیارغونه، د اتموسفیري کاربن ډای اکسایډ د بیولوژیکي جلاوالي (biosequestration) له لارې د نړیوالې تودوخې راکمول او د سرچینو حاصل، په ځانګړې توګه چهارتراش لرګي، او پرته له چهارتراش لرګیو نور ځنګلي محصولات. د ۲۱مې پېړۍ د پیل راهیسې، بیاځنګلي کولو ته د اقلیمي بدلون د راکمولو د یوې تر ټولو غورې چارې په توګه په ستره کچه پاملرنه شوې ده. له همدې امله، نړیوالې ټولنې د پایدارې پراختیا هدفونو پر ۱۵ ام هدف هوکړه وکړه چې د ځنګلونو د ټولو ډولونو د پایداره مدیریت اجرا، د ځنګلي ونو له منځه وړلو درول، د ویجاړو شوو ځنګلونو بیاراژوندي کول او بیا ځنګل کول او په شاړه ځمکه د ځنګل جوړولو ډېرول دود کړي. [۲][۳][۴][۵]

که څه هم د ۱۹۹۰ز کال راهیسې د ځنګلي سیمې خالص تاوان(ضرر) په پام وړ کچه راټيټ شوی دی، خو نړۍ بیا هم هغه هدف ترلاسه کړی نه دی چې د ځنګلونو لپاره د ملګرو ملتونو په ستراتیژیک پلان کې ټاکل شوی و. هدف دا دی چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې باید ځنګلي سیمه ۳ سلنه ډېره شي. که څه هم په ځینو سیمو کې ځنګلي ونې له منځه وړل کېږي، خو په نورو سیمو کې بیا د طبیعي پراختیا یا ارادي هڅو له لاري نوي ځنګلونه جوړېږي. په پایله کې، د ځنګلي سیمو خالص ضرر د ځنګلي ونو له منځه وړلو د کچې نه هم لږ دی او هم د لږېدو په حال کې دی. په ۱۹۹۰ ام  ز کال کې له ۷,۸ میلیونه هکتاره پر کال نه په ۲۰۱۰-۲۰۲۰ کې ۴,۷ میلیونه هکتاره پر کال ته راټیټ شوی دی. په مطلق ډول، د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ ز کلونو تر منځ د نړۍ ځنګلي سیمه ۱۷۸ میلیونه هکتاره راکمه شوې ده چې د لیبیا هېواد نیمايي مساحت جوړوي. [۶][۷]

مدیریت

سمول

په مدیریت شوو بیاځنګلي کولو کې دا مسئله د بحث وړ ده چې ایا راتلونکي ځنګلونه به د هغو اصلي په څېر ورته حیاتي تنوع (biodiversity) ولري که نه. که د یو ډول ونې یو ځنګل جوړ شي او د نورو ټولو بوټو د راټوکېدو مخ ډب شي، نو دا مونوکلچر (monoculture) ځنګل به کرنیزو محصولاتو کښت ته ورته پایله ولري، خو بیا هم، د ځنګلونو په بیا راژوندي کولو کې ډېری مهال ډول ډول نیالګي له بېلابېلو سیمو نه راوړل او کېنول کېږي. بل مهم عامل د بېلابېلو بوټو او ژویو د ډولونو طبیعي بیاژوند موندنه (regeneration) ده چې ښايي د ځنګلونو نه د سیمو تشېدلو پرمهال ترسره شي. به ځینو سیمو کې د سلګونو کلونو لپاره ځنګلي اورلېږدنې فشار د دې لامل شوی چې تر ډېره د یوه عمر او یو ډول ونو لرونکی ځنګل واوسي. په کوچنۍ اندازه د ونو پریکول او له سپارښتنې سره سم سوځول، په حقیقت کې په دغو سیمو کې د ونو د عمر او ډولونو  د ستر ګڼوالي په رامنځته کولو سره حیاتي تنوع ډېروي. [۸]

د محصول اخیستلو لپاره

سمول

بیاځنګلي کول یوازې د ناڅاپه ویجاړو شوو ځنګلونو د بیاراژوندي کولو لپاره نه کارول کارول کېږي. په ځینو هېوادونو کې، لکه فنلنډ، ډېری ځنلګونه د لرګیو د تولید، د بوټواو کاغذ د صنعت له خوا مدیریت کېږي. په دې ډول، د نورو زراعتي محصولاتو په څېر، نوي کېنول کېږي، چې د پرې کړل شوو هغو ځای ونیسي. له ۱۹۹۶ز کال نه د فنلنډ د ځنګلونو قانون ایجابوي چې په ځنګلونو کې باید د ونو پرې کولو نه وروسته نورې ونې کېنول شي. په دې ډول شرایطو کې، صنعت په داسې طریقه ونې پرې کوي چې بیا يې بیاځنګلي کول آسان وي. د لرګیو تولید صنعت په سیستماټیکه توګه د هغو ونو پر ځای نورې ونې کینوي چې دوی يې پرې کوي او د اوړي په موسم کې د ونو د کېنولوچارې لپاره ستر شمېر کارګران ګوماري، د بېلګې په ډول: په ۲۰۱۰ز کال کې، وېیرهایسر (Weyerhaeuser) راپور ورکړ چې: ۵۰ میلیونه نیالګي يې کېنولي دي، خو بیا هم په یوه زاړه ځنګل کې د ونو کېنولو سره نوې ونې د زړو هغو په شان کټ مټ ځانګړتیاوې نه شي لرلی.  [۹][۱۰]

یوازې په ۲۰ مو کلونو کې، په کوستاریکا هېواد کې د سګوان (teak) ونو کېنول کولای شي، په یوه هکټار ځمکې تر څلورسوه مترمکعبه لرګی تولید کړي. لکه څرنګه چې په آسیا کې د سګوانو ځنګلونه زښته کم شوي یا لاسرسی ورته ستونزمن دی، همدا ده چې هر کال د کېنول شوو سګوان ونو بیه پورته روانه ده. نور ډولونه، لکه: د شیشم (mahogany) ونه، په استوايي امریکا کې د سګوان په پرتله ډېره ورو وده کوي، خو بیا هم زښته ډېره قیمته ده. په چټکو وده کوونکو ونو کې صنوبر (pine)، اوکالیپتوس (eucalyptus) او ګمېلینا (Gmelina) ونې راځي. [۱۱]

که ګڼې ډول ډول وطني ونې کېنول شي، نو بیاځنګلي کول په اقتصادي عاید سربېره نورې ګټې هم لرلای شي لکه: د خاورې بېرته جوړول، د ځايي بوټو او ژویو بیاراځوانېدل او په کال کې د هکټار پر سر د ۴۸ ټنه کاربن ډای اکسایډ جذبول.[۱۲]

د ځنګلونو بیاراژوندي کول یوازې ساده ونې کېنول نه دي. ځنګلونه د بېلابېلو ډولونو نه جوړشوي دي او د وخت په تېرېدو سره په خاوره کې مړه ارګانیک مواد جوړوي. په ستره کچه د ونو کېنولو پروګرام کولای شي، ځايي اقلیم لاښه کړي او د اوړي په موسم کې د هوا سړې ساتلو لپاره د فوسیل سون توکو د سوځولو د سترې کچې تقاضا راټيټه کړې ده. [۱۳]

د اقلیمي بدلون [اغېزې] رالږولو لپاره

سمول
 
د اقلیمي بدلون [اغېزې] رالږولو نښه


ځنګلونه د نړۍ د کاربن څرخ یوه مهمه برنه ده، ځکه ونې او بوټي د فوټوسینتیزیس له لارې کاربن ډاي اکسایډ جذبوي. له هوا نه د دې ګلخانه يي ګازونو په لرې کولو سره، ځنګلونه د کاربن  د ځمکنیو څاه ګانو په توګه عمل کوي او په ستره کچه کاربن ذخیره کوي. په هر وخت کې، د اتموسفیر په پرتله په ځنګلونو کې د کاربن کچه دوه چنده وي. ځنګلونه هر کال شاوخوا درې میلیارډه ټنه کاربن له منځه وړي. دا کچه د انسان له خوا رامنځته شوي کاربن ډای اکسایډ ٪۳۰ جوړوي. له همدې امله، په نړۍ کې د ځنګلي پوښښ ډېرېدل کولای شي، د نړیوالې تودوخې اغېزې راکمې کړي. [۱۴][۱۵][۱۶]

په ۲۱مه پېړۍ کې، په بیاځنګل کولو کې لېوالتیا ځکه ډېره شوه، چې دا چاره د اقلیمي بدلون د اغېزو رالږولو ظرفیت لري. د کرنې او ښارونو له بې ځایه کولو پرته هم، په ځمکه کې یو میلیارډ هکتاره نوي ځنګلونه جوړېدلای شي. دا کار به له اتموسفیر نه ٪۲۵ کاربن ډای اکسایډ له منځه یوسي او تکاثف به يې د ۲۰مې پېړي په لومړیو کې شته کچې ته راټيټ کړي. که د تودوخې کچه ۱,۵ درجه لوړه شي، نو په ۲۰۵۰ز کال کې به د ځنګلونو لپاره وړ سیمه ٪۲۰ راکمه شي، ځکه استوايي سیمې به ډېرې ګرمې وي. هغه هېوادونه چې د ځنګلونو لپاره تر ټولو ډېرې تیارې ځمکې لري دا دي: روسیه، کاناډا، برازیل، اسټرالیا، د امریکا متحده یالتونه او چین. [۱۷][۱۸]

څلور سترې سټراتیژۍ دا دي:

  • د بیاځنګل کولو له لارې د ځنګلي ځمکو د کچې لوړول.
  • د ونو کېنولو او ځمکې چمتوکولو د سره د شته ځنګلونو د ګڼوالي (تراکم) د کچې لوړول
  • د ځنګلي محصولاتو د کارونې پراخول، چې په پر له پسې توګه د فوسیل سون توکو د خپراوي ځای ونیسي.
  • د ځنګلي ونو د له منځه وړلو او تخریب له امله د کاربن خپراوی راکمول.[۱۹]

په ټوله نړۍ کې ډېری سازمانونه د لومړنۍ سټراتیژۍ د پلي کولو ملاتړ کوي. د نمونې په توګه: په چین کې، د جین ګوډال انستتوټ (Jane Goodall Institute) د دوی د شانګهای د روټز او شوټز (Shanghai Roots & Shoots) د څانګې نه د داخلي مغولستان  په کولون قي (Kulun Qi) سیمه کې د یو میلیون ونو کېنولو په موخه د میلیون ونو پروژه (Million Tree Project) په لاره واچوله. په ۲۰۰ز کال کې چین په ۲۴ میلیونه هکتاره ځمکه کې نوي ځنګلونه جوړ کړل، چې د چین  له لوري د فوسیل سون توکو د خپراوي ٪۲۱ [تاوان] جبران کړي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې

سمول
  1. "Reforestation - Definitions from Dictionary.com". dictionary.reference.com. بياځلي په 2008-04-27.
  2. Gillis, Justin (2016-05-16). "In Latin America, Forests May Rise to Challenge of Carbon Dioxide". NYT. بياځلي په 2016-05-17.
  3. Rosane, Olivia (5 July 2019). "Planting Billions of Trees Is the 'Best Climate Change Solution Available Today,' Study Finds". Ecowatch. بياځلي په 25 November 2019.
  4. "Planting 1 trillion trees could stop climate change, argues study". Deutsche Welle. AP, Reuters, AFP. 4 July 2019. بياځلي په 25 November 2019.
  5. "Goal 15 targets". UNDP. خوندي شوی له the original on 2017-09-04. بياځلي په 2020-09-24.
  6. "United Nations Forum on Forests » UN Strategic Plan for Forests". www.un.org. بياځلي په 2020-11-30.
  7. The State of the World's Forests 2020. In brief – Forests, biodiversity and people. Rome: FAO & UNEP. 2020. p. 12. doi:10.4060/ca8985en. ISBN 978-92-5-132707-4. S2CID 241416114.
  8. "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2014-11-11. بياځلي په 2013-03-27.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  9. "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2014-11-11. بياځلي په 2013-03-27.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  10. "Sustainable Forest Management". Key Timberland Statistics. Weyerhaeuser. 10 June 2011. خوندي شوی له the original on 29 December 2011. بياځلي په 7 January 2012.
  11. "Forest plantation yields in the tropical and subtropical zone". Forestry Department. بياځلي په 15 February 2014.
  12. Henkel, Marlon (22 February 2015). 21st Century Homestead: Sustainable Agriculture III: Agricultural Practices (in انګليسي). Lulu.com. p. 126. ISBN 978-1-312-93975-2.
  13. Wood well, G.M.; North, WJ (1988-12-16). "CO2 Reduction and Reforestation". Science. 242 (4885): 1493–1494. doi:10.1126/science.242.4885.1493-a. PMID 17788407.
  14. Canadell, J.G.; M.R. Raupach (2008-06-13). "Managing Forests for Climate Change" (PDF). Science. 320 (5882): 1456–1457. Bibcode:2008Sci...320.1456C. CiteSeerX 10.1.1.573.5230. doi:10.1126/science.1155458. PMID 18556550. S2CID 35218793.
  15. Bellassen, Valentin; Luyssaert, Sebastiaan (2014-02-13). "Carbon sequestration: Managing forests in uncertain times". Nature News (in انګليسي). 506 (7487): 153–5. doi:10.1038/506153a. PMID 24527499.
  16. Henkel, Marlon (22 February 2015). 21st Century Homestead: Sustainable Agriculture III: Agricultural Practices (in انګليسي). Lulu.com. p. 126. ISBN 978-1-312-93975-2.
  17. "Planting 1 trillion trees could stop climate change, argues study". Deutsche Welle. AP, Reuters, AFP. 4 July 2019. بياځلي په 25 November 2019.
  18. Rosane, Olivia (5 July 2019). "Planting Billions of Trees Is the 'Best Climate Change Solution Available Today,' Study Finds". Ecowatch. بياځلي په 25 November 2019.
  19. Canadell, J.G.; M.R. Raupach (2008-06-13). "Managing Forests for Climate Change" (PDF). Science. 320 (5882): 1456–1457. Bibcode:2008Sci...320.1456C. CiteSeerX 10.1.1.573.5230. doi:10.1126/science.1155458. PMID 18556550. S2CID 35218793.
  20. Steffen, Andrea D. (4 June 2019). "Costa Rica Doubled Its Forest Cover In Just 30 Years!". Intelligent Living. بياځلي په 18 June 2019.
  21. "Five tree fee for a Java wedding". BBC News. 2007-12-03. بياځلي په 2010-08-29.
  22. "Shanghai Roots & Shoots -". jgi-shanghai.org. خوندي شوی له the original on 2017-02-24. بياځلي په 2019-10-01.
  23. "Million Tree Project :: Home". mtpchina.org.
  24. Canadell, J.G.; M.R. Raupach (2008-06-13). "Managing Forests for Climate Change" (PDF). Science. 320 (5882): 1456–1457. Bibcode:2008Sci...320.1456C. CiteSeerX 10.1.1.573.5230. doi:10.1126/science.1155458. PMID 18556550. S2CID 35218793.