بړبوکۍ ستنې ته ورته په سختۍ سره تاوېدونکې هوا ده، کومه چې هم د ځمکې له سطحې او هم له کمولونمبس وريځې يا ډېر کم ځله د کمولس (د هوارې ځمکې پر سر ټيټه راټوله شوې وريځ) وريځې له بنسټ سره په اړيکه کې وي. ډېر ځله بړبوکۍ ته «اوښتونکی»، د ګرد توپان يا ګردله هم ويل کېږي، خو د موسم په علم کې توپان (سايکلون) ټکی، هغه موسمي نظام ته کارول کېږي، د کوم د مرکز په شا اوخوا کې چې د کم فشار لرونکې سيمه وي، چې ښکته لور د ځمکې سطحې ته د کتونکي له انده، په نيمه شمالي کره کې بادونه د ساعت د عقربې په مخالف لوري او په سويلي نيمه کره کې بادونه د ساعت د عقربې په موافق لوري چلېږي. بړبوکۍ په ګڼو بڼو او اندازو کې منځ ته راځي، ډېر ځله د «کمولونمبس» وريځې (ستره توره-خړ رنګه باراني وريځ) له بنسټ نه د هغه پايپ په ډول راوتونکې ښکاري چې په بېخ کې نری او د سر خوله يې پراخه وي، تر لاندې يې د تاوېدونکو خځلو او ګردونو وريځ وي. ډېرې بړبوکيو د باد تګ(رفتار) په يو ساعت کې له يو سل او لس ميله (۱۸۰ کيلو متره يو ساعت کې) کم وي، دا له نږدې دوه سوه اوپنځوس فوټه (۸۰ متره) نه زيات وي چې له ماتېدو مخکې يو څو ميله (څو کيلو متره) سفر کوي. ډېرې سختۍ بړبوکۍ په يوه ساعت کې له درې سوه ميله (۴۸۰ کيلو متره په يو ساعت کې) نه زياتې تېزې هوا چټکتيا تر لاسه کولای شي، قطر يې له دوو ميلو (درې کيلو متره) نه زيات وي او لسګونه ميله (له سل کيلو متره زيات) په ځمکه پاتې کېدای شي.[۱][۲][۳]

د بړبوکيو په ګڼو ډولونو کې د څو ګردابونو (خرخوړۍ/غړومبۍ) لرونکې بړبوکۍ، له ځمکې نه پورته کېدونکې بړبوکۍ او له اوبو نه پورته کېدونکې بړبوکۍ شاملې دي. د اوبو پر سر بړبوکۍ تاوراتاو (مارپيچ) قيف په شکل پايپ د هوا جريان ځانګړتيا لري، چې د يوې سترې کمولوس يا کومولونيمبس دريځۍ سره نښتی وي. په عمومي توګه، په «غير سپرسيلولر» بړبوکيو کې ډلبندي کېږي، کومې چې د اوبو د هستو په سر جوړېږي، خو په دې اړه موافقه نه شته چې ايا دا ريښتينې بړبوکۍ بلل کېدای شي که نه. د هوا دا تاويدونکې ليکه د استوا له لیکې سره نژدې په تودو سيمو کې منځ ته راځي او په لوړو جغرافيايي عرضونو کې ډېرې کمې دي. بړبوکيو ته ورته نورې هغه ښکارندې چې په طبيعيت کې شته، په هغې کې ګوستناډو، د شيطان ګرد، د اور ګرداب او د شيطان بخار شامل دي.  [۴]

په شمالي امريکا کې بړبوکۍ زياتې منځ ته راځي ( په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو په مرکزي او سويل ختيځو سيمو کې چې په عام ډول د بړبوکۍ د کوڅې په نامه يادېږي، په نړۍ کې متحده ايالات او کاناډا کې تر ټولو زياتې بړبوکۍ راځي). بړبوکۍ په سويلي افريقا، د اروپا په ډېره برخه (له هسپانيې، د الپس، بالکان او شمالي سکانډينيويا له ډېرو برخو پرته)، لوېديځه او ختيځه استراليا، نيوزيلانډ، بنګله ديش او ورسره نښتی ختيځ هندوستان، جاپان، فليپين او سويل ختيځ سويله امريکا (يوراګوای او ارجنټاين). شونې ده چې د «پلس-ډوپلر» رادار په کارولو سره د بړبوکۍ له پېښېدو مخکې يا پر مهال معلومات وکړای شي، دا معلومات د چټکتيا او انعکاس د معلوماتو په مټ تر لاسه کېدای شي، لکه «هوک ايکو» (د رادار يو ډول انځورونو انعکاس دی) يا د خځلو غونډاري، د توپان د نښو معلومولو په هڅو هم پېژندل کېدای شي.[۵][۶]

د بړبوکۍ د درجه بندۍ اندازه سمول

د بړبوکۍ د پیاوړتيا د اندازه کولو لپاره ګڼې پيمانې شته. د «فوجيټا» مقياس د بړبوکۍ ويجاړۍ ته په کتنې هغه درجه بندي کوي او په ځينو هېوادونو کې په پرمختللي « Enhanced Fujita Scale» (پرمختللی فوجيټا مقياس) باندې بدل شوی دی. يو F0 يا EF0 بړبوکۍ، کومه چې تر ټولو کمزورې ده، ونې ويجاړوي، خو مهمې ودانۍ نه شي ويجاړولای. يو F5 يا EF5 بړبوکۍ، تر ټولو پیاوړې، د ودانيو بېخونه راباسي او دنګې ودانۍ له منځه وړلای شي. د TORRO پيمانه له T0 د ډېرو کمزورو بړبوکيو نه نيولې تر T11  تر ټولو ځواکمنو پېژندل شويو بړبوکيو لپاره پیمانه ده. د ډوپلر رادار معلومات، فوټوګراميټري او د ځمکې د تاوېدو نمونې (تروکويدي نښې) هم شونې ده چې د بړبوکۍ د سختوالي او د هغې د درجې د ټاکلو لپاره تحليل شي. [۷][۸][۹]

رېښه سمول

د انګليسي ژبې « tornado بړبوکۍ» ټکی د لاتيني ژبې له « tonare» ټکی نه اخیستل شوې چې معنا يې ده (رعد و برق/برېښناتندر)، خو شونې ده چې دا ټکی د هسپانوي ژبې له ټکي « tornado» نه اخیستل شوی وی چې معنا يې ده (تاوېدل، يا شکېدل). د بړبوکۍ مخالفه ښکارنده پراخه خپره شوی، مستقيمه ليکه ده چې «ډريچوز» (په اسمان کې ګڼې ورېځې) بلل کېږي. په عامه ژبه کې بړبوکۍ ته «تاوونکې» هم ويل کېږي، په زړه عامه اصطلاح کې د « cyclone» په نامه هم يادېږی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

تعريف سمول

بړبوکۍ د هوا يوه له تشدد ډکه تاوېدونکې ستنه ده، چې له ځمکې سره نښتې وي، يا په عمودي ډول له جوړې شوې ځمکې نه راځړېدلې وي، يا له داسې وريځې لاندې وي، ډېر ځله (خو هر وخت نه) د قيف (هغه پايپ چې يو سر يې تنګ او بل آزاد وي) ته ورته وريځې په څېر ښکاري. د دې لپاره چې يو ګرداب د يوې بړبوکۍ په څېر ډلبندي شي، بايد له ځمکې او ورېځې له بنسټ دواړو سره نښتی وي. دا اصطلاح په دقيق ډول نه ده تعريف شوې؛ د بېلګې په ډول: په دې اړه اختلاف شته چې ايا له وريځې نه د داسې باد جلا جلا نښتې ښکتنۍ برخې جلا جلا بړبوکۍ بلل کېدای شي که نه. بړبوکۍ د باد ګرداب ته ويل کېږي، نه د وريځو راټولېدو ته.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

قيف ته ورته وريځې سمول

اړينه نه ده چې دا بړبوکۍ دې د ليدو وړ وي، خو د ډېر تېز باد د چټکتيا (لکه چې د برنولي اصولو تشرېح کړې ده) او په تېزۍ سره تاوېدلو (د سايکلوسټروفي توازن له امله) له امله ډېر کم فشار په عمومي توګه په هوا کې د اوبو بخارات د ولاړ سوړوالي په سبب د وريځو په څاڅکو کې راټولوي. همدا چاره قيف ته ورته د ليدو وړ وريځو يا د راټول شوي قيف د جوړېدو لامل ګرځي.[۱۸]

د قيف ته ورته وريځې او راټول شوي قيف د تعريف په اړه هم اختلافات شته. د هوا پېژندنې د اصطلاح پر بنسټ، قيفي وريځ هره هغه تاویدونکې وريځ ده چې له «کومولوس» يا «کومولونيمبوس» نه راځړېدلې وي، په همدې بنسټ ډېرې بړبوکۍ ترهمدې تعريف لاندې راځي. د ډېرو هوا پېژندونکو په منځ کې، د «قيفي وريځ» اصطلاح په دقيق ډول تاوېدونکې وريځ بلل کېږي، کومه چې د ځمکې په مخ د تېزو بادونو سره نښتې نه وي او متراکم قيف يوه پراخه اصطلاح ده، هره هغه تاوېدونکې وريځ بلل کېږي چې په عمودي ډول  جوړې شوې وريځې لاندې تاوېږي. [۱۹][۲۰]

په عمومي  توګه بړبوکۍ قيف ته ورته وريځو په بڼه پيلېږي، چې د ځمکې پر مخ له تېزو بادونو سره اړيکه نه لري او ټولې دا ډول وريځې په بړبوکیو نه بدليږي. ډېرې بړبوکۍ د ځمکې پر مخ تېز بادونه توليدوي، په داسې حال کې چې د ليدو وړ قيف ته ورته جوړښت بيا هم د ځمکې پر سر وي، نو له دې امله له لرې واټن نه د قيفي وريځې او بړبوکۍ تر منځ توپير کول ستونزمن دي. [۲۱]

خپرېدل (وبا) او کورنۍ سمول

کله کله، يو توپان يا په يو وخت کې يا يو له بل پسې، له يوه نه زياتې بړبوکۍ توليدوي. له يوه توپان نه پيدا شوي جلا جلا بړبوکيو ته د «بړبوکيو کورنۍ» وايي. د يوې پراخې کچې توپان له نظام نه کله ناکله ډېرې بړبوکۍ منځ ته راځي. که چېرې د دوی په فعاليت کې ځنډ رانه شي، دې ته د بړبوکۍ وبا (خپرېدل) ويل کېږي (که څه هم د «بړبوکۍ خپرېدل/وبا» اصطلاح بېلا بيل تعريفونه لري). په يوه سيمه کې (د بېلا بېلو موسمي نظامونو نه منځ ته راتلونکي) د توپان د خپريدو تر څنګ د څو پرله پسې ورځو پړاو د یوه توپان د خپرېدو لړۍ ده، کله کله دې توپان ته پراخه شوي بړبوکۍ وبا ويل کېږي.[۲۲][۲۳][۲۴]

ځانګړتياوې سمول

اندازه او بڼه سمول

ډېرې بړبوکۍ له ځمکې سره نژدې د خځلو د يوې کوچنۍ وريځې سره، څو سوه ګزه (متره) لرې واټن کې يوه نري قيف ته ورته بڼه غوره کوي. شونې ده چې بړبوکۍ د باران يا ګرد په مټ وپوښل شي. دا ډول بړبوکۍ په ځانګړي ډول ډېرې خطرناکې وي، ځکه چې شونې ده چې ډېر تجربه لرونکي د موسم پېژندونکي يې هم ونه ويني.[۲۵]

سرچینې سمول

  1. "merriam-webster.com". merriam-webster.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Garrison, Tom (2012). Essentials of Oceanography. Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8400-6155-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Garrison, Tom (2012). Essentials of Oceanography. Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8400-6155-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Tornado Alley, USA: Science News Online, May 11, 2002". 25 August 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اگسټ ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Tornado: Global occurrence". Encyclopædia Britannica Online. (2009). 
  6. "TORNADO CENTRAL, Where Tornadoes Strike Around the World, February 12, 2018". 12 February 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Meaden, Terrance (2004). "Wind Scales: Beaufort, T  – Scale, and Fujita's Scale". Tornado and Storm Research Organisation. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Enhanced F Scale for Tornado Damage". Storm Prediction Center. National Oceanic and Atmospheric Administration. 2007-02-01. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Edwards, Roger; Ladue, James G.; Ferree, John T.; Scharfenberg, Kevin; Maier, Chris; Coulbourne, William L. (2013). "Tornado Intensity Estimation: Past, Present, and Future". Bulletin of the American Meteorological Society. 94 (5): 641–653. Bibcode:2013BAMS...94..641E. doi:10.1175/BAMS-D-11-00006.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Douglas Harper (2001). "Online Etymology Dictionary". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Frederick C Mish (1993). Merriam Webster's Collegiate Dictionary (الطبعة 10th). Merriam-Webster, Incorporated. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87779-709-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tim Marshall (2008-11-09). "The Tornado Project's Terrific, Timeless and Sometimes Trivial Truths about Those Terrifying Twirling Twisters!". The Tornado Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Frequently Asked Questions about Tornadoes". National Severe Storms Laboratory. 2009-07-20. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Glossary of Meteorology (2020). Tornado (الطبعة 2). American Meteorological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Roger Edwards (2006-04-04). "The Online Tornado FAQ". Storm Prediction Center. National Oceanic and Atmospheric Administration. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Pd-notice
  16. "Advanced Spotters' Field Guide" (PDF). National Oceanic and Atmospheric Administration. 2003-01-03. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Charles A Doswell III (2001-10-01). "What is a tornado?". Cooperative Institute for Mesoscale Meteorological Studies. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Nilton O. Renno (2008-07-03). "A thermodynamically general theory for convective vortices" (PDF). Tellus A. 60 (4): 688–99. Bibcode:2008TellA..60..688R. doi:10.1111/j.1600-0870.2008.00331.x. hdl:2027.42/73164. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Funnel cloud. Glossary of Meteorology (الطبعة 2). American Meteorological Society. 2000-06-30. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Roger Edwards (2006-04-04). "The Online Tornado FAQ". Storm Prediction Center. National Oceanic and Atmospheric Administration. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Pd-notice
  21. Roger Edwards (2006-04-04). "The Online Tornado FAQ". Storm Prediction Center. National Oceanic and Atmospheric Administration. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Pd-notice
  22. Glossary of Meteorology (2020). Tornado (الطبعة 2). American Meteorological Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Thomas P Grazulis (July 1993). Significant Tornadoes 1680–1991. St. Johnsbury, VT: The Tornado Project of Environmental Films. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-879362-03-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Russell S Schneider; Harold E. Brooks; Joseph T. Schaefer (2004). "Tornado Outbreak Day Sequences: Historic Events and Climatology (1875–2003)" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Walter A Lyons (1997). "Tornadoes". The Handy Weather Answer Book (الطبعة 2nd). Detroit, Michigan: Visible Ink press. د کتاب پاڼي 175–200. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7876-1034-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)