د بوران پيدايښت او تاريخچه بورون زرګونه کلونه مخکی پیژندل شویده په یونان کی دمعدنی مرکباتو مربوط د Natrun په نوم چه بغیرله ټولو مالګو دبوران لرونکی هم وو،دبوراکس لعاب په چین کی دمیلاد څخه 300 کال وروسته آماده کیده په روم کی دبورون مرکبا ت دشیشو په تولید کی کارول کیږی .همدارنګه دتبت دصحرا په غرب ساحه کی پیژندل شوی وو اوهغه ته یی د Tincalنوم ورکړوو،چی دانوم دسانسیګریت دژبه څخه اخیستل شوی ده.په 700 ق م کی وروسته له هغه چه ایرانی کیمیا پوه جابرین حیان په خپلو کتابونوکی دبورون په هکله تبصره کولی .غرب هم له دی ماده څخه خبرشو همدارنګه په 13 میلادی پیړی کی مارکوپولوهم دبورون یوڅه مقداردخپل ځان سره ایتالیا ته یووړ.اګریلا هم د1600 کلونو په شاوخواکی دبورون داستفاده په هکله خبرورکړی. په 1777 م کال کی دایتالیه په فلورانس کی بوریک اسید وپیژندل شو چی هغه ته یی Sal sadativum نوم ورکړاوله هغه څخه یی په طب کی استفاده کوله ،دساسولیت لیږ پیداکیدونکی معدن چی دلومړی ځل لپاره دساسوپه منطقه کی دایتالیه کی پیداشو.د1827 م کال څخه تر1872 کال پوری دبورون اصلی منبع اروپاه وو،ولی دهغه څخه وروسته دامریکا معدنونه دهغه ځای ونیول چی کیمیاوی مرکبات یی د1800 م کال ترآخرپوری ډیرکم یافته ووتردی چی (کمپانی پاسفیک ګوست براکس پرانسس ماریون اسمیت ) وکولای شوچی په لیږمصرف زیات بورون لاسته راوړی. ترهغه وخته بورون دیوعنصر په توګه نه پیژندل کیده تردی چه دهامفری دیوی Sirhumphrt davy ژوزوف لیویی ګیلوساګ Gay lussac اولویی ژګ تنارد په 1808 کال کی دا عنصر50% خالص لاسته راوړهغولاسته راغلی ماده دیوعنصرونه پیژندل تردی چی په 1824 م کال کی Jacob brezelius بورون ویوعنصرپه حیث وپیژند .ازکیل وینتروپ W.wentaub امریکایی کیمیا پوه اولین شخص ده چه په 1909 م کال کی دبورون په خالص لاسته راوړلوباندی کامیاب شو.

دجهان ځینی محدود منطقه لکه پیرو،هند،اتالیا،المان،ارژنتاین ،شیلی،روسیه ،چین ،دبورون وړی وړی زخیري لري اوپه مختلفو طریقودبورون لاسته راوړلودپاره کارکوي. المان اوروسیه دسیند داوبودتبخیرڅخه اوهند ،ایتالیا،امریکا،پیرو،ارژنتاین،بورون له درلودمعدنی زخیرو په مستقیم ډول دچینودمعدنی اوګرموابوڅخه چه دبورون یابخار اواتشفشانی ګازونو څخه داماده لاسته راوړی. ترکیه :داهیواد دشپږولویومعدنی زخایروبرسیره 14 نوری ذخیری (بیګادیک ،کشتالیک ،امت،وسعت،قاضی وګیرا) چی مجوعا 677 ملیونه ټنه د70% بورون دجهان تولیدوی اوپه ټوله نړی کی دبورون یولوی څادرونکی هیواد پیژندل شوی دی اوپه امریکاکی دتولیدځای کلفورنیا ده چی دکرامر په منطقه کی 100000 ټنه تخمین شویده چی له دی وجهی امریکا دتورکی څخه وروسته دوهم څادرونکی هیواد پیژندل شویده. داعنصرپه طبیعت کی په خپل اصلی شکل نه پیداکیږی بلکی دمرکب په شکل په بوراکس بوریک اسید اکاربونیت کی وجودلری اوځینی وقت بوریک اسید داتشفشانی چینوپه اوبوکی موندل کیږی. له اقتصادی اړخه دهغه مهمی ذخیری دراسویت اوره معدنی ډبره اوتینکال(دباروکس معدنی ډبره) دي چی دادواړه قسمه دموهاوی په دښته کی په کلفورنیا کی موجوددی چی پدی ځای کی دباروکس مهمه منبع ده خالص بورون په اسانی لاسته نه راځی اولین طریقه دهغه دلاسته راوړلودپاره دهغه داکسیاد کموالی دځینوفلزاتوپه وسیله لکه مګنیزیم یاالمونیموو. مګردامحصول یی همیشه دفلزاتو دبورایتوسره ککړوی له همدی وجی داتعامل یی ډیرزیات دي. دبورون مرکبات په عربي کې د بوراق(Buraq) او د فارسي د بوراه(Burah) او د ترکي د بور(Bor) په نومونو د زرګونو کلونو لپاره پيژندل شوى ؤ.او په پخواني مصر کې په ناتران(Natron) سره پيژندل شوى ؤکوم چې د بوريت او نورې مالګې يي لرلى.د بوراکس ښيښه يي پوخ(Glaze) 300م کال کې په چين کې استعماليده او په پخواني روم کې د بوراکس مرکبات د ښيښې په جوړولو کې استعماليده مګر دا عنصر د نورو مرکباتوڅخه په (1808)م کال کې جدا شو. ترکيه او د امريکا متحده ايالات د نړۍ د بوران زيات توليدونکي هيوادونه دي چې ترکيه د نړۍ(63%) د بوران منابع لري. بوران په طبيعي ډول په ازاد شکل نه پيدا کيږي مګر د بوراکس،بوريک اسيد،کوليمينايټ،کرنايټ،الکسايټ او د بوريت په شکلونو په ترکيبي ډول پيدا کيږي. بوريک اسيد اکثره وخت داورغورځوونکود اوبو په چينو کې پيدا کيږي.الکسايټ د بوريت منرال دى چې په طبيعي ډول(Fiber optic) تار ډوله معلوميږي.په اقتصادي ډول يي مهمې منابع د کاليفورنياد Mojave desert اود مرکزي او غربي ترکيي برخې دي. د بورون انتي بيوتيک مرکبات بورومايسين دى چې دStreptomyce څخه جلا شوى دى.په 1989م کال کې د بوران په غذايي ارزښت باندې د متحده ايالاتود زراعت په ډيپارټمنټ کې بحث او خبرې وشوى. د متحده ايالاتود صحت قومي ادارې رانقل کړي دي چې انسان بايد په عادي حالت کې په غذايي رژيم کې 2.1-4.3mg/kg د بدن وزن بوران واخلي. بوران د(1910) م کال څخه را په ديخوا دنباتاتود يو ضروري عنصر په توګه ثابت شوى دى او ددې د ضرورت راپور د وارنګستن او سانر او لپسن پواسطه ورکړل شوى دى.


بورون


بورون د هغه عناصرو د ډلي څخه دى چې په طبيعت کې زيات پيداکيږي د هغې د اندازه د ځمکي په تر کيب کې تقريبآ 6.10-6 ده بورون په 1808م کال کې د دوو مشهورو فرانسوي محقيقينو ګليوساک او لوي تينار له خوا کشف شو د برون تيزابو څخه اوبه خارج کړي او لاس ته راغلي اکسايد يې د فلزي پوتاشيم سره يو ځاي کړ چې د غه لاس ته راغلي ماده چې د لومړنيو موادو سره يې ورته والي نه درلوده علماءو د نوي عنصر د کشف اعلان وکړ يو څه وخت روسته بورون هم B2O3دمذابي د الکتروليت څخه لاس ته راوړه بورون کولاي شي چې نيوترون جذب کړي . 5B + 0n 3Li +2He په همدي سبب بورون لرونکي مواد په هستوي صنعت کې د هستوي عمليو د بطي کولو لپاره د بيولوژيکي دفاع په حيث استعماليږي او د بورون دغه مرکبات په طبيعت کې پيداکيږي بوريک اسيد H3BO3او د هغې مالګې د توليت منرال CaHBiO5 سوديم تترا بوريت Na2B4O7.10


د بورون فزيکي خواص تروسه پوري د بورون دوه التروپي حالتونه وجود لري -1امورف -2کرستل امورف بورون نصواري پودر ډوله بي بويه او بي خونده ماده ده د بريښنا او حرارت ښه هادي نه دى يا په بل عبارت بورون نيمه هادي دى کرستلي بورون د انارو په شان سره کرستلونه چې معين شکل لري ماتيدونکي او سخت دى د يادولو وړده چې بورون ډير زيات د نورو عناصرو سره د يو ځاي کيدو قابليت لري تر اوسه پوري بورون د اجنبي موادو څخه پرته لاسته نه دي راغلي د مخلوطونو ډيره اندازه يې د عنصر په خواصو باندې اغيزه لري د مثال په ډول د کرستلي بورون د ويلي کيدو حرارت د ځيني څيړنو له مخي2075درجو پوري رسيږي اوبيا د نورو له مخي2300 درجوپوري رسيږي


دبورون کيمياوي خواص بورون ارجاع کونکي او هم اکسدايز کونکي خواص لري بورون په هوا کې د اکسيجن سره نه يو ځاي کيږي تر 700درجي سانتي ګراد پوري ګرم شي په هوا کې سوزي او اکسايد جوړوي 4B+3O2 2B2O3 د کوټي په دوخه کې يواځي بورون د فلورين سره تعامل کوي . 2B+3F 2BF3 د 900درجي د سانتي ګراد څخه په لوړه تودوخه کې ناتروجن د بورون سره تعامل کوي او ناترايدونه جوړوي . 2B+N2 2BN

همدارنګه د فلزاتو سره په لوړه تودوخه کې بورون متقابل عمل سرته رسوي په دي حالت کې د فلزاتو بورايدونه تشکيليږي 

3Mg+2B Mg3B2 يخي اوبه په بورون باندې اغيزه نه لري مګر د اوبو بخارات په ٥٥٠درجو د سانتي ګراد او يا د هغي څخه په لوړه تودوخه د بورون سره تعامل کوي او هايدروجن ازادوي B2O3+3H22B+3H2O


د ګوګړو او ښوري غليظ تيزابونه بورون اکسيدايز کوي او بوريک اسيد جوړوي B+3HNO3 2H3BO3+3NO2

    2B+3H2SO4                                2H3BO3 +   3SO2

ويلي شوي سوديم هايدرواکسايد امورف بورون حلوي او هايدروجن ازادوي مګر کرستلي بورون په يو څه تغير سره يعني تقريبآ په ٥٠٠درجي د سانتي ګراد کې دغه تعامل سرته رسيږي 2Na3BO3+3H22B + 6NaOH امورف بورون په ډير ورو سره د ګرمو غليظو القلي محلولونو سره تعامل کوي هايدروجن ازاديږي او ميتا بوريت محلول جوړوي 2NaBO2+3H2 2B+2NaOH+2H2O کرستلي بورون د القلي ګانو د اغيزي په مقابل کې مقاوم دى يواځي القلي مذابه د اکسيدايز کونکي په موجوديت په کرستلي بورون اغيزه کوي 2B+6KOH 2KBO2+2H2O+3H2 کاربن ډاي اکسايد او سليکان ډاي اکسايد د امورف بورون سره د حرارت په موجوديت کې تعامل کوي په ترتيب سره کاربن او سليکان رسوب کوي 4B+3CO2 2B2O3+3C 4B+3SiO2 2B2O3+3Si بورون په اسانۍ د هايدروجن سره تعامل نه کوي مګر Mg3B2او HClرقيقو محلولونو د تعامل به نتیجه کې بورون هايدرايدونه ياد بورانونو مخلوط لاسته راځي چې B10H11 B6H10 , B5H11 B4H10 , B2H6 لري + Mg3B2 +HCl B2H6 که فشار ښکته کړو دغه مخلوط کولاي شو د تقطير په واسطه جلا کړو د بلي خوا د بورانونو خروج د دي تعامل په واسطه لږ دى (ځکه چې دوې د اوبو سره تعامل کوي H3BO3او H2ورکوي) او د دوي جلا کول ډير مشکل دي له دې امله د بورانونو سنتيز لپاره معمولآ نور تعاملات استعمالوي چې په غيري عادي محيطونو او غازي فاز کې جريان لري 3NaBH4+4BF3 2B2H6+3NaBF4 6H2 (g) +2BCl3 (g) B2H6 (g) +6HCl (g) د بورن په اتوم کې د SP2او SP3هايبريديزيشن وجود لري د بورون عنصر په وروستي الکتروني قشر کې د الکترونونو کمبود (Electrondeficient)وجودلري د هايدروجن اتومونه چې د هغې له لارې د بورون دوه اتومونه سره وصليږي د هايدروجني پل (Hydrogendridge) په نوم ياديږي رسم کې د هايدروجن لرونکې اتومونه د بورون سره د منقطع خط په واسطه وصل دي برسيره په دي د هايدروجن د پل لرونکي اتومونو سطحه چې د بورون اتومونه په کې واقع دي عمود ده د هايدروجن لرونکې اتومونه دوه پل لرونکې رابطي جوړوي د رسم څخه څرګنده ده چې د B2H6په ماليکول کې د اتومونو تر منځ 8رابطي دي چې د14الکترونونو پرځاي 12الکترونونه لري دا له دې سببه ده چې هايدروجن هر پل لرونکي اتوم بورون د دوو اتومونو سره کولاي شي دوه الکتروني دوه مرکزه رابطه B…….H…….Bجوړوي دوه مرکزه رابطه جوړه کړي د اخيرنۍ رابطي په جوړيدو سره ممکنه ده چې د بورون د دوه اتومونو د SP3هايبريد اربيتالونه د هايدروجن د S اربيتال وپوښي دد غه لاندې رسم مطابق


څرنګه چه د پل لرونکو رآبطو B-----H----B د غازي حالت له مخي هغه کله کله د کيلي ډوله رابطي په نوم ياديږي په هغي کي دوه الکترونونه (يو د هايدروجن اتوم او بل د برون د اتوم څخه برخه اخلي) چه دري مرکزه (دوه د برون او يو د هايدروجن اتوم جوړوي) په همدى ډول په کيله ډوله رابطه کي د الکترونونو کمبود ليدل کيږي.


د نورو برآنونو په ماليکولونو کي برسيره په يو مرکزه اړيکو B-H آو دري مرکزه اړيکو B………H…….B همدآرنګه B-B هم مينځ ته رآځي په لاندي ډول B2H6 او B4H10 ساختماني فارمولونه ښودل شوي دي



B4H10(BH3+B2H4+BH3) (B2H6(BH3+BH3 د ډاي بوران B2H6قوي احيا کونکي دى چې په هوا کې په خپل سر سوزي B2H6+3O2 B2O3+3H2O بوران په اسانۍ سره د اوبوپه واسطه باندې هايدروليز کيږي بوريک اسيد او هايدروجنجوړوي6H2O 2H3BO3+6H2B2O3+ ډاي بوران د بورلرونکو عضوي مرکبونو د سنتيز لپار د يو نيور سل د مادي په ډول په زياته اندازه استعماليږي زياتره بورانونه ډير زهري مواد دې څرنګه چې بورانونه او ده هغې مرکبونه د هايدروکاربونو سره نژديوالي لري يو له دي امله دغه مرکبونه په زياته اندازه د راکټ د محروق په ډول کارول کيږي د ډاي بوران د احتراق تودوخه 18کالوري في ګرام د ه (۳م م ـ۷۴، ۸۲، ۱۱۰) دبورون ایزوتوپونه

دبورون ایزوتوپونه په طبیعی شکل په طبیعت کی وجودلری B10,B11 مګر۱۹،۷٪ اولی او۸۰،۲۲٪ دوهمی ځانته ځانکړی کړی دی کرستلی بلورمانند په لوړه فیصدی تتراکلورایداوتترابروماید ترکیب څخه دحرارت په واسطه تولیدیږی بی شکله اوناخالص بورمونه قهوه یی مایل توررنګ لری اودپوډرپه شکل وجودلری .چی کولوی شودګرمولوپه واسطه دمګنیزیم تتراوکساید پوډرپه لاس راځی خالص بورون په تجارت کی ۹۹،۹۹۹٪ دلاس رسی وړده.بورون ضعیف برقی جریان لری اوپه لوړه درجه دحرارت کی ښه هادی ده       

بورون اکسجن سره نسبت زیات میلان لری هیڅکله په خالص شکل نشته بلکه همیشه دمرکب په شکل دبوریک اسیداودهغه دتیزابی مربوطه مالګوکی پیداکیږی. Keranit (Na2B11O7.4H2O ) Borx (Na2B4O7.10H2O ) په ابتداکی بورون اوکساید دارجاع پواسطه سودیم سره یاپوتاشیم یااوسپنی سره په لاس راځی B2O3+2Fe=2B+Fe2O3 دغه طرزالعمل یوامورف الوتروپ بورون راکوی چی معمولا ارجاع کونکوبورایدونو سره وی بورایدونه معمولادرقیق اسید دمینځلو په وسیله لری کیږی .ولی نن ورځ تخنیکی بورون د(B2O3 )دمرکب دارجاع څخه دمګنیزیم پواسطه تولیدیږی

دبورون اکسیدشن درجه بورون په اکثره مرکباتوکی د+۳ اکسیدیشن نمبر(B2O3,B4O7,H3BO3, او‌Bn )عمل کوی . په طبیعت کی دبورون موجودیت: بورون دځمکی په کره کی 1.10-3% یا 0,001% موجود دی بورون په ازادحالت په طبیعت کی نه پیداکیږی اودمالګی په ډول دمګنیزیم عنصراوکلسیم په تیزا بوکی اوپولی بوریک اسید n(H2O)n(B2O3 )اوپه هلایدونوکی پیداکیږی دځمکی پرمخ دبورون عنصرنسبت کم پیداکیږی دبورون تجارتی زخیره تقریبالس میلیونه ټنه ده اوترکیه امریکادبورون لوی تولید کونکی هیوادونه په جهان کی دی یواځی ترکیه دنړی ۷۲ فیصد زیرمی لری د بورون استحصال تخينکي بورون د مګنيزيم ترمي طريقي په واسطه د بور انهايدرايد B2O3دارجاع څخه لاس ته راوړي 3Mg+B2O3 3MgO+2B دغه تعامل اګزوترميک دى ددي تعامل په نتيجه امورف بورون لاسته راځي مګنيزيم اکسايد د مالګو تيزابو د انحلال په اثر جلا کوي او د تعامل محصولات د سوديم هايدرواکسايد اوو روسته يې هايدروجن فلورايد په واسطه مينځي خالص کرستلي بورون د هايدروجن په واسطه د هلايدونو د احيا څخه لاسته راوړي 6HBr+2B 2BBr3+3H2 د دغي طريقي په واسطه خالص بورون لاسته راځي نا خالص بورون د پوتاشيم فلوروبوريت (KBF4) د حرارت ورکولو څخه د سوديم يا پو تاشيم سره يو ځاي کولاي شو چې لاسته راوړو .

 KBF4+3K                        4KF+B                                                

بورن مرکبات ١ د بورون کسايد B2O3: په طبيعت په ازاد حالت نه پيدا کيږي د ظاهري شکل له مخي B2O3ښيښه ډوله ګيګروسکوپي ماده ده په اوبوکې حل کيږي او بوريک اسيد جوړوي B2O3+3H2O 2H3BO3 B2O3په څو مو‌ديفکيشنونو پيدا کيږي د برون فلزي مرکبونه يا بورانونه: زياتره فلزات د سنتيز د شرايطو په نظر کې نيولو سره مختلف ترکيب لرونکي بورايدونه جوړوي M4B , M2B , M3B4 , MB2 , MB6 د کروم لپاره لاندې معلوم دي Cr4B , Cr2B , Cr5B3 , Cr3B4 , CrB2 د بورايدونو جوړښت د بورون د مقدار د زياتوالي له مخي ډير زيات تغير کوي . برون تراي هلايدونه: د بورون مرکبونه د ټولو هلوجنونو سره چې د (BHCl3) فورمول لرونکې او مثلثي شکل لري چې د بورون اتوم يې په مرکز کې واقع دي په دي حالت کې د بورن اتوم دSP2هايبريديزيشن لرونکې دى بورون د هلآيدونو فزيکي حالت د غاز (BF3)څخه تر جامد(BI3) پوري د مايع حالت (Bcl3او BBr3) له لاري تغير کوي د دوي ثبات د فلورين څخه تر ايوډين پوري تغير کوې د بورون ټول هلايدونه د لويس د تيزابو څخه عبارت دي دوي د لويس د زياتو قلوياتو سره په اسانۍ تعامل کوي لکه اوبه ، امينونه ، الکول ، F- ايونه سره د تعامل په اثر BF-4ايون جوړوي BF3دنورو هلايدونو په خلاف قسمآ هيدروليز کيږي. BF3+6H2O 3H3O+3BF-4+H3BO3 BF-4+H2O [BF3OH-]+HF BCl3 او BBr3په بشپړ ډول د اوبو په واسطه هايدروليز کيږي بوريک اسيد ورکوي چې د ليويس د قوي تيزابوخصوصيت مشخص کوي BCl3+3H2O H3BO3+3HCl دبورون د هلايدونو د هادروليز تعاملات غيري رجعي دي د امونيا د تعامل په اثر د B N رابطه د دونر اکسپتور د ميکانيزم په اساس منځ ته راشي

څنګه چې د بورون بنيادي مرکبونه (B2O3, B2H6) د تيزابونو څخه عبارت دي د قلوياتو سره د تعامل له امله عادي انيوني کمپلکسونه منځ ته راځي 2NaOH + B2O3 2NaBO2 + H2O 2LiH (BH3)2 2Li [BH4] NaOH + BF3 Na [BF3H]


اورتو بوريک اسيد يا بوريک اسيد (H3BO3) دغه ماده په طبيعت کې پيدا کيږي کولاي شو چې د سوديم تترا بوريت ( Na2B4O7) د گرم محلول او د تيزابو د تعامل څخه لاسته راوړو . Na2B4O7 + H2SO4 +5H2O H3BO3+Na2SO4 Na2B4O7 + 2HCl + 5H2O 4H3BO3 + 2NaCl د بوريک اسيد د محلول د سړولو په واسطه د دوهم ځل لپاره کرستل کيږي ځکه چې نومړي مرکب په يخو اوبو کې کم حل کيږي بوريک اسيد د ډيرو ضعيفو تيزابو له جملي څخه دى آن دا چې د کاربونيک اسيد او هايدروجن سلفايد څخه هم ضعيف دي بوريک اسيد د تودوخي ورکولو په واسطه اوبه د لاسه ورکوي چې لومړي په ميتا بوريک اسيد ( HBO2) او روسته په بورانهايدرايد )B2O3) بدليـږي . 2H3BO3 2HBO2 B2O3


سوديم تترا بوريت بوريکس NaB4O7(Borax) بوريک کولاي شو چې په لاندې ډول وليکو 2NaBO2. B2O3بوريکس کيداي شي چې د بوريک اسيد او سوديم هادروکسايد د تعامل څخه لاسته راشي. 4H3BO3 + 2NaOH Na2B4O2 + 7H2O بوريکس د حرارت ورکولو په واسطه خپلي کرستلي اوبه له لاسه ورکوي او ويلي کيږي د ويلي کيدو په حالت کې د مختلفو فلزاتو اکسايدونه حلوي او ميتا بوريک اسيد دوه ګوني (مضاعفي ) مالګي جوړوي چې د هغوي اکثريت رنګه وي يا په بل عبارت د رنګه ښيښي څخه عبارت دى . Na2B4O7 (Na2O.2B2O3)+ CaO 2NaBO2.CO (BO2)2 Na2O. 2B2O3 + CuO 2NaBO2.Cu(BO2) دغه تعاملات څرګندوي چې بوريکس د فلزاتو د سطحي څخه د جلا کولو قابليت لري له دي کبله بوريکس اکثرآ په ولډنګ کارۍ کې د فليوکس په ډول استعمالوي . د بورون نايترايدونه : د حرارت په لوړه درجه کې د بورون د ناتروجن اويا امونيا B203 تعامل کوي او بورناترايد تشکيلوي د بورون نايترايد2(BN) چې د پوليمير په شکل وي يو بي رنګه ماده ده او حرارت په مقابل کې مقاومه ، غيري فعاله او بريښنا هادي نه ده ذکر شوي ماده د ګرافيت په قسم هګزاګونال جوړښت لري چې په لوړ فشار او درجه د حرارت کې د الماس په څير مکعبي جوړښت خپل ځان ته غوره کوي چې په دي صورت د شکل نيولو اتومونه تترايدريک ينعي SP3 شکل نسي نوموړي ماده د بورازون په نوم يادوي چې تر 2000C0 ثابت وي او د تيزابونو ، قلويو ، او نورو مرکباتو په مقابل کې مقاوم وي يو د جالبو مرکباتو څخه چې B-N رابطه په هغه کې موجوده ده د بورازولB3N3H6 مرکب دي چې د غيري عضوي بينزين په نوم هم ياديږي دا ماده د مايع حالت بوي او د انحلاليت د قابلت په اساس د بينزين سره مشابه دى توپير د هغه د بينزين سره په قطبي والي او کيمياوي فعالوالي کې دى چې په هوا کې اکسيدي کيږي او د اوبو سره په سستۍ تعامل کوي B3N3H6 +15 4 O2 + 3 2 H2O 3H3BO3+ 3 2 N2

 د بورازول څخه د راکټونو د سونګ د موادو په حيث ګټه اخيستل کيږي 

(٥ م م – ١١٤-١١٥)


بورون او د هغه د مرکبونو استعمال:

بورون د ژوندانه د ډيرو مهمو عناصرو د جملي څخه دى   ,Mo,Cu,Mn,او Zn سره يو ځا ي هغه د پيځو مهمو نايترو عناصرو د جملي څخه دى بورون په الياژونو کې د علاوه کونکې په توګه استعماليږي چې د هغوې مقاومت د حرارت او د استهلاک په مقابل کې زياتوي همدارنګه بورون د ځنو محصولاتو د سطحو په جوړښت کې وجود لري يا په بل عبارت د بورون په واسطه يې  سطحه کلکوي د بورون د اتوم هسته د نيترونونو د جذب لويه قاعده لري له دي سببه د بورون څخه د نيوترونونو د فاع او د اتومي رياکتورونو د کنترولونکو جوړښتونو کې بورلرونکې فولاد استعمالوي بوريتونه د زياتو مينځونکو موادو په ترکيب کې برخه لري B2O3 د يو شمير شيرو ضروری جوړونکې جز دى )د حرارت په مقابل کې مقاوم او  کيمياوي مقاومو ښيښو) په ترکيب کې برخه لري او د لابراتواري لوښو د جوړولو لپاره استعماليږي بوريکس د کود په توګه استعماليږي ځکه د بورون کم مقدار د نباتاتو لپاره ضرور شميرل کيږي د Ti,V,Cr,Zr,Nb,Hf,Taبورايدونه چې ترکيب يې د EB2   اوMO2B5 دى چې د ويلي کيدو تودو خه يې د 2100 – 3250 C0 ده او د اور په مقابل کې د راز راز مقاومو پرزو د جوړولو لپاره استعماليږي .

دبورون تاثیردانسان په روغتیاباندی بوریوداسی عنصرده چی دکیمیاوی پروژوداستعمالولوسره په چاپیریال کی تولیدیږی انسانان دبورکیمیاوی عنصرپه سبزیجاتو،میوو،اوبواودمصرفی محصولاتوله لاری لاسته راځی دماهی دغوښی خوډل په بدن کی دبوردغلظت دزیاتیدوعوامل ګرځی ځکه چی بوراکثرادژوندیوموجوداتوکی زخیره کیږی. کله چی انسان یاحیوان ډیرزیات مقداربورپه یوطولانی موده کی دخپلوخوډلوله لاری جزبوی .اودهغه دتولیداندامونه لکه دمذکرجنس ترتاثیرلاندی راځی اوکله چی مونث جنس دخپل حامله ګی په دوران کی زیات مقداربورجزب کړی دنوی زیږیدل شوی موجودزیږدل مشکل سره مخامخ کیږی اوامکان لری چی دخپل وخت نه واوړی اویاهم بیخی ناقص موجودوزیږوی .اوهمدارنګه کله چی انسان دبورون غازتنفس کړی داوریدلوپه سیستم کی مشکلات منځته راوړی .اوکله چی سړی داسی یوخواړه وخوریو چی زیات مقداربورون ولری دبورغلظت دهغه په بدن کی دیرزیاتیږی اوډیرمشکلات رامنځته کوی لکه دمعدی عفونیت دځیګرعفونیت دکولمواودمغزوعفونیت سبب ګرځی.اوبالاخره دمرګ سبب ګرځی دبورلیږمقدار په غوږونو،ستونی اوسترګوکی مشکلات رامنځته کوی. دبوتاثیردې‎ژوندپه چاپیریال باندی دهوادګډوډیدوپه صورت کی بوراوبواوخاوری ته داخل کیږی اوبورډیرلیږمقداردځمکی لاندی په اوبوکی شتون لری اودښیښی په جوډولو ،احتراق ډبروسکارواودمس په ویلی کولوکی استفاده کیږی .دکیمیاوی سری نه استفاده کول بوردژوندچاپریال ته ننوځی اودهغه بورمقدارچی دانسانی فعالیتونوپه واسطه دژوند په چاپریال کی پیداکیږی کمه ده واښه دبورکیمیاوی عنصردځمکی څخه لاسته راوړی اودانسان یاحیوان داستفاده کولودهغوواښوڅخه دبورون مقدارپه غذایی ځنځیرکی اندازه تیتیږی.اوددبورغلظت دڅښلوپه اوبواوهواکی دومره ډیرنده لکه څرنګه چی په کوم ځای کی چی خلک کاروبارکوی هلته دبورون غلظت زیات وي.

په زراعت کې د بوران ارزښت • بوران د کم مصرفه غذايي عناصرود جملې څخه دى کوم چې د نبات په تغذيه کې مهم رول لوبوي. • يواځې بوران د لږ لګښته غذايي عناصرو د جملى څخه غيرفلزي عنصر دى چې د نباتاتو د ودې اوتوليد لپاره ضروري دى. • د بوران د کموالې او زياتوالې په منځ کې اندازه د نبات او خاورې په سستم کې ډيره کمه ده. • دوه مشيمه نباتات نظر يو مشيمه نباتاتو ته د بوران زيات ضرورت لري. • د بوران ټوله اندازه په خاوره کې د نبات لپاره په Available نه وي موجوده. دکم مصرفه غذايي عناصرو پرابلمونه مشخص وجوهات دي چې د کم مصرفه غذايي عناصرو په موجوديت باندې په خاوره او د نبات په جذب کې تاثير کوي. 1. د لوړ حاصل لرونکو نباتاتود ورايټيو معرفي کول. 2. د عضوي سرو د استعمال کمول. 3. دLeaching اوErosion پواسطه د کم مصرفه غذايي عناصرو ضايع کيدل. 4. دمالګين کيدو او سوډيمې کيدو مشکل. 5. د خاورو Calcareous طبيعت. 6. د مشخصو عناصرو خپلمنځي اړيکې. 7. د خاورې لوړ PH بغير د Mo څخه. دخاورې او نبات په سستم کې د کم مصرفه غذايي عناصرو اندازې

لږ لګښته غذايي عناصر خاوره Plants… ugg-1…. B 0.1--------0.7 3--------60 Mo 0.07-------0.2 1--------10 Zn 0.5--------1.0 5------100 Cu <0.02---- >1.0 2---------5 Fe 2.5--------4.5 10-----100 Mn <1.8----- >1.8 5------500

په خاوره او نبات کې د بوران حالت

تورمالين Tourmaline او بوروسليکيټ کمپلکس د بوران هغه منرالونه دي چې په زياترو خاورو کې پيدا کيږي.د خاورې د ټول بوران زياته اندازه په تورمالين مرکب کې ده.چې دا يو غيرمنحل منرال دى او ددې منرال څخه د بوران ازاديدل ډير بطي دي. په خاوره کې د بوران مجموعي مقدار اندازه 20---200mg/kg ده چې ددې زياته اندازه نباتاتو ته Unavailable وي.او په Availableحالت کې(دګرمواوبومحلول)کې يي اندازه 0.4—5mg/kg او يا د بوران مجموعي اندازه په خاوره کې د 20—200Lb/Acre او يا هم 100PPM—10ده. د بوران هغه شکلونه چرې نبات تهAvailable وي پدې کې عضوي بوريت،د کلشيم او سوډيم پيچلي مرکبات او همدارنګه مختلف عضوي مرکبات چې د نباتاتو او زره بيني موجوداتو د تجزيي څخه لاس ته راغلي وي.د بوران Availabilityد PH په زياتيدو سره کميږي. دا اکثره په Calcareous soils کې په کمه اندازه موجود وي.نباتاتو ته د بوران جذب د ګرمو اوبو د محلول په ليول او د HCl د لاس ته راتلونکو خاورو پورې اړه لري. د بوران زهري حالت د خاورې په ټسټ کې په لاندې جدول کې ښودل شوى دى.نباتات شايدبوران په يوځائ ډول د بوريک اسيد په شکل جذب کړي مګر دا پروسه سمه معلومه نده. Nutrient content mg/kg کم مصرفه عناصر کمه اندازه متوسطه زياته زهري دګـــــــــرمــــــــــــــــــــــــــــــــــو اوبومـــــــــــــــــــحلول B <0.5 0.5—1.0 >1.0 >5 دHCl دستخـــــــــــــــــــراج پواســــــــــــــــــــطه B 0.5 0.5—1 >1 Source: Adapted from Johnson &Fixen (1990:269)

په نباتاتو کې د بوران وظيفې

 بوران د انساجود مناسبى ودى او انکشاف لپاره يو ضروري عنصر دى.  بوران د نباتي حجرو دوام او مقاومت زياتوي او همدارنګه د نباتاتو په تکثري مرحله کې برخه اخلي.  دحجروي غشاَ د لارې دکاربوهايدريت انتقال اسانوي.  دنورو نباتي غذاګانو په حل کيدو او ميتابوليزم تاثير کوي.  د بوران کموالې په نباتاتو کې د نشايستې اوشکرى په توليد تاثير کوي.  د بوران غير کافي اندازه په نبات کې د نيوکليک اسيد ميتابوليزم ګډوډوي.  د شکرې او نشايستې په منځ کې توازن ساتي.  دګرده افشانۍ اودتخم دتوليدلپاره ضروري عنصر دى.  دنارمل حجروي ويش،دنايتروجن ميتابوليزم اود پروتين جوړيدولپاره مهم دى.  دحجروي ديوال دصحيح جوړيدو لپاره ډير مهم دى.  د حجروي غشاد ښې وظيفې لپاره ضروري دى او همدارنګه د پوتاشيم په انتقال کې چې د حجرې دداخلي اوبوبيلانس او کنترول وظيفه په غاړه لري رول لوبوي.  بوران ښايي د لګنين د جوړيدو لپاره ضروري وي.  بوران ښايي دATP په جوړيدو کې مهم رول ولوبوي.  کلوروپلاستونه په زياته اندازه بوران لري.



په خاوره کې د بوران شکلونه

1. منرالي بوران.........................…...................Mineral boron 2. په خارجي سطحه جذب شوى بوران...............Observed boron 3. په عضوي ډول مغلق بوران.......Organically Complex boron 4. په اوبو کې حليدونکى بوران................Water soluble boron په خاوره او نبات کې د بوران غلظت د بوران غلظت په لاندې جدول کې ښودل شوى دى. کمه اندازه متوسطه زياته زهري خاوره Ugg-1 <0.5 0.5—1.0 >1.0 >5.0 نبات Ugg-1 <15 11—100 100-200 >200 Source: Rashid et al. (1996).

هغه فکتورونه چې د بوران په موجوديت تاثير کوي

1. PH:لوړ PH د بوران موجوديت کموي او ټيټ PH د بوران موجوديت زياتوي. 2. Leaching condition: دمينځلو حالت:دغټوزراتولرونکى

       او زيات اورښت شايدددې سبب شي چې په موقتي ډول په خاوره                    کې د بوران کموالى رامنځته کړي.

3. کم عضوي مواد: عضوي مواد د بدن او نورو غذايي عناصرو ساتونکي دي. 4. کم رطوبت:د بوران اخيستنه داوبوپه جذب پورې اړه لري.نوځکه وچکالي د بوران جذب کموي.همدا رنګه د بوران کموالى د ريښووده هم کموي چه په نتيجه کى په نبا ت باندي دبوران فشار دوه چنده کيږي. 5. دخاورى دCa:Bبلانس:بعضى عملياتودا ښودلى ده چه په خاوره کى د کلسيم زياته اندازه چې د خاورې PH پورې اړه نلري د بوران د بوران اخيستل کمولى شي.که څه هم په زياتو حالاتو کې د خاورې د Ca زياته اندازه د خاورې د لوړ PH سره يوځاى وي او د PH تاثير پرې زيات وي.په بعضى حالاتو کې د بوران د زهريت په صورت کې د هغې د لرى کولو لپاره د منحلCa استعمال د بوران زهريت ختموي. 6. دK:B بلانس:د پوتاشيم زياته اندازه بعضى وخت د جوارو حاصل کموي که چيرته بوران محدود وي. 7. دZn:B او P بلانس:په وربشو باندې تجربو ښودلى ده چې د Zn په استعمال سره د بوران راټوليدنه کميږي.او د فاسفورس زياته اندازه استعمال د بوران راټوليدنه زياتوي. 8. دنايتروجن فشار:دنايتروجن کمه اندازه شتوالى د نبات قوت کموي پداسې حال کې چې ددې قابل به نه وي چې نور غذايي مواد واخلي .دا کار شايد د بوران په اخيستنه هم تاثير وکړي. هغه حالات چې د بوران کموالى رامنځته کوي  وچ موسم.  د رڼا زيات شدت.  د اسيدي خاورو قلوي کيدل.  داوبخور په اوبو کې په زياته اندازه کلسيم.  په دوامداره توګه د هغه نباتاتو کرل چې د خاورى څخه بوران کموي.  هغه ساحى چې د زيات اورښت لپاره برابرى وي. د بوران د کموالي علايم بوران نبات ته Immobileعنصر دى نوپدى خاطرد بوران د کموالي نښې لومړى د نبات په لومړنۍ وده ايزه برخه کې ښکاره کيږي.کوچنۍ پاڼى خپل شکل ته تغير ورکوي غونجيږي،پيړيږي او تور رنګه ابي شين رنګ غوره کوي او شايد د پاڼو د رګونو په منځ کې غيرعادي chlorosis رامنځته کړي.پاڼى او تنى يي ژر ماتيدونکى او کړسنده ګرځي او د تبخير مخنيوى کوي .که د بوران کموالى دوام پيدا کړي د نبات پورتنۍ وده ايزه برخه مړه کيږي اودګلانواو ميوؤ جوړيدل خرابيږي او نه جوړيږي.ميوې يي ډيرې کوچنۍ پاتې کيږي او کيفيت يي خرابيږي.اوهمدارنګه ريښې يي سريښناکه معلوميږي پيړيږي او د Necrotic نښى پکى ليدل کيږي .يعنى انساج يي مړه کيږي اود ريښو انکشاف يي متاثره کيږي.دنبات تنې چاودلې معلوميږي. په چغندرو کې د بوران د کموالي نښه Crown & heart rotده.ځوانى پاڼى يي تاويږي او د ودې مخه يي نيول کيږي او نصواري رنګه يا تور رنګه ګرځي په نتيجه کې داخلي پاڼى متاثره کيږي او وده ايزه برخه مړه کيږي.زړى پانى کړسنده او Chlorosis پکې رامنځته کيږي. داغ لرونکې سطحه پکې انکشاف کوي او کارک ډوله جوړښت پکى منځته راځي.لکه په ټماټر،ګلپي،ستروس او مڼو کې.د شوتلوپورتنۍ پاڼى سور رنګه معلوميږي.او په رشقه کې په ځوانو پاڼو کېChlorosis رامنځته کيږي.په رشقه او شوتلو دواړو کې پورتنى بند لنډوي او نوى وده کوونکې پاڼې تاؤ راتاؤ وي.پنبه شايد وريښمينه وده ولري او دپورتنۍ برخې وده يي کمه وي.جوار شايد په پاڼو کې کومې نښې ونلري مګر د ګردى تيوب خپله وظيفه صحيح نشي اجرا کولاى دا ددې سبب ګرځي چې ګرده افشاني نشي او په نتيجه کې داسې وږي لاس ته راځي چې تشې دانې ولري.


       دبوران کموالي علايم په لاندې جدول کې ښودل شوي .

نباتات مشخص علايم رشقه


شوتله


جوار

پنبه


انګور

شړشم

ممپلي


باجره


سائبين


چغندر



لمرګلى


تمباکو

غنم پورتنۍ برخه يي زخمي کيږي،مړه کيږي او کم ګلان او کمزوري پلي لري او پورتنۍ برخه يي زيړيږي.

تنه ،رنګ او وده يي بيکاره وي،ګلان او تخمونه يي کميږي.او پاڼې يي تاويږي،مړاوې او کړسنده کيږي.

اوږدې او اوبلنې ليکې پکى راښکاره کيږي او بيا سپينيږي او وده کوونکى برخه يي مړه کيږي. د چاودلي ځاى څخه يي تور رنګه مايع راوځي.د غوزې داخلي برخه يي بى رنګه کيږي او غوزه يي نيمه سپړيدلې وي.

دانګورو مرکزي ساقه يي له منځه ځي.

پاڼې يي خرابيږي اود تخمونو سرونه او يا يوه برخه يي توريږي.

دممپلو په مرکزي برخه کې توره خالي منځه ساحه ليدل کيږي.

پاڼې يي نرۍ او خړرنګه معلوميږي.او اوبلنى او شفافه ليکى پکې ليدل کيږي.اودتخم سرونه يي ډک نه وي.

په پاڼوکې يي داغونه رامنځته کيږي.پاڼى يي تاويږي او بيا دا نښې له منځه ځي.ګلان نه نيسي او ريښې يي وده نه کوي.


د چغندرو پاڼى زيړيږي يا وچيږي او د پاڼو مرکزي رګ يي کلکيږي.داخلي انساج يي بې رنګه او نصواري کيږي.او د Crown برخه يي خوسا کيږي.

د لمرګلي پاڼى مړاوى کيږي.اودPeduncle دکمزوروالي له امله يي په غير عادي ډول څوکې راغونجيږي.

د تمباکو پاڼو غونجيږي اود پنډک شکل يي تغير کوي.

دغنموسرونه تاويږي.او په پاڼوکېChlorosis رامنځته کيږي.


د بوران د کموالي د علايمونومونه په لاندې ډول دي.  په چغندرو کېHeart rot  په مڼو کېDrough spot or Internal cork  په رشقه کې Yellow top  په ټيپرو کې Brown rot heart or Water core  په تمباکو کې Top sickness






دبوران کمبود سره د نباتاتو حساسيت

د بوران سره د مختلفو نباتاتو حساسيت فرق کوي چې په لاندې ډول ښودل شوي دي. د بوران د کموالي سره د نباتاتو حساسيت کم حساسيت لرونکي نباتات متوسط حساسيت لرونکي نباتات زيات حساسيت لرونکي نباتات وربشى،باجره،لوبيا سائبين،ستروس،غنم، سنډ،سټرابري، جوار، ګدن،نخود، وريجې، کچالو کرم،مولۍ ،ګازرې، پالک،ګيلاس،پنبه، خواږه کچالو،انګور تمباکو،ممپلي،ټماټر، کاهو،زيتون، شفتالو، ناک. رشقه ، مڼه شوتله ، ګلپي مثور، ګلاب چغندر، ټيپر لمرګلى Source:Lucas & Knezek(1972:267).Keren and Binghan(1985:262)

د بوران د کمبود اصلاح بوراکس او سوډيم تترابوريت عامې استعماليدونکى سرې دي.او همدارنګه بوريک اسيد هم په خاوره او هم د پاڼوپه سطحه دSpray په ډول استعماليږي. په ډيرو ځايونو کې چې د ډبرو سکاره سوځي نو يوه زياته اندازه بوران هوا ته ازاديږي.او کله چې باران شروع شي دا بوران بيا ځمکى ته راښکته کيږي دبوران د سمون لپاره بايد کيمياوي بوران لرونکى سرې خاورو ته واچول شي.بوراکس(Na2B4O7.10H2O)د بوران ښه کيمياوي سره ده.بوراکس چې د سوديم بوريت څخه عبارت دى په سلو کې 10.6برخې بوران لري.او ډيره استعماليږي.څرنګه چې نوموړى سره د اوبو پواسطه د خاورى څخه مينځل کيږي .نو کله کله بيا نوموړى سرې سره شيشه ئي مواد يوځاى کوي تر څو چې خپل حليدل کم کړي.او د نبات د زياتې ګټې سبب شي.او همدارنګه بوريک اسيد د محلول په ډول د بوران د لږوالي په وکې د پاڼو په سر شيندل کيږي.سوډيم بوريت هغه سره ده چې په سلو کې 14.28برخې بوران او سالبور په سلو کې 20.5برخې بوران لري. لدوګايټ(Mg2FeBO5)، رنايت(Na2B4O7.4H2O) ،کولمنايت(Ca2B6O11.5H2O) ، الکسايت(NaCaB5O9.8H2O) ، مګنيزيم بوريت (Mg3(BO3)2) ،او تورمالين(H4NaMg3B3Al6Si166O31) دبوران د منرالونو جملې څخه دي. د بوران نارمل استعمال2Kg B/h دى.د بوران د کموالي او زهريت په منځ کې اندازه ډيره کمه ده نو په زيات دوز سره د بوران استعمال په اسانۍ سره د نباتاتو وده زيانمنولاى شي.نو پدې خاطر چې د بوران مناسب دوز استعمال شي او په منظم ډول تقسيم شي زياتې توجه ته اړتيا لري. د بوران هغه سرې چې په زياته اندازه استعماليږي. منبع ئي فارمول ئي دبوران % Borax Na2B4O7.10H2O 11 Boric acid H3BO3 17 Sodium tetra borate Na2B4O7.5H2O Na2B4O7 14 20 Solubor Na2B4O7 20 Colemanite Na2B6O11.5H2O 20 Source: Murphy &Walsh (1972)



د بوران د استعمال سپارښت شوې اندازه

دپاشان(Broadcast) په ډول د بوران اندازه 1-3Lb/acre ده.او په قطارونو کې د بوران اندازه نده سپارښت شوې.او په پاڼو باندې د دبوران استعمال سپارښت شوى دى. 0.10-0.25Lb/acre دلاندې څو دلايلو په اساس د بوران استعمال د Broadcastطريقې ته ترجيح ورکړل شوى ده. 1. دقطارونو په منځ کې د بوران استعمال د ناانډولۍ خطر زيات لري. 2. بوران په خاوره کې غيرمتحرک دى اود Broadcast په ډول يي نبات ته رسول ډير مؤثر دي. 3. Broadcast په ډول دبوران استعمال د پاڼود بوران د استعمال په خلاف په فصل کې يي يو ځل استعمال هم کفايت کوي.چې په مناسبه اندازه بوران نبات ته ورسيږي.

نباتات په يوهکتار کې د بوران اندازه په کيلوګرام غلجات 0.5—1.0 ګني 0.5—2.0 پنبه 0.5—02. علوفه ئي نباتات 1.0—4.0 ستروس 1.0—2.0 مڼه 1.0—2.0 لمرګلى 1.0—3.0 کچالو 0.5—1.0 چغندر 1.0—3.0 ټماټر 1.0—1.5 پالک 1.0—2.0 پياز 1.0—2.0 گلپي 1.0—2.0 ټيپر 1.0—3.0 مولۍ 1.0—2.0 Source: Shorrocks (unknown year).

په خاوره کې د بوران استعمال

تکرارونه اندازه ئي پونډ په يو ايکړ ځمکه کې خالص بوران د20% سرې يوکال وروسته 1 5 دوه کاله وروسته 2 10 څلور کاله وروسته 4 20 دبوران استعمال د Drip Irrigation د لارې ښه نتيجه ورکوي.د ښه سستم په معلومولو کې د بوران مساويانه ويش ډير مهم دى.د Drip Irrigation د لارې د سرې د اخيستلو موثريت او د نبات حساسيت يوه پيچلې مساله ده.دهقانانو د بوران ډيرکم مقدار د Drip Irrigation د لارې استعمال کړى دى.بغير ددې څخه چې د انګورو تاکونه زخمي شي.او ښه نتيجه يي ورکړى ده.دانګورو د تاکونو لپاره دDrip Irr دلارې بوران د0.5Solubor Lb/acre څخه زيات نه استعماليږي.او د 2-4 ځلو پورې په کال د پسرلي او اوړي اولو وختونو کې استعماليږي. او د يواستعمال اوبل استعمال تر منځ بايد دوه اوونۍ وخت ولري. ددې لپاره چې د زهريت مخه يي ونيسو په فصل کې بايد2Lb/acre سالوبوراوياهم0.4Lbخالص بوران څخه زيات استعمال نکړو. په پاڼوباندې د سپرى په ډول دبوران استعمال:پدې کې 2-3Lb/acre دمنحل بوران سپرى چې 20%بوران ولري استعماليږي.غلظت ئي بايدد2Lb/100galin څخه زيات نه وي.پدې کېWetting agent بايد استعمال شي.لومړى استعمال بايددغوټۍ کولو څخه2يا3 اوونۍ مخکې استعمال شي. دبوران زهريت په کرنه کې د بوران دضروري مقدار او زياتوالي تر منځ توپيرډيرکم دى او ژر کيداى شي چې د بوران د تغذئي په وخت کې د بوران د زياتوالي اغيزې هم وليدل شي.د مثال په ډول د بوران د قلت په اثرد زياتو کلونو لپاره د بوران سرې استعمال کړو ښايي بوران ته اړ نباتات هم د بوران زياتوالى وښايي.د باطله موادو څخه دجوړ شوي Compost استعمال هم ښايي په نباتاتو کې د بوران زياتوالې رامنځته کړي.دا ډول کمپوست او دنصواري کاربن ايرې ډير بوران لري .نو په همدې دليل د کمپوست د استعمال په وخت کې زيات احتياط پکار دى .د هغو سيمو په کارخانو کې چې نصواري کاربن د اور بلولو لپاره استعمالوي هلته په نباتاتو ناست ګرد هم زيات بوران لري.او دا ښايي زيان رامنځته کړي.په کرنيزو نباتاتو کې د بوران دزياتوالي علايم د پاڼو په څوکو او څنډو کې ليدل کيږي.او په هغې کې Necrosis رامنځته کوي او په عمومي ډول د زړو پاڼو په څوکواو څنډو کېChlorosis رامنځته کيږي.د پاڼو څوکې نصواري کيږي چې بيا په چټکۍ سره د متاثره انساجود مړينى سبب ګرځي.او پهArid region کې د بوران زياتوالى ډير ليدل کيږي .چې مالګينې سوډيمي خاورې ددې يو مثال دى.دسمندرونو د څنډو رسوبي خاورو کې هم د بوران زهريت زيات ليدل کيږي او هم په هغه خاورو کې چې په زيات بوران لرونکو اوبو سره خړوبيږي د بوران زياتوالى ليدل کيږي.او که په بى پروائي سره د بوران لرونکې سرې استعمال شي د بوران دزياتوالي سبب ګرځي.په نبات کې دبوران د زهريت بحراني ليول په حساسو نباتاتو کې د10-50PPM پورې دى.لکه کوچنۍ دانې لرونکي نباتات اوGarden bean .او په مقاومو نباتاتو کې يي د زهريت اندازه200PPM پورې ده.لکه په چغندرو،بادرنګو او مخروطيانو کې.د ميوه جاتو،سبزيجاتو او زينتي نباتاتود کښت او کر په وخت کې د بوران لرونکو اوبو سره د خړوبولو په وخت کې هم د بوران د زياتوالي ډير زيانونه کتلائ شو.هغه اوبه چې0.5PPM څخه زيات بوران ولري نو لازمه ده چې ابياري ئي په ډير احتياط سره وشي.خو د 2PPMڅخه زيات بوران لرونکې اوبه دخړوبولولپاره د استعمال وړنه دي. په وښو ډوله بوټو کى د بوران ضرر د وښو ريبلو سره کميږي.په وچو کرنيزو ځمکو کې کيدائ شي د بوران زياتوالى محاسبه شي.خو په زياتو باران لرونکو سيمو کې د سرو استعمال په وخت کى دا حالت مطالعه کوؤ. لکه څرنګه چې بوران د Transpiration دلارې انتقاليږي. نو د پاڼو په څوکو،اړخونو او زړو پاڼو کې ډير زيرمه کيږي.په همدې دليل زيانمنه اغيزې هم لومړى په همدې برخوکې د مطالعې وړ دي.د اندازې نه زيات بوران په صورت کې د پاڼو منځنۍ برخو کې Chlorosis او که تجمع سريع وي.مستقيماً Necrosis رامنځته کيږي.يعنې تت رنګه او يا روښانه نصواري رنګه ټکي ليدل کيږي چې دغه ټکي وروسته يو ځاى کيږي او وچيږي،پاڼې يي غونجې او څوکې يي راتاويږي.په اکثره نباتاتو کې دا نښې ورته وي.خوداد نبات د پاڼې مارفولوژي او د بوران غلظت او ځينى ميتابوليکي تعاملاتوپورې تړلى وي.په ځينو نباتاتو کې خاصې نښې د100-1000PPM اندازو کې ښودل شوي دي. د بوران د زهريت سببونه  وچې ساحى چيرته چې په طبيعي ډول سره په زياته اندازه بوران رامنځته کيږي.لکه سليني سوډيمي خاورې.  د بوران لرونکو اوبو پواسطه په منظم ډول اوبخور.  هغه خاورې چې دسمندر دترسباتوڅخه لاس ته راغلې وي.  دچټلو اوبو پواسطه اوبخور کومې چې په زياته اندازه بوران ولري.  د بوران لرونکو خاورو په بې احتياطۍ سره استعمال.

دزيات بوران لرونکو خاورو اصلاح

کولاى شو چې د بوران زياتوالى د Leaching پواسطه اصلاح کړو.د چونېLime استعمال اود منحله Caاستعمال دا ښودلې ده چې د بوران د زهريت اندازه په موثر ډول کمه کړي.او ددې راپور هم ورکړل شوى دى.چې د بوران د زهريت ختمولو لپاره د زيات N استعمال هم مفيد واقع کيږي. په حيواناتو باندې د بوران اغيزې بوران يو لږ لګښته منرال دى چې د نباتاتو لپاره ضروري دى.د اوسنۍ تجربوپه اساسبوران د انسانانو او حيواناتو لپاره هم ضروري دى اودا زيات کم مصرفه غذائي عناصر د Ca, Mg او Vit D په شمول. په غذائي رژيم کې د بوران اخيستل د 1-2mg د ورځې ضروري دي.او د هډوکو اوکلسيم په ميتابوليزم کې رول لري او ددې يي ښودلې ده چې د منرالونو په ميتابوليزم کې رول لري.داسې معلوميږي چې بوران د انرژي د مفيديت او د هډوکو د ثبات او انکشاف لپاره ضروري دى.او دانزايمونو ميتابوليکي فعاليتونه زياتوي.لکهSteriod hormones ميتابوليزم او تاثيرات هغه وخت زيات روښانه وي چې نور غذائي عناصر کم وي . بوران لرونکې مرکبات د هډوکو دسوري کيدو او سوځيدو ضد طاقت لري او همدارنګه د پړن کيدو ضد توان هم په حيواناتو کې لري. کموالې يي:په هغه حيواناتو کې چې د Vit D کمبود وي د بوران په کم اخيستلو سره د کلسيم په ضايعاتو کې زياتوالى راځي.بوران د وينى د شکرې (ګلوکوز) ،شحم او انسولين په استعمال کې مداخله کوي.او د هډوکو په انکشاف کې کموالې رامنځته کوي.په انسانانو کې دبوران د کموالي کوم سند نشته مګر دقيقو مطالعاتو داسې ښودلې ده .چې په ورځني غذائي رژيم کې د بوران کموالې د حيواناتو پشان د وينى په ګلوکوز او شحم کې تغيرات راولي.د بوران پوره اندازه د هغه کلسيم د فيصدۍ اندازه پوره کوي کوم چې د ادرار دلارې ضايع کيږي. په متحده ايالاتو کې ځوانان په غذا کې 1mg/day بوران اخلي. د بوران غذايي منابع په ورځنې غذا کې د بوران منبع د څښلو اوبه دي کوم چې د جغرافيوي موقعيتونو له مخې مختلفې وي.شيدې او نور لبنيات ،جوس او نور مشروبات او همدارنګه ميوه جات ،سبزيجات،ليګيومي او چغزي زيات بوران لري.او يو مشيمه يي نباتات لکه دانه باب او غله جات د دې په نسبت کم بوران لري.د چرګ او ماهي غوښې په کمه اندازه بوران لري.

لنــډيـــــــز دنبات دغدائي موادو د اهميت او اوزښت له مخې غذائي عناصر په دوه لويو ګروپونو ويشل شوي دي.چې يو ګروپ ئيMacro elements او بل ګروپ ئي Microelements دى.چې بوران د لږ لګښته ضروري عناصرو د جملى څخه دى.ترکيه،او امريکا د نړۍ د بوران توليدونکي هيوادونه دي.چې ترکيه د نړې63% د بوران منابع لري.بوران د 1910م کال څخه راپديخوا د نباتاتو د يو ضروري عنصر په توګه وپيژندل شو. په خاوره کې د بوران مجموعي مقدار20 نه تر200mg/kg چې زياته اندازه ئي نباتاتو ته Unavailableده او په Available حالت کې ئي اندازه0.4-5mg/kg ده.دبوران موجوديت دPH په زياتيدو سره زياتيږي.بوران دانساجو د مناسبې ودې،دنباتي حجرو دوام اومقاومت،د کاربوهايدريت انتقال،ګرده افشاني او د تخم توليد،دنارمل حجروي ويش،دلګنين په جوړيدو ،دATPپه جوړيدواودحجروي غشا دښې وظيفې لپاره مهم دى.په خاوره کې د بوران شکلونه :منرالي بوران،په خارجي سطحه جذب شوى بوران،عضوي مغلق بوران او په اوبو کې حليدونکى بوران.د بوران د کموالي علايم د نبات په پورتنۍ برخه کې ليدل کيږي لکه:پاڼى بدشکله کيږي.،غونجيږي،پيړيږي او په پاڼو کې Chlorosis رامنځته کوي او پاڼى ژر ماتيږي او د ګلانو او ميوؤ جوړيدل خرابيږي.ريښې يي سريښناکه وي او د نبات تنې چوي.د بوران د کمبود د اصلاح لپاره مونږ بوراکس او بوريک اسيد استعمالوؤ.د بوران نارمل استعمال 2Kg B/hدى.په خاوره کې د بوران استعمال د Drip Irrigationدلارې ښه نتيجه ورکوي.او په پاڼو باندې بوران د سپرى په ډول هم استعماليږي.د بوران د زهريت علايم د پاڼو په څنډو او څوکې کې Necrosis رامنځته کيدل دي او په زړو پاڼو کې Chlorosis ليدل کيږي.په وچو سيمو کې د بوران زياتوالې زيات ليدل کيږي .د بوران زهريت د چونى او Ca په استعمال او د N په استعمال سره اصلاح کيږي.بوران د حيواناتود انرژي د مفيديت او د هډوکو د ثبات لپاره ضروري دى.دانزايمونوميتابوليکي فعاليتونه زياتوي.بوران د وينى د شکرې ،شحم او انسولين په استعمال کې مداخله کوي.يوځوان بايد په ورځ کې په غذا کې يو ملي ګرام بوران واخلي.دوه مشيمه نباتات د يو مشيمه نباتاتو په نسبت زيات بوران لري.

ســپـارښـتنې 1. دولت بايدهڅه وکړي چې د ملک په مختلفو برخو کې دخاورې او نبات د تجزئي لابراتوارونه جوړکړي.تر څو د ملک په ټولو ساحو کې د عناصرود کمبود مشکلات رفع شي. 2. دولت بايد د مختلفو عناصرو د سرو د فابريکو په جوړولو کې اقدام وکړي تر څو زمونږ د هيواد بزګران د هيواد د خپلې سرې څخه استفاده وکړي.او ورته اقتصادي تمام شي. 3. دزراعت وزارت بايدد عناصرو د اهميت او ارزښت په باره کې مختلف علمي سمينارونه جوړ کړي.تر څو خلک ددې په اهميت پوهه شي اودنباتاتو ودې غذائي اړتياته توجه وکړي.او د ښه کميت اوکيفيت حاصلاتو خاوندان شي. 4. غيردولتي ادارې او موسسات هم بايد د لابراتوارونو په جوړولو او يا هم د سرو فابريکو په جوړولو کې هڅه وکړي.چې پدې سره به هم دوۍ ته فايده ورسيږي اوهم به عاموبزګرانو ته سهولت وي. 5. دا چې په خاوره کې د مختلفو عناصرو کموالې او زياتوالې علايم مختلف دي نو بزګران بايد په نباتاتو کې د مختلفو علايمو په ليدلو سره د زراعت د متخصصينو سره تماس ونيسي تر څو د نباتاتو پرابلم حل او زيات اوحاصلات تر لاسه شي. 6. دا چې د عناصرو د قلت يا زهريت علايم د مختلفو ناروغيو د علايمو سره ورته والى لري نو متخصصين بايد دتشخيص په وخت کې دې ته زيات متوجه وي.