بس توپولوژي

په دا ډول نیټورک کې ټول کمپیوټرونه یوازې د یو کیبل سره تړلې وي. د نیټورک دا بڼه چې Linear Bus په نامه هم یادیږي او د نیټورک تر ټولو ساده شکل دی چې یو وخت د کمپیوټرونو د تړلو یوه عامه لاره او میتود وو. خو دا لاره یو څه ستونزې او غلطیانې لري او هغه دا چې د کیبل د یوې برخې په غوڅیدو یا ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي. د نوموړي ټوپالوجۍ ټول کمپیوټرونه د کیبل د یو سیګمینټ په وسیله په یوه مستقیمه کرښه تړل کیږي تاسو یې په لانديني انځورکې کتلی شئ.په bus ټوپالوجۍ کې معلومات داسې لیږدول کیږي چې کله یو کمپیوټر اړ وي چې معلومات ولیږدوي، نوموړي معلومات په بیلو بیلو برخو تجزیه کوي چې د پیکیټ Packet په نامه یادیږي او د بریښنایی سیګنالونو په ډول یې لیږدوي داسې چې نوموړي سیګنالونه په ټول کیبل کې خوریږي او ټولو تړلیو کمپیوټرونو ته رسیږي خو ولې یوازې هغه کمپیوټر چې د لیږونکی کمپیوټر له لوري یې نوموړو معلوماتو ته ادرس ورکول شوی نوموړي معلومات اخلي او قبلوي یې.

په Bus بڼې کې په یو وخت کې یوازې یو کمپیوټر کولی شي معلومات ولیږدوي ځکه خو باید ټول کمپیوټرونه د نیټورک وخت سره شریک کړي. په همدې بنسټ که په دا ډول شبکه کې د کمپیوټرونو شمیر زیاتیږي د نیټورک فعالیت هم ورسره ورو کیږي او د دې لپاره چې تر څو یو کمپیوټر ته د معلوماتو د اخیستلو او لیږلو وار ور رسیږي باید ډیر انتظار وکړي.

په Bus نیټورک کې کله چې یو سیګنال لیږدول کیږي نو تر هغې چې نوموړی سیګنال د یو کمپیوټر له لوري ونه منل شي د نیټورک په کیبل کې ښکته او پورته ځي او راځي او نور کمپیوټرونه نشي کولای چې معلومات ولیږدوي چې دې حالت ته Signal Bounce وایي. د دې لپاره چې د نوموړي کار مخنیوی وشي نو ټول سیګنالونه باید د کیبل په پای کې له مینځه یوړل شي. په بس نیټورک کې نوموړې دنده د Terminator په نوم یوه آله سرته رسوي چې د کیبل د دواړو خواوو سره نښلول کیږي او په کیبل کې لیږدیدونکي سیګنالونه چې پای ته رسي هغوی جذبوي او کیبل د نورو سیګنالونو د لیږد لپاره پاکوي.

په Bus نیټورک کې کله چې کیبل په کومه برخه کې غوڅ شي نو سیګنالونه نه terminate یا نه جذبیږي او د سیګنالونو د یو سره څخه بل سر ته دوامداره تګ راتګ یا سیګنال بونس رامینځ ته کیږي او ټول نیټورک د فعالیت څخه لویږي

د بس نیټورک د پراختیا یا غزولو لپاره د کیبل بیلې بیلې برخې segments د BNC نښلوونکي په وسیله سره نښلول کیږي. دا چې بس بڼه یو څه ستونزې لري او یوازې د کیبل د یوې برخې په ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي ځکه خو د بس نیټورک ځای نن سبا سټار Star ټوپولوجۍ نیولی.