بشري ناورین

بشري ناورین(یا کله ناکله بشري کړکېچ) د یوې واحدې پېښې یا د پېښو د یوې لړۍ په توګه تعریف کېږي، چې د یوې ټولنې یا د خلکو یوې لویې ډلې د روغتیا، خوندیتوب یا هوساینې له پلوه ګواښونکې وي. ښایي دا یوه داخلي یا بهرنۍ جګړه وي او معمولاً د یوې لویې ځمکې په ټوله برخه کې پېښېږي. په داسې پېښو کې سیمه ییز، ملي او نړیوال غبرګونونه اړین دي.[۱][۲]

هر بشري ناورین د بېلابېلو عواملو له امله رامنځته کېږي او په پایله کې هر جلا انساني ناورین یوه ځانګړي غبرګون ته اړتیا لري، چې د ځانګړو برخو په پرتله اغېزمن شوي دي. ښایي دا ناورین د لنډمهاله یا اوږدمهاله زیان لامل شي. بشري ناورینونه کېدای شي طبیعي آفتونه، د انسان له خوا رامنځته شوي آفتونه یا پېچلي بېړني حالتونه وي. په داسې حالاتو کې پېچلي بېړني حالتونه د بېلابېلو لاملونو یا پیښو په پایله کې رامنځته کېږي، چې ځانګړو بنسټیزو اړتیاوو ته، لکه: خوړو، پاکو اوبو یا خوندي سرپناه ته د ګڼ شمېر وګړو د لاسرسي مخه نیسي.[۳]

وسله والې جګړې، ساري ناروغۍ، قحطي، طبیعي آفتونه او نور لوی بېړني موارد ټول د بشري ناورینونو بېلګې دي. که دا ډول ناورین د خلکو د لوی خوځښت لامل شي، نو د کډوالو پر یو لوی ناورین هم بدلېدای شي. د دغو دلایلو پر بنسټ، بشري کړکېچونه زیاتره وخت له یو بل سره تړلي او پېچلي وي او زیاتره ملي او نړیوالې ادارې د پېښو په پایلو کې ونډه لري. [۴]

ډلبندي سمول

د بشري ناورینونوهېڅ ډول ساده ډلبندي نشته. بېلابېلې ټولنې او ادارې دې ته لېواله دي، ترڅو د هغو مشخصو حالاتو اړوند تعریفونه ولري، چې ورسره مخامخ دي. د اور وژنې یو سیمه ییز ټیم دې ته لېوال وي، چې په ځینو ځانګړو مسایلو لکه سېلابونو او د هوا له امله پر رامنځته شوو کړکېچونو باندې تمرکز وکړي. طبي او د روغتیا برخې اړوند سازمانونه په طبیعي توګه د یوې ټولنې د روغتیایي برخې اړوند پر ناڅاپي ناورینونو تمرکز کوي.

کېدای شي، بشري ناورین د طبیعي او انساني افتونو، شخړو او نښتو له امله رامنځته شي. د طبیعي پېښو له امله په رامنځته شوو ناورینونو کې سونامي، زلزله، طوفان، سیلابونه، وچکالۍ او د ځنګل اورونه شامل دي، چې ښایي شتمنیو ته د زیان رسولو، فزیکي ټپونو او مړینې، رواني ناروغیو، د افرادو او کورنیو ځای پر ځای کولو او په عادي ورځنیو فعالیتونو کې د اوږدمهاله خنډونو لامل شي. له بله پلوه، د انساني افتونو، لکه: جنګونو، ټولنیزو ناکراریو، اعتراضونو، شخړو او ترهګریزو بریدونو له امله رامنځته شوي کړکېچونه د زیانمنو اشخاصو پر فزیکي، رواني او ټولنیزې هوساینې پراخې اغېزې لري. [۵]

کېدای شي یوه روانه یا اوږدمهاله ساري ناروغۍ پر یوه بشري ناورین بدله شي، په ځانګړې توګه په هغو مواردو کې چې د وېروس یا د انتاناتو کچه لکه اېډز، د مرغانو انفولانزا یا نري رنځ موجوده وي. د روغتیا اړوند مهمې ستونزې، لکه: نری رنځ( سرطان) ، د ځمکې د تودوخې لوړېدل معمولاً د «کړکېچ» یا «ناورین» لیبل توجیه کولو لپاره یوې برجسته جمعي پېښې یا ټاکل شوو برخو ته اړتیا لري.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) هغه ډلبندي لیست کوي، چې په هغو کې د طبیعي پېښو بېلابېل ډولونه، تخنیکي آفتونه (لکه: د خطرناکو موادو خپرېدل، د چرنوبیل ډوله اتومي حادثې، کیمیاوي چاودنې) او د انسان له خوا رامنځته شوي اوږد مهاله ناورینونه «کورنۍ شخړې، کورنۍ جګړه او نړیواله جګړه» شامل دي. په نړیواله کچه د بشردوستانه غبرګون ښودلو اړونده برخه دې ته لېوالتیا لري، چې د طبیعي پېښو او پېچلو بېړنیو پېښو ترمنځ توپیر قایل شي، چې له جګړو او وسله والو جګړو سره تړاو لري. [۶][۷]

اغېزې سمول

په بشري ناورینونو کې د ښځو ټولنیزه ونډه سمول

په ټولنیز ډول ښځې او ماشومان (زیاتره نجونې) د بشري ناورینونو په ځواب کې په پراخه کچه له پامه غورځول کېږي. ښځې او ماشومان له ناورین نه وروسته له خطر سره مخامخ د کډوالو یا بېځایه شوو کسانو درې پر څلورمه برخه جوړوي. د دغه نفوس یو پرڅلورمه برخه د زېږون عمر لري او د دې نفوس یو پر پنځمه برخه احتمالاً امیندواره دي. په بېړنیو حالتونو او داسې ناورینونو کې د امیندوارۍ، د زېږون پرمهال روغتیا، جنسي تاوتریخوالي او جنسي ګټې اخیستنې اړوند مړینې په ځانګړې توګه د مېرمنو په منځ کې په شدت سره زیاتېږي. د داسېبېړنیو حالتونو په لړ کې ښځې د کورنۍ د تنظیمولو اړوند خدمتونو، د امیندوارۍ د دورې پاملرنو، له زېږون وروسته پاملرنو او نورو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکوي. د ښځو د روغتیا او خوندیتوب د خطر لوړېدل دوی د ناروغیو، تاوتریخوالي او مرګ پر وړاندې لا ډېر زیانمن کوي. [۸]

غیر انتفاعي سازمانونه، لکه د کډوالو ښځو کمیسیون د بېلابېلو بشري ناروینونو له زیانمن شوو ښځو سره مرسته کوي. د کډوالو ښځو کمیسیون په وینا د بشري کړکېچ او ناورین په لومړیو ساعتونو کې ښځې او تنکي ماشومان تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ دي. د داسې یوې پېښې په ترڅ کې ادارې او سازمانونه په توپیري توګه له ستونزو سره مخ ته ځي. په دې توګه له کړکېچ نه څو ساعته او میاشتې وروسته تر ټولو مهمې اړتیاوې په دې توګه دي: له خطر نه د کډوالو او داخلي بېځایه شوو وګړو لرې ساتل او بنسټیزو اړتیاوو، لکه: خوړو، د روغتیایي پاملرنې اړوند خدمتونو، د معلوماتو پېژندنې، د جنسي تاوتریخوالي مخنیوي او داسې نورو اړتیاوو ته د لاسرسي اجازه ورکول دي.[۹][۱۰]

د بشري ناورینونو اقتصادي ـ ټولنیز واقعیتونه سمول

اقتصادي مسایل کولای شي، د بشري ناورین او یا هم بشري ناورینونه ښایي د اقتصادي سقوط لامل شي. که اقتصادي ستونزې وروسته له هغه رامنځته شي، چې بشري ناورین پر یو ملت اغېزه وکړي، نو دهېواد په اقتصادي شرایطو کې د خلکو معیشت بېرته راګرځول یا اقتصادي حالت ښه کول اړین دي. د کډوالو ښځو د کمیسیون په لیست کې له مهمو اړتیاوو نه یوه د سیمې اقتصادي کیفیت ساتلو لپاره د زده کړې او اقتصادي فرصتونو برابرول دي. دا کار د بېځایه شوو یا کډوالو د شخصي مهارتونو په کارولو سره دوی ته د عاید ترلاسه کولو اړوند فرصتونو د چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.[۱۱][۱۲]

که اقتصادي مسایل د بشري ناورین د لامل په توګه رامنځته شي، نو ټولنه به له مدني ناامنۍ او اقتصادي کمښتونو سره مخامخ شي، چې ښایي د حکومت د سقوط لامل شي. دغه اقتصادي ستونزې د خوړو د خوندیتوب، قحطۍ، فساد او نورو مختلفو مسایلو له امله وي. د دغه حالت په مستقیمو اغېزو کې د بشري حقونو سرغړونه، تاوتریخوالی او ډله ییزې وژنې شاملې دي. [۱۳]

چاپېریالي او ایکولوژيکي اغېزې سمول

د بشري ناورینونو په حالاتو کې او په ځانګړې توګه طبیعي آفتونه، لکه: توپان، سونامي او زلزلې دا پېښې په زیانمنو سیمو کې چاپېریالي او ایکولوژیکي اغیزې پر ځای پرېږدي. د طبیعي پېښو عواقب په پراخه اندازه د طبیعي سرچینو د کمېدو لامل کېدای شي او په ورته وخت کې سیمه له راتلونکو ستونزو سره هم مخامخ کوي. د بېلګې په توګه: که په یوه لویه سیمه کې د ځنګل اور لګېدنه رامنځته شي، ښایي هغه سیمه د هوا د ککړتیا، دوړو، د سرطاني ګازونو د خپرېدو او داسې نورو مواردو په وړاندې زیانمنونکې او حساسه شي. د نمونې په توګه: د ځنګل ایکولوژیکي حیات وحش یا ځنګلي ژوندي موجودات په ډېر شدت سره د دې ډول پېښو تر اغېزې لاندې راځي. د اوبو، طبیعي پېښو او آفتونو، لکه: سېلابونو او سونامي له امله ډېر زیانونه رامنځته کېږي، کبان، مرجان او نور سمندري ژوندي موجودات تر اغیزې لاندې راولي، چې د کب نیوونکو پر ژوند هم اغېز کوي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د رواني روغتیا اړوندې اغېزې سمول

د رواني روغتیا اړوندې اغېزې کولای شي، د بشري ناورینونو له امله زیانمن شوو وګړو لپاره نورې اندېښنې رامنځته کړي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) داسې انګیري، چې دناورینونو له امله د زیانمن شوو وګړو په ډله کې په هرو پنځو کسانو کې ښایي یو تن له مخکې د رواني روغتیا له اختلالاتو سره مخامخ وي، چې بیا له کړکېچنو شرایطو سره لاپسې خرابېږي. د رواني روغتیا اړوند اختلالات چې په دې اټکل کې شامل دي، له خفیف اضطراب او یا خپګان نه نیولې تر سختو او دوامدارو شرایطو، لکه: دوه قطبي اختلال او شیزوفرینیا پورې ټول په کې شاملېږي. [۱۷][۱۸]

سرچينې سمول

  1. "What Is a Humanitarian Crisis" Archived 16 September 2013 at the Wayback Machine., Humanitarian Coalition, Retrieved on 6 May 2013.
  2. "Complex Humanitarian Emergency Program." EDUCATION & TRAINING. <http://globalhealthsciences.ucsf.edu/education-training/complex-humanitarian-emergency-program Archived 9 May 2013 at the Wayback Machine.> Retrieved on 4 May 2013.
  3. So experts exclude that to address such crises it is possible to deny essential goods or pledging any action not to alleviate the suffering: Humanitarian Experts Debate Trump's Use Of The Term 'Humanitarian Crisis', NPR24, January 9, 2019 Archived 10 January 2019 at the Wayback Machine..
  4. "Humanitarian workshop flyer" Archived 14 May 2013 at the Wayback Machine., Retrieved on 7 May 2013.
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. "Office for the Coordination of Humanitarian Affairs handbook for complex emergencies". مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Types of disasters: Definition of hazard". ifrc.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "UNFPA – United Nations Population Fund – Protecting Women in Emergency Situations". unfpa.org. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Matthew Mesa. "Women's Refugee Commission – Humanitarian Crises Around the World". womensrefugeecommission.org. مؤرشف من الأصل في ۰۸ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Caitlin Kelley. "Women's Refugee Commission – Top 10 Needs Facing Refugees and Those Displaced in Emergencies". womensrefugeecommission.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Themes". humanitarianstudiesconference.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Humanitarian coordination – The international humanitarian system". unicef.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Conflict, economic crisis and drought a humanitarian emergency out of control – Humanitarian Practice Network". odihpn.org. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Groupe URD – Trainer's Guide "Integrating the Environment into Humanitarian Action and Early Recovery"". urd.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  16. "WWF – Ecological Consequences of Natural Disasters: Tsunami". panda.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Mental health in emergencies". مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Mental health in emergencies". مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)