بي بي نیکبخته

دپښتو ژبې شاعره او د (ارشادالفقرا ء) دمنظوم کتاب لیکواله بي بي نیکبخته

دغه میرمن له آره دپښتونخوا داشنغر اوسیدونکې مموزۍ پښتنه وه او د۹۶۰ لیږدیز/هجري کال په شااوخوا کې یې ژوند کاوه. دبي بي نیکبختې پلرونه او نیکونه روحاني خلک او دممنزیو پښتنو مرشدان ګڼل کیدل چې هغوی ورته ډیر درناوی درلود.دبي بي نیکبختې پلار شیخ الله داد مموزی نومید چې دخپل عصر یو روحاني شخصیت ګڼل کیده .شیخ امام الدین پخپل کتاب ( اولیای افغان ) کې د بي بي نیکبختې په اړوند داسې لیکلي دي :

بي بي نیکبخته یوه عارفه او زاهده میرمن وه ، دیني علوم یې لوستلي وو او خپل ټول عمر یې په ریا ضت او عبادت کې تیر کړاو دیوې بلې غرفانی کورنۍ یو ه تن ته چې شیخ قدم نو مید او د محمد زاهد متي زي زوی و او دشیخ متی داحفادو(اولادې )نه و په نکاح شوه چې ددې له بطن نه په ۹۵۶ لیږ دیز کال کې میا قاسم افغان وزیږید چې دپښتنو دعرفاني شخصیتونو نه و .

دبی بی نیکبختې په منظوم کتاب (ارشادالفقراء) کې دشعر په ژبه پښتو اخلاقي نصیحتونه اووعظونه شته .دبي بی نیکبختې په نامه په کابل کې یو ښونځي ( سکول )

هم جوړشوی دی :

داهم دبی بي نیکبختې دپند او نصیحت نه ډک یو شعر : سمول

دخدای حق ته غا ړه کیږده

نورې نورې وینا پریږده

دنیا پاتې له هرچاده

په اخلاص کې ځینې بلیږده(۱)

څوقوت لرې په ځان کې 

سر دیار په رضا کیږده

ځان له بده خویه ژغوره

زړه په ذکر دیار بلیږده

کل دنیا به دې دښنه(۲) شي

اوس له ویرې ځینې ریږده

ټوله غواړي حسابونه 

که دې اوښې ، که دې میږده

دنیا ترک وهه که پوه یې 

دبقا پرلورې پښې ږده

۱- بلیږده=راتاو کړه ( ویې پیچه )

۲- دښنه = دښمن