هېمورايډز يا بواسيرونه (په انگرېزي ژبه : Hemorrhoids) يوه ( vascular) د رگونو او وينې اړوند مقعد کې جوړښتي ناروغي ده چې د ډکو متيازو يا بولو کانال په کنترول کې لري . دا کانال چې کله وشڼېږي ، وګرول شي يا سوی پیدا کړي تسپوديزه شي نو يوه پاتالوژيکه (د ناروغيو يوه لړۍ) او يا گڼه راټوله ناروغي کېږي . د دغې ناروغي پږنيزه بڼه د ارټېريو وينوس ( arterio-venous channels ) چاينلونو او نښتو سره ورغلو غوټو گواښونه پېښوي . د دغې ناروغي رنځي نښې نښانې د هغو ډولونو پورې تړلي دي لکه دننه کانالي هېمورايډ يا بواسيرونه ډېر ځلې بې درده د کولمې دننه څخه د وينې بهېدل دي خو بيا پږنيزه يا بهرنۍ هېمورايډز يا بواسيرونه لږې ځانتياوې له ځانه ښيي خو ورسره لږ ډېر دردونه د ترومبوزه (thrombosed significant ) سوی د غټې کولمې خولې شاوخوا محسوس کېږي . ډېری خلک د ورانپوهاويو له کبله د غټې کولمې شاوخوا هرې ناروغۍ او درد ته د هېمورايډ يا بواسير نغوته کوي . ددې ناروغۍ اسلي لاملونه او وجوهات له ډېرو خلکو لا پاتې وي ، خو ځینې لاملونه چې له مخې يې دغه ناروغي رامنځته کېږي د ( intra-abdominal pressure) ننه نس لخوا هاغه پشارونه چې د پينېغي يا قبض په وخت دباندې خواته رامنځته کېږي يو تر ټولو اهم او عمده رول د بواسيرونو په جوړولو کې لري . ددغې ناروغۍ په لومړنيو درملنو کې چې تر ډېره کچه راټيټه شي د خپل خواړه منظم کول پکار دي ، ډېر اوبزن يا اوبړن څښاکونه د وينې د ښه روان بهير او وبونو د تازه کېدو په خاطر او ( NSAIDs) اخيستل چې د درد راټيټېدو لپاره مرسته رسوي او ورسره هوساکېدل ، راحت کول ضروري گڼل شوي . ډېر ځلې چې ناروغي وده وکړي او وخيمه شي نو بيا ځینې نورې جدي درملنې په پام کې نیول کېږي څو يې مخنيوی ژر ترژره وشي . جراحي درملنه يا عمليات يې بيا هاغو کسانو ته د حل بله لار ده چې په ورته يادوشوو لاروچارو يې مرسته ونشي . په ټولې نړۍ کې د وگړو تر نيميايي لا ډېر د دغې ناروغۍ سره خپل په ژوند کې يو وار هرومرو لاس او گرېوان کېږي او تر ډېره د عملياتونو سره مخه کېږي چې نتيجه يې سالمه او سهي راوتلې .

نښې نښانې يې سمول

ننني هېمورايډ يا بواسيرونه او باندني هېمورايډونه په بېلو بڼو رامخته شوي خو ځینې داسې هم پېښه شوې چې په دواړو بڼو سره يو کس اخته شوی وي . لدې ناروغۍ څخه د وينې بهېدنه معمول ده او ډېرلږ داسې وي چې يو کس د وينې په کمي واوړي يا يې ژوند ته لوی خطر ورپېښ کړي . ډېری خلک د شرم او عار احساس کوي کله چې په دې ناروغۍ واوړي او ډېر لږ خلک د درملنې لپاره زړه ښه کوي خو وروسته بيا کله چې ناروغي بې حده وده وکړي نو مرستې ته وردرومي .

بانديني بواسير نښې سمول

که دا ناروغي ترامبوزډ نه وي نو باندنی بواسير د نورو مسايلو رامنځته کولو لامل گرځېدی شي . خو ترامبوزډ بڼه بواسير بيا تر ټولو ډېر درد لرونکی وي ، نو ځکه دغه ناروغي له دوه څخه تر درې ورځو درملنې راحت رامنځته کوي ، خو بيا هم تسپود يا پږنيزه سوروالی يې څو وونۍ نيسي چې جوړ شي . د عملياتي درملنې څخه وروسته د ټپ داغ پاتې کېږي . که هېمورايډز غټ وي او د پاکي نضافت پام يې ونه نیول شي نو خارښت او ځورونه د پوستکي شاوخوا رامنځته کېږي چې ستونزمن حالت رامنځته کوي .

دننه بواسير يا کاناليزه هېمورايډز سمول

دننه کانالیزه بواسير ډېر ځلې پرته له درده وي ، خو کانال يې روښانه او سور بخونی او وينه ترې د غټو بولو پر مهال بهېږي . بولې يې په وینه لړلې وي ، دېته په معمول سره د ( hematochezia) ډول وايي . بله نښه يې داده چې خړنگ (د متيازو بلغم) راڅرگندېږي .دننني يا کانالیزه بواسیرونو کې درد هاغه مهال احساسېږي ، چې ترامبوزه حالت ولري يا نکروزه شوی وي . د بواسيرونو د نښو جوته وجې ناڅرگندې دي و خو ډېر داسې لاملونه ښايي د بواسیرونو لامل وگرځي راڅرگندې شوي لکه د ډکو متيازو کولو په لړ کې پينيغي ، ډېر زيات نس ناستی ، د ورزښت او بدني خوزښت نه شتون ، په ناوړه توگه د خوړو د خوړلو مهالوېش او تغذيه ، د ټيټې کچې فايبر خاوړه خوړل ، په نس يا گېډې باندې دننه خوا څخه پشار راوړل ، د ميندواري په مهال د ماشوم زېږېدنې پر مهال ښځو کې راپیدا کېږي ، په آريزه توگه له کورنﺉ غړو څخه ترلاسه کېدل، په بواسيري رگونو کې د وړو سوروکو نه شتون يا تازه گي نه لرل ، او د عمر پوخوالي لاملونه یې يو لړ څرگنده نښې گڼل شوي همدا رنگه د نورو لاملونو په هکله چې د خطر اړخونه رابرسېره کوي دادي ، ډېر پنډتوب (چاغي) ، ډېر زيات پر يو ځای کېنستل ، د سخت کرونیکه ټوخي له کبله هم رامنځته کېدی شي .

پاتوفيزيالوژي سمول

د ناروغۍ پېژندنه او درملنه سمول

دننه کانالیزه پېژندنه سمول

باندنۍ پېژندنه سمول

توپیريزه بېل سمول

مخنيوی سمول

پام ساتل سمول

پروسه يا کړنچار سمول

عمليات سمول

Epidemiology سمول

مخينه او پېښلیک سمول

د نوموتو وگړو پېښې سمول