بشروي نسجونه

سريزه: دلوړو زدکړو وزارت دقانون اولايحې له مخې دښوونې اوروزنې پوهنځي دکيميا اوبيولوژي څانګي د څلورم ټولګي محصلين داتم سمستر په پيل کي يوه موضوع دسيمينار په نوم اخلي اودسمستر په وروستيو دوه اونيوکې دهغي څخه دفاع کوي په دغه اړوند ماته هم يوه موضوع دحيواني بشروي نسجونو ترسرليک لاندي داړوند څانګي له خوا دمحترم استاد پوهنمل محمد ناصر همدرد ترلارښووني لاندي وسپارل شوه چې ماپه دغه سيمينار کي دبشروي نسجونه اودهغه طبقات چي ورڅخه منشه اخلي اودبشروي انساجو عمومي خواص ، دبشروي انساجو جوړښتونه اوهغه جوړښتونه چې دبشروي انساجو په جانبي سطحه کي ليدل کيږي دبشروي انساجو دحجرو دقاعدوي سطحوجوړښتونه ،دبشروي انساجوډولونه ،دبشروي انساجوډلبندي ،څوطبقوي بشروي نسجونه ،دبشروي انساجو ځانګړي ډولونه ،دبشروي انساجو دندې ،دبشروي انساجوبدلونونه اودهغه شکلونه څيړلي دي . دموضوع په ليکلوکيې مي دنوې اومعياري کتابونواومنابعوڅخه استفاده کړيده اودامکان ترحده پوري مي کوښښ کړي دي چه په روانو او ساده جملوکې مطالب وليکل شي هيله ده چي دلوستونکودګټي وړ وګرځي له لارښود استادپوهنمل محمد ناصر همدرد چه دموضوع په ترتيب اوتنظيم کي يي له ماسره ډيره علمي مرسته کړي ده اودڅانګي محترمو استادانو راته لازمې مشورې راکړي دي دلارښود استاد په شمول ترې مننه کوم او دالله له دربارڅخه ورته دعظيم اجر غوښتونکې يم. .


بشروي نسجونه Epithelial Tissue تعريف :بشرو‌‌ى نسجونه هغه نسجونه دى چې دعضويت خارجي سطحه اودعضويت دخاليګاوو داخلي سطحه پوښي اوبدن دخارجي ضررونوڅخه ساتى اودوجوددمايعاتودضايع کيدوڅخه مخنوي کوي. داپتيليم نسجونو ( Epithelium Tissues) دوه مختلف شکلونه په لاندي ډول دي


   دبشروي نسج (١) شکل :(٤-م،١٦).                     دبشروي نسج   (٢)شکل: (٤-م،١٥).                                                          




هغه طبقي چې بشروى نسجونه ورڅخه منشاء اخلي الف- داکتودرم طبقه :داکتودرم طبقي څخه هغه بشروى نسجونه منځ ته راځي چى دبدن سطحه پوښى.لکه دپوستکي،قرنيى اپيتيل او د هغوخاليګاووبشروي نسجونه چي مستقيماًله بيرون سره اړيکي لري . لکه دخولي خاليګاه،دمقعداوپوزي بشروي نسجونه چي نوموړي نسجونه له څوطبقوي بشروي نسجونو څخه عبارت دى . ب- داندودرم طبقه:داندودرم طبقي څخه هغه بشروى نسجونه منشاء اخلي چى تنفسي لاره،هضمي کڅوړه اودهغې کڅوړي اړوند عضلي پوښوي . ج-ميــزودرم طــبقه:دميــزودرم طــبقي څخه دبولي اوتناسلى سيســتم Endothelume منځ ته راځي . دبشروى نسجونو عمومي خواص برسيره پردې چي بشروى نسجونو دبدن مختليفي برخي پوښلي دي دوظيفوي اړتياووله مخې يوله بل سره ډيرتوپيرلري . خوبياهم ځني شريک خويونه اوځانګړتياوي لري چى ددي ځانګرتياووپه سبب له نورونسجونوڅخه بيليږي . ١-Cellularity:نوموړي نسج نژدي په پوره ډول سره دحجروڅخه جوړشوي دي چي ددى حجروترمنځ فاصله نشته اوکه وي نوډيره کمه ده اودحجروي صفحي په ډول يي يوه مخنيونه منځ ته راوړي ده پداسي حال کي چي دنورونسجونو دحجروپه منځ کي په زياته پيمانه بين الحجروي واټن شته چي داواټن دبين الحجروي مادې په واسطه ډک شوې دي . ٢- Cellular Surfaces :داپيتيل حجره زياتې سطحي لري چې له ازادې سطحي،قاعدوي سطحې اوجانبي سطحې څخه عبارت دي .

ازاده سطحه يې دهغه سطحې څخه عبارت ده چې دبهرني چاپيريال سره په ليکه کې ده. اويايو جوف ته متوجه ده چې دنورو حجراتو سره اړيکي نه لري .

- قاعدوي سطحه يې دهغې سطحي څخه عبارت ده چې دلاندي منضم نسج سره په تماس کي وي . - جانبي سطحه يې دهغه سطحې څخه عبارت ده چې دخپلو ګاونډيو حجراتو سره په تماس کې وي . ٣- قاعدوي غشاءBasal Membrane Or Basemen Membrane  : اپيتيل حجرات همېشه په يوې نازکې اونفيسي ورقي باندي واقع دي چې د (Basal Membran) په نوم ياديږي .نوموړي غشاء يوغير حجروي غشاء ده چې دګلايکوپروتين څخه جوړه شوي ده چې دمنضم نسج اواپيتيل نسج تر منځ وجود لري نوموړي غشاء په مشخص ډول کومې خاصي دندي نه لري خودغه لاندي دندي ورپوري تړلې دي. - داپيتيل حجرات دلاندي منضم نسج سره نښلوي . - داپيتيل حجروته استنادورکوي دکشېدو اوشکيدو په وړاندي ورته مقاومت ورکوي چې ددي غشاء استنادي اوالاستيکي رول دسترګې په عدسيه کي په ښکاره ډول سره ليدل کيږي دعدسيې قاعدوي غشاء ده چې له يوي خوا دعدسيې داستناد سبب ګرځي او دبلي خواعدسيې ته ارتجاعي خاصيت ورکوي.دتطابق په وخت کې دعدسيې دشکل دبدلون سره کپسول هم بدلون مومي. - ديوې انتخابي مانع په ډول عمل کوي.مايعاتو،ايونونواوکوچنيو ماليکولونوته دتيريدواجازه ورکوي خوغټو ماليکولونوته دتيريدواجازه نه ورکوي لکه پروتين اوداسي نور. - دقاعدوي غشاء پروتيني برخه (Antigenic) خاصيت لري کله کله دانتي باډي دتوليدسبب ګرځي چې په نتيجه کي قاعدوي غشاء تخريبيږي اومعافيتي ناروغۍ منځ ته راوړي . - قاعدوي غشاء دسرطانونو په پېژندنه کي مرسته کوي .دا چې قاعدوي غشاء په نورمال حالت کي داپيتيل نسج سرحدجوړوي خو هغه سرطاني حجرات چې دقاعدوي غشاء څخه منشاء واخلي لاندې منضم نسج باندي حمله کوي . ٤-حجروى اتصال (Cellular Adhesion):داپيتيل حجرات داسې نښتي دي چې دبېلولو لپاره يې ميخانيکي قوې ته اړتياشته خوصوصًا په هغه برخوکې چې دزيات فشار اومانع سره مخ وى . لکه پوستکى. داحجرات ددريوعواملوپه واسطه سره نښتى دي .که چېري دتريپسين اوځېنې نورمواددکلسيم سره يوځاي شى نوحجروې وصل کموى نوځکه په تجربوکې داپيتيل حجراتودبېليدولپاره له يادوشووموادوڅخه استفاده کيږي همدارنګه دعمرپه زياتېدوسره حجروى وصل کمېږي .څرنګه چې په سرطانونوکې حجروى وصل کمېږي نوځکه حجروى کتله په اسانى سره تيت کېږي اودوينې دجريان په وسيله لېري برخوته انتقالېږي . ٥- اپيتيل نسج دوينې رګونه Avacolarization نلري:په اپيتيل نسج کې شعريه رګونه نشته بلکه خوراکي مواد دخپل لاندې منضم نسج څخه د Diffusion دعمليې په واسطه اخلې اودنسج اضافى مواد دبين الحجروى واټن له لارې دمنضم نسج شعريه رګونوته ورتوئېږي . ٦-عصبي تعصب Enervation : نوموړي نسج دنوروانساجوپه شان عصبى ريشتې لري چې دغه رشتې اواعصاب قاعدوى غشاء څيرې کوي اوخپل ځان داپيتيل حجروبين الحجروى فاصلوته رسوي اوپکې ختمېږي . ٧- حجروى نوى والى Cellular replacement :داپيتيل حجرات وروسته له يوې مودي څخه له منځه ځي اوځاي يې نوى حجري نيسي .چې دحجرو دانوى کېدل دعضويت په ټولوبرخوکې يوشان نه دي بلکه هرڅومره چې دخرابېدوسره زياته مخامخ وى نو په هغه اندازه يې حجروى نوي کېدل هم زيات وى دمثال په ډول دپوستکي حجرات يوويشت ورځې وروسته،دکولموحجرات دوې يادري ورځې وروسته نوي کېږي خودبدن دنوروبرخو حجرات لکه دتنفسي سيستم حجرات ډيره موده وروسته نوى کېږي مګردپانقراس حجرات پنځوس ورځې وروسته جوړيږي . ٨- قطبيت Polarity : څرنګه چې مخکې يادونه وشوه چې داپيتيل حجراتو ازاده سطحه دبېرونى محيط سره په تماس کې ده چې دداخلي سطحو سره ښکاره توپېرلري اويوه غيرکنترول شوې سطحه ده . داپيتيل نسج حجرات دخپل محور په امتدادله بېرون څخه داخل ته متوجه Polarized دي . حجروى محور Cell Axis هغه فرضي خط دي چې دهستي اوسنتروزم څخه تېريږي اوپه قاعدوى غشاء باندې عمود دي چې حجروى عناصر او اورګانېلونه دهمدې محور اوحجروى قطبونوله مخې تنظيم شوي دي په دې ډول چې مايتوکاندريا دحجروى محور په امتدادواقع ده ميتابوليک مواددهستې په سر تراکم کوي سنټريول اوګولجي جهاز دپورتني قطب اوهستې ترمنځ ځاي لري خوپه خپله هسته ښکتني قطب اوهستي ترمنځ ځاي لري . ټول هغه موادچې بدن ته داخېليږي هم ديو معين قطب څخه داخيلېږي اوکه خارجيږي نوهم ديوخاص اومعين قطب څخه خارجېږي .

٩- دحجراتو ښکتني قطب Proximal: هغه قطب دي چې دلاندې منضم نسج سره تماس لري .دايواخذوى قطب دي يعنې خوراکي اونورمواد دلاندې شعريه رګونو څخه حجرې ته ددې قطب له لاري ورننوځي په داسې حال کې چې دپورتني قطب Distal قطب يې ازاده سطحه ده اوڅرنګه چې دخارجې محيط سره په تماس کې ده اوزياتې ځانګړتياوې لري اوډيربدلونونه پکې منځ ته راځې اضافي مواد دحجرى څخه دهمدې لارې څخه خارجيږي بايدووايوچې قطبونه په يوطبقه يي اپيتيل نسج کې ډيرارزښت لري خوپه څوطبقه يي اپيتيل نسج کې قطبيت دومره واضح نه دي ځکه چې په اپيتيل حجراتوکې محافظوى رول نسبت افرازي رول ته زيات داهميت وړ دي .(١- م م، ٩٢ _٩٦). دبشروى انساجوځانګړي جوړښتونه

ددى لپاره چي داپيتيل نسج حجرات دوظيفوي اومحيطي شرايطوسره تطابق وکړي نويوشميرځانګړوجوړښتونوته اړتيالري چي داجوړښتونه ېى په بيلابيلو سطحوکي واقع د ي.چې عبارت دهغه جوړښتونوڅخه دي چې اپيتيل حجرو په ازاده سطحه کې واقع دي .څرنګه چې داپيتيل حجروازاده سطحه دخارجى محيط سره په اړيکه کې ده نو خارجى فکتورونه يې په اساني سره تراغيزي  لاندې راولى همدارنګه يوشمير فعاليتونوله نظره لکه افراز،جذب،ترانسپورتيشن اومحافظې له کبله يوشمېرجوړښتونه پکې شته چې عبارت دي له .                 
١-Keratin: نوموړې يوه سخته ماده ده چې پروتينى طبعت لري چې دليفوپروتينونوله جملې څخه شمېرل کېږي ددي پروتين په ترکيب کې يوشمېر سلفرلرونکى امينواسيدونه شامل دي چې دمعدې اوکولمودانزايمونوپه وړاندي مقاومت لري کيراتين دابودننوتلوڅخه مخنيوى کوي خوغوړموادورڅخه په ښه ډول تېريږي .کيراتين بدن له خارجى اومخانيکى ضربوڅخه ساتى اوپه عادي ضررونوکې دپوستکى دحجرودپارچه کېدوڅخه مخنيوي کوي برسيره پر دي کيراتين دکيمياوي موادواوژونديوعناصروله نفوذڅخه اوهمدارنګه داوبو اومايعاتودجذب اوافرازڅخه مخنيوى کو ي زياتره کيراتين دپوستکي داپيدرم عمده جزدي اوهمدارنګه دپوستکي ټول مشتقات لکه نوکان،ويښتان،بڼکې، ښکرونه ورڅخه جوړشوى دي څرنګه چې دبدن خارجې سطحه دپوستکي په واسطه پوښل شوې ده اودپوستکي سطحه دمړوکيراتين لرونکوحجراتوپه واسطه اشغال شوې ده نوځکه بدن په مړوکيراتين لرونکو حجراتوکې  بنددي .  



                                      (٣) شکل  :  Keratin  (٤ –م،١٦).        

٢-Microvillus:دا اوږده استطالات دي چې دبدن داپيتيل په ازاده سطحه باندي واقع وى لوړوالي يې يومايکرون،پنډوالي (٠.٠٨)مايکرون اواوږدوالي يې توپېرلري يعنې کله اوږداوکله لنډوى .دعادي مايکروسکوپ دبورس شکله سرحدپه ډول يادبورس بارډر(Striated Border) په ډول سره ليدل کيږي په تقريبي ډول سره په هره حجره کې دري زره (٣٠٠٠)دانې مايکروويلې موجودي. دمايکرويولاي په قاعده کې يوډول رشتې شته چې د(Tonofilament) په نوم شته چې د(Terminalweb) په نوم هم ياديږي .ددې فلامنتونودنده دمايکرو ويلي تقلص دي چې دغه عمل دجذب لپاره زمينه برابروى .





(٤)شکل  : مايکروويلې Microvilli (٤ –م،١٥). ٣- Glycocalyx:دايوډول ګلايکوپروتين دي چې ديوشمېر اپيتيل حجراتو په ازاده سطحه کې موقعيت لري .خوصوصًادهغومايکروويولاي سطحه يې پوښلي ده چې دجذب دنده په غاړه لري چې نوموړي پروتين دموادوپه انتخابي جذب کې خاصه ونډه لري . ٤-احداب Celia:متحرک يااستطالات دي چې ترعادي مايکروسکوپ لاندي داوږده تيوب په ډول معلومېږي اوږدوالي يې د(٥-١٠)مايکرون اوعرض يې (٠.٢)مايکرون ته رسېږي نوموړي ساختمانونه په اصل کې د(Microtubules) څخه جوړ شوي دي چې دفعاليت په وخت کې په هره ثانيه کې لس ځله حرکت کوې داحدابوحرکت په ځېنوفکتورونوپوري تړلى دي يعنې ځينې فکتورونه يې دتيزوالي اوځينې فکتورونه يې دسست والي سبب ګرځي . مثلاً( )،ايتر، کلوروفارم اويخني داحدابوحرکتونوته سستوالي ورکوي خواکسجن،کلسيم ، القلي مواداوګرمي داحدابودحرکت دتيزوالي سبب ګرځي.



(٥)شکل  : Cilia(٤-م،١٤). ٥-Sterocellia: غيرمتحريک سايتوپلازميک اوږدوالى دي چې ديوغټ او منشعب مايکروويلي په ډول دحجرې څخه منشاء اخلى .په حقيقت کې دمايکروويلي يوخاص ډول دي چې دنده يې قسمًاداحدابوسره اوقسمًادمايکرو ويلي سره شباهت لري چې په لاندې ډولونوسره ليدل کيږي ياټکر کوي . - نوموړي جوړښتونه په ځينې حواصي غړوکې لکه په شحمى مخاط،دخوندپه غړوکې يا(Tastebud) اوداوريدلوپه اپيتيل کې دويښته په ډول ليدل کېږي نوځکه د(Hair Cells) په نوم ياديږي. - په بربخ (Epididymis) کې ليدل کيږي . په بربخ کې د(Stero Cellia) له پاسه افرازي قطرونه ليدل کېږي اوکېداي شي چې دغه جوړښتونه دافرازدنده په غاړه لري ٦- لکۍ Flagilla:دسلياڅخه اوږده استطالات دي چې يواځې په سپرماتوزوا کې ليدل کېږي چې اوږدوالي يې د (١٥-٢٠٠)مايکرون پوري رسيږي اومعمولاً تعداديې يودي .( ١- م م٩٦_١٠٢ ). داپيتيل حجرودجانبى سطحوجوړښتونه هغه جوړښتونه چې داپيتيل حجروپه جانبى سطحوکې ليدل کېږي ددووخواپه خواحجروترمنځ اړيکه ټينګوي اوحجراتوته دخارجى عواملوپه وړاندي مقاومت ورکوي ا وحجرات له بيليدوڅخه ساتي چې دغه جوړښتونه عبارت دي له .

       (٦) شکل:    داپيتيل حجرودجانبى سطحوجوړښتونه (٤-م،١٤). 

١-Intercellular Cement: دکاربوهايدريتى موادويوه نازکه طبقه د ه چې د اپيتيل حجرات سره نښلوي .

٢-Interloking Membran : داپيتيل حجراتوجانبي سطحي هوارې نه دي بلکه دارې ددندانوپه ډول ننوتلې اوراوتلې برخې لري چې ديوې حجرې راوتلې برخه دبلې حجرې په ننوتلې برخه کې ننوځې چې په دې ډول دمجاوروحجرو ترمنځ اړيکې ټينګوي اوډيرميخانيکي مقاومت لري . 

٣-Junctional Complex: داستوانه ئي اومکعبي حجراتوازادي سطحې ته نيږدي يوه حلقه شکله جوړښت چې Cement سره يوشان دي موجود دي ،چې دحجراتودپيوستون سبب ګرځي اوپه هغه کې دالاندي اجزاوي شاملي دي . الف- Tight Junction Zunula Occludens :ازادي سطحې ته نېږدي دګاونډيوحجروغشاءګانې يوله بل سره په تماس کې وي چې ديوې مانع په ډول عمل کوي اوبين الحجروي واټن ته دماليکولونودننوتلوڅخه مخنيوي کوي. دمثال په په ډول دکولمو محتويات نه پريږدي چې بين الحجروي واټن ته تيرشي چې ددي امله دې پيوستون ته Tight Junction هم وايې. نوموړي پيوستون داندوتيليم حجراتوترمنځ ليدل کيږي. همدارنګه ځينې وخت کيداي شي چې داپيوستون په پوره ډول نوي تړل شوي اوځينې ماليکولونه ورڅخه تيرشي چې دانامکمل پيوستون دLeaking Tight Junction په نوم ياديږي .

ب-Zunula Adherence :ځينې وختونه دحجرې ازادي سطحې ته نيږدې دسموزوم په څيرساختمان ليدل کيږي چې له دسموزوم سره لاندې توپيرونه لري .يوداچې نوموړي پيوستون دفيتې په ډول ريښه چاپيره کوي اوبل داچې دغشاؤوترمنځ يې فيبريولونه نشته بلکه يواځې ديوې سريښناکې مادي په وسيله يې بين الغشائى مصافه ډکه شوې ده داډول يوځاي کيدل برسيره له دي څخه چې داپيتيل حجرو تر منځ قرار لري بلکه دځينې عضلي حجروترمنځ هم موجوددي او همدارنګه دزړه په عضلى حجروکې د Intercalated Disesپه نوم ياديږي .ددي وروستيويادشوو يوځاي کيدلومجموعې ته چې داپيتيل حجروپه جانبې سطحوکې موقعيت لري Junctioncomplex ياTerminal Bar هم ويل کيږي

ج-Desmosom Macula Adherenc :دګاونډيوحجروترمنځ يوعام پيوستون دي چې دکمربند په ډول دحجروپه شااوخواراتاوشوى وي په دي برخه کې دحجروي غشاء دداخلي سطحې پروتينونه بې ځايه کوي اونښتې غشاء ګانې پنډيږي اوددواړوغشاءګانوترمنځ د(٢٠)ملې متره په اندازه واټن پاتې کيږي چې په ګلايکوپروتين باندي ډکېږي چې دغه پروتين دDesmoglia په نوم ياديږي.دداوړوغشاؤوپنډې برخې دفيبريولونوپه واسطه يوله بل سره يوځاي کېږي . پخواداسې فکرکيده چې فيبريولونه ديوي حجري څخه بلې حجري ته تيريږي خواوسنيوڅيړنوښودلې ده چې نوموړي فيبريولونه چنګکونه جوړوي اويودبل سره ټينګېږي .دغشاء داخلې مخونه هم دفيبريولونوپه واسطه تکيه پيداکوي . - Desmosome له يوناني کليمې څخه اخستل شوي دي چې Desmos دپلن په معني اوSome دجسم په معني دي يعني دپيوست کوونکى جسم په معني دي اوظاهراًدميزپه څيرمعلومېږي . Desmosome په هغه حجراتوکې ليدل کېږي چې قوى پيوستون ولري . ٤-Gapjunction:په دې ډول پيوستون کې حجروي غشاوي يودبل سره اړيکې نه لري خوډيري نيږدي واقع وي اوترمنځ يې ٣ملې متره په حدودو کې مصافه موجوده وي چې په دي مصافه کې دپلونوپه څيرشپږضلعې ساختمانونه چې دګاونډيوحجروسايتوپلازمونه سره وصلوي اوددي اتصالاتوپه واسطه ددي حجراتوترمنځ دموادوازادبدلون صورت نيسي چې ددي آزادبدلون دصورت نيولوپه آساس دې پيوستون ته Maculacommunicant هم ويل کيږي .

٢- م ٥١_٥٢م م

داپيتيل حجرودقاعدوي سطحوجوړښتونه په دي برخه کې يواځې يوجوړښت ليدل کيږي چې دHemi Desmosome په نوم ياديـــږي. څرنـــګـه چې ددي پيوســـتون دنوم څخه معلوميږي چې Desmosome ته ورته جوړښت دي په دومره توپيرچې Desmosome ددواړو حجروپه شااوخوادميز په ډول تاوشوي وي خوڅرنګه چې حجره په قاعدوي برخه کې دقاعدوي غشاء سره پيوستون لري نوځکه داپيتيل حجري په شااوخوانيم ميز يانيم Desmosome تاوشوي وي داځکه چې قاعدوي غشاء Desmosome اوفبيريولونه نلري په نتيجه کې دي پيوستون ته نيم Desmosome وائي . دEpithelial Tissuesډولونه ١-ــــ-خشت فرشې بشروى نسجونهSquamos Epithelial Tissues داډول نسجونه دپلنواوباريکوحجراتوڅخه منځ ته راغلي دي چې دخښتو په څېر يودبل سره پيوستون لري او(Peretonealcoelo اودسږوالويولي Alvioli يې پوښلې ده اوهمدارنګه دپوښتورګوBowmonscapsuleاوداخلي غوږInnermembran اودوينې نلونه Bloodvescles دپوښلودنده په غاړه لري نولدې کبله دغه نسج دEndothaliumپه نوم ياديږي .



(٧)شکل : Squamos Epithelial ) ٣م،٤٦ ( . 2 -استوانه يي بشروى نسجونه Columnar Epithelial .T دانسجونه دهغوبشروي نسجونو څخه عبارت دي چي داستواني په څير شکل لري او حجرات يي اوږد جوړښت لري او څنگ په څنگ واقع شويدي چي په داخل کي دحجراتو داوږدوالي په امتداد قطر کميږي اودهاضمي دسيستم داخلي برخي دMucousmembranاودکولموIntestinalځينى برخى اودبولي تناسلي سيستم (Urinogenital systemدغړودپوښلودنده په غاړه لري.


(٨)شکل: ) Columnar Epithel٣م،٤٦( . ٣- سليايي بشروي نسجونه:Ciliated Epithelial Tissues:- نوموړي نسجونه دColumnar اپيتيل نسجونودتغيرModification په نتيجه کې منځ ته راځي .دمعدي اوکولموداخلي ديوال پوښي اودويښتانوپه څير جوړښتونه لري چې دسليا Cilia په نوم ياديږ ي . په قاعدوي برخه کې دانه لرونکي جوړښتونه Basal granules لري همدارنګه په د اخلي پروتوپلازم کې ددي حجراتودغه ريشتوي جوړښتونه Basalgranules منځ ته راوړي چې اوږدوالي يي٣-٤مايکرون پوري رسيږي اودخپل دايمي يوجهته حرکت له مخي دحجراتوداصلي حالت ساتندوي دي دغه سلياوي په يوه ثانيه کې(١٠)کرته يادسوونوکرتوځيني حرکت کوي په نتيجه کي دMucus دپاکوالي سبب کيږي کوم چي دګردونودزراتوپه وسيله پوښل شوي وي اوهمدارنګه تخريب شوي ميوکس هم دسليائي حجراتوپه واسطه لري کيږي اوهغه ګرد دخولي دلاري چې کولموته ننوتي وي دهمدي نسجونو په واسطه پاکيږي . ٤- غدواتي اپيتيل نسجونه Glandular Epithelial Tissues دانسجونه هم دColummnar اپيتيلي نسجونودتغير په نتيجه کې منځ ته راځي اوپه خاصه توګه دکيمياوي موادو دترشح وظيفه په غاړه لري . مثلاً يوحجروي غدوات Unicellularglands عبارت له هغه يوحجروي غدواتوڅخه دي کوم چې په عادي ډول سره په غدواتوکې ځاي لري مثلاً دلويوکولموLarg Intestine ننني برخي تشکيلوي اوهغه يي پوښلې ده چې دغه نسج دغدواتي اپيتيلي انساجوپه نوم ياديږي . اوپه دي کې دوه ډوله حجرات ليدل کيږي چې يوډول يي Goblet نوميږي چې دميوکس دترشح وظيفه په غاړه لري چې خپله ميوکس يوګريس ډوله ماده ده چې داپيتيلي حجراتو خارجې برخه پوښي اودخارجي موادو په وړاندي کې دساتلووظيفه په غاړه لري اوبل ډول حجرات يي جذب کوونکي حجرات Obsorptivecell دي . ٥- جنسي اپيتيلي نسجونه Gerninal Epithelal Tissues نوموړي نسجونه هم د Cnumnar دتغيرپه نتيجه کې منځ ته راځي اوحجرات يي مکعبي اوياګردشکل لري . اوتخمدان Ovary اودخصيوTestes کانال اومنوي تيوب Seminifirostubules پوښي . ٦- منطبق اپيتيلي نسجونه Stratifide Epithelial Tissues دغه نسجونه دانسانانودوجودبيروني برخه پوښي اوپه ځيني داخلي برخوکې هم ليدل کيږي لکه دخولي خاليګاه ،ژبه ،مري Esophagus پوښي ددغه بشروي نسج مخکيني حجري دوخت په تيريدوسره خپله هسته له لاسه ورکوي اوله منځه ځي اوپرځاي يي قاعدوي غشاء څخه نوي حجري منځ ته راځي .٢-م ٥٢_٥٥م م



(٩) شکل) Stratifide Epithelial: ٤-م،١٢). داپيتيل نسجونو ډلبندي Classification of Epithel .T ددي نسجونوپه ډلبندۍ کې بيلا بيلي ځانګړتياوي ليدل کيږي يعني نوموړي نسجونه ددندي شکل ،طبقواوهمدارنګه دځانګړو جوړښتونوپه نظرکې نيولوسره په مختلفوډولونو ويشل کيږي . الف - ددندوله نظره داپيتيل نسجونوډ لبندي ١- پوښونکي اپيتيل نسجونه Lining Epithelum T :نوموړي اپيتيل نسجونه دبدن خارجي سطحه اودداخلي خاليګاووسطحه پوښي . ٢- غدوي اپيتيل نسجونه Glandular Epithelium T :ددي اپيتيل نسجونو حجري مختلف مواد افرازوي . ب – دشکل له نظره داپيتيل نسجونوډ لبندي :دحجرودشکل دتثبيت لپاره دحجرولوړوالي ديواړخ څخه په نظرکې نيول کيږي داپيتيل حجراتولوړوالي له استواني څخه تر خشت فرشي پوري توپير کوي په دي ډول چې ١- هغه اپيتيل حجرات چې هوار دي اوپيړوالي يي کم دي دخشت فرشي Squamus په نوم ياديږي .



(١٠)شکل: Simple Squamous(٤-م،١٣). ٢- هغه اپيتيل حجرات چې سوراوپيړوالي يي سره برابر وي دمکعبي Cuboidal په نوم ياديږي .



(١١)شکل: Cuboidal(٤-م،١٢). ٣- که چيري داپيتيل حجراتو لوړوالي دسورڅخه زيات وي داستوانه ئي Columnar په نوم ياديږي پورته ذکرشوي داپيتيل ډولونه له پورته څخه څوضلعي ښکاري .



(١٢)شکل: Simple Columna(٤-م،١١). ج- دطبقوله نظره داپيتيل نسجونو ډلبندي : که چيري داپيتيل نسج حجرات يودبل په خواکې واقع شي اوډله جوړ ه کړي نودساده اپيتيل Simple Epithelium په نوم ياديږي . اوکه يودبل په مخ يايودبل په سرواقع وي اوطبقي ئي جوړې کړې وي نودڅوطبقوي اپيتيل Stratified Epithel په نوم ياديږ ي . د- دجوړښت له نظره داپيتيل نسجونو ډلبندي : اپيتيل نسج دځانګروجوړښتونو په سبب په دي ډول ډلبندى شوي دي لکه دکيراتين احدابواوداسي نورو جوړښتونو لرونکي وي دپورته ذکر شووټکوپه نظرکې نيولوسره اپيتيل نسجونه په لاندي ډول ډلبندى شوي دي . ١- ساده يوطبقوي بشروي نسجونه Simple Epithelium:په دغه ډول نسجونوکې لاندي برخي شاملي دې.



(١٣)شکل: Simple Epithelium(٤-م١٢).

الف:-ساده خشت فرشي بشروي نسجونهSimple Squmus Epithelium

ددي نسجونوحجرات هموار اوپراخه دې چى هستي يي دحجري په پيړه يامنځنۍ برخه کي ځاى لرې چي ددي حجراتوڅخه موادکولاي شې په اسانۍ سره تيرشې نوموړې نسجونه زياتره وخت په هغوغړوکي ليدل کيږي چي له ديوال څخه يي دموادوبدلون صورت نيسي اودغه نسج په مختلفوغړوکي په مختلفونومونوباندي ياديږې. ١- دشعريه رګونو په ديوال کي دEndothelium په نوم ياديږي. لکه دويني اونسجونوترمنځ راکړه ورکړه دهمدي لاري څخه صورت نيسې . ٢- هغه بشروې نسجونه چي دبدن داخلې سطح پوښوي دMesothelium په نوم ياديږې. لکه دپلورا،اوپريتوان اودپريکارديوم تړلى خاليګاوى. ٣-په هوايې کڅوړوکي ددي نسجونو له لاري دويني اوهوا ترمنځ دګازاتوراکړه ورکړه صورت نيسې.

ب - ساده مکعبې بشروې نسجونهSimple Cuboidal Epithelium:-حجري يي مکعبې شکله دې اودپښتورګوپه کانالونوکي ليدل کيږې ددي حجراتوهستي ګردي اومرکزې موقيعيت لرې اوپه لاندي غړوکي ليدل کيږې لکه: تخمدان ،تايرايدغده،Someglandes کي ليدل کيږي .

ج- ساده استوانوي بشروي نسجونه Simple Columnar Epithelium: ددي نسجونودحجراتولوړوالي نسبت سورته زيات دي ،هسته يي په قاعدوي سطحه کي واقع ده چي دوظيفوي اوجوړښتي ځانګړتياؤله کبله په لا ندي ډولونوسره ليدل کيږي . ١- ساده افرازوونکي بشروي نسجونه Secratory Simple Epitheliu: دااپيتيل مخاط افرازوي لکه دمعدي دسطحي اپيتيل . ٢- ساده جذبوونکي استوانوي بشروي نسجونه Absorptive Simple Clumnar Epithelium :- دااپيتيل دموادودجذب دنده په غاړه لري لکه دکولمودسطحي اپيتيل .دجذب کوونکواپيتيل حجراتوپه ازاده سطحه کي يوزيات شميرمايکروويلي ليدل کيږي . ٣- ساده احداب لرونکي استوانوي بشروي نسجونه Ciliated Sample Clumnar Epithelium:- ددې ډول اپيتيل په ازاده سطحه کې سليا يا ويښته ډوله جوړښتونه ليدل کيږي چې دډول ډول زراتوپه انتقال کې مهمه دنده سرته رسوي اوپه تنفسي لاروکې په زياته پيمانه ليدل کيږي. ٤- رنگه بشروى نسجونه Pigmented Epithelium : ددي ډول اپيتيل نسجونو په حجراتوکې رنګه مواد ليدل کيږي چې ښه مثال يي دسترګوپه شبکيه کې ليدل کيږي . ٥- عصبى بشروى نسجونه Neuro Epithelium : ځينواستوانوي اپيتيل حجرو دحواسي آخذو په حيث دشکل تغيرکړي دي لکه د ذائقي حجري په ژبه کې او دبويولو حجري په پزه کې .( ١- م م، ١٠١_١٠٨). څوطبقوي بشروى نسجونه Stratifid Epithelium دا اپيتيل نسجونه ديو شمير حجروي طبقو څخه جوړ شوي دي چې بيلابيل ډولونه يي دحجرو دشکل له مخې نومول کيږي .



(١٤)شکل: Stratifid Epithelium (٤-م،١٢). الف- خشت فرشى څو طبقوي بشروى نسجونه Squamous Stratified Epithelium: ددې ډول اپيتيل دسطحې حجري همواره منظره لري چې د ژورو طبقو حجري يي استوانوي اومکعبي منظره لري . ب- څوطبقوي مکعبي بشروى نسجونه Stratified Cuboidl Epithelium :- دا ډول اپيتيل ځينې ددوه طبقوي مکعبي حجرو څخه جوړ شوي دي ددې اپيتيل ښه مثال دخولو دغدو څخه عبارت دي . ج- استوانوي څوطبقوى نسجونه Stratified Columnar Epithelium : دانسجونه زياتره د دريو ياڅلورو حجروي طبقو څخه جوړ شوي دي . ددې اپيتيل سطحي حجرې استوانوي خوڅرنګه چې دلاندي طبقو حجري يي دفشار لاندي دي نو ځکه مکعبي يا څو ضلعي شو ي دي چې ښه مثال يي دسترګو په منظمه کې ليدل کيږي . دبشروي نسجونو ځانګري ډولونه Special Tyes Of Ep پدې نسجونوکې هغه اپيتيل شامل دي چې دخپلو جوړ ښتي اووظيفوي خواصو دنظره په پورته يادشوو ګروپونوکې ندي شامل او په لاندي ډولونوسره دي . الف –درواغجن څوطبقوي بشروي نسجونه Pseudostratified Epithelium څرنګه چې نوموړي بشروي نسجونه په اصل کې يوطبقوي دي يعني ټول حجرات يي دقاعدوي غشاء سره په اړيکه کې دي خو ښکاره څوطبقوي ښکاري نوځکه ددرواغجن څو طبقوي اپيتيليوم په نوم ياديږي . نوموړي اپيتيل ديوي طبقي حجراتو څخه جوړ شوي دي خو څرنګه چې دځينو حجراتو لوړوالي يي زيات اودځينو حجراتو لوړوالي يي کم دي او په قاعدو ي برخه کې پاتې کيږي نو ځکه يي هستې په مختلفو سطحو کې واقع دي او دڅو طبقوي اپيتيل منظره غوره کوي . هغه حجرات چې په دې اپيتيل کې شامل دي په دې ډول دي ١- سليالرونکي حجرات Ciliated Cells : استوانوي احداب لرونکي حجرات دي چې ذرات يي بيرون ته شوي و ي . ٢- لومړني حجرات Stem Cells: کوچيني حجرات دي چې دلويو حجراتو په لاندني برخه کې واقع دي او سطحې ته نه رسيږي بلکه په زخيرو ي حجراتو کې نوي حجرات توليدوي . ٣- ګوبليټ سيلز Goblet Cells) (نوموړي حجرات په تنفسي لارو کې ليدل کيږي چې مخاط افرازوي مخاطي افرازات يوډول سرښناک ،لزجي او ټينګه مايع ده چې ديوي ورقې په شکل دتنفسي لارې سطحه پوښي له يوې خوا تنفسي هوا نمجنه کوي او بل ګرد جذبوي . ب- بدليدونکي يا نقل کوونکي بشروي نسجونه Transitional Epithelium : نوموړي اپيتيل نسجونه له دې کبله نقل کوونکي اپيتيل بلل کيږي چې طبقي يي دغړو برابر بدلون کوي يعني کله يو طبقوي او کله څو طبقوي کيږي . ددې نسج دحــــــــــجراتو شکل هم له هموارڅخه تر ګرد يا دايروي مکعـبي پورې توپيرکو ي څرنګه چې دا اپيتيل په بولي لارو کې ليدل کيږي نو ځکه د Urothelium په نوم ياديږي . کله چې مثانه له متيازو څخه ډکه شي نو دفشار د زياتوالي له امله پراخيږي ، سطحي حجرات يي همواريږي اود لاندنيو طبقو حجرات پوښوي خو کله چې مثانه خالي شي نو داخلي فشار يي له منځه ځي اود دويم ځل لپاره په څوطبقوي اپيتيل باندي بدليږي او حجرات ئي دايرو ي منظره ځانته نيسي . ج- Syncytium Epithelium : په دي ډول اپيتيل کې دحجراتو ترمنځ سرحد نه ليدل کيږي اودا ډول اپيتيل نسجونه په پلاسنتا کې ليدل کيږي .



دبشروي نسجونو دندي برسيره پر دي چې اپيتيل نسجونه دبدن سطحه او نوري خاليګاوي پوښوي ځينې نورې دند ې هم په غاړه لري چې تري په لاندي ډول يادونه کيږي . ١- ساتنه Protection اپيتيل نسج مربوطه غړي له فزيکي ،کيمياوي ،بيوشميکي اونورو عواملو له اغيزو څخه ساتي دمثال په ډول پوستکي چې کيراتين لري بدن ته داوبو اوکيمياوي موادو له نفوذ او دبکترياله حملي او ننوتلو څخه اوهمدارنګه دبدن له وچيدو څخه مخنوي کوي . ٢- دموادو انتقال Transport : داپيتيل په سطحه ځينې وړي ذري لکه افرازي مواد ، مخاطي مواد چې نوموړي دنده په خاص ډول داحدابو په واسطه تر سره کيږي لکه په تنفسي او بولي خا ليګاوو کې . ٣- افراز Secretion  : داډول اپيتيل دخپلې سطحې دپوښلو لپاره سريښناکه مواد افرازوي مثال لکه دمعدي اپيتيل . ٤- خارجول Excretion داپيتيل ځينې حجرات دوينې ځينې اضافي مواد صافوي اوخارجوي لکه ادرار،خولې،صفراء اوکاربن داي اکسايد چې په پښتورګو، دخولو له غدو څخه دځيګر په واسطه اودسږو په واسطه يي خارجوي. ٥- جذب Absorption : دبدن ځينې حجرات ډول ډول مواد جذبوي دمثال په ډول کولمې چې خوراکي مواد او دپښتورګو حجري اوبه جذبوي . ٦- غوړول Lubrication دبدن په ځينې برخو کې اپيتيل حجرات داسې مواد افرازوي چې دغړو سطحه ښويه ساتى لکه مخاط چې په غټو کولمو کې دموادو نقلول اسانه کوي . مصلي مايع دپريتوان ، پلورا او پريکارديوم صفحو تر منځ چې دغړوښويدل يو پربل آسانه کوي .

٧- دحسيت اخيستل Sensory Reception ځيني اپيتيل حجرات په حواصي غړو کي آخذي جوړوي  لکه په پوزه او ژبه کي چي دبو يولو او خوند دمعلو مولو     

په مقصد په ډيرو نريو ويښتانو يا احدابو مجهز وي اوبيلا بيلي انګيزي دماغ ته انتقالو ي . ٨- ګونادونه Gonads : ځيني حجرات توليدوي چه دبچيو راوړلو قدرت لري لکه ګونادونه چي په تخمدان او خصيو کي ليدل کيږي ياپه خصيو اوتخمدان کي جنسي حجرات جوړوي . ٩- په Epididymls کې اپيتيل حجرات لاندې دندي په غاړه لري . الف- دله منځه تللو سپرماتوزواو تيرول . ب –داضافي اوبو جذبول . ج- Glyceryl-Phosphoryl Colin Sialicacid افرازوي چې دسپرمونو دپخيدو سبب کېږي. ( ١-م م، ١٠٦_١١١ ). دبشروي نسجونو بدلونونه په ځينې فزيولوژيک اوپتالوژيک حالتونوکې يو ډول اپيتيل په بل ډول اپيتيل بدليږي چې دې پيښې ته Metaplasia وايي . ځينې بيلابيل اپيتيل په څو طبقوي خشت فرشي اپيتيليل باندې بدليږي اوتردي چې کله کله کيراتين هم پکې پيداکيږي لکه دصفراء دکڅوړي استوانوي اپيتيل يادمثانې انتقالي اپيتيل او دبرانشونو ويښته لرونکى اپيتيل چې دميتا پلازيا په نتيجه کې په څوطبقوي خشت فرشي اپيتيل باندي بدليږي . هغه عوامل چې ددي پيښي دمنځ ته راتلو سبب کيږي په لاندي ډول دي (٣-م م، ٥١-٥٢ ). ١- دويټامين (A) دوام داره کموالي . ٢- دوام لرونکي تخريشات .

٣- داخته پړسوب(التهاب) شتون . 

پاي اخځليکونه(Refrences) ١- انور،محمدافضل(١٣٨٩ل ل) عمومي هستولوژي ،کابل مطبعه عازم . ٢- صديقي، بري (١٣٩٠ل ل)هستولوژي ،پاکستان عنايت خپرندويه ټولنه. (2004) Inderbir Singh . Human Histology Fifth Edition -3

   New Delhi.                                                                                      

Gauuras India ( ) Edition 4 -2Besic Histology






لړليک ګڼه سرليک مخ ١- سريزه ١ ٢- بشروي نسجونه Epithelial Tissue ٢ ٣- هغه طبقي چې بشروى نسجونه ورڅخه منشاء اخلي ٣ ٤- دبشروى نسجونو عمومي خواص ٣ ٥- دبشروى انساجوځانګړي جوړښتونه ٧ ٦- داپيتيل حجرودجانبى سطحوجوړښتونه ١٠ ٧- داپيتيل حجرودقاعدوي سطحوجوړښتونه ١٣ ٨- دEpithelial Tissuesډولونه ١٤ ٩- داپيتيل نسجونو ډلبندي Classification of Epithel .T ١٦ ١٠- څوطبقوي بشروى نسجونه Stratifid Epithelium ٢٠ ١١-دبشروي نسجونو ځانګري ډولونه Special Tyes Of Ep ٢١ ١٢-دبشروي نسجونو دندي ٢٣ ١٣-دبشروي نسجونو بدلونونه ٢٤ ١٤-اخځليکونه ٢٥