بلاغت یو قانع کولو هنر دی، چې د ګرامر او منطق سره یوځای (یا مناظره -Martianus Capella ته مراجعه وکړئ) د وینا له دریو پخوانیو هنرونو څخه دی. د بلاغت موخه د هغه تګلارو څېړل دي دي چې لیکوالان یا ویناوال یې په ځانګړو حالاتو کې د ځانګړو اورېدونکو د خبرولو، قانع کولو یا هڅولو لپاره ترې ګټه اخلي. دا دود چې په آتن کې د پنځمې پېړۍ په لمړیو کې را منځ ته شو، ولس "خلکو" داسې یوه تګلاره را منځ ته کړه چې له نور خلکو سره په غونډو، ټولنو او مجلسونو کې په اغېزمنه توګه خبرې وکړي. ارسطو بلاغت په هره قضیه کې د مشاهدې د یو فکري استعداد په توګه تعریف کوي چې د قناعت اسباب را منځ ته کوي. له هغه ځایه چې په هنر کې وړتیا د هرې حقوقي قضي د بریا لپاره، په مجلس کې د وړاندیزونو د تصویب لپاره، یا هم په مدني غونډو کې د شهرت لپاره، اړینه ګڼل کېده. ارسطو دا "د منطق د ساینس او ​​د سیاست د اخلاقي څانګې ترکیب" بولي. بلاغت په عموم ډول د ځانګړو حالتونو لپاره د استدلالونو د پوهې، کشف او پراختیا لپاره څېړنیزې تګلارې چمتو کوي، لکه د ارسطو د اورېدونکو د حذب لپاره درۍ هڅونکې: لوګوس (دلیل)، پیتوس (احساسات)، او ایتوس (اعتبار یا وړتیا). د بلاغت پنځه منل شوي اصول یا د قانع کوونکې وینا د وړاندې کولو پړاوونه لومړی په کلاسیک روم کې را منځ ته شوي دي چې: اختراع ، ترتیب، تنظیم، حافظه او وړاندې کول دي. [۱][۲]

له لرغوني یونان څخه د نولسمې پیړۍ تر وروستیو پورې، بلاغت د ویناوالو، وکیلانو، سلاکارانو، تاریخ پوهانو، سیاستوالو او شاعرانو په روزنه کې د لویدیځ په ښوونیز سیتسم کې بنسټیزه ونډه لوبولی ځکه چې دا له شخص څخه شخص ته د اړیکو ترټولو پراخه بڼه ده.  [۳]

کارونېسمول

محدودهسمول

پوهانو له پخوانیو وختونو را په دې خوا د بلاغت په برخه کې پراخ بحثونه ترسره کړي دي. که څه هم ځینو بلاغت د سیاسي ویناوو د ځانګړې ساحې لپاره محدود کړی و، عصري پوهانو د کلتور ټول اړخو د پوښښ لپاره دا پوهه پراخه کړه. د بلاغت عصري څېړنې د پخوانیو وختونو په پرتله خورا لویه متنوع لړۍ تر پوښښ لاندې راولي. لکه څنګه چې کلاسیک بلاغت وینا کونکي په داسې ډول روزل چې په عامه غونډو او ادارو لکه محکمو او مجلسونو کې د اغیزمنو قانع کونکو په توګه څرګند شي، عصري بلاغت د انساني وینا څېړنه په پراخه کچه ترسره کوي. بلاغت پوهانو د سیاست او قانون د دودیزو برخو سر بېره، د طبیعي او ټولنیزو علومو، غوره هنرونو ، مذهب، ژورنالیزم ، دیجیتلي رسنیو، کیسو، تاریخ ، نقشه ایستلو او مهندسۍ په ګډوڼ د ډېری برخو لیدلوري تر څېړنې لاندې نیسي.[۴]  

له هغه ځایه چې پخوانیو یونانیانو ته عامه سیاسي ګډون خورا ارزښت درلود، بلاغت په سیاست باندې د یوې پراخې نفوذ کوونکې وسیلې په توګه راڅرګند شو. په پایله کې، بلاغت له خپل سیاسي سرچینې سره تړلي پاتې شو. خو حتی د لوېدیځ د وینا اصلي ښوونکي – د فلسفې استادان - د بلاغت په دې محدود لیدلوې باندې بحث وکړ. د فلسفې د استادانو لکه ګورجیاس په وینا، یو بریالی بلاغت پوه پرته له دې چې په یوه برخه کې تجربه ولري، کولای شي په هره موضوع باندې د قناعت وړ خبرې وکړي. دا تګلاره وړاندیز کوي چې بلاغت کولای شي د هر تخصص د اړیکو د وسیلې په توګه وکارول شي، نه یوازې د سیاست. له هېلین څخه په ستایلو کې، ګورجیاس حتی په خپله خوښه په افسانه کې له بلاغت څخه کار واخست ترڅو د تروجان د جګړې د پیل په لامل کې د افسانوي ترای هیلن بې ګناه ثابته کړي.[۵]

یو بل مشهور بلاغتي تیوریست ته په کتو، افلاطون د هنر په اړه د هغه د منفي لیدلوري پر بنسټ د بلاغت پراختیا تعریف کړه. هغه د فلسفې په استادانو نیوکه وکړه چې بلاغت یې د حقیقت د موندلو پر ځای، د يوې دوکه کوونکې تګلارې په توګه کارولی دی. په "ګورجیاس" کې چې د هغه د سقراطي د ویناوو څخه ده، افلاطون بلاغت داسې تعریف کړ چې په محکمو او مجلسونو کې د ناپوهو خلکو قانع کول دي. د افلاطون له لیدلوري، بلاغت یوازې د پخلي په څیر د غوړه مالۍ یوه بڼه ده، چې په خوندور کولو سره د غیر صحي خوړ څخه  د ناخوښۍ مخه نیسي. له دې امله، افلاطون د اوږد نثر هر ډول وینا په پام کې نیولې چې موخه یې د بلاغت پر بنسټ یې د غوړه مالۍ موخه درلوده. خو، ځینې پوهان له دې لیدلوري سره مخالفت ښودلی چې افلاطون بلاغت ته سپکاوی کړی او پرځای یې د هغه د وینا د پیچلو بلاغتي اصولو پر بنسټ یو نمایش ګني. [۶][۷][۸][۹]

ارسطو بلاغت خپل ښوونکي څخه ترلاسه کړی او همدارنګه یې د بلاغت د دریو ډولونو د تعریف پر مټ یې خپل تمرکز محدود کړچې دا دری عبارت دي له - مشورتي، مشاجره یي یا قضایي او دودیز. لا هم، سره له دې چې هغه موجوده بلاغتي تیوریو ته نظم ورکړ، ارسطو د بلاغت تعریف پراخ کړ، هغه يې په یوه ټاکل شوي حالت کې د قناعت د  مناسبې وسیلې پېژندلو وړتیا وبلله، په دې توګه بلاغت یوازې په سیاست کې نه بلکې په ټولو برخو کې پلي کېدو وړ وګرځېد. کله چې یو څوک فکر کوي چې په بلاغت کې شکنجه شامله ده (په دې معنی چې د شکنجې عمل د قناعت یا جبر یوه بڼه ده)، دا روښانه ده چې بلاغت یوازې په علمي شرایطو کې نه لیدل کېږي. خو د منطق پر بنسټ ضعیف استدلال (په ځانګړې توګه، د تعلیلي قیاس پر بنسټ) د بلاغت د بنسټ په توګه لیدل کېده. [۱۰]

خو، د ارسطو له زمانې را په دې خوا، منطق بدلون موندلی دی. د بېلګې په توګه، نمونه یي منطق یو لوی پرمختګونه کړی چې په بلاغت کې هم سمونونه راولي. لا هم، ارسطو همدارنګه عمومي محدودیتونه هم په نښه کړل چې د عامه سیاسي فعالیت په برخه کې د بلاغت په هنر تمرکز کوي. هغه بلاغت په مشروط یا احتمالي برخه پورې محدود کړل: یعنې هغه مسایل چې ډیری مشروع نظرونه یا استدلال مني. [۱۱]

د بلاغت په اړه عصري نوي-ارسطویي او نوي فلسفي دریځونه د فلسفې د استادانو او ارسطو ترمینځ وېش په نښه کوي. نوي ارسطو پلوه په عموم ډول بلاغت د سیاسي وینا په توګه تر څېړنې لاندې نیسي، پداسې حال کې چې د نوو-فلسفي استادانو نظریات وایي چې بلاغت دومره محدود نه دي. بلاغت پوه مایکل لیف د دې دریځونو ترمینځ شخړه د بلاغتو په توګه د "لوښي" په توګه بیانوي چې په کې  "یو شی" شتون لري. نوي-ارسطویې نظریه د بلاغت مطالعه په داسې ساحه کې محدودوي، چې د بلاغت د تیوري، انتقاد او عمل ډیری اړینې کاروني له پامه غورځوي. په ورته وخت کې، نوي سوفیستان ګواښ کوي چې بلاغت د یو اړخیز نظري ارزښت څخه هاخوا پراخ کړي.

د تیرې پیړۍ په ترځ کې، هغه خلک چې د بلاغت مطالعه یې کوله هڅه کړې ده چې د دې پوهې لمن د وینا له متنونو هاخوا د خپل  پراخه کړي. کینیت برک ټینګار وکړ چې انسانان په سمبولیک ډول د ګډو ځانګړتیاو او ګټو په پیژندلو سره د شخړو د حل لپاره بلاغت کاروي. د ماهیت پر بنسټ، انسانان په تشخیص کې ښکیل دي، ترڅو یا خپل ځان، یا یو بل کس یوې ډلې ته منسوب کړي. د تشخیص په توګه د بلاغتو دا تعریف د بلاغت محدوده له ستراتیژیکې او ښکاره سیاسي هڅونې څخه د تشخیص تر خورا اغیزناک تاکتیکونو پورې چې د سرچینو په پراخه لړۍ کې موندل کېږي، پراخه کړي.  [۱۲]

د ډیرو پوهانو تر منځ چې د بورک د فکر لیکه تعقیبوي، جیمز بویډ وایټ د بنسټيز بلاغت په خپله نظریه کې  بلاغت د ټولنیزې تجربې د پراخې ساحې په توګه په نظر کې نیسي. د ټولنیز جوړښت د تیوریوتر اغېز لاندې، وایټ استدلال کوي چې د یو هېواد دود  د ژبې له پر بنسټ "جوړ شوی" دی. لکه څنګه چې ژبه په خلکو اغېزه کوي، خلک په ژبه تر اغېزه لاندې راولي. ژبه په ټولنیز ډول جوړه شوې، او په هغه پورې اړوند د خلکو په معنی پورې اړه لري. ځکه چې ژبه محدوده نه ده او د حالت سره سم بدلون کوي، د ژبې بنسټیزه کارونه بلاغتي بڼه لري. وایټ وایي چې یو لیکوال  تل هڅه کوي چې نوې نړۍ جوړه کړي او خپل لوستونکي دې ته قانع کوي چې دا نړۍ په متن کې و مومي.  [۱۳]

هرکله چې خلک خبرې کوي یا یو مفهوم منځ ته راوړي، د بلاغت په بهیر کې ښکیل دي. حتی د ساینس په ډګر کې، چې یو وخت یوازې د پوهې د موضوعي ازمایښت او وړاندې کوونکي په توګه لیدل کېده، ساینس پوهان باید خپل لوستونکي قانع کړي چې د دوی موندنې ومني او وښيي چې د دوی مطالعه یا تجربه په معتبر ډول ترسره شوې او د کافي شواهدو په پایله کې را منځ ته شوي دي چې د دوی د پایلو ملاتړ کوي.

د بلاغت د پراخې ساحې تعریف ستونزمن کار دی. خو په ډېری تګلارو کې سیاسي ویناوي د ځانګړو تخنیکونو او د قناعت د مفکورې د څېړنې لپاره د بېلګې په توګه پاتې دي، چې د ډیری لخوا د "بلاغت" د مترادف په توګه ګڼل کېږي.[۱۴]

سرچینېسمول

  1. Corbett, E. P. J. (1990). Classical rhetoric for the modern student. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Young, R. E., Becker, A. L., and Pike, K. L. (1970). Rhetoric: discovery and change. New York: Harcourt Brace & World. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  2. "Aristotle's Rhetoric, Book I, Chapter 2, Section 1359 (trans. W. Rhys Roberts)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Aristotle, Rhetoric 1.2.1". د اصلي آرشيف څخه پر 15 اپریل 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 19 اکتوبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. See, e.g., Thomas Conley, Rhetoric in the European Tradition (University of Chicago, 1991).
  4. John S. Nelson, Allan Megill, and Donald N. McCloskey The Rhetoric of Human Sciences: Language and Argument in Scholarship and Public Affairs, London: University of Wisconsin Press, 1987. "In the last ten years, many scholars have investigated exactly how rhetoric works within a particular field." Polito, Theodora (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Educational Theory as Theory of Culture: A Vichian perspective on the educational theories of John Dewey and Kieran Egan"]. Educational Philosophy and Theory 37 (4): 475–494. doi:10.1111/j.1469-5812.2005.00136.x. ; Deirdre N. McCloskey (1985) "The Rhetoric of Economics"; کينډۍ:JSTOR (Madison, University of Wisconsin Press); Nelson, J. S. (1998) Tropes of Politics (Madison, University of Wisconsin Press); Brown, R. H. (1987) Society as Text (Chicago, University of Chicago Press).
  5. Sprague, Rosamond Kent, المحرر (1972). The Older Sophists: A Complete Translations by Several Hands of the Fragments. Columbia, South Carolina: University of South Carolina Press. د کتاب پاڼي 50–54. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87249-192-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Plato, "Gorgias," The Classical Library
  7. Kastely, James (2015). The Rhetoric of Plato's Republic (په انګلیسي ژبه کي). Chicago UP. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bjork, Collin (2021). "Plato, Xenophon, and the Uneven Temporalities of Ethos in the Trial of Socrates". Philosophy & Rhetoric 54 (3): 240–262. doi:10.5325/philrhet.54.3.0240. ISSN 0031-8213. https://www.jstor.org/stable/10.5325/philrhet.54.3.0240. 
  9. Bengtson, Erik (2019). The epistemology of rhetoric: Plato, doxa and post-truth. Uppsala UP. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Rapp, Christof. "Aristotle's Rhetoric – The Agenda of the Rhetoric", Stanford Encyclopedia of Philosophy
  11. George A. Kennedy, Aristotle, On Rhetoric: A Theory of Civic Discourse (New York: Oxford University Press, 1991).
  12. Kenneth Burke, A Rhetoric of Motives, (Berkeley: University of California Press, 1969).
  13. James Boyd White, When Words Lose Their Meaning (Chicago: The University of Chicago Press, 1984).
  14. Michael Leff, "The Habitation of Rhetoric" in Contemporary Rhetorical Theory: A Reader, ed. John Louis Lucaites, et al. (New York: Guilford Press, 1993).