بنګ
بنګ (Cannabis) د ګل لرونکو بوټو څخه د شاهدانې کورنۍ ته اړوند بوټی دی. د بنګو د بوټي د نوعو شمېر تر بحث لاندې دی چې په کې درې ډوله نوعې پېژندل شوې: ساتیوا بنګ، ایندیکا بنګ او رودرالیس بنګ. په رودالیس بنګو کې کېدای شي ساتیوا هم شامل شي؛ دغه درې کېدای شي د ساتیوا بنګو د واحدې نوعې د فرعي نوعو په توګه په پام کې ونیول شي او یا هم ساتیوا د یوې منفردې نه ویشل شوې نوعې په توګه ومنل شي. دغه بوټی په پراخه کچه د آسیا بومي بوټو ته اړوند بلل کېږي چې منشا یې هم له همدغه ځایه ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
بوټي ته یې په معمول ډول د بنګو بوټی ویل کېږي، په داسې حال کې چې دغه اصطلاح تر ډېره پورې هغه ډول بنګو ته کارول کېږي چې د نشه یي موخو لپاره نه کارول کېږي. له ډېر مهال راهیسې له بنګو څخه د بنګو د فیبر، د بنګو د تخم او د هغو د غوړیو د تولید په برخه کې کار اخیستل کېږي، د دغه بوټي له پاڼو څخه د سبزیجاتو او جوس په توګه، د طبي موخو او همدارنګه تفریحي نشه یي توکو په توګه کار اخیستل کېږي. د بنګو صنعتي تولیدات د بنګو له بوټو څخه چې په پریمانه کچه د فیبر د تولید لپاره انتخاب شوي، جوړېږي. د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو د کنوانسیون له خوا د ټاکل شوې کچې نشه یي توکو د پوره کولو په موخه د بنګو یو شمېر ډولونه د تېترا هیدو کانابینول (THC) یا فکر بدلونکې اصلي مادې د حد اقل سطحې د تولید په موخه کرل کېږي. د هغو یو شمېر ډولونه په انتخابي توګه کرل کېږي څو حد اکثر THC (کانابینوئید) تولید شي چې د انرژۍ کچه یې د هغو د مېوې په پوخوالي زیاتېږي. د بنګو د بوټي څخه رامنځته کېدوني ترکیبات له دې ډلې چرس او د چرسو غوړ د همدغه بوټي څخه ترلاسه کېږي. [۹]
په متحده ایالاتو کې «صنعتي بنګ» د فدرال دولت له خوا د چرسو په ډله کې طبقه بندي کېږي چې د هغو د وچ ډول د وزن څخه یوازې ۰.۳ سلنه زیات THC نه لري. دغه طبقه بندي د کروندو اړوندې د ۲۰۱۸ زکال د لایحې له مخې رامنځته شوه چې د بنګو په تعریف کې له هغو څخه د ترلاسه کېدونو عصارو، کانابینوئیدونو او نورو مشتقاتو د ځای پر ځای کولو په موخه په کې اصلاح راوړل شوه. [۱۰]
په نړیواله کچه په ۲۰۱۳ زکال کې ۶۰۴۰۰ کیلوګرامه چرس په قانوني توګه تولید شوي. په ۲۰۱۴ زکال کې د اټکل شمېر له مخې ۱۸۲.۵ میلیونه د چرسو کاروونکو شتون درلود (۳.۸٪ یې له ۱۵ څخه تر ۶۴ کلونو عمر دي). په دغې فیصدي کې له ۱۹۹۸ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې کوم پام وړ بدلون نه دی راغلی. [۱۱][۱۲]
ګټنې
سمولطبي ګټنه
سمولطبي بنګ (یا طبي ماریجوانا) د بنګو او د هغو له جوړونکو کانابینوئیدنونو څخه ګټنې ته اشاره لري چې د یو شمېر ناروغیو یا د هغو د علایمو د له منځه وړو د هڅو پر مهال کارول کېږي. له بنګو څخه د کیمیاوي درمنلې پر مهال د زړه بدوالي او استفراق د کمښت، په اېډز ناروغۍ باندې د اخته کسانو د اشتها د زیاتوالي، د مزمن درد او عضلاني انقباض یا سپاسم د درملنې په موخه ګټنه کېږي. کانابینوئیدونه په مغزي سکته باندې د بالقوه اغېز لرلو له امله د لومړنیو څېړنو په حالت کې دي. د افسردګۍ، اضطراب، په بې پامۍ کې د اختلال، له حده زیات فعالتوب، تورت سنډروم، له حادثې وروسته په استرس کې د اختلال او چرت خرابولو اړوند هېڅ شواهد یې شتون نه لري. د بنګو دوه عصارې – ډرونابینول او نابلیون – د FDA له خوا د کیموتراپي او ایډز د ناوړه اغېزو د درملنې لپاره د ګولیو په بڼه کې تائید شوې دي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
لنډ مهالې ګټنه یې ډېرې لږ جانبي او مضرې اغېزې لري. په څرګندو جانبي عوارضو کې یې ګنګسوالی، د خستګۍ احساس، استفراق او ویره شاملېږي. د چرسو اوږد مهاله اغېزې ناڅرګندې دي. د هغو په اړوند اندېښنو کې په حافظه کې اختلال او د پېژندنې ستونزې، د اعتیاد ګواښ، په ځوانانو کې شیزوپیرنی او په تصادفي ډول د ماشومانو له خوا د هغو د کارونې ګواښ شاملېږي. [۱۸][۱۹][۲۰]
لرغونې او مذهبي ګټنې
سمولد بنګو یا چرسو له بوټي څخه د درملیزې ګټنې مخینه په ډېری کلتورونو کې زرګونه کلونه مخینه لري. د یانګهای لرغونې پراخه مقبره (۵۴۰۰۰ متر مربع مساحت لري) چې د چین په شمال لویدیځ کې د سین کیانګ اویغور د خودمختاره سیمې په تورفان کلي کې موقعیت لري داسې انګېرل کېږي چې یو شمن ته اړوند ۲۷۰۰ کلونه مخینه لرونکې مقبره ده. داسې انګېرل کېږي چی هغه جوشي کلتور ته اړوند و او پېړۍ وروسته د هان کتاب په ۹۶ب څپرکي کې ثبت شوی. د شمن سر او پښو ته یوه لویه چرمي کڅوړه او یوه لرګینه کاسه چې ۷۸۹ ګرامه چرسو په کې شتون درلود اېښول شوي و چې د اقلیمي او همدارنګه د هغه د دفن شرایطو ته په پام په سمه توګه ساتل شوي و. دا بیا وروسته یوې نړیوالې څېړنیزې ډلې څرګنده کړه چې دغه موادو تتراهیدرو کانابینول لرل او فکر اړونکې ماده یا چرس دي. په ډیر احتمال سره بنګ د دغه کلتور له خوا د یو درملیز، روان بدلونکي او یا هم د وړاندوینو سره د کمکي عامل په توګه کارول کېدل. دا د یوه فعاله درملیز عامل په توګه د بنګو اړوند تر ټولو پخواني مستندات دي. د چرسو د څکولو اړوند لومړني شواهد د چین لویدیځ لوري ته په پامیر غرونو کې د جیرزانکال هدیرې په ۲۵۰۰ کلونو پخوانیو مقبرو کې موندل شوي، چېرې چې د چرسو ایرې د زغالو له میده میده ټوټو سره چې په ډېر احتمال به د جنازې په مراسمو ترې ګټنه کېده موندل شوې دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
په باختر او مارګینا کې هغه استوګنځایونه چې لرغونتیا یې له میلاد څخه وړاندې د ۲۲۰۰ کال څخه تر ۱۷۰۰ کال پورې رسېږي داسې تشریفاتي جوړښت یې درلود چې په کوټو کې یې د اپیومو د عصارو جوړولو، چرسو او افدرا (چې افدرین لري) د څکولو په موخه هر ډول اړتیا ویل توکي لرل. له دې سره داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې افدرا دې د سټپي قبایلو له خوا کارول شوي وي او هغوی یوازې په مذهبي بڼه له چرسو ګټنه کوله. د پازیریک کلتور اړوند نښې نښانې ښيي چې له رومانیا څخه تر ینیسي سیند پورې سیمو کې له میلاد څخه وړاندې دریمې زریزې پر مهال له چرسو څخه مذهبي ګټنې شتون درلود. [۲۶]
له میلاد څخه وړاندې ۲۰۰۰ کال څخه تر ۱۴۰۰ کال پورې د بنګو یادونه د آتارواودا په هندي ودايي مذهبي لیکنه کې شوې ده. له لسمې میلادي پېړۍ راوروسته په هند کې یو شمېر کسانو هغه د «خدایانو خواړه» بلل. له بنګو څخه ګټنه بالاخره د هندوانو د هولي مراسمو برخه وګرځېده. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
په بودېزم کې بنګ په بشپړه توګه د یو تسکین کوونکي په توګه بلل کېږي چې کېدای شي د مراقبې د پراختیا او څرګندې اګاهۍ پر وړاندې خنډ وګرځي. په جرمني کلتور کې بنګ د مینې نورسي الهې، فریا ته اړوند بلل شوي. صوفیانو له دیارلسمې میلادي پېړۍ وروسته له بنګو څخه په معنوي برخه کې ګټنه کړې ده. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
په معاصر مهال کې راستافاري خوځښت بنګ د یو مقدس آئین په توګه مني. په ۱۹۷۵ زکال کې په متحده ایالاتو کې د تاسیس شوې د ایتوپیا د قبطي صهیوني کلیسا په نامه مذهبي خوځښت مشران چې له ایتوپیا او یا هم قبطي کلیسا سره هېڅ اړیکه نه لري؛ بنګ د رباني عشا د مراسمو برخه بولي او ادعا کوي چې دا په ایتوپیا کې یو شفاهي دود دی او لرغونتیا یې هم د عیسی وخت ته رسېږي. د راستافاري خوځښت په څېر معاصر ګنوسي عیسویت ته اړوندې برخې ادعا کوي چې بنګ د ژوند ونه/بوټی ده. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
له بنګو یا چرسو څخه تر ډېره د صوفیانو له خوا ګټنه کېدله – له اسلام څخه عرفاني تفسیر په بنګلادېش، هند، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان کې د سیمه ئیزو مسلمانانو په چارو پام وړ اغېز لري؛ په دغو هېوادونو کې په ډېری صوفیانه مراسمو کې د بنګو تیارول دود دي. د پاکستان په سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت په خپلو یو لړ مراسمو په ځانګړې توګه د عرس په کلني فیستوال او د پنجشنبې د ماښام په دامال مراسمو کې له بنګو څخه د پریمانه ګټنې له امله شهرت لري. [۴۳][۴۴][۴۵]
سرچينې
سمول- ↑ Dictionary of Medical Terms. Bloomsbury Publishing. 2010. p. 139. ISBN 978-1-4081-3635-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 August 2020. بياځلي په 28 June 2020.
- ↑ "Classification Report". United States Department of Agriculture. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 December 2018. بياځلي په 13 February 2017.
- ↑ "Indica, Sativa, Ruderalis – Did We Get It All Wrong?". The Leaf Online. 26 January 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 February 2017. بياځلي په 13 February 2017.
- ↑ "Species of Cannabis". GRIN Taxonomy. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 February 2017. بياځلي په 13 February 2017.
- ↑ "Cannabis sativa L." Plants of the World Online. Royal Botanic Gardens, Kew. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 January 2019. بياځلي په 17 January 2019.
- ↑ ElSohly MA (2007). Marijuana and the Cannabinoids. Humana Press. p. 8. ISBN 978-1-58829-456-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 July 2011. بياځلي په 2 May 2011.
- ↑ Lambert DM (2009). Cannabinoids in Nature and Medicine. Wiley-VCH. p. 20. ISBN 978-3-906390-56-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 August 2021. بياځلي په 21 August 2018.
- ↑ Ren G, Zhang X, Li Y, Ridout K, Serrano-Serrano ML, Yang Y, et al. (July 2021). "Large-scale whole-genome resequencing unravels the domestication history of Cannabis sativa". Science Advances. 7 (29): eabg2286. Bibcode:2021SciA....7.2286R. doi:10.1126/sciadv.abg2286. PMC 8284894. PMID 34272249.
- ↑ Erowid. 2006. Cannabis Basics Archived 23 April 2007 at the Wayback Machine.. Retrieved on 25 February 2007
- ↑ "7 U.S. Code § 5940 – Legitimacy of industrial hemp research". LII / Legal Information Institute. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 December 2020. بياځلي په 27 November 2018.
- ↑ Narcotic Drugs 2014 (PDF). International Narcotics Control Board. 2015. p. 21. ISBN 9789210481571. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2 June 2015. بياځلي په 2 June 2015.
- ↑ United Nations Office on Drugs and Crime (May 2016). "Statistical tables" (PDF). World Drug Report 2016. Vienna, Austria. p. xiv, 43. ISBN 978-92-1-057862-2. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 9 August 2016. بياځلي په 1 August 2016.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Borgelt LM, Franson KL, Nussbaum AM, Wang GS (February 2013). "The pharmacologic and clinical effects of medical cannabis". Pharmacotherapy (Review). 33 (2): 195–209. CiteSeerX 10.1.1.1017.1935. doi:10.1002/phar.1187. PMID 23386598. S2CID 8503107.
- ↑ Whiting PF, Wolff RF, Deshpande S, Di Nisio M, Duffy S, Hernandez AV, et al. (23 June 2015). "Cannabinoids for Medical Use: A Systematic Review and Meta-analysis" (PDF). JAMA. 313 (24): 2456–2473. doi:10.1001/jama.2015.6358. hdl:10757/558499. PMID 26103030. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 21 September 2017. بياځلي په 20 April 2018.
- ↑ England TJ, Hind WH, Rasid NA, O'Sullivan SE (March 2015). "Cannabinoids in experimental stroke: a systematic review and meta-analysis". Journal of Cerebral Blood Flow and Metabolism. 35 (3): 348–358. doi:10.1038/jcbfm.2014.218. PMC 4348386. PMID 25492113.
- ↑ Black N, Stockings E, Campbell G, Tran LT, Zagic D, Hall WD, et al. (December 2019). "Cannabinoids for the treatment of mental disorders and symptoms of mental disorders: a systematic review and meta-analysis". The Lancet. Psychiatry. 6 (12): 995–1010. doi:10.1016/S2215-0366(19)30401-8. PMC 6949116. PMID 31672337.
- ↑ "Is marijuana safe and effective as medicine?". US National Institute on Drug Abuse. 1 July 2020. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 December 2020. بياځلي په 6 November 2020.
- ↑ Whiting PF, Wolff RF, Deshpande S, Di Nisio M, Duffy S, Hernandez AV, et al. (23 June 2015). "Cannabinoids for Medical Use: A Systematic Review and Meta-analysis" (PDF). JAMA. 313 (24): 2456–2473. doi:10.1001/jama.2015.6358. hdl:10757/558499. PMID 26103030. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 21 September 2017. بياځلي په 20 April 2018.
- ↑ Borgelt LM, Franson KL, Nussbaum AM, Wang GS (February 2013). "The pharmacologic and clinical effects of medical cannabis". Pharmacotherapy (Review). 33 (2): 195–209. CiteSeerX 10.1.1.1017.1935. doi:10.1002/phar.1187. PMID 23386598. S2CID 8503107.
- ↑ Wang T, Collet JP, Shapiro S, Ware MA (June 2008). "Adverse effects of medical cannabinoids: a systematic review". CMAJ. 178 (13): 1669–78. doi:10.1503/cmaj.071178. PMC 2413308. PMID 18559804.
- ↑ Ben Amar M (اپرېل 2006). "Cannabinoids in medicine: A review of their therapeutic potential" (PDF). Journal of Ethnopharmacology (Review). 105 (1–2): 1–25. CiteSeerX 10.1.1.180.308. doi:10.1016/j.jep.2006.02.001. PMID 16540272. خوندي شوی له the original (PDF) on 24 مې 2010. بياځلي په 3 نومبر 2022.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ * Hulsewé AF (1979). China in Central Asia: The Early Stage 125 BC – AD 23: an annotated translation of chapters 61 and 96 of the History of the Former Han Dynasty. Leiden: E. J. Brill. p. 183. ISBN 978-90-04-05884-2.
- ↑ Ren M, Tang Z, Wu X, Spengler R, Jiang H, Yang Y, Boivin N (June 2019). "The origins of cannabis smoking: Chemical residue evidence from the first millennium BCE in the Pamirs". Science Advances. 5 (6): eaaw1391. Bibcode:2019SciA....5.1391R. doi:10.1126/sciadv.aaw1391. PMC 6561734. PMID 31206023.
- ↑ Donahue MZ (14 June 2019). "Earliest evidence for cannabis smoking discovered in ancient tombs". National Geographic. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 June 2019. بياځلي په 20 June 2019.
- ↑ Russo EB, Jiang HE, Li X, Sutton A, Carboni A, del Bianco F, et al. (2008). "Phytochemical and genetic analyses of ancient cannabis from Central Asia". Journal of Experimental Botany. 59 (15): 4171–82. doi:10.1093/jxb/ern260. PMC 2639026. PMID 19036842.
- ↑ Mallory JP, Mair VH (2000). The Tarim Mummies: Ancient China and the Mystery of the Earliest Peoples from the West. London: Thames & Hudson. ISBN 978-0-500-05101-6.
- ↑ Abel EL (1980). "Marijuana – The First Twelve Thousand Years". خوندي شوی له اصلي څخه په 28 June 2021. بياځلي په 30 June 2009. Chapter 1: Cannabis in the Ancient World. India: The First Marijuana-Oriented Culture.
- ↑ Murdoch J (1 January 1865). Classified Catalogue of Tamil Printed Books: With Introductory Notices (in انګليسي). Christian vernacular education society. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2022. بياځلي په 6 October 2020.
- ↑ Jayaprasad V. Parkinson's Disease Dravidian Cure Chintarmony System (in انګليسي). Lulu.com. ISBN 978-1-105-91788-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2022. بياځلي په 6 October 2020.کينډۍ:Self-published source
- ↑ Karthigayan P (1 August 2016). History of Medical and Spiritual Sciences of Siddhas of Tamil Nadu (in انګليسي). Notion Press. ISBN 9789352065523. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2022. بياځلي په 6 October 2020.
- ↑ Pillai MS (1 January 1904). A Primer of Tamil Literature (in انګليسي). Ananda Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2022. بياځلي په 25 August 2017.
- ↑ Ernest A (1979). A Comprehensive Guide to Cannabis Literature. Greenwood Press. p. 14. ISBN 978-0-313-20721-1.
- ↑ Kaplan A (1981). The Living Torah. New York. p. 442. ISBN 978-0-940118-35-5.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Pilcher T (2005). Spliffs 3: The Last Word in Cannabis Culture?. Collins & Brown Publishers. p. 34. ISBN 978-1-84340-310-4.
- ↑ Vindheim JB. "The History of Hemp in Norway". The Journal of Industrial Hemp. International Hemp Association. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 March 2009. بياځلي په 30 June 2009.
- ↑ Owens J (1982). Dread, The Rastafarians of Jamaica. London: Heinemann. ISBN 978-0-435-98650-6.
- ↑ The Ethiopian Zion Coptic Church. "Marijuana and the Bible". Schaffer Library of Drug Policy. خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2007. بياځلي په 13 September 2007.
- ↑ "Zion Light Ministry". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 October 2014. بياځلي په 20 August 2007.
- ↑ Bennett LC, Osburn JO (1938). Green Gold: the Tree of LifeMarijuana in Magic & Religion. Access Unlimited. p. 418. ISBN 978-0-9629872-2-9.
- ↑ "The Hawai'i Cannabis Ministry". خوندي شوی له اصلي څخه په 28 September 2007. بياځلي په 13 September 2007.
- ↑ "Cantheism". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2007. بياځلي په 13 September 2007.
- ↑ "Cannabis Assembly". خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2007. بياځلي په 13 September 2007.
- ↑ Ferrara MS (20 Oct 2016). Sacred Bliss: A Spiritual History of Cannabis. Rowman & Littlefield. ISBN 978-1-4422-7192-0.
- ↑ Chapple A (17 February 2017). "Music, Dancing, And Tolerance -- Pakistan's Embattled Sufi Minority". RFERL. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 April 2017. بياځلي په 8 April 2017.
During the festival the air is heavy with drumbeats, chanting and cannabis smoke.
- ↑ Osella F, Osella C (2013). Islamic Reform in South Asia. Cambridge University Press. pp. 65, 509. ISBN 978-1-107-03175-3.