بهارستان راډیو

بهارستان راډیو دې راډيو خپلې خپرونې په ١٣٨٧ لمريز کال د انټرنيوز موسسې په مرسته په فيض آباد ښار کې په ٨٩،٧ اف ام څپه پيل کړې، چې مشري يې د رضوان الله نظامي پر غاړه ده او ١٦ رسمي او افتخاري کارکوونکي لري. ددې راډيو امتياز د بهارک فرهنګي ټولنې پر غاړه دى او له فيض اباد ښار پرته په بهارک، شهدا، وردوج، شيوه، ارغنچخوه او خاش ولسواليو کې هم اورېدل کېږي.