په انګلش کې : bolshevism د لومړی نړیوالې جګړې په بهیر کې د روسې په دننه کې ی‌ؤ انقلاب په بریالیتوب سره پاي ته ورسېد ، چې په تاریخ کې د روسې د 1917 م کال د اکتوبر د انقلاب په نوم شهرت لري . د انقلاب مهم علت دا وو ، چې د تزارېي کورنۍ په دوره کې د روسې اقتصادي او امنیتي شرایط په کې بیخي خرابول ، نو ځکه ي‌ؤ اکثریت ‌‌‌‌‌‌ډلې چې په روسي کې به ورته بلشویک ویل کېده ، د انقلاب په ترڅ کې د تزاري کورنۍ ټغر ټول او بلشویکان د لینین په مشرۍ واک ته ورسېدل .