بيرل می ډينټ

بيرل می ډينټ (10 مۍ 1900 – 9 اګست 1977) يوه انګريزه د رياضي فيزيک پوهه، تخنیکي ليبراله او د برېښنايي انجنيرۍ د ستونزو د حل  کولو لپاره ابتدايي انلاګ او ډيجيټلي کمپيوټرونو پروګرام جوړونکې وه. نوموړې د «ويلټ شاير» په «Chippenham» کې زېږېدلې او د « schoolteachers» مشره لور وه. له هغه وروسته چې د نوموړې پلار د هغه مهال د «وارمنسټر» سيمې په ښوونځي کې سرښوونکی شو، دا کورنۍ په 1901ز کال کې له «Chippenham» وکوچېده. په 1923ز کال کې، نوموړې په تطبيقي رياضياتو کې له هرسټل پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغه شوه. نوموړې ته د پوهنتون له خوا د «Ashworth Hallett» بورس ورکړل شو، او د کمبريج پوهنتون په «Newnham» کالج کې د مافوق لسانس د محصلې په توګه ومنل شوه.

د برسټل پوهنتون د فيزيک په څانګه کې د څېړونکې په توګه له ګومارل کېدو وروسته، نوموړې په 1925ز کال کې برسټل ته بېرته ستنه شوه، چې نوموړې ته د ساينسي او صنعتي څېړنې د څانګې له خوا معاش ورکول کېدو. په 1927ز کال کې، «John Lennard-Jones» د نظري فيزيک د پروفيسر په توګه وګومارل شو، دا يوه داسې دنده وه چې نوموړي لپاره جوړه شوې وه، «ډينټ» په نظري فيزيک کې د نوموړي د څيړنيزې مرستيالې په توګه وټاکل شوه. «Lennard-Jones» په برسټل کې د بين الاتومي او بين الحجروي ځواکونو په برخو کې مخکښ و، او نوموړې د هغه يوه له لومړيو همکارانو څخه وګرځېده. دوی له 1926 څخه تر 1928ز کال پورې په شریکه شپږ مقالې خپرې کړې، کومو کې چې د اتومونو او ايونونو تر منځ ځواکونه څېړل شوي وو، همدا د نوموړې د ماسترۍ د رسالې بنسټ وګرځېد. وروستۍ څېړنې ښيي، هغوی چې کومې پايلې تر لاسه کړي، نېغ په نېغه په اتومي ځواک مايکروسکوپي پلې کېږي، د دې په وړانديز کولو سره چې له رابطې پرته انځور اخيستل يوازې د کوچنیو tip-sample په جلا کېدنو سره شونی دی.

په 1930ز کال کې، نوموړې په مانچسټر کې د « Metropolitan-Vickers Electrical Company Ltd» شرکت سره، د څيړنې د څانګې د ساينسي او تخنیکي مامورينو لپاره د تخنیکي کتابتون د مسئولې په توګه کار پيل کړ. نوموړې د ځانګړو کتابتونونو او معلوماتي ادارې په ټولنه (ASLIB) کې فعاله وه او د دې ټولنې د «لنکاشاير» او «چيشاير» د څانګو بنسټ اېښودونکې کمېټې افتخاري منشۍ وه. نوموړې د ASLIB په بېلا بېلو کمېټو کې خدمات تر سره کړل او د شرکت د کتابتون او معلوماتي خدماتو د مختلفو اړخونو په بيانولو سره يې کانفرانسونه وړاندې کړل. نوموړې د ساينسي مقالو خپرولو ته دوام ورکړ، او د مانچسټر پوهنتون او «ډګلس هارټري» لپاره جوړ شوي د تفاضلي محلل په استعمالولو سره، د تفاضلي معادلو د حل کولو لپاره يې په عددي طريقو کې خپله ونډه درلوده. نوموړې لومړۍ هغه څوک وه چې د معلوماتو د نقاطو د يوې لړۍ د غوره تناسب لپاره يې يو تفصيلي کم شوي اصلي محور قاعده د يې چمتو کړ.

وروسته په خپل کار کې نوموړې په Metropolitan-Vickers کې د محاسبې د برخې مشره شوه، او وروسته د هغه برخې لپاره د څېړنې په ډيپارټمنټ کې څارونکې شوه، چې د نيمه رسونکو موادو په اړه يې څېړنې کولې. هغې د ښځو د انجنيرۍ په ټولنه کې شموليت غوره کړ، او په برېښنايي ډيزان کې يې د ډيجيټلي کمپيوټرونو د پلې کولو په اړه مقالې خپرې کړې. نوموړې په 1960ز کال کې له «ازابيل هارډويچ» سره تقاعد شوه، څوک چې يوه همکاره او د ښځو د انجنينرۍ د ټولنې رئيسه وه، او د هغې پر ځای د څېړنې په ډيپارټمنټ کې د ښځو د برخې مشره وټاکل شوه. په 1962ز کال کې، هغه له خپلې مور او خور سره د «ويسټ سسيکس» «سومپټنګ» ته ولاړه، او په 1977ز کال کې وفات شوه.

د ژوند لومړي کلونه سمول

«بيرل می» د 1900ز کال د مۍ مياشتې په لسمه نېټه د «ولټ شاير» د «Chippenha» د «پارک لين» په «پينلي ولا» کې زېږېدلې وه، چې د اګنيس ډينټ (18669-1967) او يوسټيس ايډورډ (1868-1954) تر ټولو مشره لور وه. نوموړې ته د «Chippenha» په «سينټ پالس» کې د 1900ز کال د جون په اتمه نېټه د تعميد غسل ورکړل شو. دوی د 1898ز کال د جولای مياشتې په اوه ويشتمه نېټه د «لنکاشاير» سره نږدې د «پريسټن» د «Goosnargh» په «سینټ ميري» کليسا کې واده کړی و. د نوموړې مور د پرسټن په هيرس انسټيټيوټ کې زده کړې کړې وې، د هنر او ساينس په ازموينو کې بريالۍ شوې وه. هغه د خپل پلرني ښار پريسټن سره نږدې «Goosnargh » ښوونځي ته له تګ مخکې، په شمال ختيځ «شيفيلډ» کې په «اټرکلف» ښوونځي کې ښوونکې وه، د هغې مشر ورور او خور، جان وليام او ميري اين تورنلي، په همدې ښوونځي کې سرښوونکي وو. د 1894ز کال د مارچ په مياشت کې، نوموړې د «Cockermouth» د فير فيلډ په ښوونځي کې د سرښوونکې دندې ته عريضه وکړه، نوموړې په نوماندانو کې غوره شوه، خو مشرتابه د يو سيمه ييز نوماند د ګومارلو پرېکړه وکړه.

د 1889ز کال د مارچ په اتلسمه نېټه، د ډينيټ پلار، د ښوونځي له مديره پلاوي سره د تدريسي کار د دورې تر بشپړولو وروسته، د «ويسټ يارکشاير» په «هيلي فيکس» کې، د «فورټ لينډ» ښوونځي کې د تدريس د مرستيال په دنده وګومارل شو. همدا کال د نوموړې مشره خور، فلورنس ايملي ډينټ، په هيلي فيکس کې د هاير بورډ ښوونځي څخه بدله او د «ګرينلينډ» په «سټين لينډ روډ»، د ويسټ ويل د انجونو په ښوونځي کې سرښوونکې ټاکل شوې وه. د 1889ز کال د اګست په مياشت کې، د نوموړې پلار د هيلي فيکس ميخانيکي انسټيټيوټ څخه په رياضي کې د لومړۍ درجې برياليتوب تر لاسه کړ. هغه ته د «Aberystwyth» په يونيورسټي کالج، د «ايجوکيشن ډی ټريننګ کالج» کې د سند په يو کور کې داخله ورکړل شوه. د 1894ز کال د جنورۍ په مياشت کې، هغه ته د « Aberystwyth» له خوا لومړۍ درجه ورکړل شوه، همدا راز د لندن د بهرني پوهنتون په ازموينو کې لومړی مقام ورکړل شو. د هغه د تدريس لومړۍ دنده د لندن د Bow، د کوپرز کمپنۍ په ګرامر ښوونځي کې وه، مخکې له دې چې « Chippenham » ته ولاړ شي، چېرته چې نوموړی د « Chippenham » سيمې په ښوونځي کې مرستيال مشر ښوونکی و.

د 1901ز کال د اکتوبر په مياشت کې، د «ډينټ» پلار له « Chippenham» څخه ولاړ، تر څو په وارمنسټر سيمه کې د نوي جوړ شوي ښوونځي سرښونکی شي، کوم چې په وارمنسټر کې د «Athenaeum » له نندارغالي (سينما) سره نښتی و. دا کورنۍ د وارمنسټر «بورم روډ» ته ولاړه، چېرته چې د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې کورونه جوړ شوي وو. د 1907ز کال د اپريل په مياشت کې، دوی د وارمنسټر «22پورټ وی» ته ولاړل، کومه سيمه چې د کاونټي ښوونځي او Athenaeum څخه په یو څه واټن کې موقعيت لري. نوموړی له 1920 څخه تر 1922ز کال پورې د وارمنسټر د ښاري شورا مشر ټاکل شوی و، او د 1929ز کال د اګست په مياشت کې تر خپل تقاعد پورې د کاونټي ښوونځي مدير پاتې شو.

د ډينټ پلار پهAthenaeum  او نورو سيمو کې د وارمنسټر د عملیاتي ټولنې يو ثابت غړی هم و. ډينټ او د هغې کشرې خور فلورانس ميري، به ډېر ځله له هغه سره په دريځ په ډرامه ييزو نندارو کې راڅرګندېدې، لکه «Snow White and the seven dwarfs» او شهزادګۍ جوجو (زرين تعويذ)، کومه چې په درې کرادارونو کې د « Clementine Ward» يوه جاپانۍ ډرامه ده. په شهزادګۍ جوجو کې، هغې د لالا کردار تر سره کړ، کومه چې د شهزادګۍ د درې مزدورانو څخه یوه وه، او د « She must be demure»  لومړی کردار يې يوازې وويلو. د همدې موسيقۍ په دوه کردارونو کې، نوموړې له پکي سره نڅا (Fan Dance يوه ځانګړې نڅا ده، چې نڅاګر له ځانه سره پکی لري)، د شپې روحونه، تر سره کړل. نوموړې د 1913ز کال د ديسمبر په شپاړسمه نېټه په کاونټي ښوونځي کې د جايزو ورکولو په ورځ د «ټينيسن شهزادګۍ» په يو منظر کې هم کردار در سره کړ.

زده کړه سمول

وارمنسټر کاونټي ښوونځی (1909-1917) سمول

له 1909ز کار راهيسې، ډينټ د وارمنسټر په کاونټي ښوونځي کې زده کړه وکړه، چېرته چې د هغې پلار سرښوونکی و. په ښوونځي کې، نوموړې په «پورټ وی» کې د خپلې ګاونډۍ «ايولين ميري ډي» سره نږدې ملګرتیا درلوده، څوک چې د «هينري جارج ډي» مشره لور وه، «هينري» د «Cranbrook» د لومړي ايرل « Gathorne Gathorne-Hardy» د زوی ډګروال « Charles Gathorne Gathorne‑Hardy» د مزدورانو پخوانی مشر و. د 1914ز کال په اګست کې، نوموړې د اکسفورډ پوهنتون د پوهنتون د لومړي کال سیمه ييزه ازموينه کې په لومړۍ درجه بريالۍ شوه، او د هغې د ازموينې د پايلې د پياوړتيا پر بنسټ، هغې ته د ښوونځي له خوا بورس ورکړل شو. په 1915ز کال کې، نوموړې د وروستيو کلونو ازموينه کې په دويمه درجه  او په فرانسوي ژبه کې په امتياز سره بريالۍ شوه، او له دې وروسته د هغې بورس نوی شو. له دې وروسته نوموړې د ثانوي زده کړو وروستيو کلونو کې داخله وکړه، او په 1916ز کال کې يې د فرانسوي ژبې د ښوونځي جايزه وګټله. د 1918ز کال د مارچ په مياشت کې، نوموړې له «سومرويل» کالج څخه په رياضي کې د بورس لپاره غوښتنه وکړه، کوم چې په اکسفورډ پوهنتون کې د ښځو له لومړيو دوه کالجونو څخه يو دی. نوموړې په زياته کچه وستايل شوه، خو نه بورس ورکړل شو او نه د پيسو مرسته.

سرچينې سمول