بل ای اچ ۱ کبرا
د حمله کوونکو هېلېکوپترو کورنۍ
ای اچ ۱ کبرا (په انگریزی کې: AH-1 Cobra) بریدکونکی امریکایی چورلکه ده چې د ټانکونو او نورو مځکنی هدفونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. امریکایی پوځ د هغی هلیکوپتر څخه په رسمی ډول ۱۹۶۷ کال څخه کار واخیست. دغه چورلکه هم بحرین، ژاپان، پاکستان، اسراییل، ترکیه او ایران ته صادره شوه. دغه هلیکوپتر په ایران کې تر اسلامی انقلاب وروسته عصری شوی ده او ایران د ای اچ ۱ کبرا د هلیکوپتر ته د طوفان نوم ورکړ.