بشیر احمد ریان (په انگرېزي:Basher Ahmed Rayan) تاند لیکوال او ژورنالست د کندهار پوهتنون د دري ژبې ادبیاتو د درېیم کال محصل و چې یو شمېر اثار یې لیکلي او یو شمېر نور یې له فاړسي ،عربي ،انگریزي او اردو ژبو ژباړلي. گڼ شمېر مقالې یې د هېواد په برښنایي او چاپي رسنیو کې چاپ شوي. نوموړی په ۱۳۹۴ کال کې د پوهنتون د وروستۍ ازموينې په ورځ د وسلوالو کسانو له لوری د پوهنتون له انگړه څخه ایستل شوی و، له کمې مودې لادرکۍ وروسته د ۱۳۹۵ لمریز کال د وري د میاشتې په ۹ نیټه یې مړی د بولدک په ولسوالۍ کې وموندل شو.

مخینه

بشیر احمد ریان دعبدالله گل ريان زوی چی په ۱۳۷۵ لمریز کال کی دغزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د محمد نعیم په کلي کې دنیا ته راغلی.

زده کړی

په ۱۳۹۰لمریز کال کی د شهیدمولوی حبیب الرحمن په لیسه کی یی لمړنی او منځنی زده کړی پایته ورسولی او په همدی کال د کانکور په ازموینه کی د لوړو نمرو په درلودلو سره د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په برخه کی د دری ژبی پوهنځی ته شامل شو.

څېرمه دندې

د کندهار پوهنتون د دري ژبې ادبیاتو د درېیم کال محصل

اثار

شهید ریان لا د ټیټو ټولگیو زده کوونکی وو چی د خپل خدای ورکړی استعداد څخه په گټه اخستلو یی د علمی اثارو په لیکلو او ژباړلو لاس پوری کړ او تر لسو ډیر علمی اثار یی له نورو ژبو څخه راوژباړل. لاندی اثاریی چاپ شوی .

  1. سیرت النعمان
  2. په اروپا کې اسلامي جگړې
  3. د مېرمنو فقهي مسائل
  4. زرينې کرښې.
  5. غوره شوي نبوي حديثونه.
  6. غازې احمد شاه بابا.
  7. د افغاني پاچاهانو لنډ ژوند ليک.
  8. د تاريخ له څپرکو څخه اړين معلومات.
  9. د جغرافيې له نړۍ څخه معلومات
  10. د نړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات.
  11. خليفه هارون الرشيد.
  12. فتوح الغيب.
  13. د مستندو دعاوو ټولگه.
  14. د نړۍ د هېوادونو لنډه پېژندنه.

له وسله والو ترهگرو سره قلمي همکاري

يوې دولتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي پژواک اژانس ته وويل چې بشيراحمد ريان د وسله والو طالبانو اړوند د "الامارة" وېبپاڼې سره همکاري لرله خو کورنۍ يي دا تور ردوي.[۱] اخوا بیا د خبریال ډاټ کام برښنایي رسنۍ چلوونکی میرویس افغان منلې چې بشیر احمد ریان له دوی سره د ژباړې په برخه کې همکاري در لوده .[۲] بشير احمد ریان چې ويل کیدل ژورناليست او لیکوال وو په مرموز ډول سره په کندهار کې ترور شو ددې ترور پړه طالب پلوي رسنیو او ځينو کړيو بر افغان حکومت ور واچاوو په دې مناسبت ډيرې غونډې هم ونیول شوې او د نن ټکي اسيا په نوم د طالب پلوه يوې قلمي کړۍ په دې اړه ډیر پراخ تبليغات وکړل او کوښښ يي دا وکړ چې يو ډول نه يو ډول افغان حکومت او خصوصا ملي امنيت رياست په دې پيښه کې په لاس لرلو تورن کړي. ان تر دې چې په دې مناسبت په جوړو شویو غونډو کې نوموړی په شخصي زندان کې بندي بلل شوی وو خو هيڅ ډول اسناد وړاندې نشول په طالب پلوو پاڼو کې ورته ځانگړې پاڼې جوړې شوې او له هرې شونې لارې کوښښ وشو چې ددې مرک پړه پر نورو ور واچوي خو باالاخره د پلار تر مرگ وروسته يي کیسه روښانه شوه چې طالبان څنگه هدفي او نسل وژنې کوي. د بشير ریان د مرموز مرگ ايله مياشت پوره شوې چې داده پرون يي پلار عبدالله گل ريان چې په کوټه کې د يوې مدرسې مسول وو د سرطان د ناروغۍ په پلمه و وژل شو او طالبانو بیا هم دده پر مړينه د تمساح اوښکې تويي کړې او خبرپاڼې يي ورکړې، خو دلته اوس څو پوښتنې دي چې که بشير ریان افغان حکومت و واژه نو پلار يي عبدالله گل ريان چا و واژه ځکه ډيری طالباني پټې او ښکاره سرچينې په روښانه تور پورې کوي چې نوموړي ته زهر ورکول شوي دي او وژل شوی دی. په ډيرو هغو اسنادو کې چې تر اوسه خپاره شوي دي ويل شوي دي چې عبدالله گل ريان تر دې مخکې هيڅ ډول ناروغي نه لرله او نه يي هم کله چاته د کومې ناروغۍ خبره کړې خو اوس اوس يو وار د نوموړي وژل کيدل او پر دې مرگ يي د طالبانو د مشر اخترمحمد منصور له اعلاميي داسې ښکاري چې څه خبره شته. عبدالله گل ریان چې د روسي يرغل پر مهال په افغانستان کې وو تر ډيره يي د جهاد په لیکو کې ونډه درلوده، هغه وخت ان يو وارې بندي شوی هم وو او بیا د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې يي په يوه نيمه نظامي مدرسه کې په کوټه کې تدريس شروع کړ چې هم به يي درس ورکاوو هم به يي د طالبانو لیکو ته کسان جذبول. د صدر مولوي ابراهيم په نوم د طالبانو يو قومندان او د هغه پلویانو په ټولنیزو پاڼو کې ریان په تدريجي مرگ وژل شوی بللی دی او ويلي يي دي چې ريان ته زهر ورکول شوي وو او وژل شی دی دی. ډيری له منصور ناراضه کړۍ وايي چې ریان له منصور سره شخصي ستونزې درلودې او په ډيرو برخو کې دوی دواړه سره موافق نه وو نو له همدې امله يي د مرموزې او زهري وژنې هڅه وشوه او باالاخره په تدريجي مرگ له منځه يو وړل شو. د ريان او زوی مرگ يي يو ډول طالبانو او د منصور ډلې له هرې لارې تر خپل پوښښ لاندې را وست خو تر ده يي د زوی د وژل کيدو آوازه ډيره ځکه گرمه کړې وه چې شونې ده نني تدریجي مرگ ته يي ډول عامه ذهنیت سازي کړي وي او په دې ډول کړنو سره کوښښ وشي چې ددې مرگونو لپاره مشروعيت پیدا شي. عبدالله گل ریان د عبدالظاهر زوی وو او د غزني د قره باغ اوسیدونکی وو او ويل کيږي په انجينري برخه کې يي هم زده کړې وې په مبهم ډول سره يو دم يي خپل لوری بدل کړ او باالاخره يي هغه ورځ په شوکت خانم کې ساه ورکړه. خو له دې ټولو سره سره په لنډو کې ويلی شوو چې طالبانو په پټه هدفي وژنو ته زور ورکړی دی او له دې لارې کوښښ کوي په ټول کې شته انشعاب او بیلوالی په دې ډول وژنو سره ختم کړي خو دا به يوه بله سهوه وه ځکه په دې ډول کړنو سره نوره هم د غچ او بیلوالي تله درنیږي.

مړینه

د۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په نهمه نیټه له دې پاني نړۍ دشلو کالو په عمر و کوچېد.

سرچینه

  1. نن ټکې اسیا
  2. عبدالواحد ریان
  3. خبریال ډاټ کام
  1. http://www.dailyshahadat.com/index.php/site/news_details/2639شهادت ویب پاڼه
  2. http://khabarial.com/%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%87%D8%A7%D8%B1-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%D8%AE%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D9%84-%DA%89%D8%A7%D9%BC-%DA%A9%D8%A7%D9%85-%D8%AF%DB%8C%D9%88%D9%87-%D9%BE%D8%AE%D9%88%D8%A7%D9%86خبریال[مړه لينکونه] ډاټ کام