بشير احمد بلور

پشتو

بشير احمد بلور (انګلیسي: Bashir Ahmad Bilour - 1 د اگست، 1943 - 22 د ډېسمبر, 2012) د خيبر پښتونخوا د ولايتي جرگې غړی او د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت د کليو پراختيايي وزير و.[۱]

مخينه

بشير احمد بلور په ۱ د اگسټ، 1943 کال کې خيبر پښتونخوا کې زېږېدلی و. هغه د پېښور د هندکو ژبو لږکيو يو سياسي مشر و.[۲]

بلور په حقوقو کې زده کړې کړي وې او د حقوقو لېسانس يې درلوده. هغه د پېښور د سترې محکمې وکيل هم پاتې شوی و او له 1970 ز. کال نه راپدېخوا د عوامي نشنل گوند غړی و او د همدغه گوند په سياسي چوکاټ کې يې فعاليت کاوه.[۱]

سياسي ژوند

په 2008 ز. کال په ټولټاکنو کې بشير احمد بلور د خيبر پښتونخوا د ولايتي جرگې غړي په توگه وگومارل شو. هغه په دغو ټولټاکنو کې له 4000 ډېرې رايې د پېښور له ښار نه ترلاسه کړي وې. دا د هغه د سياسي ژوند پينځم وار و چې په پرله پسې توگه په ټولټاکنو کې يې بری ترلاسه کړی و او د عوامي نشنل گوند لپاره د وزارت څلورمه دنده وه.[۲] هغه د خيبر پښتونخوا د صوبې صدر هم پاتې شوی و.

مړينه

په 22 د دېسمبر، 2012 ز. کال کې کله چې بشير احمد بلور د عوامي نشنل گوند له يوې غونډې دباندې ووت، نو په سيمه ايز وخت 6:15 دقيقې د ماښام په يوه ځانمرگي بريد کې ټپي سخت ټپي شو. کله چې په بېړه د لېډي ريډېنگ روغتون ته ورسېد په 7:40 دقيقو يې ساه ورکړه .

دا هم ولولۍ

سرچينې