بلجیمي کانګو

بلجیمي کانګو (په فرانسوي ژبه: Congo belge) له ۱۹۰۸ زکال څخه تر ۱۹۶۰ زکال پورې د هغې د خپلواکۍ تر مهاله په مرکزي افریقا کې د بلجیم مستعمره وه. دغې پخوانۍ مستعمرې په ۱۹۶۴ زکال کې خپل نوم خپل اوسني نوم یا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واړوه.

په کانګو کې استعماري حکومت د ۱۹ مې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شو. د بلجیم پاچا دویم لئوپولډ هڅه وکړه څو د بلجیم دولت متقاعد کړي؛ د کانګو سیمې په چاپېر کې له استعماري پراختیا څخه چې تر هغه مهاله ترې ګټنه نه وه شوې ملاتړ وکړي. د دوی دوه ګونی توب د لئوپولډ له خوا د مستعمرې د جوړېدو لامل وګرځېد. د یو شمېر لویدیځو هېوادونو په ملاتړ لئوپولډ په ۱۸۸۵ زکال کې د کانګو د آزاد ایالت په رسمیت پېژندلو ته لار هواره کړه. د نوې پېړۍ په پیلېدو سره د آزاد ایالت د چارواکو له خوا د کانګو د اصلي وګړو پر وړاندې بې رحمانه اقتصادي استثمار په بلجیم باندې د دیپلماتیک فشار لامل وګرځېد څو په رسمي ډول د دغه هېواد واګې په لاس کې ونیسي، هغه چاره چې په ۱۹۰۸ زکال کې د بلجیمي کانګو د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. [۱][۲]

په کانګو کې د بلجیم حاکمیت د «استعماري مثلث» یعنې د دولتي، دیني تبلیغاتي او خصوصي شرکتونو په ګټه و. د بلجیم سوداګریزو ګټو ته امتیاز ورکول په دې معنی و چې په پراخه کچه پانګه کانګو ته ورسېده او جلا برخې یې خصوصي شوې. په ډېری مواردو کې د دولت او خصوصي شرکتونو ګټو له یو بل سره نږدې اړیکې وموندلې او دولت له شرکتونو سره مرسته وکړه څو اعتصابونه مات کړي او هغه نور خنډونه چې د بومي وګړو له خوا رامنځته شوي و له منځه یوسي. دغه مستعمره په سازمان یافته اداري فرعي برخو باندې د مراتبو د سلسلې پر بنسټ وویشل شوه او په یو ګوني دول د بومي سیاستونو (politique indigène) د ټولګې له مخې اداره کېدله. د حکومتولي دغه ډول د فرانسې او بریتانیا له استعماري پالیسو څخه چې د غیر مستقیمو حکومتونو ملاتړې وې او سنتي رهبران یې د استعمار تر نظارت لاندې د واک پر ګدۍ ساتل؛ توپیر درلود. [۳]

د ۱۹۴۰مې او ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال بلجیمي کانګو په پراخه کچه ښاري ژوند تجربه کړ او استعماري دولت هم د یوې «نمونې مستعمرې» په توګه د دغې مستعمرې د جوړولو په موخه بېلابېل پراختیايي پروګرامونه پیل کړل. د دغو چارو له پایلو څخه یوه یې هم په ښارونو کې د اروپايي شوې افریقايي منځنۍ طبقې وده وه. په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې کانګو هغه مستعمره وه چې د نورو ټولو افریقايي مستعمرو په پرتله په کې د کارګري طبقې معاش د هغو دوه چنده و.[۴][۵]

په ۱۹۶۰ زکال کې د خپلواکۍ پلوي مخ پر زیاتېدونکي راډیکال پراخ خوځښت د هڅو په پایله کې بلجیمي کانګو خپلواکي ترلاسه کړه او د پاتریس لومومبا د لومړي وزارت او ژوژف کاسا – ووبو د ولسمشرۍ پر مهال د کانګو جمهوریت ته واوښته. په کانګو کې دننه د سیاسي ډلو ترمنځ کمزورې اړیکې، د کانګو په چارو کې د بلجیم دوامداره لاسوهنه او د سړې جګړې پر مهال د مخکښو قدرتونو (تر ډېره د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد) لاسوهنه له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۵ زکال پورې د پنځه کلنې جګړې او اوږد مهاله سیاسي بې ثباتۍ لامل وګرځېدې چې د کانګو د کړکېچ په نوم پېژندل کېږي. دغه کړکېچ د ۱۹۶۵ زکال په نومبر میاشت کې د ژوزف دزیره موبوتو (موبوتو سسه سوکو) له خوا د واک په ترلاسه کولو پای ته ورسېد.

د کانګو ازاد ایالت سمول

د نوولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې ډېر کم اروپایان د کانګو حوزې ته تللي و. باراني ځنګلونو، خټینو ځمکو، ملاریا ناروغۍ او همدارنګه د ګرمو سیمو نورو ناروغیو لکه د خوب کولو ناروغۍ د دغې سیمې چاپېریال د اروپايي اکتشافاتو او له هغو څخه د ګټې اخیستنې په موخه جنجالي کړی و. په ۱۸۷۶ زکال کې د بلجیم پاچا دویم لئوپولډ په افریقا کې د اکتشاف او استعمار په موخه د افریقا نړیوال بنسټ د مخکښو افریقايي کاشفینو او همدارنګه د څو اروپايي هېوادونو په ملاتړ رامنځته کړ. وروسته له هغه چې هنري مورټون سټنلی په ۱۸۷۸ زکال په دغه سیمه کې خپل اکتشافي سفر پای ته ورساوه، لئوپولډ هغه په سیمه کې د خپلو علایقو د ترلاسه کولو په موخه استخدام کړ.  [۶]

دویم لئوپولډ وړاندې له دې چې په ۱۸۶۵ زکال کې پر تخت کښېني له دې سره یې لیوالتیا لره چې د بلجیم لپاره یو مستعمره ترلاسه کړي. د بلجیم ملکي دولت د پاچا له دغې لیوالتیا سره چې سترواکي جوړه کړي ډېره لږ لیوالتیا وښووله. ځان غوښتونکي او سخت لئوپولډ پرېکړه وکړه چې د دغې موضوع لپاره به کلکه هڅه کوي.

په مرکزي افریقا کې اروپايي سیالۍ د دیپلماتیکو ستونزو لامل وګرځېدې، په ځانګړې توګه د کانګو د سیند د حوضې اړوند چې هېڅ اروپايي ځواک یې ادعا نه وه کړې. د ۱۸۸۴ زکال په نومبر میاشت کې اتو فون بیسمارک د ۱۴ هېوادونو د استازو په ګډون ناسته (د برلېن کنفرانس) د کانګو د وضعیت لپاره د سوله ئیزې حل لارې موندلو په موخه راوبلله. په داسې حال کې چې د برلېن کنفرانس په رسمي توګه په مرکزي افریقا کې د اروپايي قدرتونو ځمکنۍ ادعاوې تائید نه کړې خو له کومې شخړې پرته د دغې سیمې د ویش اړوند یو شمېر قواعدو پر سر هوکړې ته ورسېدل. د دغو قواعدو له مخې د کانګو حوضه د آزادې سوداګریزې سیمې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه. دویم لئوپولډ د برلین له کنفرانس څخه بریالی راووت ځکه د هغه یو سهام لرونکي «خیریه» بنسټ د دغه قلمرو لویه برخه (۲ میلیونه ۳۴۴ زره کیلومتر مربع یا ۹۰۵ زره مایل مربع) ترلاسه کړه څو د کانګو د آزاد ایالت په توګه یې اداره کړي. [۷]

د کانګو آزاد ایالت د یو شراکتي دولت په توګه عمل کاوه چې په خصوصي توګه دویم لئوپولډ د افریقا د نړیوال بنسټ په نوم د غیر دولتي سازمان له لارې کنټرول کاوه. په دغه ایالت کې د اوسني کانګو دیموکراتیک جمهوریت ټوله سیمه شاملېدله چې له ۱۸۸۵ زکال څخه تر ۱۹۰۸ زکال پورې یې شتون درلود هغه چې د بلجیم حکومت زړه نازړه ورته الحاق کړې وه. د دویم لئوپولد د واکمنۍ پر مهال د کانګو ازاد ایالت له انساني فاجعې سره مخ شو. په دې اړه د کره سوابقو د نشتوالي له امله دا ستونزمنه ده چې د بې رحمانه استثمار له امله د مړینې دقیق شمېر دې مالوم شي همدارنګه دغه چاره له اروپايي استعمارچیانو سره د اړیکې نه نیولو له امله چې د نویو رامنځته شوو ناروغیو څخه د خوندیتوب په موخه وه همداسې ناڅرګنده پاتې شوه  – په دغو ناروغیو کې د ۱۸۸۹-۱۸۹۰ زکال پر مهال انفلونزا شاملېږي چې په اروپا کې د میلیونونو کسانو له دې ډلې د بلجیم د شهزاده بودوئن د مړینې لامل وګرځېده او نوموړی ترې په ۱۸۹۱ زکال کې ومړ. ویلیام روبینشټایل لیکي: «په اساسي توګه تقریبا دا مطمئنه نه ښکاري چې د هوشچیلډ له خوا وړاندې شوې شمېرې دې ناسمې وي. البته له شلمې پېړۍ وړاندې د کانګو د نفوسو د شمېر ټاکلو لپاره هېڅ لار شتون نه لري او د ۲۰ میلیونو کسانو په څېر شمېرې یوازې د اټکلونو له مخې دي. د کانګو ډېرې داخلي برخې له دې امله چې د لاسرسی وړ نه وې په واقعي توګه په دې معنی دي چې ناپېژندل شوې پاتې شوې دي». د لئوپولډ خصوصي پوځ چې بومي وګړي یې د منابعو د استخراج په موخه جبري کار ته اړ ویستل د سیمه ئیزو ټولنو د مختل کېدو لامل وګرځېدې او په پریمانه کچه یې بومي وګړي ووژل او وه یې ځورول. دغه خصوصي پوځ همدارنګه د افریقايي عرب غلام لرونکو لکه زنګباري/سواحلي مخکښ حماد بن محمد بن جمعه بن رجب المرجب (ټیبوټیب) پر وړاندې په کانګو – عرب جګړه کې (۱۸۹۲ – ۱۸۹۴ زکال) ښکېل شو. [۸][۹][۱۰]

په ۱۹۰۴ زکال کې په کانګو کې د ناسم چلن او شرایطو اړوند د کیسمنټ له راپور وروسته په ۱۹۰۰ مه لسیزه کې بریتانوي، اروپايي او امریکايي مطبوعاتو په دغه ازاد ایالت کې موجود شرایط ټولو ته څرګند کړل. په ۱۹۰۴ زکال کې لئوپولډ اړ شو څو نړیوال پارلماني کمیسیون ته په کانګو آزاد ایالت کې د څېړنو اجازه ورکړي. په ۱۹۰۸ زکال کې د دویم لئوپولډ د شخصي حکومت د پای ته رسولو اړوند عامه فشار او دیپلماتیکو مانورونو په پایله کې کانګو د بلجیم د مستعمرې په توګه الحاق شوه او د «بلجیمي کانګو» په توګه وپېژندل شوه.

سرچينې سمول

  1. Pakenham 1992، صص. 588–9.
  2. Pakenham 1992، صص. 253–5.
  3. Turner 2007، ص. 28.
  4. Freund 1998، ص. 198.
  5. Freund 1998، صص. 198–9.
  6. Hochschild 61–67.
  7. Hochschild 84–87.
  8. "Map of the Belgian Congo". World Digital Library. 1896. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. John D. Fage, The Cambridge History of Africa: From the earliest times to c. 500 BC, Cambridge University Press, 1982, p. 748. کينډۍ:ISBN
  10. Rubinstein, W. D. (2004). Genocide: a history. Pearson Education. pp. 98–99. کينډۍ:ISBN