بونوبو (/bəˈnoʊboʊ, ˈbɒnəboʊ/؛ پان پانیسکوس)، چې له تاریخي پلوه د ټیټکیو شامپانزو (ډېر لږ د ټیټو شامپانزو یا نریو شامپانزو) په نوم هم یادیږي، یوه د ورکېدو له خطر سره مخ لویه بیزو او یو له هغو دوو نوعو څخه ده چې د پان جینس جوړوي (بله د پان تروګوډیت عامې شامپانزې دي). په داسې حال کې چې بونوبوګانې نن ورځ د یوې بېلې ډلې توګه پېژندل کېږي، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې د دغو دوو ډولونو تر منځ د فزیکي شباهت له امله دا د پان تروګلوډېټ فرعي ډول دی. د ډلبندۍ له پلوه د شامپانزې / بونوبوپانیا د ټبر فرعي غړي – چې په بشپړ ډول د پان جنس څخه رامنځته شوي- په ټولیز ډول د پانین په نوم یاديږي. [۲][۳][۴]

How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
بونوبو

Conservation status
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: ځانوران
Phylum: پرۍ لرونکي
ټولگی: زیږونکي
Order: لومري ځیان
کورنۍ: کپی‌گان
Genus: چمپانزي گانۍ
Species: P. paniscus
Binomial name
Pan paniscus
شوارتز، ۱۹۲۹
اوسنی ځاي د بونوبو
اوسنی ځاي د بونوبو

بونوبوګانې په نسبي ډول د اوږدې ملا، ګلابي شونډو، ډېر تیاره مخ، تر ځوانۍ پورې د یوې څړنۍ لکۍ او د سر په برخه کې د اوږدو او پرانیستو ويښتانو په لرلو له معمولې شامپانزو څخه بېلېږي. ځینې يې په انفرادي ډول د بدن په لاندینیو برخو کې نري او ړنګي ويښتان لري. بونوبو د مرکزي افریقا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کانګو ډنډوکي په ۵۰۰۰۰۰ کلیومتره مربع (۱۹۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت لرونکې سیمه کې موندل کېږي. دا نوعه د معمولي شامانزو له‌خوا د وړاندې کړای شوي خوراکي رژیم په پرتله چې معمولاً هر څه خوړونکې دي او کوچنۍ بېزوګانې، غرڅې او شاهي هوسۍ ښکار کوي تر ډېره میوه خوړونکې ده. بونوبوګانې په لومړنیو او دویمو ځنګلونو لکه جبه‌يي ځنګلونو کې چې په فصلي ډول په اوبو کې ډوب شوي وي ژوند کوي. په سیمه کې د سیاسي بې ثباتۍ او په عمومي ډول د بونوګانو د ډار له امله په طبعي مېشت‌ځایونو کې د دغې ډول د کتنې لپاره په نسبي توګه لږ ساحوي کار تر سره شوی.  [۵]

په ۲۰۱۷ کال کې د جورج واشنګټن پوهنتون د څېړونکو له‌خوا د خپرو شویو مطالعاتو پر بنسټ د پان جنس نیکونه شاوخوا ۸ میلیون کاله پخوا د انسان له نسل څخه بېل شوي دي. پر دې سربېره بونوګانې د معمولي شامپانزو له کرښې څخه شاوخوا ۲ میلیون کاله پخوا بېلې شوې دي. [۶][۷]

د معمولي شامپانزاګانو تر څنګ بونوبوګانې انسان ته تر ټولو نږدې موجودات دي چې له جوړښتي پلوه ورسره خپلوي لري. دا چې دا دواړه ډېرې ماهرې لامبو وهونکې نه دي، په احتمالي ډول د کانګو سیند طبعي جوړښت (شاوخوا ۱.۵ تر ۲ میلیون کاله پخوا) د دې دواړو د بېل‌والي د او بونوبو نوعې د رامنځته کولو لامل شوی. بونوبوګانې د سیند په سویل کې ژوند کوي او په دې توګه له خپلو نیکونو څخه چې معمولي شامپانزاګانې دي او د سیند په شمالي برخه کې ژوند کوي بېلې شوې دي. د دوی د نفوس اړوند کره ارقام نه‌شته، خو د اټکل له مخې د ۲۹۵۰۰ او ۵۰۰۰۰ افرادو تر منځ دي. دا نوعه د IUCN (د طبیعت د ساتنې نړیواله ټولنه) په سور رنګه لېست کې د ورکېدو له خطر سره مخ ثبت شوې ده او تر ډېره د ژویو د مېشت ځایونو د تخریب له امله ګواښل کېږي، د ناقانونه سوداګریز ښکار تر څنګ د انساني نفوس وده او ځای پر ځای کېدل (همدارنګه پرلپسې مدني ناکرارۍ او کورنۍ سیاسي ښکېلتیاوې) تر ټولو مهم تهدید بلل کېږي. بونوبوګانې معمولاً په بند/اسارت کې ۴۰ کاله عمر کوي. په طبیعت کې د هغوی د عمر دوام نه دی معلوم، خو په یقني توګه ډېر لنډ دی. [۸][۹]

آرپوهنه/ایتمولوژي سمول

بونوبوګانې مخکې د «ټیټکیو شامپانزو» په توګه پېژندل کېدې، له دې سره سره چې د بونوبو د بدن اندازه له معمولي/ټیټو شامپانزو سره برابره وه. د «پیګمي» یا ټیټ قدو نوم په ۱۹۲۹ کال کې د الماني ژوپوهاند ارنېسټ شوارتز له‌خوا ورکړل شو، هغه دا نوعه د بونوبو د یوې کوپړۍ پر بنست چې مخکې ناسمه لېبل کړای شوې وه ډلبندي کړه او د شامپانزو په پرتله يې د کوپړۍ کوچني‌والي ته اشاره وکړه. [۱۰]

د بونوبو نوم د لوموړي ځل لپاره په ۱۹۵۴ کال کې څرګند شو کله چې اتریشي ژوپوهاند اېډوارډ پل تراتز او الماني ژونپوه هاینز هک هغه د ټیټکیو شامپانزو لپاره د یوې نوې او عمومي اصطلاح په توګه وړاندیز کړه. داسې ګومان کېږي چې دا نوم په کانګو سیند کې د بار وړلو پر صندوق د بولووبو ښار له ناسم لیکدود څخه اخیستل شوی، دا هغه سیمه ده چې په ۱۹۲۰ کال کې د بونوبو لومړنۍ بېلګې ورڅخه راټولې شوې دي. [۱۱][۱۲]

ډلبندي سمول

بونوبو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸ کال کې د آلماني اناتومي‌پوه ارنېسټ شوارټز له خوا د هغې کوپړي پر اساس چې د بلجیم ټروون په موزیم کې د ځوانې شامپانزې (پان تروګلوډېت) په توګه ډلبندي شوې وه، په رسمیت وپېژندل شوه. شوارتز خپلې پایلې په ۱۹۲۹ کال کې خپرې کړې او بونوبو يې د Pan satyrus paniscus شامپانزو د فرعي ډول په توګه ډلبندي کړه. په ۱۹۳۳ کال کې امریکايي اناتومي‌پوه هارولډ کولیج د نوعې تر حالته لوړه کړه. د بونوبو او شامپانزو تر منځ پر عامو چلندي توپیرونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ټاټزو هک له‌خوا تفصیلي بحث وشو. امریکايي پرایماتپوه او ارواپوه رابرټ یرکس پرته له دې چې له معمولي شامپانزو سره د هغوی د ډلبندۍ د توپیر په اړه معلومات ولري له مخکې يې له تمې خلاف چلندیزو توپیرونو په ۱۹۲۰مه لسیزه کې پام ځانته ورګرځولی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بونوبو او شامپانزې دوه هغه نوعې/ډولونه دي چې د پان جنس جوړوي او د انسانانو (هومو ساپینس/ناطق انسان) تر ټولو نږدي ژوندي خپلوان دي. [۱۸][۱۹]

په ۲۰۱۷ کال کې د جورج واشنګټن پوهنتون د څېړونکو له خوا د خپرو شویو څېړنو پر اساس بونوبو له شامپانزو سره یو ځای ۸ میلیون کاله پخوا د انسان له نسل څخه بېلې شوې دي. پر دې سربېره بونوګانې د معمولي شامپانزو له کرښې څخه شاوخوا ۲ میلیون کاله پخوا بېلې شوې دي. [۲۰][۲۱]

په هر حال د پان هومو د اصلي مشترک نیکه کره نېټه بحث پاروونکې ده. خو د DNA مقایسه تر لرې کېدو وروسته شاوخوا ۴ میلیون کاله مخکې د پان او هومو ډلو د نیکونو تر منځ د تصادفي داخلي نسلګيرۍ وړاندیز کوي. د دغې دواړو نفوسونو د بېل‌والي له مخې د DNA شواهد ښيي چې بونوبو او معمولي شامپانزو ډولونه تقریباً ۸۹۰۰۰۰ تر ۸۶۰۰۰۰ کلونه مخکې په احتمالي ډول د تودو ځنګلي دښتو د پراختیا او اسیديتوب له امله په همدې وخت کې له یو بل څخه بېل شوي دي. اوس‌ مهال دغه دواړه ډولونه د کانګو د سیند په واسطه چې د بېل‌والي له زمانې څخه له ډېر مخکې مهال څخه موجود و له یو بل څخه بېل شوي دي، که څه هم اجدادي پان ښايي له هغو دالانونو څخه په ګټې اخیستنې چې اوس نه‌شته د سیند په ټولو برخو کې خورا وي. د پان لومړني پاتې‌شونې په ۲۰۰۵ کال کې د منځني [1]پلیستوسن (د شامپانزو او بونوبوګانو تر بېل‌والي وروسته) په کینیا کې د انسان له لومړنیو فسیلونو سره یوځای ترلاسه شوي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د A. Zihlman په وینا د بونوبو د بدن تناسبات ډېر زیات استرالوپیتکوس (د اوسنیو انسانانو اجداد) ته ورته دي. د استرالیايي تکاملي ژونپوه ګړي کلارک او ماسیج هنبړګ په وینا، د انسانانو نیکونه بونوبو ته له ورته پړاو څخه تېر شوي چې د تريخ چلند کموالی او اناتومیکي بدلونونه په‌کې شاملېږي لکه په اردي‌کپي رامېډ (د انسانانو ورک شوی ډول) کې. [۲۵][۲۶][۲۷]

د بونوبو د جینوم د پرلپسې‌والې او راټوليدنې په اړه لومړني رسمي انتشارات د ۲۰۱۲ کال په جون کې خپاره شول. له لایپزیک له ژوبڼ څخه د یوې ښځينه بونوبو جینوم لهEMBL  (د مالیکولي بیولوژي اروپایی لابراتوار) سره په سلا له AJFE01000000 ثبت شمېرې سره د نیکلوتایدي پرلپسې‌والې د نړوالې همکارۍ ډېټابېس (DDBJ/EMBL/GenBank) ته وسپارل شو، البته وروسته له هغې چې د انساني جینوم د څېړنو د ملي بنسټ له‌خوا له مخکې تجزیه کړای شو او یاد بنسټ دا تایید کړه چې د بونوبو جینوم د شامپانزې تر جینوم ۰.۴ سلنه متفاوت دی.  [۲۸][۲۹]

جنتیک او جنومیک سمول

له انسانانو او نورو بیزوګانو سره د بونوبوګانو اړیکې د هغوی د جینونو یا ټول جینوم له پرتلې سره تعینولی شو. حال دا چې د بونوبو لومړنی جینوم په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو، د یوې لوړ کیفته مرجعې جینوم چې یواځې په ۲۰۲۱ کال کې د لاس‌رسي وړ شو. [۳۰][۳۱]

تولنیز نظام سمول

د بونوبو تولنیز نظام په مساوات او سولې نه سکس جورښت اخلي.دوی تر مینځ جګره او خاشېني رفتار ډير لګ لېدل کیږې.او تل د سکس نه د یو جګرې او جنګ، دخپل مینځ نه ورل ته گته اخلي.د دوي تولنیز نظام یا جورښت کې ښځینه یو مهمه رول لرې.ډوډۍ د هغوي مینځ کې تل تقسیم کیږې.او سکس هغوي ته ډیر اهمیت لري.بونوبو د سکس نه د سټري مه شی ، او سلام پر ځای گټه اخلي. هغوي یوازینې ژوندي ځناوران دي چی لکه انسان مختلفه ډولونه د سکس په کې ډود او رواج لري لکه:(د فرانسوي خکولول او لواط[۳۲] او هم نر او هم ښځې ته جنسي تمایل او موخه درلودل[۳۲] . د هغوي تولنه پر مور،باندي استواره ده، او د نارینه بونوبو منزلت د هغوي مور منزلت ته اریکې لري، او دا امکان شته چي ښځینه بونوبو یو کم زورى بونوبو باندي برید او حمله وکرې ولي هغوي حمله لکه معمولي چیمپانزې د هغوي د مینځه ورلو ته نده، او هغونه هم خشن ندې. بونوبوخپل په سر، او د خپل په خوښه د خپل ډوډۍ نورو سره تقسیمه کوي.

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:IUCN2008 Listed as Endangered (EN A4cd v3.1)
  2. (په September 10, 2016 باندې). Beware the Bonds of Female Bonobos. The New York Times.
  3. Muehlenbein MP (2015). Basics in Human Evolution. Elsevier Science. د کتاب پاڼي 114–115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-802652-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Diogo R, Molnar JL, Wood B (April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (1): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Beaune, David (November 2012). "The Ecological Role of the Bonobo. Seed Dispersal Service in Congo Forests". Research Gate. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Staff (په 5 May 2017 باندې). Bonobos May Resemble Humans More Than You Think - A GW researcher examined a great ape species' muscles and found they are more closely related to humans than common chimpanzees.. The George Washington University.
  7. Diogo, Rui; Molnar, Julia L.; Wood, Bernard (4 April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (608): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592. S2CID 256924135 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په September 10, 2016 باندې). Beware the Bonds of Female Bonobos. The New York Times.
  9. Rowe N (1996). Pictural Guide to the Living Primates. West Hampton: Pogonias Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9648825-1-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Herzfeld C (2007). "L'invention du bonobo" (PDF). Bulletin d'Histoire et d'Épistémologie des Sciences de la Vie (په فرانسیسی ژبه کي). 14 (2): 139–162. doi:10.3917/bhesv.142.0139. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Savage-Rumbaugh S, Lewin R (1994). Kanzi: the ape at the brink of the human mind. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-40332-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. de Waal F (2005). Our Inner Ape. Riverhead Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57322-312-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Schwarz E (April 1, 1929). "Das Vorkommen des Schimpansen auf den linken Kongo-Ufer" (PDF). Revue de Zoologie et de Botanique Africaines. 16: 425–426. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 19, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Coolidge Jr HJ (July–September 1933). "Pan paniscus. Pigmy chimpanzee from south of the Congo river". American Journal of Physical Anthropology. 18 (1): 1–59. doi:10.1002/ajpa.1330180113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Coolidge's paper contains a translation of Schwarz's earlier report.
  15. Herzfeld C (2007). "L'invention du bonobo" (PDF). Bulletin d'Histoire et d'Épistémologie des Sciences de la Vie (په فرانسیسی ژبه کي). 14 (2): 139–162. doi:10.3917/bhesv.142.0139. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. de Waal FB (2002). Tree of Origin: What Primate Behavior Can Tell Us About Human Social Evolution. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01004-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. de Waal, Frans (2006). Our Inner Ape. Penguin. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59448-196-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Takahata N, Satta Y, Klein J (October 1995). "Divergence time and population size in the lineage leading to modern humans". Theoretical Population Biology. 48 (2): 198–221. doi:10.1006/tpbi.1995.1026. PMID 7482371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Waterson RH, Lander ES, Wilson RK, et al. (Chimpanzee Sequencing Analysis Consortium) (September 2005). "Initial sequence of the chimpanzee genome and comparison with the human genome". Nature. 437 (7055): 69–87. Bibcode:2005Natur.437...69.. doi:10.1038/nature04072. PMID 16136131. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Staff (په 5 May 2017 باندې). Bonobos May Resemble Humans More Than You Think - A GW researcher examined a great ape species' muscles and found they are more closely related to humans than common chimpanzees.. The George Washington University.
  21. Diogo, Rui; Molnar, Julia L.; Wood, Bernard (4 April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (608): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592. S2CID 256924135 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Won YJ, Hey J (February 2005). "Divergence population genetics of chimpanzees". Molecular Biology and Evolution. 22 (2): 297–307. doi:10.1093/molbev/msi017. PMID 15483319. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Won YJ, Hey J (February 2005). "Divergence population genetics of chimpanzees". Molecular Biology and Evolution. 22 (2): 297–307. doi:10.1093/molbev/msi017. PMID 15483319. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. McBrearty S, Jablonski NG (September 2005). "First fossil chimpanzee". Nature. 437 (7055): 105–8. Bibcode:2005Natur.437..105M. doi:10.1038/nature04008. PMID 16136135. S2CID 4423286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Zihlman AL, Cronin JE, Cramer DL, Sarich VM (October 1978). "Pygmy chimpanzee as a possible prototype for the common ancestor of humans, chimpanzees and gorillas". Nature. 275 (5682): 744–6. Bibcode:1978Natur.275..744Z. doi:10.1038/275744a0. PMID 703839. S2CID 4252525. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Griffith J (2013). "Part 8:4H Humans' development of integration through love-indoctrination and mate selection". Freedom Book 1. WTM Publishing & Communications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74129-011-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Clark G, Henneberg M (2015). "The life history of Ardipithecus ramidus: A heterochronic model of sexual and social maturation". Anthropological Review. 78 (2): 109–132. doi:10.1515/anre-2015-0009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Prüfer K, Munch K, Hellmann I, Akagi K, Miller JR, Walenz B, et al. (June 2012). "The bonobo genome compared with the chimpanzee and human genomes". Nature. 486 (7404): 527–31. Bibcode:2012Natur.486..527P. doi:10.1038/nature11128. PMC 3498939. PMID 22722832. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Karow J (2008-05-13). "Neandertal, bonobo genomes may shed light on human evolution; MPI, 454 preparing drafts". In Sequence. Genome Web. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Prüfer, Kay; Munch, Kasper; Hellmann, Ines; Akagi, Keiko; Miller, Jason R.; Walenz, Brian; Koren, Sergey; Sutton, Granger; Kodira, Chinnappa; Winer, Roger; Knight, James R. (June 2012). "The bonobo genome compared with the chimpanzee and human genomes". Nature. 486 (7404): 527–531. Bibcode:2012Natur.486..527P. doi:10.1038/nature11128. PMC 3498939. PMID 22722832. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Mao, Yafei; Catacchio, Claudia R.; Hillier, LaDeana W.; Porubsky, David; Li, Ruiyang; Sulovari, Arvis; Fernandes, Jason D.; Montinaro, Francesco; Gordon, David S.; Storer, Jessica M.; Haukness, Marina (2021-05-05). "A high-quality bonobo genome refines the analysis of hominid evolution". Nature. 594 (7861): 77–81. Bibcode:2021Natur.594...77M. doi:10.1038/s41586-021-03519-x. PMC 8172381 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33953399 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Frans de Waal, "Bonobo Sex and Society" in Scientific American (March 1995), p. 82ff